04.04.2018 (15.01.1397)
بلاخره انتخابات اعلان شول، څه کول پکار دی؟
ډاکټر تاج الدین ملت مل

په افغانانو مسلط شوی د جنګ سالارانو او خاینینو نظام چې دواړه اړخه یی د امریکی په مستقیمه لارښونه او لاسوهنه تر سره شوي، زمونږ ملت په مرګونې حالت کی راګیر کړی دی.  دا چې په تیرو څو انتخاباتو کی افغانان پدی و نه توانیدل چې سالم ولسی نماینده ګان او یا یو سالم نظام مشر ځا نته په قاطعیت وټاکې دی مسلې بهرنیانو ته د لاس وهنو او د خمنډکانو د مسط کولو چانس او شرایط برابر کړل، چه په نتیجه کی یی مونږ هر یو تر سپیږمو تنګ ته راوستو، ولی هیڅ مو هم نشو کولای.  دا دی یو ځل بیا دا چانس افغانانو ته په لاس ورغلي چې خپل اهلیت، علمیت، صداقت او توانمندی ځان او خپل ولس ته ثابته کړی. 

د دی لپاره چې مو وخت نه وی ضایع کړی، زه ټولو افغانانو ته دا لاندی وړاندیزونه کوم، هیله ده دا وړاندیزونه په دقت ولولې، او خپل نظریات پری اضافه او تر ممکن حده د ټولو دوستانو او خپلوانو سره شریک کړئ.  امید دی مونږ ټول پری عمل وکړو، او نورو دوستانو ته هم پدی اړوند لارښونې وکړو او تشویق یی کړو.

اول – دولت باید څه وکړی؟

1.     تر ممکنه حده او په مختلفو لارو د مخالفینو نه غوښتنه وشی چې انتخابات ازاد پریږدی. 

2.      که مخالفین بیا هم دا نه منې، نړیواله ټولنه دی ته وهڅول شی، چې د افغانستان ټول سرحدونه جدی کنترول او د مخالفینو هر اقدام ته پداسی سخته توګه ځواب ووای چي بیا د بل کوم حرکت اقدام و نه شی کړی.

3.     ولسونه دی ته وهڅول شی چې په خپلو حجرو او جوماتونو کی مخالفین پرنږدی. او خپل ملایان دی ته وهڅوي چي د انتخاباتو په اړه سالم تبلیغ وکړی، او که یی نه کوي، د جوماتونو نه دی هغوي وشړي.

4.     د انتخاباتو په اړه پراخه لارښوني تهیه، چاپ او تر ممکنه حده ولسونو ته توضیع او توضیح شی.

5.     ولسونه په انتخاباتو کی د ګډون لپاره وهڅول شی.

6.     د ټولو معیوبینو او سپین ږیرو او د لرو منطقو خلکو ته د صندوقونو د وړلو راړلو ټیمونه تمنظیم او مؤظف شی.

7.     دا چې یو زیات شمیر تعلیم کړی او پوه افغانان له مجبوریته په خارجی هیوادونو کی دي، دوی ته باید په هر هیواد کی د رایی ورکولو شرایط برابر کړای شی.

8.     هر کاندید باید د ټاکنو د مالې مدارکو لپاره مشخص بانکی حساب پرانیزی، او د ټولو مالي کومکونو مراجع یی باید ولس ته هره میاشت واضح نشر کړاي شی. 

9.     په انتخاباتو کی دی د اشخاصو مالې ونډه  تر یو لک افغانیو محدوده شی تر څو د انتخاباتو د تقلب مخه ونیول شی.

10.   هر کاندید باید اقلآ په پنځه ولایتې تلویزونې او پنځه ولایتې رادیو ګانو، او دوو ملې تلویزونی شبکو او دوه ملې رادیو ګانو کی د ګردی میز په څیر په موضوعاتو د بحث لپاره مجبور کړی شی.

11.  هر کاندید باید خپله اوسنې شتمنې ثبت او مدارک یی واضح کړی.

12.  هیڅ چا ته باید دا اجازه ور نکړل شی چې دولتی موټرو نه د انتخاباتو په کمپاین کی کار واخلي.  پدی اړه دی ځانګړی امنیتې قواوی مؤظف او با صلاحیته توظیف کړای شی.

13.                        د انتخاباتو په وخت کی باید د امنیتي قواو نه غیر بل هیڅ چا ته د سلاح د کرځولو خصوصآ  د رایه ورکولو د مراکزړو په ۲۰۰ متری کی اجازه ور نکړل شی.

14.  د رایو د صندقونو ځانګړی اهتمام باید داسی وشی چي شمیری یی دقیقآ قید او د یوه ځانګری سرغوچ سره چې یی د کاپی کیدو او جعلی کیدو امکان و نه لری تهیه او تنظیم شی.

 

دوم:  ولایتي اداری او مامورین یی:

۱ -  د ټولو دولتی ادارو مامورین، خصوصآ د امنیتي سکتور، قضاییاو عدلی سکتور،  د ارګان های محل مربوطین، او د معارف اړوند مامورین او معلمین او د پوهنتونو استادان ( په مرکز او ولایاتو کی) باید په انتخاباتو کی بی پری پاتي شی.  دوي رایه ورکولی شی ، خو د هیڅ کاندید په ګټه تبلیغ، طرفداری، اوورسره مالې مرسته هم نشی کولای. او د دی کار لپاره دی یو توانمند هیت په هر ولایت کی توظیف شی چې د دی پروسی نه په کلکه څارنه وکړی، متخلفین په نښه او علنی محاکمه کړي.

۲-  ولایتې موظفین دی خپله دا دنده جدی وګڼې او د خپل ټولو صلاحیتونو نه دی ځانونه خبر او په جدی توګه دی هغه پلی کړی.

۳-  د انتخاباتو په وخت کی باید د امنیتي قواو نه غیر بل هیڅ چا ته د سلاح د کرځولو خصوصآ  د رایه ورکولو د مراکزړو په ۲۰۰ متری کی اجازه ور نکړل شی.

۴-  د رایو د صندقونو ځانګړی اهتمام باید داسی وشی چي شمیری یی د یوه ځانګری سرغوچ سره چې یی د کاپی کیدو او جعلی کیدو امکان و نه لری تهیه او تنظیم شی.

 

دریم:  تعلیم کړي، سیاسی او مدني فعالان باید څه وکړئ:

1.      د هر ولایت سیاسی او مدنی فعالان، تعلیم کړو عالم، او په وطن مین اشخاص باید ژر تر ژره په خپلو منځو کی سره راټول او په خپل ولایاتو کی دی د انتخاباتو د انسجام لپاره یو جرګه ګی وتاکي چې دغه پروسی په اړه وخت په وخت سره راټول، منظم او مؤثر ګډ تصمیمونه ونیسی او عملې یی کړی.

2.      دغه جرګه ګې باید د کارونو د انتظام لپاره مختلفې کمیتي لکه د پوهاوی کمیټي، د ښو کاندیدانو د شمیر د محدود کولو ( د کامیابیدو د چانس په خاطر) کمیټه، د مطبوعاتو کمیټه، د مالې امکاناتو د راټولو کمیټه، د ترانسپورتی اسانتیاو د برابرولو کمیټه، او د هر کاندی لپاره د ځانګړی ستراتیژی ټاکلو او عملی کولو کمیتي وټاکي.

3.     د هر ولایت روښان فکران باید په خارج کی د روښان فکرانو لستونه او تماسونه سره راټول، منظم او د هر نوعه مرستو لپاره وهڅوي.

4.      ځوان نسل باید دا ځل د ښو او بدو کاندیدانو صفونه روښانه او ولس ته په دلایلو سره تشریح کړی.

5.     روښانه نسل باید په خپل منځي وحدت، د یوه مرکزیت د فیصلو د منلو او د خپل خپلوی پر ځای د اهلیت مسلي ته جدی توجه وکړي.

6.     روښانه نسل باید د ښو کاندیدانو لپاره هر نوعه تبلیغات، لکه لاریونونه، بیرغونه، شعارونه، سوشل میډیا، او نورو مطبوعاتو نه منظم او مؤثر کار واخلي.

7.     هر کاندی باید یو بانکې حساب تنظیم او حد اقل امکانات له هر چا څخه راټول کړي.

 

څلورم:  په خارجې هیوادو کی افغانان باید څه وکړي؟

په هر خارجي هیواد کی افغانان دا لاندی کارونه کولای شی:

۱-  په هر ملک کی دی افغانان د افغانې سفارت او نورو لارو چارو نه په ګټه دولت دی ته مجبور کړی چې په هر ملک کی د افغانانو نه د رایو اخستلو ته زمینه برابره کړی.

۲-  دغه افغانان باید د خپل استوګنده ملکونو مسولینو سره اړیکی ونیسی او دوی دی و دی ته وهڅوي چې د خپل ملک اداره چیان د افغانستان په انتخاباتو کی د منفی رول نه ډډه کولو ته وهڅوي.

۳-  دوی دی یو شمیر خارجیان چی واقعآ د سولی ، امن او شفافیت سره علاقه مند دی له ځان سره ملګری کړی تر څو ښو کاندیدانو ته سیاسی او مالی پلوي پیدا کړی.

۴-  په هر ملک کی دی د افغانستان د هر ولایت اوسیدونکې د خپل ولایت په انتخاباتو کی د مؤثری ونډی اخستلو لپاره یوه جرګه ګی جوړه کړی او د هغه ولایت خلک دی چې د اړوند ملک په هر ښار کی اوسیږی سره راپیدا تنظیم او د ګډ کار لپاره وهڅوي.

۵-  که ممکن وی دوی دی هر یو خپل ولایت ته یو قوی کاندی واستوی، او د هغه نه دی په هر اړخیزه توګه پلوی وکړی.  که کاندید  نه لری ، په خپل ولایت کی دی یو څو مشخص ښه وکیلان په نښه او د هغوي نه دی په هر اړخیزه توګه ( مالې، تبلیغاتی او د خپلوانو په هڅولو) پلوی وکړی.

۶-  دوی باید خپل مالی کومکونه په منظمه توګه سره راټول او هغو ښو کاندیدانو ته ورسوي.

۷-  د انتخاباتو په وخت کی دی خپل ټول خپلوان دی ته وهڅوي چي ښو کاندیدانو ته رایی ورکړي.

۸-  د امکان په صورت کی دی خپل یو څو تنه نمایندګان د انتخاباتو په وخت کی اقلآ د ۲-۴ هفتو لپاره خپل ولایتونو ته واستوي، چې د ښو کاندانو سره د مرستی او هغوی ته د پلان په جوړولو کی مرسته وکړي.

۹-  مونږ کولای شو چې په نورو ولایتونو کی د نورو وکیلانو سره د جوړ جاړی له لاری خپل ټاکلی وکیلانو ته زیاتی رایی تر لاسه کړو.

دا دی زه په امریکا کی د ټولو ننګرهاریانو او کابلیانو د انتظام لپاره په ټولو ننګرهاریانو او کابلیانو غږ کوم چې له له ما سره اړیکه ونیسی چې په ګډه سره همکاری وکړو، او پدی پروسه کی خپل ملې مکلفیت او مسؤلیت په ښه توګه تر سره کړو.  هیله ده خپل نظرونه له ما او خپل ولس سره شریک کړي. 

مننه ، د خپل هیواد د سولې او خوشبختي په ژوره مینه

زما شمیره  او ایمیل دا دی:

(202) 246-1992    tajmim@aol.com

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder