22.03.2021

امریکا تکل کړی، چي اشرف غنی له واکه لیري کړي

راپور. امریکایی رسنۍ

د پي بي ایس ټلویزیون د راپور له مخې ځينو امریکايي ډپيلواټانو ویلي، چې ولسمشر غني دې له ټاکنو پرته واک بل چاته وسپاري.
په راپور کې همدا راز راغلي،  امریکا هڅه کوي، پر ښکېلو لوریو ډيپلوماټیک فشار راولي، څو په خپلو کې یوې هوکړې ته سره ورسېږي او په همدې توګه له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.
راپور کې د یو شمېر ډیپلوماټانو له خولې راغلي چې د امریکا متحده ایالات په دې هڅه کې ده څو پر ښکیلو لوریو فشار راوړي څو یو لوری اوربند او افغان حکومت د واک پریښودو ته اړ کړي.
دا راپورونه په داسې مهال خپرېږي، چې تېره شپه د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټين کابل ته تللی او له ولسمشر غني سره یې کتلي دي.

له بله پلوه شیر محمد ستانکزی، د طالبانو د مذاکرو د هیئت مرستیال د روسیې په سفر کي ویلی، چي که اشرف غنی له جگړي نه لاس واخلی او ووایی، زه استعفا کوم،  موږ (یعني طالبان) حاضر یو  له نوي حکومت سره په ګډه کار وکړو.

هغه په یوه انلاین خبري ناسته کي وویل، د اشرف غنی حکومت د سولي په لاره کي لوی خنډ دی او اشرف غنی تل تکرار ویلی، چي په حکومت کي پاتي کیږي او هم به په راتلونکي حکومت کي ولس مشر وي.

شیر محمد ستانکزي دا هم وویل، چي اشرف غني د امریکا او ناتو سره په یوه خوله خبري کوي. ددي مانا داده، چي اشرف غني د امریکا او ناتو ګټي ساتي او د افغان ملت په غم کي نه دی او نه افغان ملت ورته مهم دی. د شیر محمد ستانکزی له خولی افغان حکومت د سولی په لاره کي صداقت نه لري. له همدې کبله یې د مذاکري ټیم  ته پوره صلاحیت نه دی ور کړی.

کوم وخت چي له شیر محمد ستانکزي نه پوښتنه وشوه، چي زلمي خلیلزاد، د افغانستان د سولي لپاره دامریکا خاص استازی، له هغوی سره د لنډ مهاله حکومت په اړه خبري نه دي کړي، ستانکزي په جواب کي وویل، خلیلزاد په دې اړه ښکاره خبره نه ده کړې. دا موضوع اصلاً په افغانانو پوری اړه لري، چي په خپل منځ کي پریکړي ته ورسیږي او د اوسني حکومت پر ځای یو لنډ مهاله یا اوږد مهاله حکومت را منځ ته شي.
ښاغلی ستانکزي د اوربند په اړه وویل، هیڅوک باید داسي تمه ونه لري، چي په هیواد کي دپردیو له شتون سره سم طالبان سلاح پر ځمکه کیږدي.

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind