12.05.2021 (22.02.1400)

امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول له کندهار هوايي ډګره ووتل
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو رسنیز دفتر مسوولین وايي، امریکايي ځواکونه د دغه ولایت له هوايي ډګره په بشپړ ډول ووتل. د کندهار له هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو وتلو بهیر نژدې څلور میاشتې مخکې پیل شوی، چې د ځايي چارواکو په وینا نن 'چهارشنبه ' له کومو رسمي مراسمو پرته بشپړ شو.

ځايی چارواکو بي بي سي ته وویل، امریکايي ځواکونو په هوايي ډګر کې شته تجهیزات افغان پوځ او د افغانستان ملکي هوايي چلن ته سپارلي دي.

د کندهار والي ویاند بهیر احمد احمدي وايي، امریکايي ځواکونه له کندهار هوايي ډګره وتلي دي، خو په وینا یې رسمي مراسم ښايي له اختر وروسته ترسره شي.

د یادونې ده چې کندهار هوايي اډه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو ستره او لومړنۍ هوايي اډه بلل کېده.

رپوټونه وايي بهرنیو ځواکونو نن (چارشنبه د غوايي/ثور ۲۲مه) د کابل په ریشخورو کې 'مورهد' اډه هم رسمآ افغان کومانډو ځواکونو ته سپارلې ده.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت وویل، له افغانستان د پاتې امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ لا لومړي پړاو کې ده، خو ښه پر مخ روانه ده.

د پنټګان ویاند جان کربي سې شنبه خبریالانو ته وویل، امریکايي چارواکي د همدې لپاره هر څه په غور څاري.

ښاغلي کربي زیاته کړې چې له افغانستان د وتلو او هلته د خپلو پاتې ځواکونو د شمېر جزیات د دې لپاره نه خپروي چې طالبانو سره پر وضعیت پوهېدو کې مرسته کوي.
تر اوسه څومره پو ځیان او وسایل ایستل شوي؟

د امریکا د دفاع وزارت ویاند دا څرګندونې داسې مهال کړې چې تازه د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ 'سېنټکام' په یوه اعلامیه ویلي له افغانستان د ځواکونو د وتلو پروسه له ۶ تر ۱۲ سلنې پر مخ تللې ده:

اعلامیه کې راغلي: "متحدو ایالتونو د ولسمشر له پرېکړې راهیسې شاوخوا ۱۰۴ سي-۱۷ [پوځي کارګو الوتکې] له افغانستان ایستلي دي."

د سېنټکام په اعلامیه کې زیاته شوې چې تر یو زر او ۸۰۰ ډېر تجهیزات د تخریب او له منځه وړلو لپاره د دفاع لوجیستیک اژانس او یو پوځي مرکز رسمآ افغان پوځ ته سپارل شوی دی.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ اشاره ظاهرآ هلمند کې د'انټونیک' په نوم پوځي مرکز ته ده، چې د می میاشتې په دویمه افغان لوري ته سپارل شوی و.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې خپل ځواکونه د سپتمبر تر یوولسمې له افغانستان باسي.

د ښاغلي بایډن تر دغه اعلان وروسته ناټو هم وویل، له امریکا سره یو ځای افغانستان ته راغلې او یو ځای ورسره وځي.
د ځواکونو وتل او سوله

د امریکا دفاع وزارت ويلي له افغانستان د ځواکونو ایستلو د پروسې تر څنګ دغه هېواد کې د سوله ییز جوړجاړي لپاره د روانو هڅو ملاتړ ته هم دوام ورکوي.

د پنټګان ویاند جان کربي وايي د امریکا له بهرنیو چاورو وزارت سره په دې تړاو ګډ کارته ژمن دي. نوموړی زیاتوي: "موږ لا هم روانې جګړې ته د یوه سیاسي حل د موندلو ملاتړ کوو او غواړو وګورو چې طالبان او افغان حکومت دا کار وکړي."

امریکا همدا راز یو ځل بیا د ځواکونو تر وتلو وروسته افغان حکومت سره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

جان کربي ویلي چې پنټاګون کې په دې تړاو هم تادونه بحثونه روان دي چې امریکا څرنګه تر وتلو وروسته د ترهګرۍ ضد عملیاتو وړتیا ساتلی شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په داسې حال کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو ترڅنګ د افغان سولې په اړه دا څرګندونې کړې، چې د بریتانیا د پوځ لوی درستیز نیک کارټر هم ویلي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو ته د جګړې د دوام دلیل نه پاتې کېږي.

هغه دا څرګندونې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره کابل ته د وروستي ګډ سفر پر مهال له طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه کې کړې دي.

بریتانیا دمګړۍ د ناټو د پرکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغانستان کې ۷۵۰ سرتیري لري.
را پور: بي بي سي

 

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind