27.07.2018 (05.05.1397)
امريکایانو سره  په دوبۍ کی چا خبرې کړي؟ طالبانو که امريکائي قرارداديانو؟

نور الله ثاقب

تیره ورځ په رسنيو کې يو راپور خپور شو چې ګواګې طالبانو په دبۍ کې امریکایانو سره ليدلي خو په حقیقت کې دا دحاجی جان اغا احمدزي په نامه دیو پخوانی امريکائي قراردادي کار دی.

په قطر کې دطالبانو دسیاسی دفتر غړی او په دوبۍ کی اوسیدونکی حاجی جان اغا احمدزي لوګري چی دطالب په پاکه جامه کی تور داغ دی، په پاکستان، کابل او دبۍ کی دخپلو ناروا پيسو او ګټو دساتلو په خاطر دبعضی ساده، ناخبره او یا هم ګټه پرستو طالب مسؤلینو څخه په استفاده دا ډول غونډې له څو کلونو راهیسي دامريکائي استخبارتي کړيو او په کابل کې داستخبارتي ادارو او نورو لوګري مسؤلینو سره په مشوره ترسره کوي.

نوموړی امريکائي قراردادي نه یوازی دا چې دمولوي محمدنبي محمدي په مشرۍ دحرکت انقلاب اسلامي افغانستان دتنظیم مربوط داسلحو ډپوګانو څخه دغلا او خرچلاو سابقه لري، او شهید منصور صاحب سره په شخصي تجارت کې ديو شريک په توګه هغه سره د غبن تاریخ هم لري. همدا رنګه دچاپلوسۍ، تملق او تظاهر خاص مهارتونه هم لري. نوځکه ئی کولی شوه چې هرطالب مشر ته ځان ورنژدی کړي او شخصی استفاده ورځنی وکړي.

ښاغلي احمدزي صاحب دملا عبد المنان او دهغه د وراره مولوی یعقوب دکمزوريو څخه په استفاده خپل شيطانتونه او جاسوسي فعالیتونه د پخوا په څیر یوځل بیا ښه په درز کی پیل کړي دي او په دبۍ کی دمختلفو طرفو سره ليدنی کتنی کوي. نو څرنګه چی دقطر سياسی دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی او ملا عبدالمنان ورسره په هرڅه کی شریک دي نوځکه ئي څوک مخه نسی نیولی.

بل دا چی جناب احمدزی صاحب وخت په وخت پاکستان ته د کابل دلاری دلوګري ستانکزي په مرسته سفرونه کوی او هلته خپل ناروا اوغير قانونی فعالیت په بل رنګ پيش کوی او بیا دفتر غړو ته وائی چې زه خو دامارت مشرتابه مربوط کارونو لپاره پاکستان ته تللی وم او هلته می مولوی یعقبوب سره شپی او ورځی هم تیری کړی.

دا په داسی حال کی چی نوموړی په دی نزدی وخت کی هم په کراچۍ کی د امارت دمرستیال مولوی یعقوب سره ډیروخت تیر کړی وه.

دغه غونډه د نورو غونډو سلسله ده او کومه نوی خبره نه ده، امکان لري په راتلونکو کی د امارت د نام بدۍ لپاره نوری استخباراتی غونډی هم ترسره کړي.

دا اوس د اسلامی امارت تر مشرتابه پوری اړه لری چی د داسی مشکوکو، استفاده جویو، بی ضميره او نفس فروشانو په اړه څنګه تصمیم نیسی ترڅو داسلامی امارت پاک صف د داسی پلیتو کسانو څخه پاک شی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind