12.10.2017 (20.07.1396)

امریکا په افغانستان کې تېره میاشت بې سارې بمباري کړې
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې یوازې په تېره سپتمبر میاشت کې افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې پر وړاندې ۷۵۱ هوايي بریدونه کړي، چې دا په تېرو اوو کلونو کې د بمبارۍ تر ټولو لوړه کچه ده.

د امریکا د هوايي ځواکونو مرکزي قومندې د معلوماتو له مخې، د تېرې اګست میاشتې د هوايي بریدونو پرتله، سپتمبر کې د اورپکو پروړاندې افغانستان کې د امریکا ۵۰ سلنه هوايي بریدونه ډېر شوي وو.

سرچینه وايي، دا د ټرمپ د تګلارې یوه برخه ده چې افغانستان کې "د سخت دریځو ډلو پروړاندې بریدونه ډېر" شي.

له ۲۰۱۰ کال وروسته‌ په ۲۰۱۲ کال اګست میاشت کې افغانستان کې امریکا تر ټولو ډېر ۵۸۹ بمونه غورځولي وو.

خو سپتمبر میاشت کې امریکا دوه سوه نور بریدونه پرې اضافه کړل.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندې په رپوټ کې ویل شوي "د بریدونو دا ډېروالی د ولسمشر د هغې ستراتیژۍ پر بنسټ شوی،‌ چې د افغانانو پروړاندې دې په دې هېواد کې د امنیت او ټیکاو راتلو لپاره د سخت دریځو پروړاندې بریدونه لا پسې ډېر شي."

په رپوټ کې راغلي "پردې سربېره، په بګرام هوايي ډګر کې د شپږو ایف ۱۶ الوتکو په اضافه کېدو سره، افغانستان کې د بي ۵۲ الوتکو ماموریت هم ډېر کړل شوی، دا ځکه چې د اورپکو ډلو پروړاندې د هوايي بریدونو د ډېروالي اړتیا لیدل کېده".

عراق، ‌سوریه او افغانستان

‌په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت (داعش)‌ ډلې پروړاندې د بریدونو پرتله امریکا افغانستان کې د اورپکو ډلو پرضد د بریدونو کچه کمه ګڼل کېږي.

د همدې رپوټ موندنې ښيي، چې یوازې سپټمبر میاشت کې امریکا عراق او سوریه کې د یادو اورپکو پرضد ۳۵۵۰ بمونه غورځولي، چې دا کچه تېره اګسټ‌ میاشت کې ۵۰۷۵ ته رسېدلې ده.

رپوټ کاږي، دا یوازې له هغو هوايي بریدونو پرده پورته شوې، چې د امریکا د ګډو هوايي ځواکونو مرکزي قومندې کړي،‌ خو د ریښتینو هوايي بریدونو شمېر تر دې هم لوړ ګڼل کېدای شي.

د افغانستان په تړاو د ټرمپ د ستراتیژۍ د روښانولو پرمهال د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس تېره اونۍ د وسله والو ځواکونو کمېټې ته وینا کې وویل، سپینې ماڼۍ ده ته دا واک ورکړی چې افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا د پالیسۍ په اړه بیا کتنه وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن هم ویلي:

"که د افغان دولت او امریکا وسله وال مخالفان په روزنیزو کمپونو کې وي، موږ پوهېږو دوی داسې یو دوښمن دی چې افغان دولت او یا افغانانو ته ګواښ پېښوي. هرځای یې چې موږ ومومو،‌ هرڅوک چې د ناټو د پلان پروړاندې خنډ ګرځي او پر افغان دولت د بریدونو هڅه کوي، موږ به یې پسې اخلو."

په تېره اګسټ میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو، په داسې حال کې چې له افغانستان د ځواکونو د وتلو خبره کېږي، اوسني وضعیت کې له دې هېواد د ځواکونو ایستل سمه پرېکړه نه ده:

"نن په افغانستان او پاکستان کې د امریکا ۲۰ بهرنۍ دوښمنې ډلې فعالې دي".

په افغانستان کې د جګړې غځېدل او پوځي ښکېلتیا تر ډېره کال په کال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ډېرېدو لامل ګرځېدلی.

د نیویارک ټایمز د یوه راپور پربنسټ، یوازې د روان ۲۰۱۷ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د امریکا هوايي بریدونو لږترلږه ۱۶۶۲ ولسي وګړي وژلي او تر ۳۵۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو هم په افغانستان کې د ناشولته جګړې له کبله د افغانانو پر وژنې خواشيني ښودلې وه.
راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder