18.11.2017 (27.08.1396)

ترهګریزو بریدونو ته قومي رنګ ورکول د دښمن تبرته لاسی اچول دي

نصرالله  صفاري

تیره پنجشنبه د کابل د  خیرخانې  په  سیمه کي د قصرنوین په نوم د  یوه هوټل مخته هغه مهال ځانمرګې چاودنه وسوه چي په دې هوټل کي د جوړي سوې یوې سیاسي غونډي ګډونوال له هوټل څخه د راوتلو په حال کي ول.

له برید څخه څوګړیه وروسته د داعش (اسلامي دولت) ورانکاري ډلي په خپله وبپاڼه کي د بریدګر د عکس د خپرلو ترڅنګ د برید مسئولیت واخیست او د رویټرز خبري اژانس په حواله دغې ډلي په افغانستان کي د ورته نورو وژونکو حملو ګواښ هم کړی دی.

له دغه برید څخه وروسته د بلخ والي عطامحمد نور وینا خپره کړه او دعوه يي وکړه چي ګواکي د دې حملې ترشا په کابل کي د ځینو سیاسیونو او یا ګواکي حکومت لاس دی.

د نور له خبرو داسي له ورایه معلومیدل چي ګواکي هڅه کوي په  هیواد کي ترسره کیدونکو تروریستي حملاتو او فعالیتونو ته قومي رنګ ورکړي او ځیني قومونه د ځینو نورو پروړاندي وهڅوي.

دا په داسي حال کي ده چي د یادي چاودني ډیری قربانیان،  پولیس او امنیتي کارکونکي و چي د سیاسیونو د امنیت خوندي کولو چاره يي ترسره کول.

 داعش نړیوالي تروریستي او بي رحمه ډلي  تر دې مخکي هم د ګڼو نورو دغه ډول بریدونو مسئولیت منلی و، داسي بریدونه چي لا  ډیرخونړي ، بي رحمه او وژونکي و.

د دغي ډلي مظالم او بي رحمانه بریدونه په نړیواله کچه او هم په افغانستان کي د هیچ چا له سترګو پټ نه  دي . د هیواد په شرقي سیمو، کنړ، ننګرهار، لغمان او ... ولایتونو کي د دغي ورانکاري او تکفیري  ډلي له  لوري د سلګونو بي ګناه مسلمانو هیوادوالو له وژنو  او حتي د سپین ږیرو، ماشومانو او میرمنو پربمونوباندي له  الوزولو څخه ټول خبردي .

په تیره روژه میاشت کي د کابل په وزیراکبرخان سیمه کي خورا خونړۍ چاودنه چي زموږ څه باندي درې سوه مسلمان روژاتي هیوادوال يي  شهید او زخمي کړه هم د همدې تکفیري ډلي کار و.

پرلمونځ کونکو باندي په مسجدونو کي وژونکې حملې اود ښځو او ماشومانو په شمول د ګڼو بي وزله هیوادوالو له وژلو څخه د دغو تروریستانو هدف د افغان مسلمان ملت ضعیفه کول او د دې واحد ملت ترمنځ د نفاق او تفرق هڅه ده .

په حقیقت کي تروریستان په هیڅ دین ، هیڅ مذهب ، هیڅ نژاد او قوم پوري اړه نه لري بلکي دغه ډول بي رحمه ټروریسټي ډلي د بشریت ضد دي چي پرهیچ چا رحم نه لري او له یوه مخي ټول مسلمانان وژني.

که په هلمند ، کندهار او روزګان کي چاودني سوي، که په هرات، غور او بادغیس کي سوي ، یا په مزار، بغلان او بدخشان کي او یا هم په ننګرهار، کنړ، پکتیا او پکتیکا کي په نتیجه کي يي زموږ هیوادوال شهیدان سوې او زخمیان سوي دي او دښمن له  توپيرپرته د خپل توان په اندازه هره سیمه ، هرقشر او افغان په نښه کړی دی.

په مسجدونو کي له بریدونو څخه د تروریستانو یو هدف د افغان ملت ملي یووالي ته صدمه رسول او د فرقوی تاوتریخوالي هڅه ده ، چي لله الحمد تراوسه نه یوازي دښمن په دې کار کي بریالی سوی نه دی بلکي ددوی دغه ډول بریدونه لا د ملي وحدت د تقویې باعث ګرځیدلي او افغانان يي یوله بل سره همږغي کړي او همدرده کړي دي.

د سیاسي موخو لپاره د ځینو بی مسئولیته او بي ثباته سیاسیونو له لوري د خلګو د عامه اذهانو د مغشوشولو او حتي ذهني ترور هڅه په حقیقت کي د تروریستانو او د افغانانو د مشترک دښمن تبرته لاسی وراچول دي.

افغان سیاسیونو، روشنفکرانو، نخبه ګانو او مشرانو ته  په کار ده  چي د دښمن د دسائسو په مقابل کې خپل رسالت سر ته ورسوي او ولس اګاه کړي چې ترهګري قوم، سمت او مذهب نه پيژني، دا د دښمن شوم پلان دی چې غواړي مونږ افغان ولس په قومونو او مذهبونو وويشي او خپل هداف ترلاسه کړي.

 د ولس نخبه قشر بايد خلک پوه کړي چې په افغانستان کې پښتون، تاجک، ازبيک، هزاره، ايماق، پشه يې، نورستاني، . وغيره، همدارنګه سني او شعيه  ټول سره  وړونه دي او د تروریستانو له لوري ترسره کیدونکي د نفاق هڅي باید بریالۍ نه سي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • افغان (Sonntag, 19. November 2017 03:41)

    لیکونکی چه د هری ډلی او ټلوالی پوری اړه لری په دی مهمه نه ده هره ډله چه په غلامه ، ناوړه او فاسده اداره کی غړیتوب لری هغوی غیرت نه لری نو دشمنه له کومه شی ، هغوی کی غیرت درلودلی اشغالګرو ته به یی قضایی مصونیت نه ورکولی په قضای مصونیت خو یی خبل ځان او ناموس له خوندی کیدو لیری ایستی دی، په اړه یی ډیر څه نه لیکم هوشیار ته لږه اشاره کافی وی .
    د لیکنی عنوان ( ترهګریز بریدونو ته قومی رنګ ورکول د دشمن تبر ته لاستی ورکولو معنی لری.) د خپلواکی ننګیالی ستاسی دشمنان نه ستاسی د بادارانو دشمنان دی د خاوری ، خلکو او خپلواکی دفاع کوی ، تاسی خو د بادارانو مامورین او نانځکی یاست .
    وایی له هیتلره پوښتنه وشوه چه له دومره فتوحاتو وروسته دوست او دشمن دی پیژندلی یا له جا سره مینه او له چا سره کرکه درته زیږول شوی ، هیتلر ځواب ورکړو:
    [[ هو، هغوی چه زمونږ سره یی د خبلو مظلومو اولسو په وژلو کی یی ملتیا درلوده هغوی دشمنان ګڼم او له هغوی کرکه لرم نن چه د یو څو مارکولو له امله خپله خاوره ، خپل خلک او خپله خپلواکی یی په مونږ وپلورله که یی په مونږ وسه بره شی مونږ به هم وپلوری . او هغوی چه زمونږ په مقابل کی یی د خبلو خلکو، خاوری او خبلواکی دفاع کوله هغوی می ښه ایسی او هغوی سره مینه او هغوی ته درناوی لرم نن چه یی په خپلو ځانو ، اولادو او مالو زمونږ په مقابل کی د خبلو خلکو ، خاوری او خپلواکی دفاع وکړه که مونږ مړه ووینی بی پردی به مو نه کړی .
    د کابل د غلامی اداری دغه لیکونکی ته زما توصیه ده چه تر دی زیات ځان مه شرموی ستاسی مظلوم اولس ستاسی دشمنان نه دی ستاسی دشمنان ستاسی نفسونه دی چه له امله یی هر ډول ذلتونو سره مخ شوی یاست مننه

  • احمدمريد توخي (Sonntag, 26. November 2017 18:15)

    افغانہ ورورہ، ډير څه لرم د ويلو د پاره خو د لاسه مي نه كي ږي او بل دل چنداني ګ ټه نلري، دا ٤٠ كاله كيږي چي موږ سره جنګيږو خو هيڅ پند او عبرت مو وا نه خيستى

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder