18.11.2017 (27.08.1396)

ترهګري ویجاړونکې پدیده
اېمل پیاوړی

 ترهګري په خپل ذات کې ناوړه او ویجاړونکې پدیده ده چې په ټولنه کې وېره او دهشت خوروي. د بشریت د ژوند، ازادیو، پرمختګونو او ښېګڼو دښمنه ده. ترهګري د ویجاړۍ، وژنو، وینې بهولو، د خلکو د ځورولو او بدمرغه کولو دویم نوم دی.

زموږ هېوادوال چې له تېرو څه کم دوه لسیزو راهیسې د دغې شومې او ناوړه پدیدې قربانيان دي، د تروریزم زیان او خطر تر نورو ښه درک کولی شي، ځکه دغې شومې پدیدې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ د ګڼو هېوادوالو د ژوند ډیوې وژلي، خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي او تر ټولو بده لا دا چې د هېوادوالو د هوساینې او د هېواد د پرمختګ ګڼ فرصتونه یې مروړلي او ضایع کړي دي.

تروریستان هیڅ کومه مثبت موخه او رغنده طرحه نه لري، دوی یوازې د نورو شومې موخې او ویجاړونکي پلانونه د نیابتي جګړې په بڼه پر مخ بیایي. ترهګر د اجورتي قاتلانو په څېر عمل کوي. دوی هیڅ ډول ارزښتونو ته درناوی نه لری او نه هم کوم حد او سرحد پېژني.

ترهګر د خپلو بادارانو شومو موخو ته د رسېدو لپاره لومړی د خلکو په منځ کې د وېرې، ډار، وحشت او بې باورۍ فضا رامنځته کوي. د خلکو له مجبوریتونو، کم پوهاوي او د معلوماتوله ټیټې کچې څخه ناوړه ګټه اخلي، حتی هغوی په بېلابېلو لارو او دروغجنو ژمنو نالوستي او وزګار ځوانان په اعتماد کې اخلي او بیا یې د خلکو د بدمرغه کولو لپاره کاروي، هغوی د وېرې خورولو او خلکو د ځورولو په موخه له هیڅ ناوړه کړنې مخ نه اړوي.

ترهګر د جومات، ښوونځي، روغتون، ملکي وګړو، ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو پروا هم نه لري، هر وخت او هر ځای کې دوی په نښه کوي او خپل ترهګریز بریدونه ترسره کوي. د سیمې د هېوادونو، ځینې کړیو، ډلو او افرادو له لوري د ترهګرو د پټ ملاتړ له امله په دې وروستیو کې د ترهګري ماهیت بدل شوی دی او دوی په ښارونو او د خلکو ګڼه ګوڼې ځایونو کې په اسانۍ چاودنې او بریدونه ترسره کوي. موږ له ترهګري سره د یوې سیستماتیکې پدیدې په توګه مخ یوو، دا پدیده  تر پخوا وژونکې، منظمه او د ډېرو سرچینو لرونکې ده .

ترهګري نه یوازې افغانستان بلکې د  چین، هند، روسیې، ایران او د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت او ثبات تهدیدوي او تر هغو چې د سیمې هېوادونه د دغې شومې پدیدې پر ضد د واضح ستراتیژۍ په اساس د ښه او بد له تفکیک پرته د ترهګرۍ پر ضد ګډه جدي مبارزه ونه کړي، نو تر هغو سیمې ته له ترهګرۍ ورپېښ خطر نشي دفعه کېدلی. موږ باید له  ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د هېواد او سیمې په کچه ګډ درک ولرو.

د افغانستان خلک او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، نو له همدې امله په دې برخه کې تر ټولو زیاته قرباني زموږ خلک او امنیتي او دفاعي ځواکونه ورکوي.

موږ د سیمې او نړۍ د هېوادونو په نمایندګۍ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوو، ځکه که چېرې  د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تروریزم تهدید او خطر دفعه نه کړي، نو د سیمې هېوادونه به له دې ناحیې څخه مستقیم او زیات متضرر شي.  دا یوازې زموږ جنګ نه دی، هغه جنګ دی چې د راتلونکو نسلونو په استازیتوب او همدارنګه د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره یې موږ کوو.

 د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ښایي چې په دې برخه کې هم د افغانستان رښتینې ملګرتیا او هم زموږ د خلکو او ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • اقبال (Sonntag, 19. November 2017 03:56)

    تاسی غلامانو ته د نړیوال استعمار د دغه وخت د دهشتګری دغه پروژه د ډالرو شاهین وو د کرزی او غنی په اوږو کیناست ( پیاوړو په شان ناوړو او فاسدو غلامانو ته یی ډالر او مقامونو انتقال کړل . مګر دا ډالر او مقامونه بیه لری هغه بیه د افغانانو خاوره، افغانی انسانی انرجی او د خپلواکی پلورل دی دغه ډالر ستاسی او ستاسی د ناموس پلورل د پاره درکول کیږی د همدی امله یی درباندی د غلامی تړون هم په نیمه شبه کی په کرزی او هم د کار په لمړی ورځ په غنی لاسلیک کړو .
    تړون له مجبوریته ورته وایو ، چه دغه نوم یی ورکړی په اصل کی تړون د خپلواکو هیوادو او خپلواکو چارواکو ترمنخ وی زمونږ هیواد اشغال ، کرزی او غنی او د هغوی غلامی اداری له اروپا او امریکا نکاح شوی راوړل شوی غلامان دی د دوی ترمنځ د تړون په نوم د غلامی لایحه او قومانده لاسلیک شوی او هغه لایحه کی یوه ماده د قضایی مصونیت دی یعنی باداران چه په غلامانو هر څه ترسره کوی حتی د شکایت حق هم نه لری دا چه په کورونو ، لیارو او دفترو یی همدغه وحشیان پهری او قضایی مصونیت هم لری څه به نه ترسره کیږی پیاوړی صاحب ، دغه اعمالو ته تر هګری وایی اوس د ترهګر او ترهګری په معنی ځان پوه کړه چه څوک ترهګر او څوک ستاسی دشمنان او څوک ستاسی دوستان دی مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder