03.09.2016 (13.06.1395)

                                                    تفرقه پرتو حکومت کو

انجیر  سید عبدالقادر

په داسي بحراني حالت کي چپتیا  دملی ګټو پرضد عمل بلل کیدلایسی۰ باید دملی ګتو دساتلو دپاره دهرنوع سیاسی ،سیمه ایز اوقومي تعصب څخه لیري دنظر تبادله وکړو،څودحل لاره پيداکړو،او که نه نو دوطن هرڅه دکورنی اوبهرنی دښمنانو له لوری دنابودی پرلور باندي روان دي۰      

ـ دبچه سقاو ددفن  ځای  دهغه وخت راهیسی  داسي پټ ساتل سوي دي،چه دشاهي رژیم  اوسنی پاته کسان هم ځني خبر نه دي،نودپنجشیر اوکلکان بیسواده غله بیا دکومه ځایه دده پیداکیدو ادعاکوي۰په داسي حال کي،چه د کابل اوسنی حالت  کی  دیوه عادی ریزش دتشخیص  څخه دکابل ښاریان محروم دي ،نوڅنګه کیدلایسی چه عدلی طب دی  داسي پرمخ تللي  طبی تشخیص ترسره کړی  ، داټوله  دیوې نیمي لسیزي داستعماری لوبي یوه کوچنی برخه ده چه دافغان اسیر ولس ومخ ته تیریږي ۰

ـــ  ایا ددې لوبی په نیژدې پایله کی چه دڅو افغانو دمرګ اوټپی کیدو سبب وګرځیدي،  ولسمشر اواجرایوی ریس ددی قاتلینو حامیان نسي بلل کیدلای؟ داځکه که چه دوی کولای سوای  چه مخنیوی  یی کړی ،معلومه ده چه ددې پلان  پایلی ودوی ته ترډیره معلومی اود بهرنیانو په څیرد نو وپیښو انتظار یی ایستي ۰

 تفرقه پرتو حکومت کو:دا په هیواد کی  نیژدې ددوپیړیو دانګریزی استعماری سیاست څخه پاته مقوله ده  چه دافغانانو په منځ کي په یو متل  یا ضرب المثل  باندی اوښتې ده ،متاسفانه په ۲۱ تمه پیړي کي بیا هم استعماری ځواکونو وکوولایسوای چه پردې دعلمه لیری ساتل سوی  ملت باندی دخپلو  پنامه جهادي مزدورانو په ځانګړي توګه دپنجشیر د«ضداسلامی جمعیتی تنظیم» له لاری د «تفرقه پرتو حکومت کو»ترسیاست لاندی  استعماری ولکی  ته ادامه ورکړي ۰چه ښه نیزدی مثال یی د انګریزدشلمی پیړي مزدور بچه سقاو په اړوند داسلامیت اوافغاني ګټو ضد  دوې ورځي مخکي کړنه ده چه دپنجشیر دغلو له لاری سرته ورسیدله، چه ددی استخباراتي کړني پایله د یو شمیر ناپوه افغانانو دوژني اوټپی  کیدو سبب  هم وګرځیدله۰

استعماري ځواکونه دکورني مزدورانو «جمعیتي جهادی» دلاريي غواړی افغان ولس  دتاریخي پلوه هم  په داسي ضربو باندي ووهي ،چه  ۵۰۰۰ کلن تاریخي فرهنګ ،مادی او معنوی  ارزښتونو نه   ورمحوه اودنابودی  وکندي ته واچوي،اودوی خپله ناروا استعماری ګټه ځني پورته کړي ۰متآسفانه چه په نامه سیاسی ګوندونه اومدنی تولني دوطن د دې  بحرانی حالت  دتحلیل اومقابلی څخه ځانونه لیری ساتلي دي ،یاخپل ترمنځ په بې تآثیره وحدتونو  یی ځانونه مصروف کړي،یا ددولت دسیاست دپلی کولو ږغونه درسنیو دلاری ترملته رسوي۰ځکه نو دهیواد په دې بحرانی حالت کي اړینه ده چه ملی ګتوته متعهد افغانان دیوه سالم ملی قوت دجوړیدو پر لارو چارو باندی دنظرتبادله شروع کړي،که په دې اړوند بیاهم دتیر په څیر غفلت ترسره سي،نودابه بهرنیان دجهادی مزدورانو دلاری افغان ملی ګټوته داسي ضربې نوري هم ورکړی چه دتلافی کیدو امکان به بیانوي۰

مخ په وړاندي دقومونو داتحاد اواستعمار ولکی څخه دنجات پرلور۰ تمت بالخیر

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

 

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder