18.04.2021 (29.01.1400)

ایا افغانستان کي شل کاله جګړه په دومره قربانیانو ارزید؟

امریکايي او بریتانوي ځواکونه له شل کلن حضور وروسته له افغانستان وځي. د امریکا ولسمشر جو بایډن روانه میاشت اعلان وکړ چې افغانستان کې به خپل ۲۵۰۰ تر ۳۵۰۰ زره پاتې ځواکونه د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې وباسي. بریتانیا هم چې اوس یې افغانستان کې ۷۵۰ سرتېري پاتې دي، همدا لار تعقیبوي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره اعلان شوې نېټه د پام وړ ده. له دغه تاریخه پوره شل کاله وړاندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه القاعده شبکې امریکا کې بریدونه وکړل چې د امریکا او متحدانو پښه یې افغانستان ته راکښله.

د امریکا د یرغل پایله کې د طالبانو واکمني نسکوره شوه او القاعده یې هم په لنډمهاله توګه له دغه هېواد و ایستله.

افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي حضور او امنیتي ښکېلتیا د سر او مال درنه بیه درلوده. په دې موده کې افغانستان کې له ۲۳۰۰ ډېر امریکايي سرتېري وژل شوي او تر ۲۰ زرو ډېر نور ټپی شوي دي. دا راز ۴۵۰ بریتانوي سرتېري هم افغانستان کې مړه او سلګونه نور ټپي شول.

خو تر ټولو ډېر زیان پخپله افغانانو ګاللی. پر افغانستان د امریکا له یرغل راهیسې تر ۶۰ زرو ډېر افغان امنیتي پرسونل او د همدې شمېر نږدې دوه برابره ملکي افغانان وژل شوي دي.

د امریکا لپاره د دې جګړې مالي لګښت نږدې یو ټریلیون ډالر اټکل شوی.

اوس دغو ځاني او مالي لګښتونو ته په کتو د دې پوښتنې وخت را رسېدلی چې ایا دا جګړه په دومره لګښت او قربانیو ارزېدله؟

و ځواب یې دې کې نغښتی چې تاسې یې له خپل نظره څرنګه ارزوئ.

راځئ یوه شېبه تم شو او پر دې فکر وکړو چې لویدیځ ځواکونه اصلآ د څه لپاره افغانستان ته ولاړل او څه یې غوښتل چې ویې کړي.

د القاعده په نوم ترهګر اعلان شوي سازمان چې مشري یې د دې ډلې کارېزماتیک مشر اسامه بن لادن کوله، له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱پورې د پینځو کلونو موده کې افغانستان کې ځان ته خوندي ځای برابر کړ.

دې ډلې افغانستان کې د ترهکرو رونیز مرکزونه پرانیستل چې د نړۍ له لروبر څخه شاوخوا ۲۰ زره رضاکار توندلاري جنګیالي ورته د روزنې لپاره جلب شول.

القاعدې دا راز پر سپیو باندې د زهرجنو کیمیاوي ګازونو تجربې هم پیل کړې. دې ډلې په ۱۹۹۸ کال کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو هممهاله بریدونه وکړل او ۲۲۴ کسان یې ووژل چې ډېر یې افریقايي وګړي وو.

القاعدې په افغانستان کې پرانیستی لاس فعالیت کاوه ځکه د طالبانو د حکومت له خوندیتوبه برخمنه وه. طالبان د شوروي اتحاد د سرو لښکرو تر وتلو او افغانستان کې د ویجاړونکې کورنۍ جګړې وروسته په ۱۹۹۶ کال واک ته رسېدلي وو.

امریکا هڅه وکړه چې طالبان د دوی د دودیز ملګري سعودي عربستان په وسیله د القاعدې شړلو ته قانع کړي، خو دوی انکار وکړ. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته نړیوالې ټولنې یو ځل بیا له طالبانو وغوښل چې د دغو بریدونو مسئول کسان ور وسپاري، خو طالبانو بیا هم انکار وکړ.

امریکايي او بریتانوي ځواکونو تر دې وروسته د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوونکي شمال اېتلاف ته د ملاتړ او همکارۍ لاس وغځاوه او دغو ځواکونو د کابل پر لور پرمختګ پیل کړ.

پایله کې طالبان له واکه ګوښه او القاعده شبکه تر کرښې هاخوا پاکستان ته وتښتېده.

جګپوړو امنیتي سرچینو روانه اوونۍ بي بي سي ته وویل چې القاعده شبکې تر هغې را وروسته له افغانستان یو نړیوال ترهګریز برید هم نه دي پلان کړی.

نو اوس که د نړیوالې ترهګرۍ د مخنیوي اهدافو ته راشو، لویدیځ ځواکونه او د هغوي پوځي حضور د دغه هدف ترلاسه کولو کې بریالي شوي دي.

خو که دې جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته پر اوښتو او لا اوښتونکو پراخو زیانونه سترګې پټېږي، نو دا به یوه په بشپړ ډول خامه محاسبه وي.

شل کاله اوړي خو دغه هېواد لا هم سوله نه ده لیدلې. د وسله وال تاوتریخوالي د عمل ډلې څېړنې ښيي چې په ۲۰۲۰ کال د نړۍ تر بل هر هېواد د افغانستان ډېر وګړي په چاودنو کې وژل شوي دي.

القاعده، اسلامي دولت (داعش) او نورې وسله والې ډلې له منځه نه دي تللې، لا خوځښتونه لري او له شک پرته چې د پاتې بهرنو ځواکونو کوچېدل به یې لا وهڅوي.

زما یادېږي چې د بي بي سي یوه باتجربه همکار فېل ګوډوېن په ۲۰۰۳ کال د پکتیکا ولایت په یوه لرې پرته سیمه کې د امریکايي ځواکونو د یوې اډې د جوړېدو پر مهال د اېتلافي ځواکونو د حضور د پایلې او میراث په اړه شک څرګند کړ.

ښاغلي ګوډوین هغه مهال ویلي و "طالبان به شلو کلونو کې دننه بېرته د سویل پر پراخو برخو کنټرول ولري."

داسې ښکاري چې طالبان به د دوحې له خبرو او د جګړې ډګر کې له پرمختګونو وروسته اوس د افغانستان د راتلونکې په اړه پرېکړه کې ټاکونکی رول ولري.

خو د بریتانیا د پوځ لوی درستیز جنرال سر نیک کارتر چې افغانستان کې یې څو دورې دنده ترسره کړې، وايي "نړیوالې ټولنې یوه مدني ټولنه رامنځ ته کړې چې د طالبانو د وګړنیز مشروعیت محاسبه یې بدله کړې ده."

نوموړی زیاتوي: "دا هېواد اوس د ۲۰۰۱ کال پرتله ښه دریځ کې دی او طالبان هم تر پخوا ډېر روڼ اندي شوي دي."

خو له اسیا ارام سمندر بنسټ څخه ډاکتر ساجان ګوهېل بیا یو څه بدبینانه لیدلوری لري. نوموړی وايي: "رښتینې اندېښنه موجوده ده چې افغانستان یو ځل بیا د ۱۹۹۰یمې لسیزې په څېر د بنسټپالنې د روزنې په مرکز واوړي."

دا هغه اندېښنه ده چې ګڼو لویدیځو استخباراتي ادارو هم شریکه کړې ده.

ډاکتر ګوهېل وړاندوینه کوي چې :" افغانستان ته به له اروپا د ترهګریزې روزنې لپاره د بهرنیو جنګیالیو د ورتګ نوې څپه پیل شي. خو لویدیځ به یې پر وړاندې هېڅ هم نشي کولی، ځکه وار له مخه به یې افغانستان په بشپړ ډول پرېښی وي."

دا کار ښايي په بشپړ ډول حتمي هم نه وي. دا په دوو عواملو پورې تړلی: لومړی دا چې ایا فاتح طالبان به القاعده او داعش ته تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د فعالیت اجازه ورکړي؟ دوېیم دا چې نړیواله ټولنه به داسې مهال کې چې دغه هېواد کې سرچینې و نه لري، د دوی پر وړاندې د مقابلې لپاره څومره چمتووالی لري.

د همدې لپاره د افغانستان راتلونکی امنیتي تصویر یو څه خړ او مبهم دی.

دا هېواد چې لویدیځ ځواکونه ترې راتلونکی اوړی په بشپړ ډول وځي، لا د امنیت له خوندیتوبه لرې دی.

ډېرو کمو کسانو ښايي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له یوولسمې وروسته دا وړاندوینه کوله چې دغه ځواکونه به تر دوو لسیزو افغانستان کې پاتې کېږي.

کله چې دې موده کې افغانستان ته خپلو ګڼو بېلابېلو ژورنالیستکي سفرونو او هلته له امریکايي، بریتانوي او د متحدو عرب اماراتو ځواکونو سره بوختیاوو ته ګورم، نو تر ټولو ډېر یوه خاطره سترګو ته راته درېږي.

د پاکستان له پولې شاخوا ۶ کیلومتره واټن کې د امریکايي ځواکونو په یوه پوځي اډه کې چې خټین دیوالونه ترې راتاو وو، له ستورو تر ډک اسمان لاندې د مهماتو پر صندوقونو ناست وو.

ټولو د جرمني له رامسټین څخه د سرې غوښې په را راسېدلو بوټیو مېله جوړه کړې وه او طالبانو لا پر دې اډه د توغندیو برید نه و پیل کړی.

یوه ۱۹ کلن سرتېري چې له نیویارک ایالت څخه وو راته دا کیسه وکړه چې څنګه یې دې ځای کې یو شمېر ملګري له لاسه ورکړي دي. نوموړی وویل: "که دا ځل زما وار و، زما وار به وي. ''

بیا یو چا ګیتار را واخیست او راډیوهیډ 'کریپ' سندره یې زمزمه کړه. دا سندره په دغو ټکو پای ته ورسېده: "زه دلته څه بد کوم؟ زه د دې ځای اړوند نه یم."

زما یادېږي چې هغه مهال مې په همدې تړاو فکر کاوه چې: نه، احتمالآ موږ د دې ځای اړوند نه یو.

راپور: بی بی سی

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind