06.11.2016 (16.08.1395)

ته جنرال شوې!

همایون نایل

پلار به مو چې د ماښام له لمانځه راغی، نازولی بچی، زما کشر ورو چې د ټولې کورنۍ پرې ځانګړی پام و، حتی چا پرې د ګل ګزار نه و کړی، په غېږ کې ونیاوه، ډول ډول کیسې به یې ورته کولې.
هغه د جهاد او مقاومت د وخت، هغه د نظامي هڅو، آن د ځینو نامتو جهادي مشرانو، یا د حکومت د نظامي برخې د جنرالانو او...
زیات وخت به یې ورته د هغه جنرال کیسه کوله چې په یوازې ځان یې په پکتیا کې داسې یوه پوسته نیولې وه چې په زرګونه پوځیانو به په میاشتو نه شوه نیولای.
نن ماښام (کلونه ووړاندې) مې ورورک په وړه خوله له پلاره وغوښتل چې د هغه زړور جنرال کیسه ورته وکړي.
پلار مې د کیسې له پېلېدو مخکې ورته وویل: زویه! ته غوږ ونیسه، شوخي به نه کوې چې بیا کیسه خوند نه کوي.
ورورک مې چې د پلار په ښکلې توره ږیره کې خپلې نازکې ګوتې وهلې. د سر په ښورولو یې خبره ومنله.
پلار مې کیسه پیل کړه: ښه ده زویه! یو وخت په پکتیا کې د حکومت او د حکومت د دښمنانو جنګ شو، د حکومت دښمنانو ډېرې پوستې نیولې وې، یوه ډېره غټه پوسته چې د یوې غونډۍ پر سر وه، هم د عسکرو د دښمنانو په لاس کې وه، عسکرانو غوښتل چې پوسته ونیسي، ډېرې ورځې یې جنګونه وکړل؛ خو یوه پوسته یې هم ونه نیوله.
- هغوی طالبان ول؟
- ګرانه زویه! پوښتنې مه کوه، کیسه واوره: هلته نور جنګ دومره زیات و چې عسکرانو به حتی یو قدم نه شو اخیستلای، هر کله به په شاه را تښتېدل؛ خو د هغوی قومندان هماغه جنرال و چې څو ورځې مخکې مې درته د هغه بله کیسه کړې وه.
- هغه غټټټ سلی؟.
پلار مې مسکی شو: هو هماغه غټ سړی. چې د عسکرانو مشر و کله چې عسکران ناکام شول، هغه غټ جنرال راغی او د ټانک په سر کېناسته، سترګې یې غټ غټې راوېستلې وې، لکه داسې. پلار مې ورور ته په خپله څېره کې سترګې را غټې کړې او بیا يې ورته وکتل، ورور مې کړس کړس خندا وکړه او سترګې یې ټیټې کړې.
پلار مې زیاته کړه: ټانګ چلوونکي ته یې وویل، حرکت وکړه، مخ پر غونډۍ ورشه، ټانګ چلوونکی ډارېده؛ خو د غټ جنرال امر و، که ختلای نه وای، واژه یې. څه یې کړي وای، د هغه وخت جنرالان بلاه خلک ول، څه به یې چې وویل، هماغه یې کول، ټانګ چلوونکی هم عسکر سړی و، په ډېرو لږو پیسو یې د سر وینې په لاس کې اخیستې وې؟
ورورک مې پزه سخخخخ (کش) کړه!: سل یې مات شوی وو؟ چې د سل وینې یې په لاس کې نیولې وې؟
- زویه! ته خبره واوره!: د هغه سر نه و مات شوی؛ خو په هغو غرونو کې ګرځېدل او جنګ کول خپله داسې سخت ول، لکه د چا سر چې مات شوی وي.
زویه! قومندان په خپله د ټانګ سر ته وخوت او ټانګ د غونډۍ سر ته په ختو شو، نورو عسکرو ولیدل چې جنرال صیب حرکت وکړ، دوی هم منډې کړې او په جنرال پسې ولاړل. د هغوی دښمنان حیران شول، ګوري چې جنرال په خپله د جنګ میدان ته راغی او په دوی پسې یې ډزې شروع کړې؛ هغوی وډار شول، څوک وتښتېدل، له چا توپکونه پاتې شول او ډېر نور پکې مړه او زخمیان شول. جنرال له خپلو کسانو سره د پوستې سر ته وخوت! هماغه پوسته یې ونیوله چې نورو عسکرانو به په میاشتو، میاشتو نیولای نه شوه.
پلار مې لا کیسه پای ته نه وه رسولې چې روروک مې پاڅېده! تیار سئ ودرېده، لاس یې د تندي پر ځای د سترګو له پاسه ونیاوه، چیغه یې کړه: اسلام الیکم، زه عسکل یم، زه جنلال یم.
موږ ټول په خندا شو، چکې مو ورته ووهلې او ښکل مو کړ.
پلار مې مخ ور واړاوه: زویه! که غواړې چې نور له پیشو او توتو ونه ډار شې؛ نو هاغه جنرال غوندې تکړه شه، له پیشو نه منډې مه وه، توتو تا نه خوري. ځه بجیه! ته جنرال شوې.
په تنکیو شونډو یې لاسونه وهل او ځان یې ډېر زړور ښوده، چې کواکې جنرال شو او له دې مفتې جنرالۍ به نور له توتو او پیشو، نه ډارېږي.
خو هر څه په بله واوښتل، د ورورک خیال مې په بله هوا وه. د کوټې له دروازې لا وتلي نه و چې پیشو یې مخې ته راغله، له وېرې یې داسې چیغه وکړه چې وروسته د جنرالۍ له نوم څخه هم ډارېده.
دا اوسنۍ مفته جنرالۍ هم راته همداسې کیسه ښکاري، نازولي او په بهر کې روزل شوي ماشومان او هغه د همکار صیب
خبره (طفلک بیست وچهار ساله، در دستش لوله، در دامنش پوله، بر عقلش جوله...) چې اوس یې په خړو اوبو کې د کبانو نیول زده کړي، د پلار او نیکه په نامه یې خیراتي او مراثي جنرالۍ تر لاسه کړي. د جنګ هیڅ ډول تکتیک یې نه زده او نه هم د کوم نظامي شخص تر روزنې لاندې راغلي دي، د خپلې رتبې خیال ساتل او ولس ته خدمت کول خو پرېږده، که د فیل زړه ور کړل شي هم، یوه ورځ به په جنګ کې تېره نه کړي او نه به نورو ته د مورال په لوړولو کې رول تر سره کړي.
حالاتو ته په کتو، موږ خو په یوه خوله و د پیشو او توتو مخه مو نیولای شوه؛ خو دا د اختلافاتو ډکه نړۍ ده، مفته جنرالي او یا د پلار نیکه کسب لکه له پلاره پاتې خاني ده چې په یو چف له منځه ځي او بالاخره، زما د ورورک تر زړورتوب پایله لري.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder