01.06.2017 (11.03.1396)
اې د افغانستان خلکو!

محمد ایاز نوري آزادي

پرون د چهارشنبه ورځ ۱۰ د جوزا ۱۳۹۶ل - ۳۱ د می ۲۰۱۷ز کال زمونږ د ګران او تاریخي افغانستان په پلازمینې کابل د زنبق څلور لارې کې یو موټر بم چاودنه وشوله. دا چاودنه دومره زوروره حساب شوې وه، چې ځاي په ځای یې ۹۰ کسان ووژل او د ۴۰۰ کسانو په شمېر یې ټپیان کړل، شا وخواء سمنټي ودانی یې ورانې او تر لرې واټنو پورې یې هیبتناک موج د خلکو د کورونو ښيښې ماتې او بی ګناه د کابل اوسېدونکو ته یې یو شدید روحي ټکان ورکړ.

د ناټو جګړه ایز ماشین د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په ۷ نېټه په افغانستان یرغل ورووړ، د طالبانو حکومت یې ړنګ او په تعقیب یې د جرمني د بُن په ښار کښې یې یو کنفرانس ته زمینه جوړه او هلته یې افغان نوی حکومت د جهادي تنظیمونو د یو شمېر جنایتکارانو او ورسره یو شمېر خپل افغان جواسیس او یو شمېر بې ضمیره د چوکی او پیسو لیونیانو له ترکیب څخه جوړ او زمونږ هیواد ته ورصادر کړل، چې په سر کښې یې شاغلی حامد خان کرزی وه. د افغانستان ډېر ځپل شويو او توهین شويو په ګېډه وږیو خلکو فکر کاوه، چې خبر خلاصه شوله او بابا امریکا او ملګرو یې پخې غوښې مونږ ته راوړلې. یعنی بابا غوښې، ډوډی راوړې...؟!.  اما استعمار استعمار دئ او خصلت یې هم هغه پخوانی، ظالم او خود غرضه دئ.

دغه ده، نن  د دغه ۴۴ هیوادو د اتحادي پوځي یرغل څخه کم هم نه بلکه ۱۶ کاله تېر شول او نتیجه د بابا د راتګ فقط مونږ افغانانو ته یو ملي مصیبت تمام شو او بس...؟!. همداء اوس د امریکا او انګلیس په سروالي په هیواد کښې د هغوی ملکي نه بلکې پوځي شتون د ځمکې او هوا څخه حاکم دئ او همدا بهرني قوتونه دي، چې دغه ننی حکومتي تشکیل یې پر افغانستان تپلی او حمایه کوي یې. ډېره عجیبه ده، چې نن پس له ۱۶ کالو د زمونږ د دغو نا بللو مېلمنو د موجودیت نور د ژوند سهولتونه خو لا څه کوې، چې وسله وال جنګ روان او هره ورځ د دواړو خواوو څخه د یوه ملت زامن په کښې روان دي وژل کېږي. دا جګړه تر څو، آخر تر کومه پورې...؟ د نني زمونږ هیواد ته د راوړل شوي مصیبت د له منځه وړلو اصلي قدرت او اختیار د متحده ایالاتو د دولت سره دئ، بناً زه لکه د افغان ملت یو بچی دغه لار تاسو افغانانو ته په ګوته کوم.

لومړی: د شمېر په بنسټ، چې څومره مو وس کیږي، سره ټول شی، یو بستره هم هر یو تن درسره واخلی، خواړه اوبه به نور ملګري درته دروړي، یو سوله ایزه مظاهره ترتیب کړی او لاړ شی په کابل کښې د متحده ایالاتو د سفارت مخې ته ورشی او هلته ورته په شپو شپو واړوی. یو شعار درسره یوسی او هغه دا چې، اې د امریکا دولته او ملګرو مو! « تاسو دغه ننی دولتي تشکیل پر مونږ افغانانو تحمیل کړی دئ، دا تشکیل مونږ نه غواړو، تاسو مونږ ته زمینه برابره کړی، چې مونږ پخپله افغانان یو موقت حکومت جوړ کړو». دغه موقت حکومت به سمدستي په هیواد کښې حالت د اضطرار اعلان کوي او د وسله والو طالبانو سره به اوربند تامین کوي. امنیت به تام ټینګ کېږي او بیا به خپله افغانان سره جرګه کېږي او د دولتي نظام ډول به سره ټاکي او د بهرنیو قواو د حضور په باب به فیصله سره کوي. نو اې د افغانستان خلکو، چې قاطع حرکت ونه کړئ، همداسې به ناحقه وژل او تباه کېږئ.

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder