مرحوم محمد ولي زلمی

03.02.2017 (15.11.1395)

افغان تاریخ پوه محمد ولي زلمی مړ شو
احمد الله رحماني

   خبر مو اخیستی ،چي د کندهار نومیالی افغان منور تاریخ پوه محمد ولي زلمی د پنجشنبې په ورځ په کندهار کي وفات شو.

 روح ته یې دعا کوو ، کورنۍ او دده پر ویر ناست کسانو ته جمیل صبر غواړو.

د افغان د تاریخ لپاره محمد ولی زلمی یوه لویه ضایعه بلل کېدای شي.

ښاغلي ځلمي د افغانستان په تاریخ کي زیات تحقیقات کړي ، او پدې برخه کي ئې د قدر وړ اثا پرې ایښي دي.
محمد ولي زلمی په کندهار ښار کې زېږېدلی او هلته یې تر لومړنیو زدکړو د کابل پوهنتون کي حقوق لوستلي .   

ما د مرحوم ځلمی صاحب سره له نږدې اړیکی لرل، د وروستي ژوند په هر حالاتو یو له بل خبروو. د محمد ولی ځلمی مشهور کتاب د » کندهار« په نوم ، چي څو ځله چاپ شوی، ماته دې مرحوم په خپل لاس ډالۍ کړی ، چی زه یې تر دې دمه په ډیره مینه لولم. مرحوم  محمد ځلمي په دې کتاب کي د کندهار ټول تاریخي او فلکلوری اثار لکه د کندهار مزارات، د کندهار جغرافیه، د کندهار آب وهوا،  سیندونه، غرونه، کانونه، نومیالي، ولسوالی، کرهڼه، ویالې، حیوانات، مرغان،  تجارت، صنعت، ترانسپورټ، هوټلونه،  کلتور، لوبي، فالونه، جادو او منتر، د کوچنیانو سندری، شګونونه، متلونه، د ملکیت اندازه، د ملک او بزګر روابط، نومونه،  دکندهاریانو کالی، خوراک ، نکلونه او نور ډیر خاصیتونه په ګوته کړي .  
ښاغلي ځلمي د کندهار معاصر تاریخ او فرهنګ ته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. کله چي په کندهار کي د مطبوعاتو ریس وو، ځلمي صاحب په خپل مسولیت  د مرکزي حکومت له اجازې پرته د مرحوم محمد نادر ایوبي (اجتماعي نظریات) په کندهار کي چاپ کړل.

محمد ولی ځلمی د ویښ زلمیانو له غړو څخه وو. د مرحوم محمد داود خان د صدارت په دوره کي د ویښ زلمیانو حرکت منع او زیات کسان یې په کندهار بندیان شول، ځیني غړي يې په اجباري توګه کابل ته ولیږدول شول.
ښاغلي محمد ولي ځلمی په سیاسي لحاظ یو مترقي چپ دیموکرات وو. د سلطنتي رژیم مخالف وو. په خپلو لیکنو کي ئې د افغانستان د وروسته پاتي والي ستر او اساسي علتونه سلطنتي استبداد او د ملت عمومي ناپوهي ښودلي دي.

محمد ولي زلمي په خپل ۸۶ کلن ژوند عمرکې د افغانستان د تاریخ، جعرافيې، اتلانو او ملي حماسو په اړه شاوخوا شل کتابونه لیکلي دي.

محمد ولي زلمي په کابل او د هېواد په نورو سیمو کې په دولتي رسنیو کې هم ډېر کار کړی او هم یې لیکنې کړې دې.

نوموړی د کابل، طلوع افغان او کندهار مجلې او هلمند جریدې مدیر هم پاتې شوی دی او په دې رسنیو کې یې شعري او ادبي لیکنې چاپ شوې دي.
روح دې ښاد وي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Samstag, 04. Februar 2017 03:46)

    رحمانی صاحب سلامونه می ومنۍ !
    دا چه ستاسی شخصی ملګری وو ، ستاسی په ملګرتیا به یی مونږ خواشینی او خوابدی ښکاره کړو ( انا لله و انا الیه راجعون )
    تاسی لیکلی چه هغه چپی ( الحادی ) افکار درلودل. همدا د هغه د شخصیت پیژندنی د پاره بسنه کوی .دا چه هغه خپل خالق نه پیژندلو ( حق پټونه یی لرله ) تاریخ کی به یی هم له انصاف او رښتینولۍ کار نه وی اخستی هغه تاریخی کتابونه به یی هم د امان الله خان غازی ته ورته وی چه د حکومت د پاره یی خپل معز پلار په شهادت ورسولو او د انګریزانو او روسانو سفارتو الیشولو ته یی د خپلواکی نوم ورکړو او د هغه خپلواکی بیه هم د پشتونستان اجاره په هغه قباله بدله شوه چه بیه یی هم نه لرله . مننه

  • سید عبدالقادر (Samstag, 04. Februar 2017 12:10)

    څوک چه ترواوسه دچپ دکلیمی او په تاریخ نه وی پوه هغه انسان ته چه بیا هرڅه پرخوله ورځی هغه لیکی۰ یو ریښتینی مسلمان نه « هغه غله داړه مار مجاهد ین چه داسلام ترنامه لاندی یی امریکا ،آی اس آی ،عربی چلتارانو اواوس مهال روسانوته دتکبیر ترپاک نامه لاندی خدمت کوي» دپاره بیاضرور نه ده چه پرداسي یوه سپیڅلی شخصت دالحادی افکارو ټاپه ووهي،نیژدې څلور لسیزی کیږی یو شمیر غله «تنظیمونه دپردوجاسوسان داسلام ترنامه لاندی دلارنس په څیر وپردو ته خدمت کاوه اواوس یی هم کوی او اجره ترې اخلی،نورنو ددې انسنانانو دوران تیردی اودمحکمی وخت یی رانیژدېد ې دی ،چه دپاک تکبیر ترنامه لندی یی په لکونه انسانان شهیدان اوبیت المال یی چورکړ۰باید نور نوهغه کسان خجالت وباسی چه ۰پر پاکو انسانانو باندی دپخوا په څیر دآی اس آی دالحاد ټاپه وهي ص

  • Mirza (Samstag, 04. Februar 2017 14:01)

    خدای دی محمد ولی ځلمی صاحب وبخښي په رښياچی دافغانستان دیوه پياوړیونامتو روڼ اند له جملی څخه و ځلمی صاحب د وطن په مطبوعاتوکیدافغانستان خلکو ته خدمت کړی د ځلمی صاحب څخه ‌‌‌‌‌‌ډيرتاریخی کتابونه ومونږته دده څخه راته په میراث پاته دی. داچی یوتعداد کسان تر اوسه هم ومترقی افکارو ودرلودنکی ته کافر یاملحد وایې وایی افسوس دی وی په داسی اشخاصو اوافکارو باندی چی په یویشتمه پيړی کی ولڅسر تهکافر وایی.

  • اميرګران (Samstag, 04. Februar 2017 14:55)

    محترم رحماني صيب سلامونه ، تاسو د ارواښاد محمدولي ځلمي د فرهنګي خدمتونو او يو تعداد چاپ سويو ګټورو اثارو له جملي څخه يوه ته اشاره کړي چه د قدر وړ ده ، زما په نظر د ارواښاد ټول چاپي اثار ، مقالي او نور ناچاپه اثار چه هيله ده په اينده کي ميډيا ته راووزي د افغانستان د فرهنګ د ودي او پراختيا او هم د اينده نسلونو لپاره ډير ګټور او هم په سياسي ، تاريخي او نړيوالو اړيکو په مسايلو کي د ريفرنـس او ماخذ موندلو يوه ډاډمنه مرجع کيداي سي ، د ارواښاد ځلمي صيب په باب ډير اوږد تحليل وړاندي کيداي شي ولي ستاسو د ويب پاڼي د کامنټ له حوصلي څخه وځي ، زما په نظر په متوفي شخصيتونو پسي توهين اميزه خبري او سپکي سپوري ونه سي هغوي ته دعا وکړي شي ، خصوصاً داسي فرهنګي او تاريخي شخصيتونه لکه محمدولي ځلمي صيب چه په لس هاوو ګټور سياسي او تاريخي اثار ئي د هر يوه هيوادپال د کتابتون په الماري کي د ماخذونو په توګه وساتل سي ، دکيڼ اړخي يا چپ په هکله بايد وليکم چه چپ ( الحادي ) نه ، بلکه چپ د عدالت غوښتني يو نه ستړي کيدونکي بهير دي ، د چپ تاريخي شاليد د فرانسي انقلاب ته رسيږي هغه دا چه د فرانسي په ملي شورا کي به راديکالان چه د زړو ارونو سره په ټکر کي ول هغوي به دغونډي د رئيس چپ خوا ته او دا نور د ريفورمونو ضد استاذي به شي خوا ته کيناستل ، هرڅوک چه د برابرۍ ، ټولنيزعدالت او پرمختګ غوښتونکي دي هغه چپ دي ، نور په تفصيل سره د موضوع په اړوند او ( الحادي ) په هکله ليکلي سم د اوس لپاره د قدرمن سيد عبدالقادر اغا د کاومنټ په بشپړ تائيد خپله ليکنه پاي ته رسوم .

  • غ.حضرت (Samstag, 04. Februar 2017 23:07)

    محترم بیان زی صاحب! پسله سلامونو.
    د اسلام د احکامو او اخلاقیاتو په رڼا کی ویلای شو چه هر هغه څوک چه له نژدې د یوې مهمی پېښی شاهد نه وی او یا د نورو عادلو خلګو په شهادت کومه پېښه نه وی ثابته شوې، د هغې پېښی په هکله به خپله ګُمانی وینا شریعی عواقب ولری.د امان اللّه خان په هکله ستاسی قضاوت چه ګواکی خپل پلار ئې وژلی دی، کوم عقلی او شریعی سند په لاس کی نه لرې بناً دا یوه افتراء او تهمت دی چه تر سره کیږی چه البته تهمت په اسلام کی نا جائز عمل ګڼل کیږی.
    ښاغلی رحمانی صاحب ته سلامونه او ښې هیلی وړاندی کوم.
    بلی: مرحوم ځلمی یو فعّال ادبی او فرهنګی شخصیت ؤ چه نیم قرن ئې په دې لیاره کی زحمتونه ګاللی دی خدای دی ورته د ټولو افغانانو او مسلمانانو او حتی ټول بشریت په ګډون جنت ور نصیب کړی.که مو وخت او حوصله وموندل لطفاً د نوموړی کتاب کوم چه تصویر ئې ښکاری د لاسته راوړلو لیاره راته وښیاست، غواړم نوموړی کتاب لاسته راوړم.
    همیشه جوړ او روغ او بریالی اوسی.
    ښاغلی انجنیر عبدالقادر ته عرض کړم چه په په ګټه به ئې وی چه د عصبانیت په وخت کی خپل ادبیات کنترول کړی.
    دا فرموده ئې ډېره پر ځای ده چه یوه ورځ به هر مجرم د محکمې د مېز تر شا درېږی او د خپلو کړو ځواب به وائی چه البته ښاغلی انجنیر باید په دې ډېر خوښ نه شی چه ګواکی یوازی او یوازی به د ثور د اتمی غوایان محکمې ته حاضریږی بلکه د ثور د اوومی د غوایانو نوم اویا زره کاله مخکی په اِحضاری لیست کی ثبت شویدی.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder