06.11.2016 (16.08.1395)

ایا رشتیا هم روڼ آندي ارتجاعي خاصیت لري؟

انجنیرسیدعبدالقادر

انسان دزیږندي دورځي نه د مختلیفو داسي خاصیتونو څښتن وی چه دیوې کورني د ماشوم ځانګړتیاوي دهم دې کورنۍ  په بل ماشوم کی نه لیدل کیږي، چه داهم دالهی قدرتونو څخه یوقدرت دي ۰،نود هر انسان دژوندانه په سیر کي تعلیم اوتربیه دټولنی اقتصادي جوړښت ،مسلط حاکمیت او دچاپیر یال سیاسي،کلتوري جوړښتونه هغه څه دي چه د انسانانو تفکر ترخپل تآثیر لاندی راولي،ولی ددې تآثیر کچه دانسان د طبعي جوړښت له کبله پرټو لو باندي يوشان نه وي ۰

نیژدې څو لسیزی وړاندي په کتابونو کي مو لوستی اواوریدلي مو وه، چه روڼ آندي دنورو خاصیتونو ترڅنګ ارتجاعي خصلت هم لري۰سم نه پوهیدلو چه دانو څه معنا ،ځکه په عمل کي مو نه وه لیدلي ،چه ددوي ارتجاعی خصلت راته ښکاره سي۰ځکه روڼ آندي هغه کسان وه چه اکثریت یی دلوړی مسلکي پوهي څښتنان اوپه افغان نیمه فودالی ټولنه کي دولس په منځ کي یی ځانګړي ځاي درلودلي او دهغوي څخه به یی  پوښتني اومعلوماتونه هم کول ۰ولسی خلګوبه ددوی خبري  په ښه غوږ اوردیلي،دا روڼ آندي دولس بېوسۍ چه دټولني دوروسته پاته والي يوه ښکاره بیلګه وه ،سخت تر تآثیر لاندی راوستلي وه،دوي به خپل ژوند دولس په ښه ژوند کي لیدي،اوپه دې اړوند به یی د ولس په منځ کي دهغوی دویښتوب دپاره کارکاوه۰په مجموع کي  داروڼ اندو دنړي دازادی بخښونکي نهضوتونو پلوي هم کول۰

 متآسفانه دیوې نیمی لسیزي په  درشل کي دغرب استعماري واکمنو دخپلو استعماری تجربوله مخی چه  دروڼ اندو په خصلت کی یی درلودلي په دې باندي پوهیدل ، چه کولایسی  ددالرو په ازاد بازار کی په ډیره اساني دنورو روڼ آندو ترڅنګ یو شمیر داسی روڼ اندی هم رانیسی چه یو وخت یی دچپي ایدیالوژي پلوي کول۰ ددې ازاد بازار په پایله کي دروڼ آندو لوی کاروان دلاسپوڅوپه څیر دبهرنیانو ږغ ته سترګی په لاره سول ۰ولس یی هیر او داځل یی خپل  ژوند  دپردو په چوپړ کي ولیدي ۰ استعماری نړي په تیرو دولسیزو کي دګواتانامو،ابو غریب ،بګرام اوکندهار کي داسي زندانونه جوړ،چه وروسته دشکنجوانځورونه  دباندی راووتل ۰ دا وحشي کړونو دهغو روڼ آندو دلاسونو څخه هم قلمونه وغورزول ،کوم چه داستعمار سره دنورو په څیر هم ږغي  سوي نه وه ۰دوی  ولیدل چه ودې زندانونو ته داسي ډیرکسان  هم ننه ایستل سوی دي ،چه دځینو جرم به یوازی بیګناهی وه ۰ د دې وحشت  نه ډکي  دالړي  یوشمیر افغان  روڼ اندي ودې ته وهڅول چه خپل سیاسی فعالیتنونه دپردو پلاس جوړسوي اساسي قانون لاندی،شروع کړي،چه داهم اصلي هدف داشغال ګرو اولاسپوڅووو۰ ځکه نو اوس مهال  اکثریت افغان روڼ اندي داسي لیکنی کوی ،چه دبهرنیانو او لاسپوڅی حاکمیت سره باید په ټکرکی رانه سي ۰ځکه نو

 داروڼ آندي داسد ۲۸ مه یعني دازادی ورځ ، په ډیرو نارو اولیکونو نمانځي،ولی داکتبر داومي  د امریکایی یرغل د ورځي په اړوند کوردننه اوبهر کي ټوله چپتیا اختیاره وي اوقلومونه په جېبونو کي پتوي ،حتا په دې اړوند دنوروپر لیکنو باندي  هم نه یوازی  نظر نه وړاندی کوی حتا دلایک څخه هم ځانونه ګوښه کوي،چه مبادا  دروازه می څوک ونه ټکوي ۰ 

    سیاسي ګوندونو چه هم په اګا هانه اوغیری اګاهانه توګه په دې بازار کي ځانونه ښکاره کړل ،وي نه کړای سواي چه دارګ دغوښتونو پرته ولس ته حتا د معنوي پلوه هم څه ورکړي،داځکه چه دوی دهغه اساسي قانون لاندي سیاسی ژوند شروع او را مخته سول ،کوم چه دبهرنیو او لاسپوڅي رژیم ګټي پکښې منعکس کیدلي ۰ ځکه نودوی ونه کړایسوای چه دګوند درسمیت په دې لسیزه کی دیوه ملي دریځ څښتنان اوولس اعتماد پروکړي« قانون ديوې ټولنی دقواوو دتناسب انعکاس دي »۰داسیاسي ګوندونه ددې پرځاي چه دالویی سیاسي تیر وتنی ته ځانونه متوجه کړي ،اوپرخپلو کړونو باندی بیا کتنه وکړي اودګونددا لاره بدله اوسمه لاره ونیسي،ډیر کادرونه یی داسي دلاسه ورکړل چه ظاهرآددوي سره ملګري  ولی عملآ دلاسپوڅي رژیم سره  یی نه یوازي  ګټي نغښتي بلکه درژیم دبقا دپاره یی عملآ لاسونه راپورتهکړي اوټول ګوندیی دحاکمیت په  چوپړ کي درولی دي ۰ عملآ  داسي معلومیږي چه داګوندونه دیوشمیر کسانو د شخصي ګتو اوپردو ښکار سو ي دي ۰په حقیقت کي دسیاسي ګوندونو داسیاست نه یوازی دولس دجلېدو  سبب ونه ګرځیدی بلکه لوی شمیر  پاک کادرونه یی هم متآثیره اوبې انرژي کړي  دي۰ په دې یو لسیزه کي  دسیاسی ګوندونو مشرتابه  ونه کړایسواي چه ګوند ته دیوه سیاسی ژوندي پدیدی په توګه څه ورکړی ،چه هغه دګوند دپرمختګ اوبقا سبب وګرځي، دا ځکه چه لاسونه یی دارګ په ځینځیرونو باندی تړل سوي دي۰

 دپورتنیوڅرګندونوڅخه داسي معلومیږي چه پر روڼ آندو باندي څنګه ارتجاعي خصلت غلبه پیداکوي او خپله مخکني  پاکه عقیده اواراده په ازاد  بازار کي وپلورولو ته وړاندي کوي ۰که دداسي سیاسی ګوندونو صفوف ودې لوېې تیروتنی ته ځانګړي توجه ونه کړي ،دنه تلافی کیدونکوکړونو سره به داګوندونه مخامخ سي،چه بیا به نو صفوفو ته بیله ارمان کولو بل څه پاته  نه وي۰ تمت بالخیر

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder