27.01.2017 (08.11.1395)

انځورونه اولاسوندونه پخپله خبرې کوي
محمدآصف خواتی

لومړی برخه

په فیسبوک کې یوشمیر دوستانو  دپیرسیداحمدګیلاني دمریدانواوپلویانوهغه کومیکې ویډیوګانې ایښې دي چې دخپل پیر دمړینې له کبله خپل خفګان ښيي. د ویډیوګانو په لیدو سره مې فکر وکړ چې خوب وینم، یا کومه ننداره ګورم .  له ځانه سره مې وویل چې ښایي دا ویډیوګانې په منځنیوپیړیو کې جوړې شوي وي بیا مې له ځان سره سوچ وکړچې هغه مهال تخنیک دومره پرمختګ نه وکړی چې ویډیوګانې جوړې کړي. خوکله مې چې دپیرګیلاني تصویرونه ولیدل وپوهیدم چې دادنني افغانستان ژوندي وګړي دي چې په ویډیوګانو کې یې وینم .
پاته برخه د لته وګورئ : 

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • غ.حضرت (Mittwoch, 01. Februar 2017 19:19)

    ښاغلی م.آصف خواتی ته عرض:
    هیله ده ستا لیکنه چه پر واقعیتونو ولاړه ده تاسی دېته ونه هڅوی او نه وهسوی چه ګواکی د ثور او جدی د فاجعې ته سپینه جامه ور واغوستله شی.د افغانستان نسبی تباهی یوه اجتناب ناپذیره مسئله ده چه په هر صورت کی رامنځته کېدونکی وه.که مجاهدین! موجود هم نه وای خپله د خلق ګوند چه پر درو ښاخو وویشل شو د هیواد د تباهی موجب به وای، لکه څنګه چه ولیدل شوه د جهاد مهاد درک نه ؤ چه خلقیانو او پرچمیانو یو د بل څخه د خوټو د کښلو هڅه وکړه چه البته دا هڅه تر ډېره بریالۍ او د وروستیو ایدیولوژیکی او پراکتیکی رسوائی موجب شوه.اصلاً حقیقت دادی چه د خلق ګوند د حکومتداری اهلیت نه درلود که ئې درلودای دومره ژر ددې مختوری سره نه مخ کېده.
    نن ورځ ځانته د یو تفکر او ذهنیت درلودل یو آزاد انتخاب دی، هر څوک کولای شی ځانته یو رهبر او یوه فکری لیاره غوره کړی خو زما توصیه خپلو وطنداره خلقیانو ته داده چه که غواړی روح او وجدان ئې د یو دوامدار عذاب څخه ژغورنه ومومی نو باید خپل فکری او عاطفی تړاؤ د تاریخ سره غوڅ کړی او نور عوام وګړو غوندی فقط د ډراماتیکی پېښو تماشا وکړی.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder