10.03.2019 (19.12.1397)
تېر اتلس کاله امریکا افغانانو ته څه وکړل؟

ليکوال: شهاب لیوال

هغه ولس چې خپلواکي، ازادي او حریت په اشغال کې لټوي، هغوی تل غلام پاتې شوي دي، د نړۍ په تاریخ کې هغو هیوادونو تېری، اشغال او استعماري اهداف پلي کړي چې د قوي اقتصاد تر څنګ پیاوړی نظامي ځواک هم لري.

که د اروپايي هیوادونو (لکه: پرتغال، انګلیس، فرانسه، هایلند) اشغال او استعمار ته ځیر شو، راته به جوته شي، چې استعماري هیوادونه تل خپلې شخصي ګټې په نظر کې نيولې وي، که څه هم دغه ګټې د اشغال شوو هیوادونو په عام وژنې سره ترلاسه کېږي.

امریکا ۱۸ کاله مخکې زمونږ هیواد اشغال کړ، د طالبانو برحقه مشروع او اسلامي نظام یې ور ړنګ کړ، پر ځای يې د خپلې خوښې بې کفایته، بې واکه، مزدور او ظالم نظام حاکمه کړ.

هغه نظام چې مشروعیت او صلاحیت یې د امریکا په واک کې دی، څه رنګه به له خپل هیواده مشروعه دفاع وکړی شي او څه رنګه به د افغانانو استازيتوب وکړي؟ د اشغالګرو شپنۍ چاپې او مرموزه قتلونو، وحشتونو او ظلمونو په وړاندې به څنګه غبرګون وښيي.

طالب مشرانو امریکايانو ته له نظامي یرغل او اشغال څخه مخکې د مذاکراتو وړانديز کړې وه، خو لکه څنګه چې امریکا په افغانستان کې خپلې موخې درلودلې او د دې موخو په لاسته راوړنه کې طالبانو نظام ورته لوی خنډ وه او د دې لپاره چې دا لوی خنډ له منځه یوسي د دوي په حاکمیت او نظام یې نظامي يرغل وکړ،

امریکا په دې برید سره، په داسې یو پیچلي جال کې ګیر شوه چې ۱۸ کاله پکې لاس او پښې وهي، خو د وتلو توان یې نشته، امریکا نه يوازې خپلو موخو ته ونه رسېدله بلکې له قوي اقتصاد، پیاوړي ځواک او وفاداره متحدینو پاتې راغله:

امریکا د افغانستان په اشغال کې کومې اړینې موخې درلودلې؟

۱ــ دنړۍ اقتصادي بازار تر خپل کنترول لاندې ساتل او خپلو تولیداتو ته جهاني بازار پیدا کول، شل سلنه اقتصاد یې د نظامي تجهیزاتو له پلورلو تمویلوي، څکه خو جګړې ته اړټیا وه.

۲ـ د روسې له ماتې وروسته امریکا په نړۍ کې د يوازیني ځواک په توګه رامنځته شو، نو د دې لپاره چې روسیه یو ځل بیا په سيمه کې په ستر نظامي ځواک بدله نه شي، نو د افغانستان اشغال کولو ته يې مټې راونغاړلې.

۳ـ د وریښمینې لار تړل یې له اړينو موخو څخه وه. ځکه دغه لار د آسیا بازار له اروپا سره نښلوي او افغانستان يې د څلور لارې او استراتيژيک موقعيت په توګه ډېر اهمیت درلود.

که دا لار بیا په فعالیت شروع وکړي دلته له بل هر چا چین ته ډېره زیاته ګټه ده ځکه د اسیا بازار تر څنګ به د اروپا بازار هم تر خپل انحصار لاندې راولي چې دا به امریکا ته ډیر ډروند تمام شي.

په ټوله کې هیوادوال، ځوانان، محصلین، استادان، مشران او کشران باید پوه شي چې امریکا زمونږ هیواد د دې لپاره نه دی اشغال کړی چې د ژوندانه اسانتياوې راته برابرې کړي او د نړیوالو سیال مو وګرځوي.

که احیاناً فرض کړو چې امریکا افغانانو سره د خواخوږۍ له امله په افغانستان یرغل کړی دی، او طالبان بد خلک وه، او باید د واک له ګدۍ لرې شوي وای، نو ستاسو په نظر «امریکا +افغان» حکومت داسې کوم خاص کار کړی چې طالبانو کې یې هغه ظرفیت نه و.

تیر ۱۸کاله افغانستان ته ملیارډونه ډالر راغلل ،خو په بدل کې یې افغانان نه د کومې قوې فابریکې خاوندان شول نه یې اقتصاد ځان ته متکي شو، نه یې داخلي تولیدات لوړ شول،نه یې ورځني احتیاجات له خپلو تولیداتو پوره شول، نه بازسازي وشوه، نه معیاري سرکونه جوړ شول، بلکې ‌د یو څو مزدرو او منفورو جیبونه پرې ډک شول بنګلې او محلونه یې پرې جوړ کړل، افغانان نن هم اتیا سلنه د فقر د سرې کرښې لاندې ژوند کوي.

داسې کوم خاص کار نه دی شوی چې «امریکا +افغان» حکومت يې خپله لاسته راوړنه په ګوته کړي.

یوازې بربڼدي، فحشا، اعتیاد، قتلونه، ظلم، تیری، شپنۍ چاپې، بې دیني او شرابخوري یې لویې لاسته راوړنې یادولی شو چې دوي ورته دیموکراسی او آزادي وايي.

نو په کار ده چې ټول سره متحد شو او دا متل «ماهی را هر وقت از أب بگری تازه است » عملي کړو او نور اشغال او اشغالګرو ته، نه ووایو او ټول یو غږ go america غږ بدرګه کړو خپل ملي او دیني مسئولیت اداء کړو.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind