27.04.2017 (07.02.1396)

بم او ترور د حل لار نه ده!

نور محمد غفوری

کله چې د ملي اردو په څلورسوه بستریز روغتون تروريستی حمله وشوه، د ټولو افغانانو او نړیوالو له پاره دا له تعجبه ډکه پیښه وه. د پیښې تر مخه چا دا تصور نه کاوه چې په اوسنۍ زمانه کې دې د سیاسی ځواک د نیولو له پاره جګړه په داسې خدعه او نیرنګ واوړی، چې ټول انساني، افغاني او اسلامي اصول او ارزښتونه د تر پښو لاندې کړي. په مریضانو د ډزې وشي، ډاکتران چې بې له تعصب او تبعیضه د هر مریض تداوي یې دنده ده، د کار پر ځای کې شهید، زخمی او وډارول شي.

دا پېښه لا نه وه سړه شوې چې د اچین په ولسوالۍ کې امریکایانو، د دوی په خبره، د داعش په سمڅو او پټنځایونو، د (بمونو مور) وغورځوله. دې بم غورځونې خلک او د هیواد روڼ اندی له ډیرو سوالو سره مخامخ کړل. د (بمونو مور) د خپل زور او قدرت په ښکاره ولو ددې سبب شوه چې د خلکو فکر خپلې خواته راوګرزوي او د اردو د څلورسوه بستریز روغتون ناورین او غم په خلکو هیر کړي. په اچین کې د (بمونو مور) د (بمونو پلار) جوړوونکی او څښتن هم را بیدار کړ او وئې ویل چې د بمونو د مور پر سر د بمونو پلار هم شته چې ځواک او اغيزې یې دوه برابره دي. 

اوس دادی د بلخ د شاهین په ۲۰۹ ګڼه قول اردوکې داسې ستره او غم لړلې پېښه وشوه چې هیواد ئې له ملی ماتم سره مخامخ کړ. دې ستر غم عام ذهنیت خپلې خواته را واړاوه او د څلورسوه بستریز روغتون وحشت او د (بمونو مور) د اچولو ویر یې تر خپل سیوری لاندې ونیو. دې پرله پسې لویو پیښو زموږ هیواد د سولې خواته نږدې نه کړ، بلکې د نفاق او شقاق اور ته یې نورې پکې ووهلې.

 ددې لیکنې هدف د اردو روغتون ته د تروریستانو د ورننتولو په وخت کې د بشری نارمونو تر پښو لاندې کول او د هغوی په مخنیوی کې د امنیتي ارګانونو د ناکامۍ څیړل نه دی. دلیکنې اصلي موخه دا هم نه ده چې د (بمونومور) د قیمت او اغیزې ترمنځ انډول حساب کړي او یا پر دې بحث وشی چې امریکایان ولې په افغانستان کې پر «وړو داعشیانو» لوی بم او په سوریه کې په «لویو داعشیانو» واړه بمونه اچوي. زه په داسې حال کې چې د ۲۰۹ لمبر قول اردو د پیښې په اړه د غمجنو کورنیو سره خپله غمشریکی او خواخوږي ښکاروم، شهیدانو ته یې د جنتونو او زخمیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا هیله من یم؛ خو په دې مقاله کې دا موضوع نه څیړم چې ولی، په څه ډول او کوم نیرنګ «اشتهادی طالبان» د دولت د داسې غوره نظامی جګړه ایز مرکز منځ ته ورننوتل او ولې هغه قول اردو چې د ټول شمال د ساتلو دنده ور په غاړه ده، د خپل مرکز د ساتلو توان نه لری؟

ددې لیکنې اساسي موخه داده چې موږ افغانان باید د هیواد دستونځو د حل په اړه له احساساتو، کرکې، پیشداوریو او بدبینیو پرته د تَعَقُل او تَعَمُق څخه کار واخلو او د وطن د ستونځو د حل داسې ممکنه او مناسبه لار ومومو چې د ټولو خواوو له پاره د منلو وړ وګرځي او وکولای شي چې هیوادنۍ ملي او د زیارکښو ولسونو ګټې خوندي وساتی. په لنډ مهال کې جنګ ودروي، او په اوږد مهال کې د ډاډه سولې او امنیت تر څنګ د ټولنیز عدالت او پرمختګ لاره زموږ پر مخ خلاصه کړي.

دا ښکاره خبره ده چې د ټاکلې ټولنیزې کشالې او جګړې هرلوری هڅه کوی چې دښمن ته غوڅه ماتې ورکړي، خو دې ته پام کول اړین دی چې د دښمن د پيژندلو او د هغو د مشخصاتو په اړه په ټولنه کې مختلف نظرونه شته او پر همدې بنسټ جګړه روانه ده. اوس هم د خلکو په منځ کې دا سوال شته چې څو ک د چا دښمن دی او د خلکو او وطن دښمن څوک دی؟ نن زموږ په هیواد کې د ګډوډیو له کبله د خلکو، ملت او وطن د رښتینو دښمنانو له پاره څرګندې پولې نشته، د اکثریت ولس له پاره د دښمنانو تشخیص او عوامو ته ور پیژندل ستونځمن کار دی. که دولت د طالبانو پر ضد  د قطعی اوغوڅې ماتې غږ جګوی، دا موضوع د دقیق غور، څیړنې او بحث وړ ده . دا باید دقیق محاسبه شي چې طالب ته چیرته، څنګه، په کومه وسیله او د چا په زور ماتې ورکول کیدای شي؟ ددې ماتې ګټه به څه او چاته وی؟  

زما په نظر طالب ته قطعی ماته ورکول تر هغو پورې سخته ده، تر څو چې په وطن کې د ملي پرمختګ، ټولنیزعدالت او فردي آزادیو ستنې نه وی مُحکمې شوی، د دولت په اډانه کې د شته جګړه مارانو او د شر او فساد د عاملینو ولیې نه وي وچې شوې او په ټولنه کې د نفاق او شقاق عوامل له منځه نه وی تللي. طالب جنګیالی د طالبي افکارو زیږنده دي او د طالب د ایډیا تولیدوونکی او پالونکی هم د دولت په منځ کې او هم له دولته د باندې شته. د طالب په ضد ښه اغیزمنه جګړه د هغو د پیدایښت د عواملو په ضد مؤثر اقدامونه دی. طالب په تیرو لسو کالو کې نه یوازې ورځ تر بلې غښتلی شو او د جګړې په ډګر کې پر مخ روان دی، بلکې د دولت په ريښو او رګو کې یې هم نفوذ کړی چې وروستی عملیات یې دا ادعا ښه ثبوتوي. د طالبانو او همدا راز د دولت د خارجی ملاتړانو له په نظر کې نیولو، په افغانستان کې د سیمه ایزو او نړیوالو لوبغاړو مغلق ترکیب او د هیواد په داخلی چارو کې د خارجی ځواکونو بې پایه لاسوهنې زموږ د هیواد موضوع نوره هم پیچلې او حل یې ستونزمن کړی دی. اوس طالب هم یوازې د پاکستان محصول نه دی، بلکی نورې او نویې نړیوالې اړیکی یې هم موندلی دي.

که د ملي ګټو د زاویې څخه روانې جګړې ته وکتل شي، په دواړو لورو کې افغانی بشري ځواکونه له منځه ځي، ځوانان مو شهیدان او ټپيان کیږي، کوچنیان مو له علم او پوهې محرومیږي، د جګړو سره عادت او سخت زړي روزل کیږي. جګړه افغانی کورنۍ د غم په ټغر کښینوي، ځوانان مو له کاره لويږي او ډیر وګړي مو په روحي او عصبي ناروغیو اخته کیږي. په ټول کې مو د هيواد مادي شتمنیو او ملي تاریخي ویاړونو ته ضرر رسیږي. د هیواد په اوسنیو روانو جګړو کې د دولتي اعلانونو پر بنسټ د ورځې له پنځوسو تر سلو افغانان وژل کیږي. دا له ځانه سره د هیواد وراني او د هغه د زیربناوو (انفراسټروکتور) تخریب هم لري. جګړې له افغانانو څخه د ملي پرمختګ، د وطن د آبادۍ او د خلکو د سوکالۍ چانسونه او فرصتونه اخیستي. دې حال ته په کتو سره د هیواد د ستونزو د حل لاره د بمونو غورځول، د ترور او ډار لړۍ ته دوام ورکول او په نظامی ډګر کې یو لوری پر بل کامیابیدل نه دي. ترور، بمونه او جنګونه د ټولنې په نفاق او شقاق کې شدت او زیاتوالی راولی؛ د وژنو، غچ اخیستنو او د هیواد د ورانولو د زنځیر په کړیو کې نورې زیاتوی. هر څومره چې جګړه اوږدیږي، سوله لرې کیږي او د هیوادنیو ستونځو حل مغلق او سختیږي. څرنګه چې د علمي اصولو پر اساس جګړه د ټولنیزو ستونځو د حل سمه لار نه ده او د هیواد په روانه جګړه کې د یوه لوري بریا او د بل ماتې محتمله نه ده، له دې کبله د سولې د راوستو او د هیوادنیو مسئلو د رښتینی او دوامدار حل له پاره خبرو اترو، تفاهم، ګذشت او ديپلوماسۍ ته اړتیاده.

په افغانستان کې د سولې په اړه په اخلاص سره د خبرو اترو شروع او بریالی کول تر هر څه د مخه د جګړې په دواړو خواوو کې د سیاسی ارادې شتون ته اړتیا لري. د جګړې په دواړو خواوو کې داسی رهبري ضروري ده چې خپلې شخصي، ګروپي او ملي ګټې په سوله او آرامۍ کې وویني او ویې لټوي. هغوی چې د جګړې او ورور وژنې په دوران کې او له همدې لارې له ملنګۍ څخه خانۍ ته رسیدلی او هنوز هم جګړه ورته د عوایدو او چوکیو د ترلاسه کولو ښه بهانه او سرچینه ده، وطن ته سوله نه غواړي او نه ئې شي راوستلای. د سولې غږ باید د ملت له بطنه او د خلکو د تودو له متنه راپورته او په ځواک بدل شي.

دا به د سولې په خوا غټ ګام وي که زموږ خلک او په تیره ځوانان په دې پوه او باورمند شی چې د دین، مذهب، قوم، ژبې او سیمې په نامه د هغو تحمیلی «مشرانو!» له پیروۍ، ساتنې او باډیګاردۍ څخه لاس واخلي، کوم چې د دوی د اولادونو، پلرونو، وروڼو او خویندو د وژنو او ځورونو عاملین دی. په قومي، ژبنیو او دیني مسئلو کې د احساساتو پر ځای له تعقل او منطقي سنجش څخه کار واخلي، د چپاولګرو مفسدو کسانو د شخصی ګټو د ساتلو په خاطر د هغوی په فردی امر او قومانده د نورو په وړاندې د جګړې ډګر ته او د ترور او وحشت سنګر ته ولاړ نه شي.

نن مو هیواد عملا د جګړه مارو قوماندانانو تر ځواک لاندې دی.  بنسټپال فکرونه تر ډیره د ځوانانو په ذهنیتونو مسلط دي. د شر او فساد عواملو په ډیرو دولتي چوکیو خېټې اچولې. د اسلام پاک دین د مدنیت دښمنو زورورو او پرشاتګ غوښتونکو لخوا یرغمل نیول شوی او دا د سولې دین یې د جنګ په وسیله اړولی. افراطیانو د ډیرو قومي، ژبنیو او سیمه ایزو جوړښتونو په سر کې ځای نیولی. ځینې ځوانان مو د ډالرو او شتمنیو په لټون او موندلو پسې داسې سرګردان ګرزی چې خپل او د کورنۍ حیثیت، اخلاقی نارمونه، عقیده او ایمان تر پښو لاندې کوي. د مدنیت هره وړه او لویه نښه د کفر او الحاد ټاپه خوري او په نطفه کې له منځه ځي. د هیواد د زخمی زخمی بدن ټول عصبی تارونه د خارجیانو په لاس او اختیار کې دي. د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، نظامي او کلتوري چارو په متن کې د ملي روشنفکرانو، د علم او تحصیل څښتنانو او د انسان د آزادۍ، سوکالۍ، او ټولنیز عدالت د پلویانو له پاره ځای او د آزاد فعالیت موقع نشته. نو ځکه اړتیا ده چې ملی روڼ اندي، د خلکو د ګټو ساتونکی، د پرمختګ پلویان او د ملي استقلال او فردي آزادیو غوښتونکي ځواکونه د خلکو په عدالت غوښتونکي جنبش کې سره یوځای شي، یو د بل په وړاندې له خپل منځو زړه بدیو تیر شي، په ولس کې د سولې، آزادۍ او ټولنیز عدالت د روحیې په غښتلتيا او د ټولنیز شعور په خپراوی کې ګډې هڅې وکړي، تر څو چې وکولای شي د وضعیت په سمون کې رول ولوبوي او د جګړې په دواړو خواوو باندې د سولې په راوستو کې فشار واچوي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder