19.11.2016 (29.08.1395)

با چا خان
د خدای دمخلوق په خدمت کی دفخر افغان ژوندو ن

او د خدایی خد متګارو بی تاوه پا څون

دوهمه برخه
رڼا ګل اریوبزی له خوا

دعدم تشدد بشری منځپانګه

پاچا خان په پښتنوکی د ناخوالیو او د برتا نوی ښکیلاک په خلاف را پا څید چی په لومړی سر کی  تشدد ورته  دانقلاب نږدی او د کامیا بی لار ښکا ریده او لیکی چی«دتجربی نه وروسته راته معلومه شوه چی دجنګ په وخت کی اسونه نه تیاریږی نو ځکه می ارا ده وکړه چی خپل کلی ته وا پس کیږم او دعدم تشدد داصولو په بنا به کارکوم»[عبدالغفارخان...۱۶۸ـ۱۶۹م] دلته دپا چا خان په هد ف کی بدلون نه لیدل کیږی خو هدف ته درسیدو لاریی د تشدد نه په عدم تشدد بدلیږی.ډاکتر ځیرکیار دا په عدم تشد د بنا شوی  پا څون«بی تاوه پاڅون »بللی دی.ده تر همدی سریزی لاندی یوه درنه څیړنیزه رساله لیکلی  ده او په هغی کی یی د «بی تاوه پاڅون»موخی،ډولونه او دوخت او ځای دشرایطو سره برابر میتودونه په زړه پوری تشریح کړی دی.   که څوک دپاچاخان دژوند او اثارو سره لږ څه اشنا وی اود ډاکتر ځیرکیار لیکنه یی لوستلی وی نو حتما په دی پوهیږی چی بی تاوه پاڅون یا عدم تشدد«تش خبری کول»یا« هیڅ  نه کول »نه دی بلکی بی له « تشدده» نور هر څه کول دی،دوینو په ځای دخولو تویول دی.تشدد خو په حقیقت کی یوازی ټوپک یا سو ټک ته لاس اچول دی،وژل، دوینو تویول،دجوړو ودانیو ورانول دی او دنورو اقتصادی،فرهنګی او ټولنیزو چارو

دپرمختګ زمینه محدودول او یا بیخی له منځه وړل دی.پاچاخان لیکی چی«عدم تشدد یو طاقت دی،څرنګه چی تشدد یو طاقت دی.دعدم تشدد دغسی فوج دی لکه څنګه چی دتشدد دی،خو دعدم تشدد وسیله تبلیغ دی اود تشدد وسیله ټوپک دی،عدم تشدد په خلکو کی محبت پیدا کوی،همت پیداکوی او جرات پیداکوی،او تشدد په خلکو کی نفرت پیداکوی،ویره پیدا کوی او بزدلی پیداکوی.[عبدالغفار خان....۳۶۱م]

عدم تشد د په حقیقت کی دپیچلوسیاسی ،ټولنیزو،روحی اوروزنیزو لانجوسره لاس او ګریوان کیدل او په دی لار کی  دبی شمیره ستونځو او کړاوونو زغمل دی،ځکه چی دبی تاوه پاڅون موخه د مخالف له منځه وړل،وژل،کمزوری کول اومغلوبول نه دی بلکی دشیطانی او غیرانسانی اوصافونه دانسان ازادول دی،دانسانیت سره دهغه  پیوستول دی، دزور مغلوبول دی،په نیکی دبدی مخه نیول دی،دظلم،غلامی،کینی او تعصب جرړی ایستل دی.دا نو دغټو او ځواکمنو مټو،دټوبک یادسوټک ساده اوبی مانا کار نه دی بلکی ژوره او هراړخیزه پوهه،زغم،،مینه،پوخ ایمان،زړه ورتیا،کلکه اراده،په ځان واکمنی او بی پایه حوصله غواړی.دا ځکه چی دبی تاوه پاڅون فکری لارلید په انسان کی د«نیکی»یا«ښیګڼی»ارثی ماده،بنسټ یا هسته وینی چی په ظالم او مجرم انسان کی هم له منځه نه ځی او په ځای پاتی کیږی.دا بنسټ په لازمه پوهه،زغم،حوصله،مینه اومحبت او د ځانګړو میتودونو د کارولو له مخی را بیداریږی، وده او پرمختګ کوی،ځواکمن او په«بدی»واکمن کیږی،په نفس باندی د کنترول جرات او وس پیداکوی او دفساد،ظلم او استبداد بنسټ ورانوی.په دی توګه مظلوم نه یوازی د ظالم نه بلکی ظالم هم دخپل ظلم او وحشت نه ازادوی او انسان ته  دانسانی برابری او ورورولی وچت مقام ورښیی.بی تاوه پا څون د زورزیاتی،ویری، ستم او نفرت  په ضد پاڅون دی،کوم نژاد،دین،مذهب اویا کومه بله عقیده نه بلکی زور زیاتی،ظلم،استبداداو کینه په نښه کوی،بد کار د بد و کړنو،افکارو او اوصافو دغلامی نه ازادوی او دانسانیت په هکله یی د همزه شینواری د دی تعریف سره اشنا کوی چی:

په یوطرف دمین سری دحسرت اوښکی واخله

په بل طرف ور سره تول کړه کوه قاف په تلـه

ا نســا یت د شجا  عت حـیا  ســخا نــو م  د ی

پام چی یی تول نه کړی د جنګ اودمصاف په تله

   په ټو لنیز ژوند کی د یوه انسان انسانی ځانګړتیاوی لکه زړه ورتیا،مینه صداقت،سخااو انصاف د بل انسان سره په عملی خواخوږی کی سره یو ځای کیږی او د انسانیت لوړ مقاو تری جوړیږی.فخری افغان لیکی چی:«انسان چی انسان وی څومره همدرد وی او چی انسانیت تری لاړ شی څومره بی رحمه شی.» [عبدالغفار خان...۷۰۸م]هو!همدردی او خواخوږی په انسان کی  انسانیت ساتی،پالی او روزی  او بی رحمی یی له انسانیته راګرځوی اود وحشت په لور یی هڅوی.پا چا خان په انسان کی دانسانیت دساتنی او پالنی تر ټولو ښه لار داسلام مبین دین ګڼی چی پکی دخدای دمخلوق خدمت،دهغه سره انصاف ،مینه اوعدالت دلوی پروردګار په دربار کی تر ټولو ښه عبادت دی.د اسلام پیغمبر حضرت محمد(ص) فرمایی چی:«له شرک وروسته تر ټولوناوړه ګناه داله بندګانو ځورول دی او تر ایمان وروسته تر ټولو لویه ښیګڼه داله مخلوق ته اسانتیا برابرول دی.»[عبدالها دی  ملاخیل:خوږی خبری، دانش کتابخانه،پیښاور،۱۰م]حضرت عمر(ض)دخدای مخلوق سره په انسانی چلند کی،په صداقت ،خواخوږی،مینه او محبت کی داسلام په مبین دین باندی دعقیدی عملی معیار وینی اوفر مایی چی:«دچا لمونځ او روژی ته نه بلکی دهغه ښومعاملو،انسانی خواخوږی او رښتینولی ته ګوری.»[عبدالهادی ملا خیل....۳۶م]که ښه ګذاره، خواخوږی او رښتینولی نه وی نو عقیده باندی  دزړه د تصدیق نښی او نښانی هم نه لیدل کیږی.په  دی صورت کی د عقیدی نه وسیله جوړیږی او چی عقیده وسیلی ته را ټیټه شی نو په ریا بد لیږی،وحشت او منافقت ته لار خلاصیږی او دټولنیز ژوند انسانی بنسټ کمزوری شی اوبالاخره ورانیږی.له همدی امله دخدایی خومتګارو بی تاوه پاڅون خپله تګلاره داسی ټاکلی ده چی:«هر خدایی خد متګار به صابر وی او دزور او زیاتی مقا بله به په ښو خویونو کوی او په مینه او محبت به تیری کوونکی له بد کار نه اړوی.»[د علومو اکا ډمی :دسولی او ازادی مشال،عدالت مطبعه ۱۳۸۸ لمریز کال  ۱۳م.]د خدایی خدمتګارو دمنشور داپړوکی موږ ته دپښتو ژبی  دشعر او اد ب په تاریخ کی  دخو شال خټک دا څلوریزه را یا دوی چی:

ښــه ســړی د چـا په بــد و نظر نــه کا

که څوک بد ور سره کا ندی دی به ښه کا

پــه بــار دا ره ونــه  تـل کا ڼـی و ریــږی

و ر ته ګــو ره چــی  بار داره ونه څـه کا

هرخدایی خدمتګار په خپله  خوښه منلی وه چی په خپل ټولنیز،سیاسی او شخصی ژوند کی به د«بار داری  ونی»رول لوبوی او هیڅ به«د خپلی ژبی او لاس نه دخدای مخلوق ته ضرر»[د علو مواکا ډ می....۱۳م] نه رسوی.خدایی خدمتګاری په عمل اونظر کی دهر ډول بند یز او توپیر نه لوړه وه،دهغی دنړی لید په منځ کی انسان و او دا نسان له پاره دا سی جهان و چی له زور ،تیری،ویری، لوږی او بد ګما نی نه پاک او دسولی، سوکالی،وروری، برابری او مینی نه ډک وی.خان عبدالغفرخان لیکی چی:«موږ له په کار دی چی دخدای مخلوق دتکلیف او ارام فکر او خیال  وساتواو څه چی کوو،نو چی  اول یی په ځان وګورو،که چیری ځان له یی خوښوو بیا په کار دی چی بل  له یی هم خوښ کړواو که چیری ځان له یی نه  خوښوو،نوچی بل ورور له یی هم خوښ نه کړو.»[عبدالغفار خان....۲۱۴ـ۲۱۵م] د خدای د مخلوق يه هکله دپاچاخان دا دریځ دپښتو دشعر او ادب مالیار رحمان بابا ددی غوښتنی سره سمون خوری چی:

دسړی په خاطر هرڅه هر څه ګرځی

نــه چـی و ګـڼـی  هـمـه واړه  ر و ا

لـکـه ځان  هـسـی وبل وته  نظر  کـړه

لکــه ستا  دی هسـی ځان دی د هر چـا

پورتنی څرګندونی مو دی پایلی ته رسوی چی دبی تاوه پاڅون فلسفه دبشر  دفکری ودی په تاریخی ځنځیر کی هغه فلسفه ده چی پکی خیال او ارمان دعقل اوفکر سره او دا ټول بیا دعمل سره یو ځای شوی دی اوټولی سیاسی هلی ځلی یی  په اخلاقی بنسټ بنا شوی دی.دا په حقیقت کی هغه فلسفه ده چی که دانسانیت په تله وتلل شی نو تر بل هر سیاسی  او فلسفی مکتب نه درنه ده.د پاڅون بیتاوه کول«عدم تشدد» فخرافغان اوخدایی خد متګارو ته دا امکان په لاس ورکړ چی دپښتنی ټولنی بیلابیل اړخونه دبدلون او پرمختک په لور وخوځوی.

ددی لیکنی په دریمه  برخه  کی به دپاچاخان او خدایی خدمتګاروهغه  هلی ځلی وګورو چی دپښتنو بچیانو دښوونی او روزنی په برخه کی یی  کړی دی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder