06.11.2016 (16.08.1395)

اوغان؟  -  یوه تحقیقاتي څیړنه -

عبدالباري جهاني

      د افغان کلمې، قبایلو او تاریخ  په باره کي کافي تحقیقات سوي او حتی کتابونه ورباندي لیکل سوي دي. خو د اوغان او اوغانیانو په باره کی، چي په ایران کی یی د څوارلسمی او پنځه لسمي میلادي پیړیو په کلونو کی ، د مظفریه خاندان د قدرت او جنګونو په شپو ورځو کی هغوی ته مځکه سره تبی کړې وه، یا چنداني تحقیقات نه دي سوي، یا د نشت په شمار دي او یا داسي لنډه څیړنه ورباندي سوې ده چی سړي ته نور سوالونه هم ورپیدا کوي او حتی لار ورڅخه ورکوي.

     تقریبا ټول هغه تاریخی کتابونه چی په څوارلسمه او پنځه لسمه پیړۍ کی په ایران کی د مظفریه خاندان د قدرت، د هغوی د کورنیو جنګونو او فتوحاتو په باره کی موږ ته معلومات راکوي، په هغه زمانه کی د اوغان او جرما قبایل مغولان بولي. دا تاریخونه ، زیاتره د تاریخ آل مظفر په پیروی، وایی چی اوغاني او جرمایی قبایل، د ایران د ځینو مغولي سردارانو په غوښتنه او د چنګیزی سلطانانو په امر، د کرمان او شاوخوا سیمو د ساتني لپاره هلته واچول سول او وروسته یی په لږه موده کی ډیر قدرت وموند

       په کال ۷۳۶ هجري قمري کی  د ابوسعید بهادر خان له وفات سره سم په ایران کی د هلاکو خان د اولاد، ایلخانیانو، قدرت پای ته ورسیدی او د ایلخانیانو په ټول قلمرو کی، چی ایران، آذربایجان، او د افغانستان او عراق ډیری سیمی پکښی شاملي وې، ملوک الطوایفی پیل سوه . د ایلخانیانو قلمرو د قدرت د خاوندانو ترمنځ وویشل سو او خونړي او تباه کونکي جنګونه پیل سول. په هغو کورنیو کی چی په ایران کی د قدرت د نیولو لپاره جنګیږي، یوه د آل مظفر کورنی ده چی تقریبا شپیته کاله یی هم په خپلو کی جنګونه سره وکړل او هم یی د نورو وړو او لویو پاچاهانو سره جنګونه وکړل او د ایلخانیانو په ټول پخواني قلمرو کی یی ناتار جوړ کړی وو. ګوډ تیمور د اتمي هجري قمري پیړی په پای کی د دغي کورنۍ د ټولو لویانو او ماشومانو په وژلو سره د دې کورنی سلسلې او وجود ته خاتمه ورکړه.

     یو له هغو کتابونو څخه چی د اوغانیانو زیاته یادونه یی کړې ده، د محمود کُتبي تاریخ آل مظفر دی، چی په ایران کی د مظفریانو د کورنۍ د سقوط او د مغول تیمور د عروج په کلونو کی لیکل سوی او پخپله لیکوال د ډیرو زیاتو پیښو شاهد دی. ما، له بده مرغه، په دې باره کی د نورو افغان لیکوالانو لیکني نه دي لوستي او یوازي مي د مرحوم تږي صاحب، د پښتانه په نوم مغتنم تحقیقاتی کتاب کی، تبصرې لوستي دي. ما له مرحوم تږي صاحب سره هم د کتاب له چاپیدلو څخه مخکی بحثونه کړي دي او هم، په دې موضوع کی، اوس د هغوی نظر د تأمل وړ بولم .

مرحوم تږی صاحب د مورخینو دا خبره نه مني چی وایی اوغانیان او جرماییان د مغولو له قبایلو څخه وه او د مغولو په رسم یی بت پرستي کوله. دی وایی کیدلای سي چی مغولو افسرانو او مشرانو هغوی په خپلو لښکرو کی استخدام کړي او جنګولي وي.
 
۱ -  تاریخ آل مظفر موږ ته وایی چی اوغانیانو جالغ درلود او د مغولو په رسم یی د هغه عبادت کاوه او د هغو بتانو په نوم یی قربانی کولې. امیر مبارزالدین له علماوو څخه د هغوی د تکفیر فتوا واخیستله او له هغوی سره جنګ یی غزا وبلله، ځکه نو هغه ته غازي شاه ویل کیږی.
 
۲ -  او ډاکټر قاسم غني خو د جامع التواریخ حسني په حواله لیکی چی داسي کسان ډیر وه چی د قرآن مجید د تلاوت په وخت کی به یی یوه ډله اوغانیان را حاضر کړل. په خپلو لاسونو به یی هغوی ووژل، لاسونه به یی پریولل او بیرته به په تلاوت مشغول سول. شاه شجاع له خپل پلار( امیرمبارزالدین) څخه سوال وکړ چی تا به زر تنه وژلي وي هغه ورته وویل چی ۷۸۰ تنه مي وژلي دي.
 
۳ - خواند امیر هم لیکی چی د ارغون خان د پاچهی په زمانه کی جرمایی او اوغاني هزاره، چی د مغولو له اقوامو څخه شمیرل کیدل، د جلال الدین سیورغتمیش قراختایی په غوښتنه د کرمان د ساتني لپاره راغلي وه او د هغه ولایت په شاوخوا کی یی استوګنه غوره کړې وه او کله چی امیر محمد مظفر کرمان ونیوی  نو له دوی سره یی  د دوستی لاره ونیوله. مګر هغه قوم چی تر دغه وخته پوری یی د بت عبادت کاوه نو د خپلی ذاتی دښمنی په وجه یی هر وخت بغاتونه او ښورښونه کول او د مسلمانانو مالونه به یی لوټل او جناب مبارزي به هغوی د توري په زور کرارول.

       ۴ -  د مرحوم تږي صاحب دا خبره پر ځای ده چی افغانان د مغولو په لښکرو کی جنګیدلي دي او وایی د دې معنی دا نه ده چی هغوی به مغول وه. خو افغانان هم د هند د ترکانو او هم د مغولو په لښکرو کی جنګیدلي دي، مګر هغوی خپل پښتانه جنرالان او قومی مشران درلودل. سلطان بهلول لودي، شیرشاه سوري، خان جهان لودي، محمد خان بنګښ، حافظ رحمت خان او نور لوی لوی قوماندانان او سپه سالاران په یو وخت کی پوځی مشران او بیا وروسته یا پخپله پاچاهان سوي او یا مستقل سوي دي. خو داسي چنداني نه ده پیښه سوې چی د افغانانو د پوځ او پوځی ډلګیو ټول مشرتوب دي هم د نورو قومونو افراد وکړي او د جنګونو او نورو تاریخي پیښو په ترڅ کي د یکی یوه افغان مشر نوم قدر هم یاد نه سي. موږ ګورو چی د اوغان او جرما د لښکرو قومانداني ټوله د مغولانو او تاتارانو په لاس کی ده. موږ په تاریخ آل مظفر کی ځای په ځای د امیر سیورغتمش افغانی له نوم سره مخامخ کیږو او دغه راز ګورو چی شیخ علی اولاغ، تقطای او علی ملک د هغوی د لښکرو او  جنګی عملیاتو مشري پر غاړه لري.
 ۵ -  محمود کتبي د امیر سیورغتمیش اوغاني په باره کی بل ځای لیکی چی کله سلطان زین العابدین د شاه یحیی سره( د مظفریه خاندان د پاچا شاه شجاع وراره او زوم وو) د سولي له کارونو نه فارغ سو نو امیر سیورغتمیش یی، چی د شاه شجاع په زندان کی وو، خوشي کړ او هزاره ته یی واستاوه. په دغه وخت کی امیر تاکور اوغاني هم بندي وو او د اوغانانو مشران په ډیر بد حالت کی ول. کله چی امیر سیورغتمش ګرمسیر ته راغی نو اوغانان ورسره یو ځای سول. 

۶ -  مشهور مورخ، میرخوند، هم اوغانان او جرمایان مغول بولي او په کرمان کی د هغوی د تاریخچې په باره کی لیکی چی سلطان جلال الدین سیورغتمش د مغولو د سلطان له نیکیو څخه خوشاله سو او د خپلی میرمني کردوچین سره کرمان ته روان سو. کردوچین، ډیره اعلی نسبه وه، او د مور او پلار له طرفه د لویو پاچاهانو له نسله وه، په پاکی او ښایست مشهوره او ډیر مسجدونه او مدرسې یی ابادي کړي دي، د خپل میړه سیورغتمیش او د مغولو له یو شمیر ایله جاري او پوځیانو سره ، چی په اوغان او جُرمه مشهور دي، کرمان ته ولاړه. او دې طایفې په کرمان کی ډیر لوی فسادونه جوړ کړل.
 
۷ -  البته میرخوند داسی مورخ نه دی چی د اوغان او افغان توپیر نه سي کولای او په خپل تاریخ کی یی، د سبکتګین او سلطان محمود د پاچهیو په وختونو کی ځای په ځای د افغان،خلج او ترکانو لښکرو ته اشارې کړي دي .

مرحوم تږی صاحب یو بل ځای د عبدالرزاق سمرقندي په حواله لیکی چی شاه شجاع وروسته د کرمان له مهماتو نه د ګرمسیر افغانانو ته متوجه شو. او څرنګه چی د ګرمسیر ولایت ډیر آباد وو، پادشاه حکم وکړ چی باید افغانان منظمه مالیه ورکړي، که نه وي نو هر کال به زر میړونه یرغل پرې کوي. افغانانو د څه تخفیف غوښتنه وکړه مګر ونه منل شوه او داسی فیصله وشوه چی باید هر کال د خراج په ډول مالیه ورکړي.

     ۸ -  البته لومړی خو عبدالرزاق سمرقندي له دغه څخه مخکی اوغاني او جُرمایی لښکر ترکان بولي، چی د ارغون خان په زمانه کی د جلال الدین سطلان سیورغتمیش په غوښتنه، د کرمان د ساتلو لپاره ټاکل سوي دي.
 ۹ -   او وروسته د اوغان او جُرما پر ځای یوازي افغانان لیکی خو دا خبره مو باید په یاد وي چی وروسته له هغه چی شاه شجاع په کرمان کی د افغانانو لښکرو ته ماته ورکوي او د هغوی مشر دولتشاهو وژني او ډیری زیاتی خزانې او جنګي میړونه یی لاسته ورځی نو پر افغانانو باندي خراج مقرروي او هغوی مجبوروي چی هر کال باید درې زره سپاره د شاه شجاع پوځ ته واستوي.
 
۱۰ -   البته خراج هغه مالیه ده چی، زیاتره، یوازي له کفارو څخه اخیستل کیږی.
۱۱-   خو موږ په اتمه هجري پیړی کی د نړۍ په هیڅ ګوټ کی بت پرست افغانان، او هغه هم په دونه زیات شمیر افغانان چی د شاه شجاع لښکرو ته په کال کی درې زره سپاره ولیږلای سي، نه سو میندلای .

      موږ ګورو چی د آل مظفر له کورنۍ، په تیره بیا شاه شجاع، سره د اوغانانو د جنګونو په وخت کی د هغوی زیاتره مشران اسلامی نومونه لري. او د شاه شجاع سره په ډیرو زیاتو جنګونو کی د اوغان او جرما د لښکرو مشري د غیاث الدین سورغمش پر غاړه ده ، چی پخپله د شاه شجاع اخښی یعنی د میرمنی ورور دی. نو سړي ته دا خبره، یو څه، مشکوکه ښکاره سي چی اوغان او جرما قبایلو به بت پرستي کوله. خو کله چی په دې موضوع کی د ټولو تاریخی متونو اتفاق ویني نو بیا یی د ردولو لپاره دلیل نه لري .

        دا خو لا ممکنه ده چی د اوغانانو ټول مشران او قوماندانان دي اسلامی نومونه ولري او اوغانیانو او جرمایانو دي په جنګونو کی د ماتي له خوړلو څخه وروسته، پرته له دې چی، د خپلو قوماندانانو او مشرانو په څیر، ایمان راوړي او مسلمانان سي، د مسلمانو پاچاهانو سره بیرته سوله کړې وي. خو سړي ته دا سوال پیدا کیږی چی هغه اوغان او جرما چي د کرمان په شاوخوا سیمو کی یی تر سلو کالو زیات ژوند کړی ، د لویو فاتحینو سره یی جنګونه او  ایتلافونه کړي او یو وخت یی شمیر دونه زیات سوی دی چی د امیر مبارزالدین په څیر یوه لوی او جنګي سلطان ته یی ماته ورکړي او حتی د جنګ له میدانه څخه یی زخمي لیږلی دی.
 
۱۲ -   څرنګه په هغه سیمه کی د مظفریه خاندان له سقوط او د هغوی تر خپلو منځونو او نورو قومونو او سپه سالارانو سره د جنګونو تر ختمیدلو وروسته د دوی پته هم ورکیږی او بیا یی څوک په هیڅ میدان کی نوم نه اخلي. ځکه چی په دومره زیات شمیر یوه قوم د سمدستي ورکیدلو او یا، په نسبتا ډیره لنډه زمانه کی، په نورو ګاونډیو قومونوکی د منحلیدلو چنداني احتمال نه لیده کیږی.  د آل مظفر د کورنی د سقوط، او د ګوډ تیمور په لاس د هغوی د عامي وژني څخه وروسته، تاریخی پیښو او جنګونو کی، هیڅ تاریخی متن په کرمان او د کرمان په شاوخوا کی د اوغان او جُرما د جنګی قومونو نوم نه دی اخیستی. دغه راز هیڅ تاریخی متن موږ ته له هغی سیمی څخه د دې قومونو د لیږدیدلو، او یا د هغوی په باب نورو پيښو، په باره کی اطلاع نه راکوي .

      یوه بله موضوع چی باید توجه ورته وکړو هغه د کال ۱۷۱۹ څخه د ۱۷۲۲ تر پیل پوري د کرمان پر ښار باندی د هوتک شاه محمود د حملو، د ښار په دننه کی د هغه د عملیاتو او په دوهم ځل د هغه ښار د محاصرې په وخت کی د افغانانو څرک دی. په دغه وخت کی باید په کرمان کی د افغانانو د لومړي ځای پر ځای کیدلو څخه زیات و کم څلورپیړی تیري سوي او په کرمان او د هغه په شاوخوا کی د هغوی شمیر باید، که میلیون نه وي، سل هاو زرو ته رسیدلی وي، خو موږ په هیڅ تاریخی متن کی د هغوی څرک نه وینو. په داسي حال کی چی که په دې ښار کی افغانان موجود وای نو د محمود افغان د حملو په اړه یی باید هرو مرو یادونه سوې وای او د اصفهان په نیولو کی یی باید ډیره لویه مرسته ورسره کړې وای. ځکه نو موږ ویلای سو چی په کرمان او د هغه ښار په شاوخوا کی اوغان او جُرما قبایل، که نور هر څوک وي، افغانان نه سي ګڼل کیدلای .

     کله چی ګوډ تیمور د ایران اکثر ښارونه لاندي کړل او د مظفریه خاندان ټول شهزاده ګان او امیران یی تر تیغ تیرکړل
 
۱۳ -   نو د هرات  او سیستان پر لور روان سو او د دې سیمو له فتح کولو څخه وروسته یی د هند د نیولو عزم وکړ. د سلیمان د غرو په لمنو کی، چی د افغانانو ډیر پخوانی ټاټوبی دی، د هغوی له مقاومت سره مخامخ سو. تیمور د سلیمان د غره پر اوسیدونکو اوغانیانو باندي حملې وکړې، د سیند له رود څخه تیر سو، د اوچه ښار یی په جنګ ونیوی او له هغه ځایه ملتان ته ورسیدی.۱۴ شرف الدین یزدي د دغی سیمی اوسیدونکو افغانانو ته هم اوغانیان وایی، خو دا هغه اوغانیان نه دي چی څه باندي یوه پیړی یی د کرمان په شاوخوا کی جنګونه کول، او تراوسه پوري یی بیا چاته درک معلوم سوی نه دی. بلکه دا هغه پښتانه دي چی مولنا شرف الدین یزدي او د هغه وخت نور لیکوالان یی د تاریخ آل مظفر او یا ښایی د مغولو اوغانیانو او جُرماییانو په باره کی د ځینو فرمانونو او رسمی لیکونو په پیروي  دغه افغانان هم اوغانیان بولي او د هغه وخت له زیاترو مورخینو څخه یی توپیر ورک دی .

      د شرف الدین یزدي له متن څخه په څرګنده ښکاري چی هغه اوغانیان چی دی اشاره ورته کوي له هغو اوغانیانو سره چی په تاریخ آل مظفر کی راغلي دي بشپړ توپیر لري. ځکه چی هیڅ تاریخی متن دغو اوغانانو ته د مغولو په سترګه نه ګوري او د بلي خوا تر نن ورځی پوري په هغو سیمو کی اوسیږی چی  څو پیړۍ مخکي تاریخی متونو د دوی ټاټوبی بللی دی. ظفرنامه او د طفرنامې څخه مخکی لیکل سوي متون د هغو افغاني قبیلو نومونه یادوی چی اوس هم په همدغو سیمو کی هستوګنه لري. د دې اوغانانو لږترلږه یوه برخه د ګوډ تیمور اطاعت کوی. د مثال په ډول د لشکرشاه اوغاني ورور ملک محمد په غزني کی د تیمور دربارته ورځي او هغه ته شکایت کوي چی د کرکس د قبیلې مشر موسی اوغاني۱۵ زما ورور، چی ستاسی له بندګانو څخه وو، وژلی دی. د ایریاب قلا یی خرابه کړې، زموږ مالونه یی لوټلي او زموږ جایدادونه یی غصب کړي دي.

     ۱۶ -  په ظفرنامه کی د پرنیاني په نوم یوې بلي پښتني قبیلې سره هم مخامخ کیږو، چی ښایی د پارني قبیله به وي. راورټی د بلوچستان او افغانستان په باب خپلو یاداشتونو کی اشاره ورته کړې ده او وایی چی یو وخت یی شمیر ډیر زیات وو.
۱۷ -  ګوډ تیمور ته خپل لوی افسران رپوټ ورکوی چی د اوغانیانو د پرنیاني قبیلې پښې له خپلي کمبلي اوږدې  کړي دي او لښکر یی نه دي را لیږلي. او مخکی له دې یی د هند په خاوره کی د پیرمحمد پر هغو عسکرو باندي یرغل کړی دی چی کابل ته یی غنمیت مالونه راوړل. دې سرکښانو د پیرمحمد عسکرو ته لاره نیولې وه، ځینی مالونه یی وړي دي، د هیلمند تر اوبو یی اړولي او هلته په جګو غرونو او ځنګلونو کی پټ سوي دي.
 ۱۸ -   تیمور پخپله پر هغوی باندي حمله وکړه. د هغوی مالونه یی لوټ کړل او د هغوی اولادونه یی اسیر کړل. د اومیل یا اوبل په نوم یو سړی، چی د هغوی له مشرانو څخه وو، د تیمور حضور ته ورغی او د خپلو اعمالو له کبله یی بخښنه وغوښته .
 ۱۹ -  واله اصفاني لیکی چی تیمور د هغو افغانانو قلاوي چی مخکی یی د تیمور اطاعت منلی او بیرته یی سرکښۍ ته مخه کړې وه ونیولې او د هغوی له سرونو څخه یی منارونه جوړ کړل.
 ۲۰ - د دې متونو څخه ښکاري چی پښتنو د ګوډ تیمور غوندي یوه جبار فاتح د زامنو پوځیان او عسکر پر ارامه نه دي پرې ایښي او دا خبره ثابتوي چی پښتانه باید د ګوډ تیمور له زمانې څخه ډیر پخوا د کندهار او د هیلمند په شاوخوا کی اوسیدلي وي، چی د تیمور له قواوو څخه د پټیدلو لپاره هغو غرونو ته پناه وړي.

           دغه راز غیاث الدین علی یزدي، په سعادت نامه نومي کتاب کی، چی د ظفر نامې څخه تقریبا پنځه ویشت کاله مخکی لیکل سوی دی، لیکی چی د ایریاب د ولایت رعیت او غریبان د تیمور حضور ته ورغلل او د ورکزي د قبیلې د اوغانیانو د لاسه یی شکایت وکړ چی هغوی ته لاري نیسی او مالونه یی لوټي او د هغوی مالونه او جایدادونه یی غصب کړي دي. تیمور د غزني لاره پریښوده او په ډیر قهر د ایریاب خواته روان سو او هلته یی ولیدل چی اوغانیانو هغه قلا ډیره سخته خرابه کړې وه.
  
۲۱  -   له دې متن څخه هم ښکاري چی افغانان د ګوډ تیمور په زمانه کی د سلیمان له غرونو څخه تر غزني او هیلمند پوري اباد دي او دا هغه اوغانیان نه دي چی د آل مظفر د پاچاهی په باب  لیکلو متونو کی راغلي دي، بت پرستي کوي او د کرمان په شاو خوا کی په یرغلونو بوخت دي. بلکه هغه افغانان یا پښتانه دي چی تر اوسه په همدغو سیمو کی آباد دي .

        سیف هروي، په خپل کتاب تاریخ نامه هرات کی، څه باندی دیرش ځله د افغانستان نوم یادوي، چی په هغه کی اوسنی افغانستان شامل نه دی، بلکه د ډیورنډ د پولي ختیځی سیمي دي. ځکه په یوه ځای کی لیکی چی ملک شمس الدین د افغانانو له مشر، المار، څخه د تیري کلا په جنګ ونیوله، د چا یی سترګی ړندې کړې، د چا یی لاسونه او پښې غوڅی کړې او وروسته له افغانستان څخه تکیناباد( اوسني کندهار) ته روان سو.
 
۲۲   -    مرحوم تږی صاحب د تاریخ نامه هرات د دغه متن په اړه لیکی چی د کندهار د تیری په سیمه کی، چی تر اوسه په دغه نامه یادیږی، د دغه ځای د یوه لوی مشر، المار افغان او ملک شمس الدین کرت د قواوو تر منځ جګړې او نور تذکرات، چی تفصیل یی لږ وړاندی راغی ، د دې ښکارندوی دی، چی کندهار له ډیری پخوانه د پښتنو ټاټوبی دی.
 ۲۳ -  په داسي حال کی چی یو خو تیری، چی رسمی نوم یی تیرین کوټ دی، په کندهار کی نه بلکه په اوروزګان کی پروت دی او د هغه ولایت مرکز دی او بل د تیري قلا، چی په تاریخ نامه هرات کی اشاره ورته سوې او د پښتنو د یوه زړه ور مشر د مقاومت داستان بیانوي، د سلیمان په غرونو کي ده او راورټي د بلوچستان او افغانستان په باب یاداشتونو کی اشاره ورته کړې ده.
۲۴ -  موږ وروسته ګورو چی شعیب افغان پر افغانستان باندي د شمس الدین کرت د حملو په وخت کی کشمیر ته تللی وو. کله چی هلته خبر سو چی ملک شمس الدین د تیری او خاسک قلاوي نیولي او ملک  شهنشاه، بهرامشاه او المار یی  وژلي دي نو د کشمیر څخه راووت او چی کله افغانستان ته ورسیدی نو ملک شمس الدین بیرته تللی وو ۰۰۰ شعیب افغان له زرو جنګي میړونو سره د مستونګ خواته روان سو او له مستونګ څخه د ګرمسیر خواته ولاړ.
 ۲۵ -  البته له زرو جنګي میړونو سره له کشمیر څخه ځان اوروزګان ته رسول او په لاره کی کندهار، او تر کندهار پوري نور واړه او لوی ښارونه لاندي کول، چنداني د منلو خبره نه ده.

       همدغه سیمه ده چی ضیاألدین برني یی هم په تاریخ فیروزشاهي کی افغانستان بولي او په ملتان کی د سلطان محمد تغلق په مقابل کی د شاهو افغان د یاغي کیدلو په اړه لیکی چی سلطان محمد مخ پر ملتان ور روان سو او لا د ملتان څخه څو منزله لیری وو چی د ملک شاهو عریضه ورته ورسیدله او په هغي کی یی لیکلي وه چی ملک شاهو له بغاوته لاس اخیستی او توبه یی ایستلې ده. هغه له ملتانه وتلی او له خپلو افغانانو سره افغانستان ته تللی دی. سلطان هم له ملتانه را وګرځیدی او سنام ته ولاړ.

      ۲۶  -  سیف هروي په خپل کتاب کی هم اوغان، هم افغان او هم اوغانستان او افغانستان ته اشاره کوي او له ټولو نه یی مطلب یو قوم او یوه سیمه ده. د هرات د شمس الدین کرت د جنرالانو او افغانانو د مشر هرموز تري، چی مرحوم تږی وایی په غالب ګومان به ترین وي، ترمنځ، مستونګ ته نیژدې، په یوه سخته جګړه کی د دواړو خواوو څخه ډیر کسان وژل کیږی څو بالاخره د هورموز تري ورور دودور سهار وختي پر آس سپور سو او د مازیګر د لمانځه پر وخت یی ځان شال( اوسنۍ کوټي) ته نیژدې، بینی کاو ته ورساوه او د ملک تاج الدین کرد څخه یی، چی د ملک شمس الدین څخه یاغی سوی وو، د مرستي غوښتنه وکړه. ملک تاج الدین کرد له شپږو زرو اوغانانو سره د ملک شمس الدین د لښکرو پر لور حرکت وکړ او، د کتاب له متن څخه ښکاري چی، د جنګ په نتیجه کی یی هغوی بیرته د هرات پر لور حرکت کولو ته مجبور کړي دي.
 
۲۷  -  په زړه پوري خبره دا ده چی د شپږو زرو پښتنو جنګي میړونو رهبري د تاج الدین کرد پر غاړه ده او په تاریخ نامه هرات کی، ډیر ځله، له افغانانو سره د کردانو نوم یادیږی. بله خبره دا ده چی دا دومره زیات کردان چی، څه باندي اته پیړۍ مخکي په دغه سیمه کی اوسیدل، او ډیری زیاتی قلاوي او ښارونه یی په لاس کی وه، او د ملک شمس الدین کرت په څیر یوه غښتلي جنرال او نیم مستقل پاچا سره یی جنګونه کول، په څه وخت کی پر کومه تللي دي چی بیا یی هیڅ تاریخی متن نوم قدر هم نه دی یاد کړی. که په دې سیمه کی په ریشتیا هم دونه زیات کردان اوسېدلي وي نو د هغوی د بشپړ محو کیدلو په برخه کی یوازي دا اټکل کیدلای سي چی یا به له ګاونډیو پښتنو او یا بلوڅو سره ګډ سوي وي او یا به ټول له هغي سیمي څخه کوچیدلي وي. په هغه زمانه کی، او یا هغې زمانې ته په نیژدې کلونو کی، د شال او مستونګ څخه تر اوسني کردستان پوري، د دومره لوی قوم د ډله ایز مهاجرت نه دلیل او نه امکان لیده کیږی، او نه یې هیڅ تاریخي متن یادونه کړې ده .

      د شاهنامې په ملحقاتو کی، چی شاعر یی نه دی معلوم، او ویل کیږی چی په اتمه هجري پيړۍ کی لیکل سوې ده، اوغان او افغان دواړه یاد سوي دي او د افغانانو د اوسیدلو ځای او د قدرت مرکز یی د برز غرونه، چی همدااوس د کردانو د اوسیدلو سیمه ده، معرفی کړی دی. د شاهنامې د ملحقاتو شاعر خپل افسانوي رستم، په یوازي سر، د یوې بشپړي، خیالي، پاچهی په جنګ وروستلی او بریالی راستون کړی دی. د افغانانو، خیالي، پاچا کک کهزاد او د هغه سپه سالار بهزاد د رستم په جنګ ورځي او رستم دواړه پرزوي .

نشسته در آن دشت بسیار کوچ            ز افغان و لاچین کرد و بلوچ

نژادش ز افغان سپاهش هزار             همه ناوک انداز و ژوبین ګذار

نژادش ز اوغان سپاهش بلوچ              ابردشت خرګاه بګزید کوچ

او کله چی رستم د افغانانو د مشرانو کک کهزاد او بهزاد په جنګ ورځي نو وایی:

اګر صدهزارند و ګر یک سوار                     بیکدم آرم از ایشان دمار

پیاده روم سوی آن برز کوه                       به بینم چه سانند افغان ګروه

بدو خیره ګردید بهزاد ګرد                    همیخواست بنمایدش دست برد

بزد بر سپر زود بهزاد کرز                  بپیچید آواش در کوه برز

بخندید رستم ز کرز ګران                     که اینست پیکار افغانیان

چو بهزاد افغان ازو این شنفت                بدو کفت کاهریمنت باد جفت

سپر بر سر آورد بهزاد ګرد                  تهمتن بیامد پی دست برد

چه در دژ ګزیدي بدینسان درنګ             که آمد همه نام اوغان به ننګ

همه مرز افغان بهم برزنم                    بدین دژ ز کین آتش اندر زنم

      موږ ګورو چی شاعر د کک کهزاد سپه سالار، بهزاد، ته هم افغان او هم اوغان وایی او لا د افغانانو د اوسیدلو ځای د برز غرونه معرفي کوي. له دې څخه ښکاري چی شاعر هسي د افغان نوم اوریدلی دی او له بلوڅانو سره یی په توپیر نه پوهیږی او حتی دا ورته معلومه نه ده چی د افغانانو د اوسیدلو ځای چیرته دی. له بده مرغه زموږ د تاریخ ځینو استادانو او شاګردانو د شهنامې په دغه لاحقه، چی پخپله کتاب له سره ترپایه د افسانو مجموعه ده، د یوه جدي تاریخی متن په حیث استناد کړی دی او ځینو یی لیکلي دي چی کهزاد په پښتو کی غرزي ته وایی او غرزي همدغه پښتانه غلجي قبایل دي. زما په عقیده د دې ابهام لوی علت دا دی چی د افغان نوم پخپله د پښتنو لپاره پردی دی او د دې نامه سرچینه هم چنداني څرګنده نه ده او څه پخوانیو تاریخونو چی د افغانانو یادونه کړې ده، هغه پردیو مورخینو لیکلي دي. دا مورخین، زیاتره، د هغو پاچاهانو او فاتحینو په خدمت کی وه چی له پښتنو سره یی جنګونه کړي دي. طبیعی خبره ده چی د هغوی لیکني له دښمنۍ او عناد څخه خالي نه دي او دغه راز یی اطلاعات هم نیمګړي دي .

         په هرصورت د تیموري دورې له تاریخونو څخه پوره څرګندیږی چی پښتانه له هغي سیمی څخه چی په تاریخ نامه هرات او تاریخ برني کی افغانستان ورته ویل سوی دی په  ډیره پراخه سیمه کی اوسیږی او د تیمور په څیر لویو فاتحینو ته یی امنیتی او اداري ستونزي پیښي کړي دي. غیاث الدین علی یزدي، چی د هند د فتح کولو په جنګونو کی د تیمور سره ملګری دی، د آریوب، یا د تیموري متونو په اصطلاح ایریاب کی د افغانانو د ورکزیو د قبیلې یادونه کوي او وایی چی د هغه ولایت خلکو تیمور ته شکایت وکړ چی ورکزیو اوغانانو د هغوی مالونه لوټ کړي او د لښکر پر امیر یې حمله کړې او وژلی یی دی او د هغه ولایت کنټرول یی اخیستی دی. اوس یی ټولي لاري بندي کړي دي او هیڅوک په هغه علاقه کی تیریدلای نه سي.

    ۲۸ -  او د تیمور د زوی میرزا شاهرخ په پاچهي کی هغه ته رپوت راځی چی افغانانو د ګرمسیر او قندهار له شاوخوا څخه د سند د رود تر څنډو پوري ټوله سیمه نیولې ده او د هیچا امر او فرمان ته غوږ نه ایږدي.

        ۲۹ -  په تیموري متونو کی قندهار او غزني په افغانستان کی شامل نه دي او یوازي هغو سیمو ته افغانستان وایی چی د پښتنو د اوسیدلو سیمه ده. موږ ګورو چی د تیمور زوی شاهرخ د بلخ حکومت خپل زوی میرزا قیدو ته ورکړ او قندهار او د سند شاوخوا ښارونه یی هغه ته وسپارل. خو کله چی میرزا قیدو خپل پلار ته یاغي سو نو هغه کابل، غزني، قندهار او افغانستان له میرزا قیدو څخه واخیستل او خپل بل زوی سیورغتمش ته یی ورکړل.

۳۰ -  په زړه پوري خبره دا ده چي د میرزا شاهرخ په زمانه کي د قندهار په شاوخوا سیمو او ښايي د غور او اوروزګان په علاقو کي اوسېدونکو هزاره قبایلو ته افغان ویل کیږي. په یوه ځای کي لولو چي د روژې د میاشتي په دریمه د غزني مشران خواجه قاضي لقمان او ملک او نور د شهزاده قیدو حضور ته حاضر سول او د پربل د قبیلې او خرشواني افغان قبیلې ملکانو اطاعات قبول کړ.

۳۱ -  دغه راز د همدغه کتاب په ورپسې پاڼه کي لولو چي د هزاره افغانانو ټولني چي کوم مالیات منلي وه، د هغه په تادیه کولو کی یې ځنډ کړی وو. شهزاده، محمدصوفي ترخان، امیرموسی او امیر بوته د هغوی د رعیت کولو لپاره وټاکل. هغوی هم ورغلل او ټول یې وځپل او د ډېر زیات مال او غنیمت سره  راستانه سول.

     ۳۲ -  د هرات د تیموریانو د قدرت په وروستیو شپو ورځو کی پښتانه د کابل په شاوخوا کی دونه زور او قدرت لري چی د کابل حکمران، میرزا الغ بیګ، د خپلو دښمنانو څخه تښتوي او هغو درو ته یی وړي چی هلته د افغانانو لښکري پرتې دي. وروسته دغه افغانان میرزا الغ بیګ کابل ته راولي او هلته یی پرتخت کښینوي.

۳۳  -  البته میرزا الغ بیګ د همدغو یوسفزیو پښتنو سره، چی د هغه ژوند یی ژغورلی او پاچهی ته یی رسولی وو، ډیره سخته ناځواني  او نمک حرامي وکړه . د هغوی اوه سوه تنه مشران یی قتل عام کړل او ټول یی د خیبر له درې څخه ها خواته کوچ کولو ته مجبور کړل. د دې تاریخی پیښو تفصیل په تواریخ حافظ رحمت خاني کی راغلی دی .

        په نتیجه کی ویلای سو چی په تاریخی متونو کی اوغان او افغان دواړه د پښتنو لپاره ذکر سوي دي خو هغه مغول اوغان یا اوغانیان چی په ایران کی د آل مظفر د قدرت په وخت کی زیاتره په کرمان او د هغه ولایت په شاوخوا کی ژوند کوي، او کله کله لویو فاتحینو او جنرالانو ته ماتي ورکوي، له هغو افغانانو یا پښتنو سره چی د سلیمان د غرو په لمنو کی ژوند کوي، له هغی سیمی څخه نورو ښارونو او هیوادونو ته تللي او کوچیدلي دي او پاچهی یی جوړي کړي دي، ډیر توپیر لري. زما په عقیده، دغه مغولی اوغانیان به په ډیر لږ وخت کی مسلمانان سوي او په خپل شاوخوا کی به له ایرانيانو او یا کرمان ته څرمه بلوڅانو سره ګډ سوي وي او وروسته به یی ژبه او مغولي فرهنګ له لاسه ورکړی وي. د تاریخ له صفحو څخه د دومره پراخ قوم د ورکیدلو بل احتمال نه لیده کیږی. که څه هم چی د دې قوم په باره کی نور تحقیقات ځکه لازم او په زړه پوري دي چی یوازي د آل مظفر د کورنۍ په وخت کی را څرګند سوي، جنګونه یی کړي، فتحي یی کړي، ماتي یی خوړلي او د آل مظفر د کورنی له سقوط سره یی درک ورک سوی دی. خو دا چي د زبدت التواریخ په کتاب کي دوه ځله هزاره افغانان او ملکان یادېږي، دا په جلا څېړنه ارزي. دلته یوه خبره کولای سو او هغه دا چي که هزاره او پښتنو دواړو ته و په یوه ټاکلې زمانه کي، افغان ویل سوي وي نو داسي نتیجه ترلاسه کولای، او یا لږترلږه اټکل کولای، سو چي افغان به په دغه سیمه کي اوسېدونکو خلکو ته ویل کېدل او دا نوم به  پردیو مورخینو او دربارونو ټاکلی وي. ځکه چي پښتنو په خپل تاریخ کي هر وخت خپل ځانونه پښتانه بللي دي او افغان یوازي په کتابونو او متونو کي، چي هغه هم عربي یا فارسي دي، راغلی دی. البته په دې برخه کي څېړنه پر دغه ځای ختمه نه سو بللای او نورو څېړنو او لیکنو ته ضرورت دی .

      : ماخذونه

۱ -  پښتانه. حبیب الله تږی د پیښور چاپ  کال ۱۹۹۹

  ۲ -  تاریخ آل مظفر. تالیف محمود کُتبي چاپ تهران ۱۳۳۵۲

  ۳ --تاریخ عصر حافظ. ډاکټر قاسم غني چاپ نهم ۱۳۸۳ تهران

   ۴ -  تاریخ حبیب السیرجلد سوم. خواند میر تهران چاپ چهارم ۱۳۸۰

۵ -  تاریخ آل مظفر ص ۳۱

  ۶ -  هغه کتاب     ص   ۱۱۰

۷ -  روضته الصفا.  میرخوند . تهذیب و تلخیص از دکتر عباس زریاب ص ۷۳۰

   ۸ -  پښتانه  ص ۹۸

   ۹ -  مطلع سعدین و مجمع بحرین. عبدالرزاق سمرقندي. تهران ۱۳۷۲ ص ۳۰۵

   ۱۰ -  هغه کتاب    ص ۳۸۰

    ۱۱ -  فرهنګ عمید او قاموس الیاس

   ۱۲ -  روضته الصفا  ص   ۷۴۰

   ۱۳ -  حبیب السیر    ص ۳۲۵

    ۱۴ -  ظفر نامه      شرف الدین علی یزدي. جلد دوم چاپ دهلي  ص ۱۴-۱۵

      ۱۵ -  راورټي. نوټس آن بلوچستان اینډ افغانستان ص ۶  راورټی لیکی چی د کاکړ نوم چی د هر چا تر غوږونو هر ډول ورغلی دی هغسی یی لیکلی دی. دی وایی ځینو کوکړ، ځینو کاوکړ، ځینو کوکاډس، ځینو خوکاس لیکلی دی. که د راورټی دغه تبصره ومنو نو زه ګومان کوم چی دغه کرکس به هم د کاکړ قبیله وي، چی له ډیری زیاتی مودې راهیسی په دغه سیمه کی اوسیږی، او د پښتنو له یوه تر ټولو سترو قبیلو څخه ده، چی پخپله پر سل هاوو پښو او ټبرونو ویشله سوې ده.

   ۱۶ -  ظفر نامه ص  ۳۷

    ۱۷ -  راورټي. ص ۷. راورټی د پارني د قبیلې په باره کی، چی زه ګومان کوم همدا د پارني قبیله به وي لیکی چی د پارني قبیله له خپل اصلي ټاټوبي څخه تقریبا ټوله وتلې ده او د دې قبیلې زیاتره خلک په جنوبی هند او د هند په نورو برخو کی ژوند کوي. دوی کله کله په هند کي ډیر مهم رول لوبولی دی . د بابر له سقوط څخه لږ مخکي د دغي قبیلې یو مشر داوود خان نومیدی چی د خپل سخاوت له امله ډیر مشهور وو. هغه دونه مشهور سو چی بالاخره په خلکو کی دا متل سو چی که یی دغه کار ونه سو کړای او نور یی هیڅ په وس کی نه وه نو بالاخره به له داوود خان څخه مرسته واخلي.

  ۱۸ -  ظفرنامه      ص  ۴۲

     ۱۹ -  روضته الصفا   ص   ۱۰۸۰

       ۲۰  -  خلدبرین. محمد یوسف واله اصفهاني. روضه ششم و هفتم. تهران ۱۳۷۹ ص ۱۳۶

  ۲۱ -  سعادت نامه.غیاث الدین علی یزدي. تهران ۱۳۷۹ ص ۶۸-۶۹

   ۲۲ -  تاریخ نامه هرات. سیف هروي. کلکته ۱۹۴۳  ص ۲۰۷

 ۲۳ -  پښتانه . ص  ۱۰۸

      ۲۴ -  راورټي. ص ۸. راورټی لیکی چی د تور غره لویدیځ پلو ته یوه لوړه او ځانګړې څوکه ده چی لوړوالی یی ۷۷۰۰ فوټو ته رسیږی. دا لوړه څوکه د تیري په نوم یادیږی.

         ۲۵ -  تاریخ نامه هرات ص ۲۰۹

       ۲۶ -  تاریخ فیروز شاهي. ضیاالدین برني. اُردو، لاهور ص  ۶۸۸

   ۲۷ -  تاریخ نامه هرات. ص ۲۷۲

په زړه پوري خبره دا ده چي د شمس الدین کرت په مقابل کي د مقاومت کونکو پښتنو پهلوانانو نومونه لکه هورموز تري، دودور، ملک المار او نور نه پښتني او نه اسلامي دي. په داسي حال کي چي د پښتنو په باب لیکل سوي تاریخونه یا روایتونه موږ ته وایي چي د دې لوی قام نیکونه له دغو تاریخي پیښو څخه زیات و کم  شپږ پیړۍ مخکي مسلمانان سوي وه. که خبره دا سي وي نو دا پهلوانان ولي اسلامي نومونه نه لري. ځکه چي په ټولي اسلامي نړۍ کي د مسلمانانو نومونه اسلامي دي. د دې خبري یوازینی علت دا کیدلای سي چي هغو کسانو چي د دې پهلوانانو په مقابل کي یې په جنګونو کي برخه اخیستې ده د هغوی نومونه سم نه دي اوریدلې او چي څه یې په غوږ ورغلي دي د تاریخ نامه هرات لیکوال سیف هروي ته یې هغسي ور رسولي دي. او یا کیدلای سي چي هغوی به خپل اسلامي او پښتني نومونه درلودل او په خپلو سیمو کي به په دغو نومونو مشهور وه.

      ۲۸ -  سعادت نامه. ص ۶۸ـ۶۹

۲۹  -  زبدت التواریخ. حافظ ابرو. جلد دوم. تهران ۱۳۷۲  ص ۶۶۷

         ۳۰ -  روضته الصفا. ص    ۱۱۵۴

       ۳۱ -  زبدت التواریخ ص ۶۷۰

    ۳۲ -  هغه کتاب ص ۶۷۱

     ۳۳ -  خلدبرین. ص  ۶۴۳

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Montag, 07. November 2016 06:21)

    اوغان او افغان ثابتونی او ننګونی د بی تعلیمو او بی سوادانو یا روږد شوو کسانو وخت ضایع کول دی او یا د هغو ایزمی غلامانو کړنی دی چه د شرقی یا غربی او یا دواړه له خوا ورته زمونږ د ټولنیز جوړښنت د ورانولو دپاره دندی سپارل شوی چه مونږ په قومی توپیرونو وویشی ، اوبه خړی کړی ماهی ونیسی ، د دی ایرمی غلامانو زړونه او مغزونه یی په استعماری ابی اوبو ورپریمنخلی هغوی له استعماره دا پوشتنه هم نه کوی چه ددی بی خوندو او قومی تعصباتو راپارولو کی د چا تاوان او دچا ګټی دی .
    داسی نه چه دغه ایزمی غلامان په یوه قوم کی دی په هر اړخ کی قرار لری کله عیر پشتانه متعصبینو ته دنده ورکړی چه دافغان په ځای اوغان ووایست او وی لیکی بیا د پشتنو ایزمی غلامانو ته قومانده وشی چه تاسی یی به ضد څه ولیکی دا ولیبال تر هغی جریان لری تر څو تر دی په لوړه کچه قومی تعصبات رامنځته او خبره خپل منځی جنګو ته ننوځی او بیا دوی راشی زمونږ هیواد وویشی او همدغه خره نیکتایی پوش غلام ایزمیان پکی د کرزی او غنی په شان چارواکی او هره برخه بیله بیله د استمثار او دایمی غلامی د پاره راولی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder