01.09.2016 (11.06.1395)

بچه سقاو؛ د ځنګل قانون، په کابل کې
محمد انور آڅړ

په کابل کې د سقاویانو لخوا، وژنۍ، شکنجې او ناموسي تیري:

د لیکنې په دې برخه کې به د سقاو په ډول ډول وحشي او ترورستي کړنو باندې رڼا واچول شي، چې د هغې زمانې مورخینو د تاریخ حافظې ته سپارلي دي، د هیواد مشهور مؤرخ مرحوم میرغلام محمد غبار چې د سقاویانو د کړنو عني شاهد ؤ، په هکله یې وايي: «سقاؤ او ملګري یې چې بې سواده او جاهل خلک وو، د یوه کلي د ادارې او حسابۍ څخه هم عاجز وو ... او ځیني خو یې په کامله توګه جاهلان وو، چې دولتي مقاماتو ته رسیدلي وو او یوازې د پېسو په ټولولو باندې لګیا وو او له ډېر حرص څخه به یې چې په هر ځای کې ځمکې باغونه او قصرونه ولیدل په هر ډول چې کیدی شول نیول به یې ، دولتي کورونو څخه یې شخصي کورونه جوړکړل ... دا خلک د کابل ښار د عصري محیط څخه ډېر لیرې پاتې وو، هېڅ ډول علم او عقلي ځواک یې په خپل ماحول کې نه درلود، د فضلیت او کفایت دښمنان وو او په هر ځای کې چې به سر پورته کیده، د هغه د غوڅولو په تکل کې به شول ... .» (افغانستان در مسير تاريخ ، ۸۲۷، مخ)

مرحوم میرزا فیض محمد کاتب د (تذکر الانقلاب*) په کتاب کې د سقاویانو په اړه داسې لیکلي:«دوی ته یوازې د مذهب، دولت او مسلمانانو د تباه کوونکو نوم ورکول کېدلای شي، د دوی د وحشت د بیانولو لپاره نور کلمات او تعریفونه نه شته، امیر حبیب الله، چی هرڅومره فرمانونه صادر کړي دي، په هغوی کې یې ځان د مذهب خادم معرفي کړی دی، دا یوازې د خلکو دغولولو لپاره دي، دوی د حکومت ټولې شته منې چې د هیواد څخه د دفاع له پاره ذخیره شوي وې، لوټ کړې، پر دې سربېره، خلک په وچ زور، بېله تنخوا، د امیر حبیب الله په پوځ کې برتي کېږي، دا په حقیقت کې، د شیطان پوځ دی، چی ودانۍ تباه کوي او کورونه لوټوي، خو سره له دې فاسد وزیران، حضرتان او تش په نامه ملایان او نور بېدینه کسان دا غم لړلیحالت، چې د دوی له لاسه پر خلکو باندې راغلې دی، عادي بولي او وايي چې خیر او خیریت دی. (تذکر الانقلاب،۵۷،مخ)انگرېز ژورنالیسټ Ronald Wild ، چې په دغو شرایطو کېډېری وخت په کابل کې ؤ، لیکي چې، د سقاو زوی ځناور په شان په وهلو ټکولو کې لوی شوی ؤ او کله چې قدرت ته ورسېده، نو داسې ظلمونه یې وکړل چې په تاریخ کې یې ساری نه درلود، په لومړي سر کې د کابل خلک ورته خوشاله وو، خو کله چې ده ځینو کسان ته،چې د ده مخالفین وو، سزاوی ورکولې، نو هغوی به ویل چې ښه کوي چی ظالم ته سزا ورکوي، خو کله چې د کابل خلکو ته څرگنده شوه چې هغه د انسانانو د کړاو او شکنجه کولو څخه خوند اخلي او چې هر څومره ظلم کوي زړه یې نه سړېږي، نو دکابل خلک پښېمانه وو او د خدای څخه یې پخوانی حالت غوښت، په لومړي سر کې یې هغه ښځې او ماشومان په زندانونو کې واچول چې د پخواني دربار سره یې اړیکې درلودلې، خو وروسته خلکو ته ښکارهشوه چېهغه د ظلم او قساوت سره مینه لري او یوازې گناه کارانو ته نه، بلکه هر چا ته چې یې زړه وغواړي، سزا ورکوي او کړوي یې.( وایلډ ص ٢٥٧-٢٥٦؛ د عبدالباري جهاني له لیکنې څخه)

 رانالډ وایلډ، بل ځای وایي چې، په کابل کې د حبیب الله د امارت داعلانېدلو سره د ښار خلک یا مړه شول او یا د مرگ په انتظار ناست وو، د غرغړو له کړیو څخه به مړي لیرېشوي نه ؤ، چې بیا به نور ورباندې وځړېدل، خلک مېخ کېدل او په دار کېدل او دښار پر دېوالونو دانسانانو سرونه ځړېدل، په کابل کې د سقاو د زوی د پاچا کېدلو سره خلکو د انسانانو د سوځېدلو غوښو د بوی او د نېزو پرسرونو باندې د سرونو د لیدلو سره عادت شوي دي، سقاویانو د انتقام د اور د سړولو لپاره د منځنیو پېړیو شکنجې بیرته رواج کړې، انسانان په تېلو کې ایشول کېدل او کابل ریښتیا هم تورو پېړیو ته ولاړ. (وایلډ، ص ٢۴٠-٢٣٩؛ د عبدالباري جهاني له لیکنې څخه)

کله چې سقاویان کابل ته ننوتل نو خلک به یې په ډول ډول پلمو او تورونو باندې نیول، تر دې چې بې ګناه خلک به په دې تور نيول کيدل چې ورته ويل به يې «بین خود پس پس میکرد.»[اور په افغانستان کې ص٧٠١]

د سقاؤ په نهه میاشتنۍ واکمنۍ کې، د تکفیر او الحاد د متهمولو کار دومره اسان او ساده شوی ؤ، چې، یو ساده او بې سواده ټوپکوال سقاوي به په یو مسلمان سړي باندې، د کفر حکم کولو او که په اړه به یې دلیل ورڅخه وغوښتل شو، نو ویل به یې:«کورهستی در وخت امان اللهء کافر کار میکرد».(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۶)

سقاویانو د کابل خلک داسې بلل چې ټول له دین څخه اوښتي دي او حتَی خلکو ته به یې مخامخ ویل چې امان الله کافر ؤ او تاسو هم کافران یې، چې د هغه سره اوسیدلی یاست. وایي چې که کوم سقاوي به له دوکاندار څخه سودا واخیستله او دوکاندار به د پیسو غوښنته ترې وکړه نو سقاوي به نارې کړې«دا د کافر امان الله ملګری دی او پخپله هم کافر دی» که یې دغه دوکاندار وژلی هم وای بیا یې پوښتنه نه وه. (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰)

سقاو چې پخپله سوچ بې سواده او جاهل ؤ، په لمونځ او اودس باندې په سمه توګه نه پوهیده خو، په مسلمانانو باندې یې د کفر حکمونه کول چې په دې کار کې د ده په شان جاهل، د شوربازار حضرت ګل آقا مجددي، چې جاهلو سقاویانو د پېغمبر په سترګه ورته کتل، لوی لاس درلود، په دې اړه ملا فیض محمد کاتب وایي: د ۱۳۰۸،ل،ل،کال، د غویي په پنځمه نیټه چې د اپرېل له پنځه ویشتمې نیټې سره سمون خوري، حبیب الله کله کاني د بیا ځل لپاره یوه فتوا صادره کړه او دټولو هغو هزاره گانو د وژلو اجازه یې ورکړه چې په کابل کې یې ژوند کاوه، د دې هزاره گانو ډېر لوی اکثریت پخپله په کابل کې زېږېدلي او په دې ښار کی یې پنځوس شپېته کاله تېر کړي وو،خو اوس یې د وژلو اجازه ورکول کېدله، حتَی سید حسین دا فتوا رد کړه او حضرت شوربازار ته یې په قار سره وویل، کله چې موږ د امان الله سره جنگېدلو او هغه د پاچاهي پر تخت ناست وو، هغه د کابل یو اوسېدونکی کوهستانی مړ نه کړ، د سوونو او زرگونو د وژلو خبره خو لا پرېږده. فیض محمد کاتب وړاندې ځي او وایي: دا د شوربازار حضرت ګل آقا مجددي، چی ځانته ستر مسلمان او د مسلمانانو لوی مرشد وایي، هر وخت دغه راز لمسوونکي اعمال ترسره کوي، زه نه پوهېږم چې ده کوم وخت د قرآن شریف دا آیت لوستی دی کنه؟ چې وایي:« هر څوک د خپل بار مسؤل دی او هیڅ بنده د بل بنده بار نه وړي.»داسې مسلمان دې خدای په دوزخ کې واچوي چې دی په دې نه پوهېږي چې د زرګونو حنفي مذهبو مسلمانانو وینی تویی شوې او لا اوس هم تویېږي، دا ټول د ده د خپل مذهب خلک دي او په زرګونو کورونه لوټ شول، پر سلګونو ښځو او ماشومانو باندی تېري کېږي او دا ټول د ده د تعصب او ناپوهۍ په وجه دي، زه یقین لرم چې خدای تعالَی به ده ته سزا ورکړي او د دین له نورو دښمنانو سره یو ځای به یې په دوزخ کی واچوی. (فیض محمد کاتب، تذکر الانقلاب، ص ۱۵۸-۱۵۹)

وژنې او شکنجې:

سقاویانو خپل مخالفین او نور د کابل بې ګناه خلک په زر ډوله مرګونو او شکنجو باندې وژل او زورول، چې د دغو ډاکوانو په اړه مرحوم میرزا فیض محمد کاتب لیکي«د ژوندیو انسانانو څلور ځایه کول، د ښځو او هلکانو پر عزت باندی تېری کول، بېگناه انسانان په زندانو کې اچول، غرغړه کول او په ناحقه د وینو تویول د سقاویانو ورځنی کار دی.»(فیض محمد کاتب؛ تذکر الانقلاب ص ۱۷۴)

په کابل او نورو سیمو کې، يوازې کوهستانيان له مسؤليت څخه خلاص وو، ځکه چې د سقاو د سیمې وو، سيدحسين چې د سقاو د بانډ پخوانی ملګرى ؤ د حربيې وزير (دفاع وزير) شو چې د ترور او ظالمانه کړنو تر شا يو ځواک ؤ، دوى د دولت پخواني کارکوونکي او عادي خلک د عامو خلکو پر وړاندې وژل او شکنجه کول چې له هغې جملې څخه يو تن پخوانى قاضي چې د قرآن شريف آياتونه يې لوستل په داسې حال کې چې د روسيې نمايندګۍ يوه تن له پېښې څخه فلم اخيست ټوټې ټوټې کړ.(ریه تالي ستیوارت؛ اور په افغانستان کي ص ٧٠٠)

د سقاؤیانو د ناوړه ترهګریزو کړنو له امله د سقاو زوی د وژلو لپاره دوه تنو هر یو، حبیب الله خان او عبدالرسول خان د محصلینو د ټولنې لخوا په داوطلبه توګه حاضر شول چې د سقاو زوی له مینځه یوسي، دوی غوښتل چې د سقاو زوی د پل خشتي مسجد ته د ننوتو په وخت کې د بم په واسطه والوزوي خو له بده مرغه چې د دغو ځوانانو پر پریکړه باندې د سقاو زوی خبر شو او دواړه یې ونیول او یو بل ملګري قاري دوست محمدخان لغمانی(چې سقاو ته یې د خپلو ملګرو راپور ورکړی ؤ) یو ځای اعدام کړل. وروسته له دې یوه بله ډله هم کشف شوه، چې د سقاو زوی د مرګ پلان یې ترتیب کړی ؤ، دا کسان هغه سرداران وو چې د سردار محمد عثمان خان په مشرۍ یې د بچه سقاو راوستلو لپاره یې کار کړی ؤ، دغه ډله کسان د بچه سقاو له فشارونو او وحشي حرکاتو څخه دې پریکړې ته ورسیدل، چې حبیب الله ووژني خو نوموړی خبر شو او دا سرداران یې ونیول، سردارمحمدعثمان خان یې په یوه صندوق کې واچاوه، ژوندی یې په خاورو کې ښخ کړ او پر سریې شلغم وروکرل، سردار عبدالمجیدخان او سردارحیات الله خان د امیرحبیب الله خان زامن، عبدالحمیدخان توخی، قاضي محمداکبرخان یې ووژل ... . (کاندید اکاډمیسین محمدابراهیم عطایي؛ دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۱۰)

او میرغلام محمد غبار د دا ډول ترهګریزو وژنو په اړه وایي: له دې څخه وروسته د سقاو زوی او ملک محسن، عبدالغني قلعه بیګي او نوره ډله ټپله عصبي شول او په ظلمونو(ترهګرۍ) یې پېل وکړ، دوی قاضي عبدالرحمن چې د مولوي عبدالواسع په شان د متجددو قضاتو څخه ؤ، د کابل په چوک کې، بند په بند، ټوټې ټوټې کړ او په جګړه کې د وژل شویو کسانو سرونه یې د پل خشتي په بازار کې په دیوالونو باندې مېخ کړل چې له امله یې په ښار کې وېره(ترهګري) خپره کړه.(افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۸)

د سقاو زوی د ابوالقاسم په نوم شیعه سید، چې ده ته یې په وزیر اباد کې د جنگ محاذ ته یو پوخ کړی پسه، ډوډۍ، پۍ(شلومبې) او نور خوراکيتوکي وروړي وو، د دې رپوټ په اساس چې ویل یې، هغه په خپل کور کې یاغي هزاره گانو ته ځای ورکړی دی، په خپل لاس اوه مرمۍ وویشته، د هغه کور یې چور کړ، د هغه دوې ښځي او یوه نامزده لور یې خپلو کوهدامنیانو ته په نکاح کړې، د هغه کور او جایداد ته یې اور واچاوه او بیا نو د غله امیر ورور حمیدالله د هغه د مېرمنې له غېږېڅخه اته میاشتنی ماشوم واخیست، د هغې مخې ته یې په ځمکه وویشت او ځای پر ځای یې مړ کړ. (د عبدالباري له لیکنې څخه)

 سقاویانو، د غویي میاشتې په ۱۱، نیټه باندې د لوګر د خوښۍ په کلي کې چې شعیه مذهبه دي او حبیب الله ته یې د جګړې لپاره کسان نه وو، ورکړي،(سقاو) دوي ووژل او لوټ تالا یې کړل، تر هغې چې شیدې رودونکي ماشومان، چې د میندو د تیونو د رودلو په حال کې وو، په توپکو ویشتل او له میندو سره یې یو ځای وژل، له پنځه او، اوه کلنو ماشومانو څخه یې سرونه غوڅ کړل... . (فیض محمد کاتب؛ تذکر الانقلاب،ص۱۶۹)

کابل والي، ملک محسن خو هره ورځ د کابل پر سرچوک کې، د خلکو لاسونه او پښې ور غوڅول او د خلکو سرونه به یې په دیوالونو باندې ځړول،دا کړنې یې ټولې داسې اعلانولې چې د شریعت احکام پر ځای کوي. د ورځې لخوا ټول خلک وېریدل چې کوم حاضرباش لاس وروانه چوي او د شپې له خوا د سید حسین او ملک محسن د لوټمارانو له وېرې څخه، خلکو ته خوبونه نه ورتلل.(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۱۰)

اسیران یې په ژوندوني باندې ټوټې ټوټې کړل، د وژل شویو کسانو سرونه، د بشریت او محمدي شریعت پر خلاف باندې په اور سوزوي او د لرګیو په سرنو باندې یې نصبوي، په بازارونو کې یې خلکو ته ښکاره کوي، د غوڅو شویو سرونو پر غوږونو باندې مخونه وهي او په دیوالو باندې مېخ کوي او د اسیرانو مخونو په تورو خټو باندې توروي، په بازارونو کې یې ګرځوي. (فیض محمد کاتب؛ تذکر الانقلاب،ص ۱۷۰)هر یوه اسیر ته نیم پاؤ اوړه او نیم پاؤ مالګه سره ګډوي او بیا یې خیشته کوي او ډوډۍ ترې پخوي او د خوړلو امر ورته کوي تر څو چې مړه شي، د دوی د شپې او ورځې خوراک همدا(مالګه او اوړه)  دي. (فیض محمد کاتب؛ تذکر الانقلاب،ص۱۶۵)

سقاؤ د کندهار والي علي احمد خان(بارکزی) او مولوي عبدالواسع په توپ کې والوزول، باید وویل شي چې، مولوي یو روښانفکره عالم ؤ، عالم او فاضل شخصیت فیض محمد کاتب(هزاره) د سراج التواریخ لیکوال، چې سقاو د محمدعظیم کوهستاني، میرآقاخان مجتهد او خلیفه غلام حسن خان سره هزاره جات ته واستول شول، چې هلته د هزاره ګانو بیعت واخلي، خو هیئت ناکامه شو او چې کابل ته راغلل نو بچه سقاو میرزا فیض محمد دومره ډېر په لرګیو باندې ووهلو، چې د هغه وهلو څخه ناروغ او ورڅخه مړ شو. (اور په افغانستان کې ص ٦٢١)

میرزا فیض محمد کاتب چې د سقاویانو لخوا وهل شوی دی په تړاؤ داسې وایي: ... دا چې حمیدالله (د سقاو ورور) خپل قهر پرې سوړ کړي، شلو تنو ته یې امر وکړ چې، له هزاره ګانو څخه د بعیت غوښتلو هیئب(هر یو نورالدین قزلباش، چې د هیئت مشر ؤ او فیض محمد کاتب او میرآقا یې غړي وو) تر مرګه پورې ووهئ، نو ځکه خو، د تذکرالانقلاب کتاب مؤلف هم ووهل شو، چې له امله یې حرکت نه شي کولی. (فیض محمد کاتب؛ تذکر الانقلاب،ص ۳۹۳)

په ښار کې دومره بې نظمي وه چې هر سقاوي به پخپل سر ډزې کولې هر څو کسان به چې ووژل شول پوښتنه نه وه، په دې اړه یوه پېښه ثبت شوي ده چې وایي:«نن د سيد حسين وړوکي زوى د کابل په سيند کې... پر ځينو خلکو باندې ډزې وکړې چې په نتيجه کې خلک ورخطا شول او چيغې يې وکړې چې شينوارو په موږ باندې حمله وکړه او يو بل يې تر پښو لاندې چيت پيت کړل.» (اور په افغانستان کې ص ٦٢١)

ناموسي تیري(**):

د چهارشنبې په ورځ(د شعبان په څلورمه/ د جنورۍ ۱۶) نیټه باندې ... چې د خلکو بعیت امیرحبیب الله ته جاري ؤ، په دې ورځ سیدحسین د قطب الدین جوانشېر زوی نورالدین کور ته چې د قزلباشانو له قوم څخه ؤ، ورغلو، هلته یې چای وڅښلو او د چنداول د کلا دروازه یې په زور او جبر باندې خلاصه کړه، ډنډوره چي، د هماغې لومړۍ ورځې له مازدیګر را په دېخوا نارې وهلې، چې دوکانونه دې خلاص وي او که کوم کس د چا په مال، متاع او دوکان باندې غرض وکړي، نو د توپک په مرمیو به وویشتل شي، وړاندې یې دا ډول نارې وهلې، خو له شا څخه د کوهستان غلو، هر څه ته لاس اچولو، په خپل سر د خلکو کورونو ته ننوتل او لوټ تالا کوي یې او هر څه یې چې له لاسه کیږي، ترسره یې او دا کړنې د روژې تر پایه روانې وې، له دې پرته، د شپې لخوا یې ښځې، جلکۍ او تنکي هلکان له ځان سره بوتلل، له هغو سره په زور باندې یوځای شول(زنا او لوطت یې وکړ) او په زور باندې یې نڅاول، دوی(سقاویانو) پخپلو کړنو کې هېڅ ډول کموالی رانه وست او د روژې تر پایه یې دغه کړنو ته دوام ورکړ. (فیض محمد کاتب؛ تذکر الانقلاب، ص ۶۵)

فیض محمد کاتب د ارګ د نیولو په ورځ د (جنورۍ۱۱) د سقاویانو بې ناموسیو په اړه وایي:« سقاو، د ده ورور حمیدالله، د دفاع وزیر سیدحسین، سپهسالار پردل او نورو غلو، چې هر یو ځانونو ته لوړې رتبې ورکړي وې، په مفاسقت او غارت باندې یې پېل وکړ، په دې پلمه چې له دغې کور څخه د توپک ډزې اوریدل شوي دي او په دې کور کې توپک شته، ډلې ډلې او جوپې جوپې د ښځو، پېغلو، هلکانو په بې ناموسۍ او شته منیو په لوټولو باندې یې لاس پورې کړ، هلکان، ښځې او جلکۍ یې کوښه او خالي کوټو ته د زبرزنا او لواطت لپاره بوتلل او هرو لسو، شلو کسانو، یو یا دوه تنه ښځې، جلکۍ او هلکان، یې خپلو کورونو او کوټو ته بوتلل او تر نن ورځې پورې چې یکشنبه ده، د روژې ۲۸، چې د مارچ له،۱۱ سره سمون خوري او هجري سنه ۱۳۴۷ او د میلادي سنې ۱۹۲۹، کال دی، دا کړنې روانې دي.(فیض محمدکاتب؛ تذکر الانقلاب، ص ۷۱)

(حبیب الله او سیدحسین) او یو شمېر نورو بې سواده او وحشي غلو، د عنایت الله خان د تللو په دویمه ورځ باندې یې، لومړی د ټولو پخوانیو دولتي مامورینو د برحالۍ اعلان وکړ، خو په سبا ورځ یې د پروني حکم پر خلاف بل اعلان وکړ او د سوداګرۍ وزارت یې لغو او د نورو وزارتونو یو شمېر مامورین یې بې دندې کړل ... او د ښځو په غوښتلو یې پېل وکړ، د نایب السلطنه مرحوم سردار نصرالله خان لور یې په زور او جبر سره مجبوره کړه چې واده ورسره وکړي. (فیض محمد کاتب؛ تذکر الانقلاب ص ۸۳)

سقاویانو د هغو نجونو لیستونه وموندل چی ښونځي ته تللې وېنو(سقاو) امر وکړ چی هره یوه دې یو کوهستاني یا یوه کوهدامني، غله ته واده شي او د اسلام په نوم یې پر وطن باندی داسی فاجعه راوستله چی تصور یې کېدلای نه شي. (فیض محمد کاتب؛ نژادنامه افغان، ص ۵۹

سقاو مالیات اخیستل منع کړي وو، خو د ده هر یو غل به چې په کومه ځمکه، باغ، دوکان او سرای وربرابر شو، نو د مالیې په نامه به یې هغه لوټ او تالان کړل. دغو بدویي صحرایانو، هر یوه د کابل په ښار کې د خلکو کورونه په زور ونیول او افسرانو یې د سردارانو په کورنو کې واړول او کابلۍ نحونې یې ځانته په نکاح کړې.(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۴)

حبیب الله، چی په ډېرو لږو ورځو کی یې د ښځو یو لوی حرم جوړ کړی وو، د اپرېل پر لومړۍ نېټه یې پریکړه وکړه چی د سردار نصرالله خان او سردار امین الله خان، چی دا وخت بندی وو، لوڼی خپل ځانته واده کړي، مگر کله چی خبر شو چی هغوی واده شوي دي، نو دهغوی څخه یې لاس واخیست او د سردار محمد علی د ښایستې لور د واده کولو فیصله یې وکړه، هغې جلکۍ د سقاو د زوی سره تر واده کولو مرگ بهتر وباله او زهر یې وخوړل، مگر دخدای په فضل، زهرو مړه نه کړه او ژوندۍ پاته شوه. (تذکر الانقلاب ص ١۴۴)

فیض محمد کاتب وایي: د چهارشنبې په شپه د غویي په ۴= د اپریل په ۲۴، نیټه، خواجه تاج الدین د بلدیې رئیس او سید آقا قوماندان، د حبیب الله خان په امر باندې، مسماة بېنظیر د سردار امیرمحمدخان بن سردارمحمدعلي خان لور چې د حبیب الله سره یې له نکاح کولو څخه ډډه کړی وه، دوه ځله یې زهر څښلي وو او غاړې ته یې د غرغړې پړی اچولی ؤ، تر څو انتحار وکړي، د خپل پلار... له کوره یې په زور او جبر وایستله او په ارګ کې یې حبیب الله خادم دین رسول الله(!) ته بوتله او له هغې مظلومې سره یې په زور باندې نکاح وتړله. (فیض محمد کاتب؛ تذکرالانقلاب، ص ۱۵۷)

ملک محسن د اگسټ د میاشتی پر لومړۍ نېټه د هغې،ښځې مېړه غرغړه کړ چې ښځه یې سقاویانو په زور بې عزته کړي وه،هغه ښځه چې حامله وه دماشوم د زېږېدلو تر وخته پوری یې په بندیخانه کې وساتله او وروسته یې حکم وکړ چې ښځه او ماشوم دې دواړه ووژل شي.قاضي اعتراض وکړ او ویل یې چې دا د شرعيت خلاف کار دی، خو ملک محسن وویل چې که د شرعی خلاف کار وي او که نه وي دا زما حکم دی او باید چې عملي شي، نورې خبرې په کار نه دي. (تذکر الانقلاب ص ۳۴۲)

د جولای پر لومړۍ نېټه حمیدالله او د هغه پوځیانو پر سر چشمه باندې حمله وکړه، د تاجک او هزاره توپیر یې ونه کړ او کورونه یې لوټ کړل، څاروي یې ورسره بوتلل او بالاخره یې د کورونو دروازې وایستلې، ویل کېږي چی حمیدالله او د هغه سړیو د یو نیم میلیون روپیو په ارزښت مالونه لوټ کړل، حمیدالله ٣۴ نارینه او څلوېښت تنه ښځې کابل ته ورسره بوتلې، نارینه یې بندیان کړل، خپلو سړیو ته یې امر وکړ چې ښځې دې خرڅې کړي. (تذکر الانقلاب ص، ۲۸۹)

او په پای کې مرحوم ملا فیض محمد کاتب، د نادرخان او وروڼو په اړه، چې خلک یې د سقاویانو له بې ناموسیو څخه وژغورل وایي: باید اقرار وکړو چې د یو مشخص تاریخ په پای کې، نادرخان او وروڼو یې، د سقوي غلو، لوټمارانو او د خلکو په ناموسونو باندې د تیري کوونکو له منګلو څخه، د هیواد د ژغورنې، کارنامه جوړه کړه او وطنپرستانه عمل یې ترسره کړ، چې مثبت او ژغورنکی ؤ، د انصاف له مخې باید وستایل شي او اعلی نمرې دې ورکړ شي، خو دا چې، وروسته له قدرت څخه چې دوی څه ډول ورځ د افغانستان پر روڼ اندو او آزادي غوښتونکو او مشروطه غوښتونکو باندې راوستله، تاریخ د هر یوه (سقاو او نادرخان) کارنامه په خپله سینه کې ساتي او بیانوي یې، خو په یوه تفاوت سره، چې نادرخان او وروڼو یې، د افغانستان د خلکو په عزت او ناموس باندې د سقاویانو په شان تېري نه دي کړي. (فیض محمد کاتب؛ تذکر الانقلاب ص؟)

چور او چپاول:

په کابل کې چور او چپاول دوام درلوود، د دوو تنو جرمنيانو کورنه چې د پخواني حکومت لخوا استخدام شوي وو او څو ميله له ښار څخه لرې اوسيدل پاک لوټ شوي وو، همداراز د محمدزيو کورونه هم لوټ شول. د بهرنيو چارو وزارت د سکرټر مرستيال ته تيره شپه يوازې يو پرتوګ ورپاتې ؤ.(اور په افغانستان کې ص ٦٢٠)

فیض محمد کاتب د سقاو د زوی د حکومتي اجرأتو، یوه په زړه پورې کیسه کوي او وایي چې، د مې پر ۲۴، د کابل والي ملک محسن د کابل د پخوانی والي میرزمان الدین په کور د شپې بې خبره ور ننووت، د کور ټول قیمتيتوکي او پیسې یې یوړې او د هغه دوو زامنو او کونډې ته یې وویل چی په کور کې هیڅ شي ته لاس ور ونه وړي او دی سبا د موجودی لپاره بیرته راځي، د جون پر دوهمه د میرزمان الدین کونډې خادم دین رسول الله ته عریضه وکړه او ورته ویې لیکل چې د هغه والي ملک محسن د هغې کورته وراوښتی، د هغې له کور څخه یې پنځه ویشت زره روپۍ، قالینې، د ښځو گاڼې او دوه توپک وړي دي، امیر د هغې د عریضې په جواب کی خپله ملک محسن ته وظیفه ورکړه چی ددغی قضیې په باره کی تحقیقات وکړي، که څه هم چې ملک محسن د میرزمان الدین د کور د لوټلو په شپه پخپله امیر حبیب الله ته د ښځو گاڼې راوړې وې، د کابل والي ملک محسن د میرزمان الدین کونډه تهدید کړه او هغې وروسته په یوه بل مکتوب کې حبیب الله ته ولیکل چې د هغې له کور څخه یوازې دوې قالینې ورکېشوي دي. سړی به دغلو له حکومت څخه بل د څه شي انتظار ولري؟.(د عبدالباري جهاني له مقالې څخه)

هغه مهال چې ملک محسن د(کابل) والي(۴۰،۰۰۰) روپۍ د ایشک آقاسي او مرحوم محمدسرورخان، کورونه ضبطول، څلوېښت زره روپۍ یې ترلاسه کړي دي او ورسره یې د غلام صدیق خان د خارجه وزیر، محمدیعقوب خان د دربار وزیر، عبدالعزیز خان د حربیه وزیر، محمودخان یاور او حیات الله خان عضدالدوله او نورو کورونه څخه چې نږدې دوه سوه کورنه کیږي، ښکلي هنري توکي او نور ډېر قیمتي شیان تر لاسه کړي او خپل کور ته یې وړي دي، له دې کبله د معین السلطنه حمیدالله(د سقاو ورور) تر فشار لاندې راغلی دی، وایي چې هغه(ملک محسن) یې ښه په لرګیو باندې وهلی دی او امر یې کړی دی چې له هغې جملې څخه څلوېښت زره روپۍ ترې واخیستل شي. (فیض محمد کاتب؛ تذکر الانقلاب ص ۱۸۶)

مرحوم غلام محی الدین انیس لیکي: د سقاو د زوی منصبدارانو خصوصاً خودمختارانو په ښار کی قیامت جوړ کړی دی مگر که د امنیت مسلې ته وگورو نو امنیت خو معمولاً غله او لوچکان خرابوی،خو اوس چې پخپله دغو غلو ته د ملک د پاچهۍ وظیفه ور ترغاړېشوي ده، نو ویلای شو چې په ملک کې امنیت ټینگ دی، خو دامنیت پر ځای بل قیامت جوړ دی او هغه دا چې د دغه ښار خلک د دغو بدبختو خودمختارانو د لاسه د شپې آرام خوب نه لري، هغوی د وسلو او سرکاري مالونو د پیدا کولو په پلمه کورونو ته ننوزي او خلکو زوروي، د دې خودمختارانو تر ټولو خندوونکی کار دا دی، چی وړې وړې صندوقچې په خلکو خلاصوي او وایي، مبادا توپک به مو په کې پټ کړي وي او بیا نو چې څه پیسې او جواهر پیدا کړي هغه لوټوي.(د عبدالباري جهاني له لیکنې څخه)

 د تاریخ پروفیسر مرحوم محمد علي، چې د سقاو د زوی د نظام په لومړیو شپو ورځو کې په کابل کې حاضر وو لیکي چی، د کابل پر ښار باندې بېحده زیات ظلمونه وشول، ارگ د داسې ظالمانو لاسته ورغلی ؤ، چې د هیڅ قانون مراعات یې نه کاوه، ښوونځي، پوهنځي او گټورې موسسې ټولې وتړل شوې. کتابخانې، لابراتوارونه او شاهي میوزیم چور شو او نادر کتابونه تباه شول، وسوځول شول او یا په ډېره کښته بیه خرڅ شول. د سقاو زوی اشراف او پوهان په ډېره بی آبی سره له کورونو څخه را ایستل، په بازارونو یې گرځول، شکنجې یې ورکولې او په زور یې پیسې ورڅخه اخیستلې، د سقاو له زوی سره راغلي غله او داړه ماران هر یو پاچا ؤ او حتَی یوه عسکر هم ځان مستقل باله او چې څه یې زړه غوښتل هغه یې کول، د کابل تاجرانو ته یې وویل چې حکومت ته ډېرې پیسې باید ورکړي، کنه نو د سخت عذابونه او شکنجو سره به مخ شئ، دا بې سواده مستبد پر ټولو شته منو او د نفوذ پر خاوندانو کسانو باندېبد گومانه ؤ، د دې وینېڅښونکي پاچا قهر د سړېدلو نه و او چې پر هر چابه بد گومانه شو هغه به د ده د غضب قرباني کېده، نه چا څه ویلای شول او نه چاته د څه ویلو مجال ورکول کېده، اکثر بدمرغه قربانیان یا په توپونو کې والوزول شول، یا وویشتل شول، یا ووهل شول، یا په نېزو ټوکر ټوکر شول او یا په لوږه باندې قتل شول، په ایشېدلو تېلو شکنجه کول، د اوسپني په قفسونو کې د خلکو اچول، د لاسونو او حتَی د ټول وجود داندامونو یو په یوپرې کول د هری ورځې عادي خبرې وې. (د عبدالباري جهاني له لیکنې څخه)

د کابل ښار او ارګ دومره وران شوی ؤ،چې کله د (۱۹۲۹،ز، کال د اکتوبر په دوهمه هفته) کې محمدنادرخان کابل ته داخل شو د اوسیدلو له پاره یې یو مناسب ځای نه درلود، څو په باغ علیمردان کې د یو آشنا فتح محمدخان امین العسس په کور کې یې تر هغه وخته استوګنه غوره کړه، څو ارګ یو څه ترمیم شو.(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۱۶)

---------------------------------------------------

  (*)که څه هم، د ملافیض محمد په قلم لیکل شوی کتاب(تذکر الانقلاب) چې د سقاویانو په تړاؤ، زړه بوږنوونکي مالومات په کې لیکل شوي دی، په جرمني کې په دري ژبه د ښاغلي(علي امیري) په زیار باندې چاپ شوی دی، خو موږ د نوموړي کتاب څخه هغه مالومات چې زموږ پر څېړنه پورې اړه لري د ښاغلي عبدالباري جهاني له مقالې څخه چې له انګریزۍ څخه یې په پښتو باندې ژباړلي ده رانقل کړل، دغه پښتو ژباړه مو د نوموړي کتاب له دري متن سره مقایسه کړه چې کوم توپیر نه په کې ښکاري، په دې بنسټ د تذکر الانقلاب کتاب د مخونو شمېرې لیکل شوي دي.

(**)د نادرخان له کورنې او د نورو محمدزیو او کابل ښاریانو له کورنیو سره د ټولو سقاویانو له حبیب الله څخه نیولي تر یو عسکره پورې بې ناموسۍ ترسره شوي دي چې ملافیض محمدکاتب په خپل کتاب(تذکر الانقلاب) کې لیکلي دي، چې وروسته به به مفصله توګه ولیکل شي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

 

Kommentar schreiben

Kommentare

  • احمد (Freitag, 02. September 2016 22:42)

    یوازی د امیر حبیب الله (خادم دین رسول الله)‌کسان د خپل حکومت به دوران کی خلک خپل او که دافغانستان نور پاچاهان و سرداران هم داسی خلک تکولی دی؟ د عبدالرحمن خان،‌ سردار هاشم خان او نورو په باب ولی نه
    لیکی؟ ددوی حکومت له دی سره خه توپیر درلود. فقط یو شی ... چی نور پشتون و او دی پشتون نه و. دا دیر د انصاف خخه لیری خبره ده چی مونز پشتانه فقط او فقط د خپل تبر ظالمانو ته برائت ورکوو او نورو ته بد
    وایو.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder