15.11.2017 (24.08.1396)

ایا کائنات رښتیا هم له منځه ځي
پوهنمل حاجي محمد نوزادي

د مترو اکسپرس پنامه ډنمارکي ژبي ورځپاڼي په ۲۷ / ۱۰ / ۲۰۱۷ نیټه تر ( دا جهان له منځه ځي )  سرلیک لاندي یوه لیکنه خپره کړیده چي غواړم د پښتو ژباړي د لاري یې تر لوستونکو پوري ورسوم . دا تاسي او دا هم د نوموړي مطلب پښتو ژباړه :

په سویس کي د سیرن « Cern » څیړونکی ( البته « Cern » ــ Conseil Européen pour la Recherche Nucléaire  دا یوه فرانسوي جمله ده چي د « هستوي څیړنو اروپایي شورا » مانا ورکوي . دا مرکز په سویس کي د فرانسي پولي ته نژدي ځای پر ځای سویدي او شاوخوا ۶۵۰۰ څیړونکي هلته په علمي څیړنو لګیا دي. ژباړن ) په وروستیو ورځو کي د هیښتیا سره مخامخ سوی او پدې هکله فکر کولو ته اړ سویدي چي څنګه دا جهان په اوسنۍ بڼه د یوه موجود په توګه پاته کیدلای سي .

په نوو تر سره سوو څیړنو کي د ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ ذراتو او انتی ذراتو  تر منځ په نا متناظروالی ( عدم تناظر ) باندي فکر سویدی . دا ځکه ، دا جهان چي موږ یې همدا اوس په پدغه بڼه پیژنو ، هغه وخت پر خپل حال پاته کیدلای سي چي یو نا متناظروالي که څه ډیر وړوکی وي ، باید شتون ولري .

‌ ذرات او انتي ذرات چي یو د بله سره په اړیکو کي را سی نو یو بل خنثی کوي . پدې توګه که عدم تناظر شتون و نلري ، جهان شتون درلودلای نسي او له منځه ځي . مګر لکه څنګه چی د طبعیت مجلې لیکلي دي ، څیړونکو دغه عدم تناظر موندلی ندی . د څیړونکي ګروپ مشر ، Chrstian Smora پدې اړوند وایي : « موږ پخپلو ټولو څیړنیزو هلوځلو کي د مادې او انتي مادې تر منځ یوازي یو بشپړ تناظر مشاهده کړ ، او دا هغه څه دي چي له کبله یې جهان شتون درلودلای نسي او باید له منځه ولاړ سي . د څیړنو په ترڅ کي هغه انتي پروتونونه و څیړل سوه چي په ۲۰۱۵ کال کي ددې کار د پاره جدا سوی ول . انتی پروتونونه په دوو ساحو ( برقي او مقناطیسي ) کي د دامونو په څیر را ګیر او اندازه ګیري سول . پدي ډول څیړونکو و کړای سوه په انتي پروتونونو کي مقناطیسي ساحه د پخوانیو متودونو په پرتله ۳۵۰ واره دقیقتره اندازه ګیري او محاسبه کړي » .

که چیري د پروتونو او انتي پروتونو تر منځ یوه ناانډولي یا عدم بیلانس ( نامتناظروالی ) شتون درلولای ، نو ددغه دقیق متود په مټ به خامخا تر سترګو سوی وای .  

تر دې وروسته چي څیړونکو په خپل دغه متود سره د ذراتو او انتي ذراتو تر منځ نامتناظروالی و نه موند ، اوس باید دوي د لا دقیقو اندازه ګیریوپه موخه د یوه نوي متود پر پیداکولو غور وکړي چي تر دغه متود لا هم ډیر دقیق وي . پدې اړه د څیړونکي ګروپ نوموړی مشر زیاتوي : « په یوه یا بل ځای کي باید یو نامتناظروالی شتون ولری ، مګر موږ لا تر اوسه هغه موندلی ندي او د ځانګړتیاوو په اړه یې نه پوهیږو » .  

د ژباړي پای

د ژباړونکي یادوونه :

دا رښتیا خبره ده چي په کائناتو کي د مادي او ضد مادې ( انتي مادي ) تر منځ د نامتناظروالي موندلو مسئله د هستوي فزیک تر ټولو پیچلی خبره ده او لا تر اوسه حل سوی نده . دبل لوري ددغه ډول نامتناظروالي د شتون سره د کائناتو شتون تړلي دي . زه د ځمکي پوهني د یوه شاګرد په توګه ډاډمن یم که د انسان ناولي لاسونه د اټم نه لیري سي ، دا کائنات به د نورو ډیرو میلیونونو کلونو د پاره شتون ولري او د لمر وړانګي به یې بسنه وکړي ، انسانان به زموږ د ځمکي په کُره ( انسانستان ) کي د مادي او معنوی شتمنیو څخه برخمن وي . ددې ډاډ لامل مي دادی چی د نامتناظروالی نه شتون به د کاهیناتو شتون له منځه نه وړي . داځکه چي دغه نامتناظروالی حتماً په یوه ډول شتون لري ، خو دبشر نننی پرمختګ او د تکنالوژۍ اوسنۍ وده لا تر هغه ځایه نده رسیدلي چي ددغه نامتناظروالي شتون پيدا او تر لاسه کړي .

د با امنه او بسیا کائناتو په لور !

ډنمارک ــ ۱۳ / ۱۱ / ۲۰۱۷

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Donnerstag, 16. November 2017 20:43)

    د پوهنمل صاحب څخه په مننه او بخښنه به زه هم یو څه ورسره ورزیات کړم او هغه داچه:
    که همدغه ۶۵۰۰ علما چه د فرانسی د پولی سره نزدی د کایناتو په منځه تللو څیړنی او ارزونی کوی او یا د نړی په نورو سیمو کی چه په دی اړه څوک څیړنی کوی او له څو پيړیو ایله دی نتیچی ته ورسیدل چه دا کاینات پناه کیدونکی یا ورکیدونکی دی ، دا خبره اسلام ۱۴۰۰ کال دمخه په ډیرو صریحو ټکو او تکراری تکراری کړی ده چه [[ غیر له یو الله ج نور هر څه یعنی ټول کاینات ختمیدونکی دی ]] .
    که یی د اسلام او مسلمانانو سره یی کرکه نه لرلی دغه څو پیړی څیړنو منزل به یی لنډ شوی وی او ممکن تر دی نوری زیاتی ګټوری څیړنی یا د طبیعت د مهربانی او پراخی لمنی به یی نوری ګټوری لاسته راوړنی ترلاسه کړی وی .
    برخلاف دوی خپلو کی سره هم یوه خوله نه دی کمونستان په نظری او کاپیتالیستان په عملی بڼه کی په دی عقیده دی [[ چه ماده په جامد، مایع او ګازاتو بدلیږی مګر له منځه نه ځی یعنی کاینات له منځه نه ځی ]] ځکه اقتصاد د ټولنو زیربنا او نور هر نور څه ( حتی خدای او ادیان ) روبنا ګڼی مګر بله ډله یی اوس په دی قانع شوه چه ماده له منځه تلونکی ده.
    زمونږ ځينی مستشرقین یعنی هغوی چه د لویدیزو حریصو او استثمارګرو یهودانو د شیطانی وسوسو د اثراتو او اغیزو لاندی دی د اسلامی حقایق هله منی چه د لویدیز علما او ساینس دانان یا فیلوسوفان یی تایید کړی ښه مثال یی همدغه د کایناتو له منځه تلل دی چه په اروپا کی اوس ثابت شوی او ۱۴۰۰ کاله دمخه د اسلام قران او الهی وینا ورته د منلو وړ نه وه ،
    یادونه : زه اوس هم له هغو یهودی او صلیبی علماوو مننه کوم او دعا کوم چه زمونږ مستشرقین خو به اوس مسلمانان شی ، په الله ج او د هغه ذات په قرانی لارښودنو او ارشاداتو به باور وکړی چه اوس یی له صلیبی او یهودی پیغمبرانو واوریدله چه کاینات ( چه انسانان هم پکی راځی ) بلاخره له منځه تلونکی دی بیا هم مبارکی ورته وایم که له دشمنه هم حق تر لاسه کړی بده نه ده وایی ماهی چه هر وخت له اوبو ونیسی تازه دی مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder