27.03.2017 (07.01.1396)

تیریادونه- نوستالژی

عبدالرووف لیوال

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک
هېڅ خندا مې له دې خلکو سره نه شي
  
ژ ړوي مې هغه تللي تللي خلک

زموږ په پښتنی سیموکې به چې یو څوک ، یو ځای ته ډیر تګ او راتګ وکړ، نوخلکوبه ورته ویل چې (څه کڼی دې جال کړی؟ ) د کڼی جال کول دهغووړینو تارونوسمول اوسپخول ووچې (دوړ) ماما به ټغریا ګیلم ترې اوبده – دوړ ماما مې ځکه وویل چې دوړان به زموږسیمو ته په پسرلی کې له وردګو راتلل .

نور کسبګرچې زموږدکلیو اوبانډواړین کارونه به يې مخ ته بیول اودژوند څرخ پرته له هغو نه څرخیده داسې به ورته نغوته وکړو :

  نایی (ډم )  : دسرویښتان ، ږیره خریل ، دتخرګونو سنت خریل ، دخیرات اوواده پخلی، په ودونو او حشر کې دکټه ډول غږول ، دخیرات اوودنودبلنلیکونو ویش ، له ولس نه دټغرونو ،لیمڅیو راټولول ترڅو رابلل شوی پرې کینې ، دماشوم سنتول ، دغاښ ویستل ، دنکریځو په شپه دزوم لاس په نکریځو سره کول دنایی دندې وې .

روایت داسې دی چې زموږ دهیواد په جنوبی اوختیځو سیمو کې به چې نایی موړ (مالدار) شو نو ولس به راولاړ سو اودهغه کور به یې چور اوتالان کړ – اولامل یې هم دا ګڼل کیده چې نایی کله موړ شی نو بیا دولس خدمت نه کوی .

سوداګر (بنجاره ) : دنداسه ، بنګړی ، رانجه ، کجل ،کروشنیل ، انګشتانه ،تار اوستنې ، رختونه ( سان – تافته ، چیټ ، الوان ، صندوف ،قناویز، بخمل (، نکریځی ،سرخی ، رجلومې ، چورمه ، سنډ اونور توکی به دده په خورجین کې موجود اودی دکلی محرم سړی وو ځکه ټولې زنانه به ترې راچاپیره وې .

کلال : چې اکثره داستالف له سیمې اویا دچار آسیاب دخیر آباد نه راته خاورین لوښې لکه کټو ، واړه او غټ منګیان ، کوزه ړیانې ، سرایی ، کورت مال ، خمیردان ،استالیفی خټینې کاسې ،خاورین غړک به یې په آسونو بارراوړل .

 پتره ګر : په پخوا زمانو کې شیشه ی لوښی دومره نه و د(جانان )غوری ، (ګردینر) چینی چاینکی او (بلغمی) چینی پیالو ډیر ارزښت درلود َ سره له دې چې   په کابل کې دشاکر دچيني جوړولو فابریکه په کار ولویده َ خو په خواشیني سره زموږ فیشنی خلکو دخپل وطن محصول اخیستلو فرهنګ نه درلود نو کله به چې هغه قیمتی چینی لوښی مات شول نو بیابه یې ټوټې ساتلی ، کله به چې بتره ګر کلی ته راغی بیابه دچینی لوښوکتار دجومات په سوپه دپتره ګر مخې ته جوړ وو(چینی مات شوی لوښی به یې پتره کول ) ، پترګر سرنده غوندې یو تارینه آله چې دنداف ډانډس ته ورته وه دهغې په څرخیدو به یې دچینی ټوټه سورۍ اوبیا دهګې ژیړاو چونه به یې سره ګد او دیوې کوچنۍ ټوټې حلبی په واسط به يې چینی سره کوشیر کړ.

نداف یا مالوچ ټکونکی : نداف دلوی تنبور یا دمبورې غوندې ماشین درلود چې ډانډس یې باله اویووزمین بوتل غوندې (بلا غونډ ) یې هم لاره چې په هغه به یې دډانډس په څرمنیز تارکې بند شوی مالوچ ټکول دانداف کوم وخت هزاره جات ته تلی وو کله چې قضای حاجت سره مخامخ شوی نو خپل ډانډس یې کوم دیوال ته تکیه کړی درولی او خپله رفع حاجت پسې تلی وو دو هزاره ګان چې هیڅ وخت یې ډانډس نه ولیدلی راپیښ شول حیرا ن پاتی  ول چې دا څه بلا ده ؟یو بل نه یې وپوښتل چې ( این چزغ بلایه ؟ ) هغه بل ځواب ورکړ ( نه انسه نه جنسه + دمبوره ، دمبورې خرسه ).

 مسګر:  ( مسین لوښی چې به زنګ وهلی وو ، هغه به یې سپینول ) پخوا وختونو کې دکور اړین لوښې مسین وو لکه چلمچی ، کوزه ، پتنوس ، غوری ، مجمې ، داوبو څښلو جام ، چلم ، اونور په کال کې به دوه ځلې مسګر سیمې ته راپیښ شو اوبیا به دلوی جومات دسوپې پر سر دمسګر مخې ته دمسی لوښو کتار جوړ سو – مسګر ته به کلیوالو په نوبت سره ښه ډوډۍ راوړه  اوشپه به یې هم په لوی جومات کې وه .

پوونده ( پاده وان): هغه پوونده چې دکال له لومړۍ ورځ (نوروز) څخه  به یې بیا دمنی ترپایه دخلکوغواوې ، خره ، خوسی دڅریدو لپاره ، لویو څړځایونو (چمن ) ته بیول   ، پاده وان به دسهار له لمر خاته سره په یوه لوړ ځای کې ودرید تر څو غږ یې دسیمې ټولوکلیو ته ورسی اوداسې به یې نارې کړې (هی مال راوباسی !) نو دکلی ماشومانوبه ګلې ، ګلې څاروی هغه ته وسپارل  په همدې ډول به بل کلی ته چې ورسید بیا به یې نارې کړې.

غرمه به یې هغه غواګانې چې شیدې یې کولې دلویشلولپاره اوهم ددې لپاره چې دغرمې ناری (څاښت) یې له خلکوټول کړی وی ، کلی ته راوستې او نارې به یې کړې ( غواوې درغلې !) .

ماذیګرمهال به یې ټول څاروی له څړځای (چمن) نه شپول یا پاده ځای ته راټول ، وروسته له شمیرنه به  ډاډه شو چې ټول څاروی پوره دی نودکلیو په خوابه روان شو بیابه یې هم غږ راغی چې ( هی مال درغی !) ، دکال په آخر (منی) کې به کلیوالودې پوونده ته دڅاروی په سردرې منه غنم اوشپږ منه جوار ورکول اوپوره ګوزاره به یې پرې وشوه ، دې پوونده یو بل عاید هم درلود اوهغه داچې : دهغو مالدارو او خانانو غواوې ددې لپاره چې وچې پاتې نه شی اوبلاربې شی نو (غوایمه) غوا به یې پادوان ته وسپارله ترڅویې په یوه ځوان سخوندر یاغویی تیره کړی ، چې وچه پاتې نه شی او بچی راوړی ، ددې کار په ترسره کولو به خان هغه ته روپی ورکولې .

نعل وهونکی :

داهغه کسبی وو چې دآسونو او کچرو په پښوبه یې نعلونه ټک وهل ، دهغه څاروی نعل به چې ولوید نو ګوډ به شو ، نه به یې ځغاسته کولی شوه او نه به یې بار وړلای شو ، نو دې کسبګر ته هم خلک اړوو ، ده سره به تل یو(سوهان ) هم ووچې دڅاروی دپښوهډوکی به يې پرې سوهان کول تر څو دنعل نصبولو ته برابرشی ، دې سړی به کله ، کله غوایان هم (عقیم)خسی کول تر څو شوخی ونه کړی او په ټیټ سر یوه یا قلبه وکړی.

جټان : داهغه لومپن پرولتاریا (جولاګان) ول چې نرانوبه یې ځان سره یو بیزودګډا (رقص) لپاره درلود ، خو ښځینه وویې دکلیوالولپاره شیشه ی بنګړی راوړل اوځینو یې فال هم کوت – وروسته چې داجټان مدرن (عصری) شول ، بیا به یې دځان سره چمبه (دایره –دریا) ، میده بیز ،غلبیل ،چچ اوداسې نور شیان دغلی پاکولو لپاره کلی ته راوړل .

څرخی – سپنخور (بیلووالا) :

 داهغه سړی و چې دجولا ګاډی ( بایسکل) په شان یوڅه لوی څرخ به یې په اوږه ووچې دسپنخوریووړوکی څرخ یې هم درلود او دیوې لویې تسمې په واسطه له لوی څرخ سره یو ځای دپښې دحرکت په زور څرخیده او دکلیوالو چړې ، چاقو ګان ، لور ،تبر ، ساتور ، تیشه ، قیچي (بیاتي ګانې) به چې پڅې شوې وې ،تیرې به یې کړې – داسړی به په درې میاشتو کې یو ځلې راپیدا شو.

کڼاوې جوړونکی (ترکاڼ ) :

دې سړی به دخلکولپاره کڼاوې (دلرګیوڅپلۍ ) جوړولې چې کلیوالو به هم اوداسه کې ترې کار اخیست اوهم به یې په پښو کولې دې کڼاوو یو ه تسمه هم درلوده چې پښه به یې ټینګه نیوله دې کسب ګرغیر له کڼاوو ، زغ ، سپاره ، ماله ، دلرګي منداڼو ، دوریجوټکوولو (پای کوب) ،دروازې او کړکۍ هم رغولې .

پښ ( آهنګر) :

دې کسب ګر به داوسپنې څخه یوم ،لور ،سپاره ، تبر ، ساتور قیچی (بیاتی ګانې ) جوړولې دپښ شاګرد به یوخیږ (مشک) ته ناست وو ، لمړی به یې خیږله هوا ښه ډک اوبیا به یې دپښ په کوره (نغری) باندې ورپوه کړ چې په خیږ کې ټول باد به یې پر اور وروشاړه – اوربه تازه او  وسپنّه داور له وجهې نرمه او ټکولو ته به چمتو شوه .

جریب کښ :پخوا چې لوستی کسان په کلیو کې کم وو ، نو یو پوه تن په

 سیمه کې وو چې دخلکوځمکې به یې دیوې آلې په واسطه چې دپرکارشکل یې درلود ، جریب کولې اوپه دې توګه یې دخلکودځمکې پرسرراپورته شوې دعواګانې اوشخړې به یې حل اوهوارې کړې ، کلیوالو به ددې سړی ډیرقدراودرناوی کاوه ، دامې ځکه وویل چې زما مورنی نیکه خدای بخښلی معلم عبدالواحد جریب کښ وو – کلیوالو به دې میوې پر وخت ، زموږکورته رنګارنګ میوې راوړې –مستې ، شیدې اوتروې خوپریمانه وې ، دجریب کښ دپرکار آلې دیوې پښې واټن تر بلې پښې پورې دوه یادرې متره ووچې یو جریب دوه زره متره مربع کیده اوهم یو جریب شل بسوې او یوه بسوه شل بسواسې وه .    

 خادم :(هغه هزارګی چې دژمی له خوابه یې جومات توداوه )

 کلونه ، کلونه پخوا زموږ هیواد کې ملی یووالی او دقومونو ترمینځ مینه دومره حد پورې وه که چیرې یو هزاره ورور به پکتیا ته ولاړ نو هغه میلمه وو او هیچا ورسره کار نه درلود دژمی په رارسیدو سره به هزارګان وروڼه زموږ دسیمو کلی ته راغلل ، خانانو به په خپل کور کې هغوی ته ځای ورکړ چې هم به یې دخان دکور چوپړ کاوه او هم به دجومات (تاوخانه) تودوله چې دژمی په آخرکې به هرکور هغه ته بیا غله داجرت په شان ورکوله- یاده دې وی چې دجوماتونو دتاوخانو جوړولو ځانته کسبګروو چې هغو ته به خلکو ( واستکار) وایی .

زرګر :

داکسبی به هم معمولاٌ دژمی لخوا راپیدا شو ځکه په اوړی کې به یې په خپلۍ هټۍ په کابل کې کارکاووه – پخوا زمانو کې چې سره زر ډیر ګران ول نو دیری کلیوالو نجونو اومیرمنو دسپین زر و ګاڼې لکه غټ بنګړی – نتکۍ – غاړکی – پای زیب – دستبند – پیزوان – چارګل – غوږوالۍ – ټیک اودسپینو زرو تاویزونه کارول په دې هکله نامتو سندر غاړی دری لوګری داسې وایی :

زرګره ماته سپینه غاړکی جوړه کړه    +  شین غمی پرې کیږده ،مرغلرې ترې چاپیرې کړه

نن ورځ داکسب ګر ډیری مړه شوی او که ژوندی هم وی ډیرزاړه او دمرګ په پولې ناست دی اوخلکو نه هم  هیر شوی ، حال داچې دوی یووخت دې ولس لاس اوسترګې ول او قدر به یې هغه وخت زیاد شوچې دټغر جوړولو لپاره یا دمسی لوښو سپینولو لپاره په کتار جوړشو هرکور به ځان ته نوبت یا وار نیاوه.

په هغه کال به چې ددې کسبګرو کوم یو را نه غی ، زنانه وو به ویل ((میرات یې کړې ، سږ په ( مسګر  ) څه تندر وغورځید چې ورک شو او نیل توتیا وګرځید – (نیل توتیا) دسترګو ددرملنی هغه اصلی درمل وو چې ډیر کم پیدا کیدل.

عبدالرووف لیوال .      
 خدای اوخندامومل

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder