19.12.2016 (29.09.1395)

ترکيه کې د روسيې سفير د ډزو له امله ووژل شو
د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د روسيې سفير اندري کارلوف د يوه نندارتون غونډې ته د وينا پر مهال په ډزو ويشتل شوی و چې د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړه.

د دغې پښې ويډيو ښيي، بريدګر په داسې حال کې پر ښاغلي کارلوف بريد وکړ چې د "الله اکبر" نارې يې وهلې او د "سوريې او حلب" نومونه يې يادول.

روسي چارواکو د دغه بريد پړه پر اورپکو ډلو اچولې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وياندې، ماريا زاخارووا، په يوه تلويزيوني پيغام کې د ښاغلي کارلوف مړينه تاييده کړه او دا يې يوه "ترهګره کړنه" وبلله.

راپورونه ښيي په دغه بريد کې نور کسان هم ټپيان شوي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان دغه بريد غندلی او دا يې د ترکيې پر دولت او ملت بريد بللی دی.

"نوموړي ويلي، ما له ښاغلي پوتين سره خبرې وکړې، موږ دواړه په دې هم نظر وو چې دا يو پاروونکی عمل دی او د دواړو هېوادونو تر منځ کومه لانجه نشته".

دغه بريدګر چې په خپله امنيتي ساتونکی دی له پېښې وروسته د پوليسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.

يوه عيني شاهد بي بي سي ته ويلي، کله چې ښاغلي کارلوف وينا کوله، يوه مسلح کس له شا پرې ډزې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې له دې ځايه ووځي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په وينا، ترکیې د دغې پېښې په اړه د بشپړې څېړنې ژمنه په اړه ډاډ ورکړی.

د انقرې ښاروال مليح ګوکجک هم دغه کړنه غندلې او دا يې د ترکيې او روسيې تر منځ د اړيکو خرابولو هڅه بللې ده.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کربي په ترکیه د روسيې پر سفير بريد غندلی او ويلي يې دي "که ترکیه او روسیه غواړي نو د دغې کرغېړنې پيښې په اړه څېړنو کې مرستې ته تیار يوو".

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بارېس جانسن هم دغه بريد غندلی او دا يې يو "ډارن" عمل بللی دی.

په داسې حال کې په ترکيه کې د روسيې پر سفير بريد کېږي چې څو ورځې وړاندې په سوريه کې د روسيې د هوايي بريدو پر ضد ترکيه کې لاريونونه شوي وو.
راپور : بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder