22.08.2016 (01.06.1395)

امریکا په نظر کي لری ، ددوستم چوکۍ عبدالله عبدالله ته ورکړی

ویل کېږي متحده ایالات پر دې کار کوي چې څنګه د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم دې ته چمتو کړي چې خپل ځای اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ته پرېږدي.

خو لږ تر لږه د جنرال دوستم په اړه دا اټکل سخت دی چې له دغسې معاملې سره توافق وښيي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وایي چې د جنرال دوستم پر ځای د ډاکټر عبدالله ټاکل ناممکن دي.

د جنرال دوستم د دفتر رییس بابر فرهمند ويلي چې د افغانستان د اساسي قانون پر اساس هېڅوک دا حق نه لري او نه هم پر دې مسئله بحث کېدای شي.

د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ د سیاسي توافقنامې د وخت له پای ته رسېدو سره پر دې بحث دی چې لویه جرګه را وغوښتل شي او که د حکومت له داخله داسې تغییرات راوړل شي چې قانوني نیمګړتیاوې په کې بشپړې شي.

فرهمند ویلي چې د ملي وحدت حکومت مشران د قدرت او څوکیو په وېش کې دومره حریصانه بوخت شول چې د سیاسي توافقنامې پر اساس د لویې جرګې او انتخاباتي اصلاحاتو په څېر مسایل ترې هېر شول.

د نوموړي په خبره چې د افغانستان د اساسي قانون پر اساس هېڅوک دا حق نه لري چې د ولسمشر د مرستیال ځای پر بل چا تعویض کړي او په دې برخه کې بحث کول هم د وخت ضایع کول بولي.

د جنرال دوستم د دفتر رییس بابر فرهمند وايي، د قانون له مخې هېڅوک دا صلاحیت نه لري چې د مرستیالانو ځای تعویض کړي او نه امکان لري.                        

نوموړی د لویې جرګې جوړول او انتخاباتي اصلاحات د توافقنامې مهمې برخې ګڼي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر د رییس دغه څرګندونې داسې مهال دي چې ویل کېږي امریکا او یو شمېر نور اړخونه غواړي جنرال دوستم دې ته وهڅوي څو د وزارتونو او سفارتونو په بدل کې د لومړي مرستیال څوکۍ اجرایه رییس ډاکټر عبدالله ته پرېږدي.
سر چینه : رسنۍ

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

 

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder