10.07.2017 (19.04.1396)
اوبه- غل تېر شي که مل؟
همایون نایل

د افغانستان اوبه چې د بې څښتنه مال په شان به ګاونډیو هېوادونو له تېرو پېړیو او کالو را په دېخوا څښلې او د ځان د بسیاینې لپاره یې ترې بېسارې ګټه پورته کړه، کوم قانوني حق یې درلود؟
هغه وخت که بې څښتنه او ورته د یو سمبولیک حکومت اوبه ښکارېدې؛ خو د ولسمشر د وروستي جدي هڅو له امله د ایران ولسمشر حسن روحاني ګواښ وکړ چې د هغو اوبو له پاسه چې ایران ترې استفاده کوي، برېښناکوټونه او بندونه جوړ شي، دوی به چپه خوله پاتې نه شي. د همدې بحث لپاره لاندې لنډیزونه اړین دي چې ترې یادونه وکړو.
د سلما بند: د هریرود پر سیند چې
د باباغر له لويديځو لمنو څخه سرچینه اخلي. د (۵۰۰) کليو مترو په اوږدوالي د هرات ښار او د هغې شااو خوا سيمې زرغونوي، وروسته د افغانستان او ايران ترمنځ او له هغې وروسته د ايران او ترکمنستان ترمنځ سياسي سرحد جوړوي. پر دغه سیند باندې د چشت شريف ولسوالۍ په سیمه کې د سلما بند جوړ شوی چې لومړنۍ چارې یې د سردار محمد داود خان د جمهوریت په مهال په ۱۹۷۶م کال کې پیل شوې؛ خو په ۹۰ یمه میلادي لسیزه کې د کورنیو جګړو په ترڅ کې دغه چاره نه یوازې دا چې په ټپه ودرېده؛ پر دې پروژې شوی کار تر ډېره ویجاړ شو چې د داود خان له واکمنۍ را په دېخوا د هېواد په کچه یوه ستره پروژه ګڼل کېده.
خو له نیکه مرغه دغه پروژه د بیا ځل لپاره
په ۲۰۱۶م کال کې د هند په مرسته د (۳۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت) بشپړه او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د ولسمشر نريندرا مودي لخوا پرانستل شوه. د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې دغه کاسه ۶۴۹ میلیون متر مکعب د اوبه زېرمې په درلودلو سره د۸۰ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو او د ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. د افغانستان د غربي ګاونډي ایران له خوا ورته د چارو د سمبالښت پر وړانې ګڼې مستقیمې او نا مستقیمې ستونزې ځکه پیدا شوي دي چې ډېر کلونه دا هېواد د اوبو له نه شتون سره مخ دی او په ځانګړي ډول په مشرقي ولایتونو کې د ځمکو د خړوبولو او نورو هغو له امله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.په  بلوچستان، شمالي، جنوبي او رضوي خراسان کې یې دا ستونزې ډېر د پام وړ دي. همدا راز دا موضوع په سېستان او بلوچستان ولایت کې د دایمي ګرد و غبار او د حیواناتو د مړنيې سبب شوې ده. خو دا چې د افغانستان خوږې اوبه ورته د ټولو نړیوالو قوانینو په خلاف په وړیا توګه ور روانې وي، حتمي ده چې د افغانستان د حکومت هغه توجه چې باید د دې سیند د اوبو په مهارولو کې یې اړینه بللی شوی، په افغانستان کې د نا امنیو د رامنځته کولو او د دې حکومت د بوخت ساتلو لپاره به یې حتماً لاس په کار کړی وي او داسې شواهد هم په کراتو د هېواد رسنیو برملا کړي دي.
دغه اوبه چې د افغانستان له غرونو سرچینه اخلي، د نړیوالو قوانیو په اساس، افغانستان حق لري چې د خپلې استفادې تر کچې هر ډول یې چې زړه وغواړي، استفاده ترې کولای شي، د بندونو په جوړولو، د نهرونو په جوړولو او د ځمکو د خړوبولو په چارو کې ازاد لاس لرلای شي او د نړۍ هیڅ کوم هېواد یا د دې هېواد ګاونډۍ دا حق نه لري چې په جوړولو یې بندیز ولګوي او یا ورته خنډونه پیدا کړي.
له دې وړاندې د داود خان د ولسمشرۍ له دورې وروسته کله چې په افغانستان کې جګړو زور واخیست، دوی پکې حتمي خپله ونډه د دې شرایطو د برابرو په موخه له پامه نه ده غورځولې او نن یې ثابته کړه چې د نا امنه افغانستان په موجودیت کې دوی څومره ګټه کولای شي.
کمال خان بند:
د هلمند سیند چې د افغانستان د غرونو او په ځانګړي ډول د پغمان له اوونۍ درې نه سرچينه اخلي او له ١١٥٠ کيلومټرو تګ څخه وروسته ايران ته بهېږي. د نیمروز د زرنج ښار د جنوب په ۹۵ کیلومترۍ کې يې له پاسه د کمال خان بند جوړېږي. د جوړېدو لومړی پړاو یې په ۱۳۹۱ او دوهم پړاو یې په ۱۳۹۴ کال کې بشپړ شوي دي. د دې بند د جوړېدو چارې په ۱۳۴۵ کال کې پیل شوې وې چې د جګړو له امله په دغو کلونو کې بشپړې نه شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معالوماتو له مخې به دغه بند افغانستان د انکشافي بودجې د ۷۸ میلیونه ډالرو په لګښت سره جوړ شي.
یاد بند به د ۸۰۰۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبېدو او د ۹ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.
د افغانستان او ایران ترمنځ د شوي هوکړه لیک له مخې چې ۴۴ کاله وړاندې لاسلیک شوی دی. د هلمند د سیند له اوبو څخه ۲۶ متره مکعبه اوبه په یوه ثانیه کې ایران ته د تړون له مخې ورکول کېږي؛ خو اضافي د هر لیتر پیسې باید ایران جلا ورکړي. ځکه ایران غواړي د افغانستان اوبه في متر مکعب، د ۱۵ سنټه په قطر باندې خرڅې کړي. د هلمند د سیند اوبه چې په چټکتیا او شور سره بهېږي، غېرې منظمې دي او ویل کېږي داسې چې ایران یې د خپلې خاورې په طرف ګانکرېټي دیوالونو په کارولو سره هڅه کوي چې د دغه سیند اوبه د افغانستان په خوا خاوره لاندې کړي او له دې سره د دوی په خوا سرحد پراخه شي چې دا خپله له قانونه خلاف ګڼل کېدای شي او د مساحت له مخې اوس ایران هیڅ حق نه لري چې له دغو اوبو څخه استفاده وکړي.

د بخش اباد بند: د دغه بند قرارداد په ۱۳۹۲ لمریز کال کې له یو پاکستاني شرکت سره لاسلیک شوی و؛ خو د کاري لټتیا له امله د تدارکاتو د کمېسیون له خوا فسخه او له یو ایټالیوي شرک (هایدروارک) سره لاسلیک شو چې د شاوخوا څلور نیمو میلیونو ډالرو په لګښت به د دې ایټالیوي شرکت او د هلمند د ساختماني دستگاه په گډه مرسته د فراه ردو له پاسه جوړ شي. دغه بند به د ٢٧ میګاواټه برېښنا د تولیدولای شي او ١٠۴ هکټاره ځمکې د خړوبېدو وړتیا ولري.
کجکي بند: د هلمند د کجکي بند د تهداب لومړنۍ ډبره په ١٣٣٢ لمریز کال د افغانستان د وروستي پادشاه، ظاهر شاه د سلطنت په مهال ایښودل شوې وه او تر ۱۳۵۴لمریز کاله پورې یې لومړنی او درېیم توربین جوړ کړل شول چې د ٣٣ میگاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري؛ خو د نورو توربینونو د جوړېدلو کار د کورنیو جګړو له امله تر اوسه نه دی بشپړ شوی.
د ملي یوالي حکومت همدا راز د '٧٧' په نوم د کجکي بند یوه پرمختایي تفاهمنامه له یو ترکي شرکت سره لاسلیک کړې وه.
د کجکي د بند د اوبو زېرمه د سلما د بند یو نیم برابره ده او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکو په وینا د سلما د بند په پرتله دوه چنده ډېره برېښنا تولیدولای شي.
اوس که افغان حکومت هر څومره ژر د دې او دې ته د ورته نورو بندونو، برېښنا کوټونو، نهرونو، ویالو او نورو برخو باندې کار کوي، هغه ستونزې چې دغه هېواد یې لري او درګرده یې له نورو هېوادونو را واردوي، په دې ډول په خپله حل کړي.
موږ چې د خپلو اوبو ظرفیت ته ګورو او د هېواد اړتیاوو ته ګورو، ممکن نورو هېوادونو ته د برېښنا، میوو، سبزیجاتو، غلو دانو او په صادرولو او اړونده نورو فرصتونو څخه ګټه پورته کړو او دا امکان هم لري.
دا څرګنده ده چې ایران، پاکستان او نورو هېوادونه چې د افغان حکومت خوښه نه وي، زموږ له خاورې، اوبو او نورو هغو نه د هیڅ ډول استفادې قانوني حق نه لري او موږ یې به خپله ترې د استفادې ازاد حقدار یو. نو په هیڅ ډول له دې حق څخه نه تېرېږو، د روحاني چیغې مو باید لاندې نه کړي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder