02.02.2018 (13.11.1396)

امريکا ولي ويل چی موږ طالبانو سره سوله نکوو؟

ډاکټر صالح خپلواک

دا خبره خو باید سر کي وکړم چی آمریکا کوم ځاي ته چی داخله شوي هلته یی د دایمی جنګ ساتلو سیاست پر مخه وړي دي. که هغه عراق وی، سوریه وی او یا هم کوم بل ځای وی. عینا لکه د انګلسیانو لخوا د دولتونو تر منځ د سرحدونو کړکیچ جوړولو او ویشلو پڅیر.

چی د افغانستان حال هم څرنګه چی ګورو د داخلي او اوږد جنګ ښکار دي.

 سره ددی آمریکا که د دائمي جنګ جوړولو او خپلو منافعو خوندي کولو  سیاست که هر څومره پټ کړي  او کله نا کله د سولي جعلي او يو طرفه چغي ددي د پټولو لپاره هم وکړي. بيا هم ټوله دنیا ته له ورایه دغه دوه مخي ښکاري.

په تیرو ورځو کي ټرمپ یوه خبره وکړه چی موږ د طالبانو سره نوره سوله نکوو او دا سلسله به تر یو اوږد وخته پوري داسي روانه ساتو.

او بيا دا خبره يي داسي وښودله چي ګويا د افغانستان د هغه خلکو له درده لیوني دي چي دا تقریبا اتلس کلونو کی ددوي په لوبه کي قرباني کیږي.

اوس راځی چي وګورو آیا آمریکا دا خبره واقعا د افغانستان د درده وکړه کنه کوم بل کار دغي ته مجبوره کړي وو.

ددي خبري د روښانه کولو لپاره باید اول په امریکا او دنیا کی اوسني واقعي لنډي مطالعه کړو او بيا ددي خبري علت پیدا کړو.

لومړۍ په امریکا کي د ژور دولت د خوښي خلاف شخص د حکومت څوکۍ ته راتلو څخه باید شروع وکړو.

کله چي آمریکا کي د ژور دولت خلاف سړۍ څوکي ته راغي نو د آمریکا په سياست کي درځونه شروع شول چي په امریکا کی د انتخاباتو څخه وروسته سختي مظاهري ددي لومړي نښي وي.

څرنګه چي ټرمپ د دنیا د پیسو خاوندانو او د میډیا مالکانو یهودانو سره کلکي اړیکی درلودی او خپل زوم يي هم یو یهودي دي نو د آمریکا داخلي او خارجي سیاستونو ځان سره نوي رنګونه راوړل.

د قدس په مسئله کي چي کله ټرمپ خپل سفارت هلته انتقالولو سره غوښتل چی قدس کاملا یهودو ته تسلیم کړي. مګر د اسلامي هیوادونو په یووالي او يوځاي دریدلو او په دنیا کي د نورو دولتونو رایی سره د آمریکا خارجي سیاست بدنامي سره مخ شو او جهاني پرستژ يي تر ډیره مات شو.

همدارنګه په دنيا کي ددولتونو خلاف او نامنيو لپاره د ټروریستي ډلو تمويلو سياست چي په ورستیو کي هغه هم د لوي مبارزي سره مخ دي، اوس تقریبا د ناکاميدو په لور روان دي. مثلا په سوريه او عراق کي د داعش سره د نورو اسلامي ډلو خلاف او د کوردانو سره د ګڼو شاخوا دولتونو خلاف نوي مهره جوړولو او شاوخوا دولتونو تهدیدلو لپاره ټلرونه او ټنونه سلاح او نوري مرستي چي د ترکي دولت لخوا ورباندي د سکوت روژه ماته شوه د رسوايي سره مخ شوه. چي د هغي نه بعد امریکا خپل زور ښودلو سره دغه ډلو سره ښکاره مرستي هم شروع کړي.

ددي لپاره چي ترکیه په سيمه کي د خپلي سلاح، ټکنولوژي او سیاسي دريځ لرونکي هیواد دي نو د سیمي د امنيت او خطرونو لمنځه وړلو او په غیر مستقیم شکل د سیمي څخه د امریکا د لاس لنډولو لپاره سیمی ته داخله شوه، لومړۍ يي د اوسني عصر خوارجو په نامه مشهور د داعش ټغر يي له هغه ځایه په ډیر کم وخت کي ټول کړ او بیا یي د پي کي کي او یي پي جي پڅیر ټروریستي ډلي يي وځپلي. که امریکا وایی کیداي شي هلته به يي د هغي په بهانه لسګونه کلونه تيرول او ټولي دنیا څخه به يي پدي بهانه پیسي ټولولي. چي ترکي بيا د فواد کالکان په نامه حرکت يي پیل کړ چي ډيري سيمي يي له دغه جراثیمونو څخه پاکي کړي او هلته يي د سوريي خلکو ته پخپله خاوري کي تر مکتب او شفاخاني پوري د ژوند امکانات برابر کړل. کله چي امریکا د ترکي دا پرمختګ ولید سم د لاسه يي د دوه مخي سياست لمخي معاهدي ته لاس وړاندي کړ. معاهده کي ويلي چي دغه سيمي به ارامه او ستاسي کنټرول لاندي وي او ددي سره په ادلیب او بعضي ښارونو باندي به هم د اسد او نورو خواو څخه حملۍ نکیږی خو تاسو به جنګ بندوي چی دغي سره يي د ترکي جنګ مخه يي ونیوله.

خو یو څه وخت تير نوه چي معاهده ماته شوه او ادليب او بعضي سیمو باندي حملي وشوي او همدارنګه امريکا د سوريي، عراق او سیمه کي جنګ دوامداره ساتلو لپاره نوي ستراتژي مخته کړه چي هغه په سوریه او عراق تر منځ د نوي دیرش زره کسیز رسمي لښکر جوړول ول. چي پدي سره به دغه لښکر جهاني قبولیت ولري او هیڅوک به هم ددوي د خطاوو خلاف څه نشي کولاي. څرنګه چي ترکيه پدي برخه کي د تجربي او د امریکا د دوه مخي باندي پوه ول نو دا يي ونه منله او يو ځل بیا سيمي ته د امریکا د دغي نوي لوبي لمنځه وړلو ته داخله شوه. پدي برخه کي څرنګه چي د ترکي ملت نفرت د امریکا څخه د تير کال د کودتاه له وجهي څو چندي زيات شوي وو نو د ترکي ټول ملت د حکومت د پريکړي تر شا ودریدو صرف بعضي هغه استثنائات چي هر وخت د خپل ملت خلاف نورو پرديو سره يي تعلقات مکمل او د هغوي په خوله کارونه کوي. نوي حرکت د زیتون د څانګي په نوم سره شروع شو چي د امریکا هغه ټنونو ټنونو سلاحګاني او د مهماتو ډیپوګاني د ترکي د اف شپاړس طیارو لخوا لمنځه یوړل شوي او بعضي یي تر لاسه کړل شوي کومي چي د امریکا لخوا په دوامداره د هغي جغرافیی د تخریب لپاره لیږل شوي وي. چي دا حرکت په سیمه کي د امريکا د يو يو لاس قطعه کولو او لمنځه وړلو په معنی او په حقيقت کي امريکا سره يو غير رسمي جنګ دي.

اسلامي هیوادونه چي امریکا څخه په تنګ او خپلي اسلامي ورورولۍ لپاره په نوره اسلامي جغرافیه کي يي هم د امریکا د لوبو د مخنويي لپاره هلي ځلي شروع کړي چي په افغانستان کي اثرات د اندونزیا مشر سفر کولو سره ښکاره شوي او همدارنګه په ترکیه کي تجروبوي او ابتدايئه د سولي ناستي لپاره هلي ځلي نور داسي مخکي ذکر شوی مسائل او اینده حرکتونو امریکا په ويره کي کړه که ګویا افغانستان کي سوله راغله نو زموږ ټغر په ټوليدو دي نو ځکه يي بغاري کړي چي موږ افغانستان کي سوله نکوو.

 امریکا چي هم د داخلي او هم د خارجي سیاست لمخي د ټولو نه ضعیفه دوره کي قرار لري او له هغوي څخه د ټولو افغانانو او مسلمانانو نفرت په اسلامي هیوادونو کي د هغوي ټغر ټولول حتمي کوي.

اوس هیله داده چي د افغانستان ملت هوښيار شي او سولي ته کار وکړي او امریکا په دغه ضعیف وخت کي په خپلو شعارونو هم دولت هم طالبان او نور ټول عام ولس ونه غولوي.

دوهم ددي مقالي څخه د بعضي ډلي داسي ګټي نه اخلي چي سبا بیا په خپلو افغانانو د غم ټغر په ښارونو او قریو کي جوړ کړي.

بل امریکا غواړئ چي هم د طالبانو څخه او هم د دولت او ټول عام ولس څخه په پراخه پیمانه افغانان لمنځه ویسی او خپل سیاست پري مخته بوزي. نو هم د عسکر او طالب څخه دا هیله ده چي خپلو کي داسي يوه رابطه برابر کړي که جنګ کوي هم بايد دغه خارجي بړواګان پکي لمنځه ويسي.

یعني که سولي ته آمریکا خنډونه جوړول او اجازه يي نه ورکوله چي افغانان او مسلمانان خپلو کي سره کيني نو باید عسکر او طالب تر منځ داسي یوه ستراتیژي باندي کار وکړل شي

چي آیا طالبان کولای شي د عسکر د مخالفته پرته آمریکا په نښه کړي او يا دولت کولای شي چي امریکا ته غوږ کیښودو پرته يو ښه حکومت شي؟

نو یا به سوله وي او يا هم دغي ته ورته پوښتنو جوابولو سره نوي ستراتیژیګانی د افغانانو د آرامي لپاره جوړول او کار کولو ته اړتیا ده.

د قوي اسلامۍ نړۍ په ارمان

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Samstag, 03. Februar 2018 20:37)

    خپلواک صاحب ډیره مننه تاسی خپلی لیکنه کی ډیر مهمو ټکو ته ګوته نیولی ، زړه می وو چه په اړه یی تبصره ولیکم مګر کیدی شی په اړه یی کومه لیکنه برابره کړم مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder