تورې دې لالا وهي نوڼـۍ دې عـبد الله وهي

ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار

دوهمه برخه

zirakyar1234@yahoo.com     

21/10/2016=30 Tala 1395

بـې جـبه خانې او بـې خـزانې غـوڼـډ مــشـر

  یارمحّمد خان وزیری چې هغه مهال غـوڼـډمشر و، د امان الله خان په غوښتنه د وزیرستان په لـور پـیاده  ځانـله وخوځید(۱۵ حمل ۱۳۰۸لمریز) [۴ اپریل ۱۹۲۹] او ۷ ورځې وروسته(د حمل په ۲۲، ۱۳۰۸) [۱۱ اپریل ۱۹۲۹]یې د امان الله خان پیغامونه ورسول. د وزیرستان مشران په دې آند وو چې افغانستان او وزیرستان د خپلې بقا لپاره یو بل ته اړ دي. د  وزیرستان د  مشرانو په اتفاق، یارمحّمد خان وزیری د ژغورنې (نجات) د لښکر «جرنیل» [جنرال] وټاکل شو. د وزيــرستــان نږدې شـپـږ زره  لښکر اورګــون ته ورسید چې د بچه سقاو په ضد په غـزني کې وجنګــیـږي. خـو مخکې لـه دې چې غــزني تـه ورسـیـږي، خبـر شول چې هلـته د امــان الله خان کـنـدهاري لښکر ماتې خوړلې وه او بیرته کندهار ته ستون شوی و.
پوره متن دلته ولولی:

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder