17.01.2018 (27.10.1396)
برابروالی څه شی دی؟

ولوله تنها ، عصفېره

ښځینه هغه ظریف بشر دی چي یو جوړ قانون او د خپلو حقونو ورسپارلو ته سخته اړتیا لرې، نو په داسي حال کي اړینه ده چې دواړې طبقې نارینه او ښځینه یو شان برابروالی ولري، هیڅ یو پر بل برتري نه لري، ښځینه طبقه د نارینه وو په څير له ښوونځۍ نیولې تر لوړو زده کړو، غوره رښتې ټاکلو، حقوقي او قضایې چارو ته لاسرسی، د خپل ژوند د جوړولو د پریکړي حق او لنډه داچي په ټولو چارو کي خپلواکي او پریکړه کوونکي اوسي په هر نوي تخنیک، برلاسې ولرې زه باورې یم چې هغوي به خپل پټ استعدادونه نړۍ ته وړاندي کړي، همداسې به ښځي په بیساري کچي و ځلیږي او د پام وړلاسته راوړنې درلودلي سي، په ټولنه کي ددغه دوه  طبقو د بریالیتوب ژوندی بیلګه داده هغه چاري چي نارینه سمبالوي ښځي هم کولای سي چي په ښه توګه ټولي چاري تر سره کړي، چي همدا ډول ښځي په بشپړه توګه دا حق لري چې د کور د کار او اولاد سمبالولو ترڅنګ په ټولنیزو، سیاسي او ټولو چارو کي له نارینوو سره اوږه پر اوږه کار وکړي،  پرمختګ د نارینه او ښځینه دواړو هیله ده چي باید تر سره سي، خو که وکتل سي نو تر اوسه لا هم ښځينه دغه برابري ته لاسرسی او حق نه لري، زما په آند که ښځینه په زده کړو سمبال سي او ددوي حقونه ور کړل سي نو لیري نه ده چي دوي به پوره پوهه وړتیا ترلاسه کړي، دوي به پخپل ژوند کي له ټولو شته ستونزو ځانونه ژغورلي وي او پر خپلو پښو به ولاړي وي

،په پښتو کي مشهوره خبره ده چي هوښیار مرغه هغه دی چي د سخت طوفان په وړاندي تر خپلي زالګۍ ځان ورسوي نو ښځینوو ته که هم ولو حقونه ور کړل سي دوي به هم د ژوند تر لوړو پوړونو ځان ورسوي. هغوی به د ټولنې او کورنیو له ظلمونو څخه آزادي سي، یو سخت کرغیړن ژوند به تر شا پریږدي او د خپلو اولادونو د ښه راتلوونکي د جوړولو جوګه به سي، یوه بله بیلګه دا ده چې یوې کورنۍ ته دا ډيره اسانه ده چې هغه د زوی او لور تر منځ توپیریز چلند و نه کړي او دغه چلند یواځي مور او د کورنۍ نور مشران له منځه وړلای سي په دې سره به د ښځو او نارینوو حقوق یو شان وي ځکه ښځه او نارینه هغه بشر دی چي یو له بل سره تړلي دي که وګورو په هغه ټولني کي چي د شکمن او منفي آندي خلک برلاسي دي هلته د تنګ نظرۍ لمن پراخه ده، زه په دې باوري یم چي په هغه ټولنو کي میلینونو او پلنډو، پلنډو غمیزي او کړاونه د ښځو پر وړاندي شتون لري همداسې هر اړخیزه تاوتریخوالي تیاره جوړه کړې ده له بلي خوا که وګورو د بشر په قانون کي د ښځو او نارینوو حقوق خورا ښه او روښانه څرګند سوي دي ټولو انسانانو، ښځو او نارینو دواړو  ته د حق مساوات بیان سوې دي. دلته زموږ موضوع یواځي د حقوقو برابروالی دی، د ژوند لومړي وختونه ډيره اساسه مرحله ده چي باید توپیري چلند ونسي او دا موضوع ته جدي وګوري، راځئ چې په ټولنه کي په ګډه سره بشپړه ونډه ولرو ، تر څو زموږ نوي او زاړه نسلونه حق وپیژني تر څو له دوي سره بې انصافي ونسي!

د ښایسته او آباد افغانستان په هیله

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • جمال (Freitag, 19. Januar 2018 20:27)

    ولولی تنها خوری سلامونه اونیکی هیلی مو منی!
    فکر کوم په دی اړه مونږ یوه بله تبصره هم لیکلی وه د څه مواردو یا عوارضو له امله نه ده نشر شوی کیدی شی ځینی ټکی به یی غلظت درلود اګر چه زما تبصری د اسلامی اخلاقو او حکمت او پوهاونی له مخی وی بیا هم د پاڼی چلوونکی تصامیمو ته درناوی لرم مرګ کاش چه د نه نشرولو دلایل هم راته ولیکی
    په هر صورت ،
    ستاسی خبری ستاسی شخصی خبری نه دی باور لرم چه دغه لیکنه ستاسی دنامه لاندی هم کوم یو د دموکراسی او کمونستی فلسفو پلویانو لیکلی او د ښځو په اړه یی د اسلام د سپیڅلی دین دریز یی بکی نفی او غندلی دی مونږ د اسلام د سپیڅلی دین پلویان پروا نه لرو چه ولی یی نفی یا غندلی مونږ د دی پروا لرو چه مناظرو ته باید دوام ورکړو او لوستونکو ته چانس ورکړو چه استعماری فلسفو د ښخو د فزیکی جوړشت او دندو له مخی کوم یو ښخو ته د ښخو مناسب او دیر حقوق او درنښت قایل دی . مګر د غیر اسلامی فلسفو مدعیان د بیان د ازادی د شعار لاندی د بیان د ازادی مخه نیسی نه غواړی چه په دی اړه د مخالف اړخ نظریات واوری ځکه اکثزه یی ژباړن او مامورین دی هغه وایی او هغه لیکی چه ورته د ویلو دستور ورکړی شوی هڅی لری چه رشتونی منطق او د ښځو درنښت عوامو ته ونه رسیږی دا چه میدیا هم د دوی ده یواځی هغه څه ښځو ته ورسیږی چه دوی د ښځو په اړه ترسیم کړی تر څو په دی واسطه د انسانی نفوس مخه نیول شوی او ښځی د یو غیر ذیروح جنس په شان تری د دوی د بزنسو د پاره ګټه پورته شی
    که ښځه د نارینه وو سره په ټولو شیانو کی برابره وی نو پیا به ټولو ته نارینه یا ښځی ویل کیدی بدن به یی هم یوشان او نظر به یی هم یوشان وو نارینه وو به هم بچیان زیږول
    ښځی د نارینه وو سره په دیرو مواردو کی برابری نه دی ځینو کی نارینه تر ښځو او ځینو کی ښځی تر نارینه وو ښکته او پورته دی هو که د عدالت له مخی ووایو دواړه برابر دی عدالت کی د ښځو او نارینه وو طبیعی جوړښت او دندی هم په نظر کی نیول شوی
    د مثال په ډول ماشومان د لویانو په شان کور کالی ډوډیو ته اړه لری مګر د هغوی د جسامت له مخی د ماشومانو کت او بستره کوچنی او یا د بل ماشوم سره په ګډه ویده کیږی ، تر لویانو کمه مړی خوری مګر باید ماړه شی او تر لویانو کوچنی کالی اغوندی مکر باید پټ وی دی حالت کی د عدالت له مخی ماشومان او لویانو دواړه برابری لری مګر دغه برابری مادی مساوات نه لری
    اسلام الهی نظام دی دغه نظام د انسانانو او ټولو نورو مخلوقاتو خالق دی هغه تر مونږ ( ښځو او نارینه وو ) ښه پوهیږی کوم حقوق او درنښت چه اسلام ښځو ته قایل دی شیطانی نظامونه یی په مخالق قطب کی قرار لری هغوی له ښځو یوآخی د شهوت او بزنسو د پاره استفاده کوی داسی کارونو ته یی هڅوی چه حاصلخیزی یی کمه او په دی واسطه یی د انسانی نفوس مخه نیولی وی او ....... کشکی تبصره دیره نه اوږده کیدلی که په دی اړه مونږ سره مفاهمه کول غواړی سمه ده

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind