15.05.2017 (25.02.1396)

افغان مشهور پخوانی ویاندوی ډاکټر نبي مصداق ته دغه زما پوښتنه
محمد ایاز نوري آزادي

دروند مشهور افغان شخصیت او د پښتو ژبې منلی نطاق مصداق صاحب ته سلام او درناوي تقدیم کوم. مخکې له دې، چې خپلې پوښتنې ته راشم، وایم ما لکه مطمین یم په شمېر ډېرو افغانانو لر او بر دغه ستا خدای درکړي غږ یا آواز سره یوه خاصه علاقه لرلې ده. ټولو ته معلومه ده، چې خصوصاً تر ۲۰۰۰ز کال پورې د بی بی سي راډیو او پښتو سرویس يې حقیقتاً، چې پخپل ځای کښې د خبرونو، فرهنګ او افغاني تقافت لپاره نه هیریدونکی خذمت تر سره کړی دئ.

تاسو جناب د می د میاشتې په اتمه د ( حکمتیار د جنګ او سولې مخکښ ) تر عنوان لاندې لیکنه مو افغاني رسنیو د نشرلپاره  ورکړله. ما دغه ستاسو په زړه پورې لیکنه ولوستله او د محتواء څخه یې هغه پاراګراف، چې ستاسو د اړیکو ټیګیدل د پخواني یا وروستي افغان پاچا اعلیحضرت مرحوم محمد ظاهر شاه او زوم یې والاحضرت سردار جنرال عبدالولي او بیا مو روم ته تګ تشریح شوی، دلته ورځینې را اخلم: « پخوانی پاچا ډېر نرم مزاجه او صبور شخصیت و. په خپل ټول عمر کې یې یوازې د پاریس له لومانډ ورځپاڼې سره یوه مرکه کړې وه. له رادیو او تلوېزیون سره خو هیڅ مخامخ شوی نه و. ځکه هم څلور میاشتې یې ونیولې چې ما هغه د ده د تره  زامنو، سردار ولي او سلطان محمود غازي لخوا وهڅاوه چې بي بي سي پښتو خپرونې سره چې ټول مهاجر او په داخل کې افغانان یې اوري، یوه مصاحبه وکړي. پاچا حاضر شو او زه روم ته ورغلم او د لومړي ځل لپاره مې د اعلیحضرت او سردار ولي سره ولیدل. دوی غوښتل چې زما له خولې واوري چې څوک یم. ما سردارولی ته وویل چې زه د ځاځیو د اربکي د لښکر د مشر، حاجي کهندل خان زوی یم او کله چې ځاځیو ستا د پلار، شاه ولي خان او تره شاه محمود خان چې تقریبًا شپږ میاشتې په ځاځیو کې مېلمانه وو او د کابل د نیولو په فکر کی وو، نادرخان، ستا پلار شاولي خان او ستا تره شاه محمود خان، د ځاځیو یوې لویې جرګې ته چې د افغانستان د آزادۍ لپاره راغوښتل شوې وه، جرګې ته وویل چې تاسې (ځاځي) یو تجار قوم یاست او دا دئ څو میاشتې د خپل کار او تجارت پر ځای زموږ کوبه توب کوی. موږ له تاسو څخه درې غوښتنې لرو چې هم به ستاسو او هم زموږ راتلونکی پرې روښانه شي. نادرخان د وروڼو په مشرۍ وویل چې ټول شاوخوا قومونه، یا سقاوي شوي او یا هم په کوم مخالفت کې نه دي را پورته شوي؛ خو سقاو زموږ په سر انعام ایښي . موږ هغه ته تسلیم کړئ، له یوې خوا به تاسو ته انعام درکړي او له بلې خوا به موږ هم ستاسې له مخې لرې شوي وو. دویم دا چې موږ ته ووایاست چې را څخه په تنګ شوي یاست او له ځاځیو نه مو وباسئ او درېیم دا چې ملا را سره وتړئ چې کابل ونیسو. د جرګې سپین ږیرو، وروڼو ته وویل چې موږ غواړو ستاسو په غیاب کې په دې درې واړو غوښتنو خبرې وکړو.                                             

په جرګه کې هیڅوک هم حاضر نه و چې مېلمانه د پیسو په مقابل کې وپلوري او یا هم مېلمه ته ووایي چې موږ درڅخه په تنګ شوي یو او باید له ځاځیو نه ووځي. نو پرېکړه وشوه چې د اربکیو لښکر جوړ کړي او زما د پلار او شاه ولي خان په مشرۍ کابل ته په حرکت کې شي.  ما سردار ولي ته د ده او زما د پلار ځینې د جنګ نورې یادونې هم وکړې او هغه وویل چې عینًا همدا خبرې مې راته پلار هم کړې دي، ولې ته په کابل کې ماته نه یې راغلی چې ما به داسې او هغسې کړې وو. بیا نو چې د درې نورو مصاحبو لپاره ایټالیه ته ورغلم؛ نو د یو ښه دوست په صفت به یې له ما سره، پېش امد درلود.» ( نبي مصداق ، نوموړې مقاله، ۸/۰۵/۲۰۱۷  افغان جرمن انلاین)

ښاغلی مصداق صاحب: ما لیکونکي د ۱۹۹۴ز کال په اوړي کې ستاسو د آریوب ولسوالی په هغه د غونډی په سرعسکري چوڼی کې د مین پاکولو په پروژه کې د ۶ میاشتو په موده د مامور په حیث تیرې کړي دي، لاکن دغه د علیخیلو سیمه اوس زما نه هیره ده، خیر ستاسو د توضیح په اړه لومړی زه عرض وکړم، چې نادر خان لکه د انګریز یو باوري موظف شوی کس پس له ښه سوچ څخه  دغه درې وړاندیزونه تاسو ځاځیو ته مخته کړي ول او په دې حقیقت دغه مکار جنرال ښه پوهیده، چې دغه پښتانه ځاځي افغانان دومره بیغیرته او بی مروته نه دي، چې ما سقاو باندې خرڅ او یا مې له خپله کوره وشړي، راځه د دوی احساسات په دې چل ښه راوپاروه. له بلې خواء لکه څنګه چې د زمانې بهیر، بی پروا وښودله زمونږ د معاصر تاریخ یوه لویه ملي غمیزه همداء په ۱۹۲۹ز کال کې د اماني دولت له منځه تلل او د استقلال د باني اعلیحضرت غازي امان الله خان تبادله د یوه بی سواده غله حبیب الله مشهور په بچه سقاو سره ګڼل کېږي. دا چې ستاسو مرحوم والد الحاج کهندل خان صاحب بیا د غلواکي د سقوط لپاره د نادر خان او وروڼو یې یعنی شاه ولیخان سره یو ځای د لويې پکتیا د ځاځیو څخه د کابل په لور مجاهدت کړی دئ د یو ځانګړي تاریخي اهمیت څخه برخورداره پېښه ده. په ضمن کې دلته زما مخته د همدې لويې تاریخي پېښې د یو بل او یا اصلي او لومړي اتل خدای بخښلي جرنیل یار محمد خان وزیري د خاطرو یو کتاب پروت ده، او هلته ستاسو د زوکړې د سیمې یعنی د ځاځیو د علي خیلو په علاقه کې جنرال نادر خان د افغاني جرګې سره په قراڼ مجید تعهد کوي، چې د غلواکي د سقط څخه به پس د افغانستان شاهي مقام د استقلال محصل غازي امان الله خان ته بیرته تقدیم کوو. جرنیل صاحب یار محمد خان وزیري په دې خورا مهمې او برخلیک ټاکونکې مسلې پخپل کتاب ۲۵۳ مخ کښې څه داسی لیکي:

(( د افغانستان د خپلواکي او نجات تاریخ، کتاب ))

 

 

 په علیخیلو کښې زموږ مشرانو او د سپاه سالار لومړی غونډه 

 

 کله چې موږ مشران د مولوي الله نواز او فیض محمد ګردیزي په ملتیا چوڼی ته ورسېدوسپاه سالار صاحب شخصاً موږ خپل میلمستون ته رهنمائي کړو. وروسته تور چای راوړه شو او په جرګه باندې پیل وشو.. لومړی سپاه سالار محمد نادر خان خبری او وینا آغاز کړه، ځکه چې هغه زموږ کوربه او میلمه پال وه.

د نادر خان وینا

عزیزانو! د څښټڼ تعالی زیات او زیات شکرونه ادا کوم، چې ستاسو په څېر مېړنو سره یې زما ملاقات مهیا او تر سره کړ او هم د احد ذات شکرونه ادا کوم، چې تاسو د قوم ننګیالي مشران د مریاڼي یار محمد خان په زیار او کوښښ سره د وزیرستان څخه چې د انګریزانو تر اثر لاندی دئ د خپل افغان وروڼو او خویندو د عزت پر ځای کولو او د وطن د نجات لپاره تر علیخیلو  رارسیدلي یاست. زه د ځان او نورو راسره مل ملګرو او د خپلو دوو وروڼو شاه محمود او شاه ولي په نمایندګي ستاسو راتګ ته هزار هزارهر کلی او ښه راغلاست  وایم. ستاسو هغه جنګیالي چې د خوست په جګړه کښې په شهادت رسیدلي دي، الله پاک دې د نبي کریم (ص) د اصحابو په کتار کښې حشر کړي، یقین او باور لرم چې د افغانستان په تاریخ کښې به د هغه شهیدانو او ستاسو هر ننګیالي نوم په طلائي خط سره لیکل کیږي. [ عجیبه وینا ده، تاسو جناب نادر خان، چې په الله او د هغه په رسول او د تاریخ په قضاوت مو لا په دې دنیا کښې دومره کلک باور درلود، بیا مو څنګه د عهد په ماتولو د بادشاهي مقام ځانته غضب کړ او دومره ناحقه قتلونه مو بدون د شرعی حکم تر سره کړل...لکه ستاسو په مخامخ امر د غلام نبي خان چرخي هغسې په وحشیتوب وژل؟!، زه لیکونکی ]

عزیزانو! اجازه راکړئ چې د زړه خواله هم درسره وکړم. زما پوره شپږ میاشتې ووتې چې د جنوبي په غرونو کې د مقدس هدف په نیت استوګن او مسافر یم، په دې اوږده مدت کښې هر څه مې هڅه او تلاش وکړ، چې د پکتیا ولس په څنګ کښې ودروم د هغه هم څه نتیجه په لاس رانغله. هغوی مالره دا ګوته نیسي چې ما ولې پخپل نوم باندې سلطنت نه دئ اعلان کړی. [ زه لیکونکی د نادر خان دغه دلیل تردید کوم، کیدای شي یو څو کسو دستوري د پکتیا دا مشرانو د هغه د لا شهرت او راتلوونکي زعامت لپاره داسی چاپلوس اظهارات چیرته کړي وي، اما دا نیوکه یې په عام کې زه نه منم] حضرت نورالمشایخ هم زما په وړاندې د جنوبي قومونه راپارولي دي. دلته د اعلیحضرت امان الله خان په نوم یادولو سره سر له تن څخه بیلېږي. [ نادر خانه! درواغ وايې او مبالغه کوې، که ته جناب حقیقت وایې، بیا دې ولې د ًآن په تعهد د غازي امان الله خان د یوه مخلص فدايي کومانډر یار محمد خان سره د مهاجر شوي امان الله خان د بیرته هیواد ته د دعوت او شاهي مقام سپارل په هم هغه پکتیا کې ومنل؟] امان الله خان هم مجبور شو چې وطن پرېږدي، زه هم اوس ډېر نا امیده او پرېشانه یم او نا امیدي راباندې غلبه کړې ده.اوس چې تاسو عزیزانو د افغاني ننګ او غیرت د پر ځای کولو لپاره ملاوې تړلي دي زما امید قوي دئ چې په ګډه به ان شاء الله کامیاب شو .

د جرنیل یار محمد خان وزیري وینا

« سپاه سالار صاحب! نن چې دا ننګیالي او جنګیالي د عليخیلو په سپېره ډګر کښې خپل کاکونه پخوي، دوی خاص د اعلیحضرت غازي امان الله خان د هغه فرمان په اعتبار راغونډ شوي دي چې د ۱۳۰۸ کال د حمل په دولسمه نيټه په شاه جوی کښې مالره وزیر صاحب عبدالاحد خان سپارلی وه

دغه کپن اغوستی اماني مخکښې لیکي: « د ۱۳۴۸ هجري قمري کال د ربیع الثاني یوویشتمه نېټه وه چې سهار په لسو بجو باندې د عليخیلو په چوڼی کښې چې د محمد نادر خان مقر وه د مشرانو غونډه جوړه شوه او په دې غونډه کښې سپاه سالار محمد نادر خان، کرنیل سردار شاه محمود خان، مولویي صاحب الله نواز خان، حاجي صاحب نواب خان، زلمی خان منګل، زمرک خان ځدران، سنګ خان منګل، عبدالغني خان ګردېزی، فیض محمد د حاجي نواب خان زوی، غونډ مشر صاحب نور محمد ګردېزی، سردار صاحب امین جان د اعلیحضرت امان الله خان ورور، فقیر محمد خان مومند د اعلیحضرت غازي امان الله خان په دوره کښې د جنوبي سمت د ځنګلونو رئیس، حاجي صاحب جان خان سربلند، سید خان او لیپت خان د ځاځیو د ګل غونډی، شېر جان تڼی، سدو خان تڼی، شادیخان دوړ او د وزیرو او مسودو ټولو مشرانو زما تر قیادت لاندې ګډون درلود د جرګې او غونډې د ګډون کوونکو د اوږدو خبرو نه وروسته موږ مشرانو او سپاه سالار محمد نادر خان په دې لاندینۍ پرېکړه تعهد او پیمان وکړ:

محترم مصداق صاحب! دلته د کتاب په ۲۵۹ - ۲۶۰ مخونو کښې پوره ۱۵ مادې ذکر شوې دي، چې زه لیکونکی دلته ورځینې ۱-۴-۵-۶مادې  راوړم.

لومړی ماده: د ټولو قبیلو او قومونو مشران دې خپل جنګیالي وطن ته تر نجات ورکولو پورې ترغیب کوي.

څلورمه ماده: د کابل تر نیولو پورې دې سپاه سالار صاحب په علیخیلو کښې ځای پر ځای وي او کرنیل شاه ولیخان دې د سپاه سالار په وکالت د لښکرو سره مل وي.

پنځمه ماده: د وطن د نجات نه وروسته دې اعلیحضرت غازي امان الله خان سلطنت کولو ته راوغوښتل شي او یا دې د ده د خیلخانې څخه وبل اهل ته سلطنت وسپارل شي. [ څومره یوه واضحه فیصله شوې، یعنی حتی د غازي امیر امان الله خان د انکار په صورت کښې هم جنرال نادر خان مطرح نه وه، بلکې د مشر غازي د کور څخه کس یو ورور یې باید زموږ د افغانستان پاچا ټاکل شوی وای، زه لیکونکی]

۶- د اعلیحضرت غازي امان الله خان تر راتګ پورې به سپه سالار صاحب د سلطنت وکیل وي.

کپن اغوستی اماني یار محمد خان وزیری د کتاب په ۲۶۱مخ کښې بیا داسی لیکي:

« د جرګې د پرېکړې او فیصلې نه وروسته سپاه سالار صاحب محمد نادر خان چې ډېر پرېشانه او نهیلی وُ، زموږ مشرانو څخه یو ځل بیا تعهد واخیست چې مونږ به د کابل تر نیولو پورې او د حبیب الله د طاقت تر محوه کولو پورې د دوی تر څنګ ولاړ یو. موږ چې د افغاني ننګ او عزت د پر ځای کولو له پاره ملاوې تړلې وې، د محمد نادر خان سره مو عهد او تعهد وکړ چې د خپلو ځانونو تر قربان کولو پورې د وطن د نجات لپاره جنګېږو. همدا د ځاځیو د علیخیلو د غره چې د سفر غره په نوم یادېږي، جرګه کښې نادر خان زموږ مشرانو سره په قرآن لاس لیک وکړ چې د جرګې ټولو پرېکړو او فیصلو ته به غاړه ږدي او له حبیب الله سره به مصالحه نه کوي.»

 

درې منافقین له کینې خوا، نادر خان، هاشم خان، شاه محمود خان


د سلطنت پر سر د مشرانو دوګانګي او د نادر خان عهد شکني

په افغاني غیرت او صداقت سمبال او په پلازمینې کابل مطلق حاکم جرنیل یار محمد خان وزیری د تاریخي کابل د فتحې څخه پس د خپل کتاب په ۳۲۹-۳۳۳ مخونو کښې د پورتني عنوان لاندې څه داسی لیکی:

« د کابل د فتحې کولو څخه [پس] د کابل ښار او کابلیانو د حفاظت له لپاره زما جنګیالیو په ډېر اخلاص او صداقت سره ګزمې او پیرې کولې. محمد نادر خان په ځاځیو کښې وه. په کابل کښې د ارګ په فتح کولو سره نه حکومت وه او نه دولت. د سلطنت اصلي وارث او خاوند د هیواد څخه بهر وه. د هغه راتګ په یوه ورځ او یوه هفته سره نه کېده او بل داسی نامي شخصیت هم نه وه چې د اعلیحضرت غازي امان الله خان تر راتلو پورې د مملکت چارې ورته وسپارل شی او یا په هغه باندې اعتماد او باور وشي. سپه سالار محمد نادر خان د ځاځیو په علیخیلو کښې موږ د قومونو مشرانو ته ډاډ راکړی وه او هم یې په قرآن باندې راسره لاسلیک کړی وه، چې د فتحې او کامیابي په صورت کښې به اعلیحضرت غازي امان الله خان او یا د سراج د کورنی کوم بل غړي ته تاج او تخت سپاري. د ارګ د نیولو او د کابل د فتح کولو څخه درې ورځې وروسته محمد نادر خان کابل ته راورسېد. د میزان ۲۳ نېټه وه چې موږ قومي مشرانو د کابل د فاتح لښکرو او سپاه سالار صاحب د ښار په طرف حرکت وکړ. زموږ جنګیالیو ډولونه وهل، ملي سندرې او غاړې یې ویلې د خوشالي اتڼونه وو او هم د زنده باد غازي امان الله خان نارې په ټوله لار کښې پورته وې او په همدې څېر سره هغه قصر ته ننوتو چې د هغه قصر سپین دیوالونه زما جنګیالیو په خپلو وینو رنګولي وه . محمد نادر خان او موږ قومي مشران هغه محل ته ولاړو چې ارګ کښې دوی ورته سلامخانه نوم اېښودلی وه. دلته د کابل ښار مخور او پاتې سرداران د سپاه سالار هر کلي ته راغلي وو. د سفارتونو یو شمېر غړي هم تر سترګو کیده. خلکو د محمد نادر خان ښه تود هرکلی او ښه راغلی وکړ. نادر خان د مجلس د صدر محل ته ولاړ. یوه لنډه وینا یې وکړه. خپل زحمتونه او تلاشونه یې بیان کړه. د وطن د نجات ټولې کارنامې یې په خان او خپلو وروڼو پورې وتړلې. موږ ټول د قومونو مشران د ده د سترګو تر نظر لاندې ناست وو، ولې زموږ د خدمتونو او هڅو یې لږ شانته هم یادونه ونکړه. د خپلو ربړو او تلاشونو د یادونې څخه یې وروسته د سلطنت په اړه څه یادونه هم وکړه او د اعلیحضرت غازي امان الله د بیا راوستو وړاندیز یې وکړ او د دې وړاندیز سره جوخت د مال او مقام وږو او تږو او چاپلوسو افرادو نادر خان ته د بعیت کولو لاسونه اوږده کړه چې په دې افرادو کښې یو شمېر د قومونو او قبیلو مشران او د امان الله خان ورور هم شامل وه. [ زه لکه یو افغان پوښتم چې نادر خان ولې د بادشاهي د مقام سپارل بهر کښې مهاجر غازي امان الله ته د وړاندیز په شکل مخته کړل، دا مسله خو پخواء د قرآن په قسم فیصله شوې وه، نادر خان که د قرآن قول ته ژمن وای، باید ځان یې حاضرینو ته د بادشاهي مقام موقت سرپرست معرفي او هم هلته یې تلګرافچي ته امر صادر کړی وای، چې روم د ایټالیا ته په دغه متن تلګراف صادر کړه: حضور د غازي امان الله! کابل فتح شو، تاسو بیرته هیواد ته حرکت راوکړئ...؟! لیکونکی] موږ د وزیرو او مسودو مشران په همهغه ځایونو باندې ناست وو او زما ملګرو مشرانو زما د حرکت انتظار ایسته.» [ دلته معلومه شوه چې کپن اغوستي وفادار یار محمد خان نادر خان ته ورنغی او بعیت یې ورته ونکړ،لیکونکی]

 

محمد نادر خان ته د هغه د عهد شکنۍ یادونه

کله چې د ارګ په سلامخانه نومي محل کښې د محمد نادر خان د راتګ په ویاړ او مناسبت غونډه پای ته ورسېده او یو شمېر افرادو د آینده مقامونو د ګټلو په اسره محمد نادر خان سره بعیت وکړ، موږ د وزیرو او مسودو د جنګیالي قومونو مشران بی له تم کېدو څخه د ارګ څخه راووتو، خپلو سنګرونو او مورچو ته راغلو. په سبا چې موږ د لښکر مشران سره جرګه وو او په دې جرګه کښې فقیر محمد خان مومند د ځنګلونو رئیس مالره مخ کړ: « یار محمد خانه! ما په ګل غونډی کښې ستا تر غوږ رسولې وه چې محمد نادر خان دې تېر نه باسي. د تېرې ورځې بعیت ښه سیاسي لوبه وه.» د فقیر محمد خان وینا ټولو قومي مشرانو په غوږو واورېدله. ما په همهغه ګنټه  رئیس فقیر محمد خان ته یادونه وکړه، اوس هم د کابل اداره زما په لاس کښې ده او د کابل په ټولو کوڅو  او محلو کښې زما جنګیالي پیره او ګزمه دي. هغه شخص چې تاسو د سلطنت د معین په توګه په ګل غونډی کښې راته په ګوته کړی وه تا ولیدل چې هغه ډارن لومړنی فرد وه چې د محمد نادر خان سره یې بعیت وکړ. ما د هغه د خاندان او د هغه د ورور په خاطر دا ټولې وینې وبهولې اوس به هم د وینو ویالې جاري کړم ولی کاشکې د خپلواکۍ محصل [ غازي امیر امان الله ]رالره نژدې وای.

زمونږ د هم هغه ورځې د خبرو راپور کوم کس سپاه سالار محمد نادر خان ته رسولی وه. [ د نادر خان جواسیس بیا وخته د اماني جرنیل تر څنګ ورسره موجود ول، لیکونکی] په سبا چې د میزان د میاشتې ۲۵ نېټه وه، شاه محمود خان او محمد ګل خان مومند زموږ د وزیرو او مسودو مشرانو احوال پرسي ته راغلل او راته یې یادونه وکړه چې محمد نادر خان زیاته هیله او آزرو لري چې نن ورځ په ځانګړي توګه ستاسو سره وګوري. ما د نادر خان دعوت ومانه. د فتح خان سردار په کور او لارو کښې د ګردېزیانو، ځاځیو او موسی خیلو د سړو پیرې او ګزمې وې. منزل ته په ننوتو سره سپاه سالار صاحب زموږ هر کلي ته راوتلی وه. پس له روغبړ یې یادونه وکړه: « د افغانستان ملت او زه شخصاً ستاسو قهرمانانو مدیون یم. د وطن د نجات په لاره کښې ستاسو هر یو خدمت به ان شاء الله په دنیا او آخرت کښې ضایع نشي. ما هم تاسو عزیزانو ته د همدې لپاره بلنه درکړه که چیرې زموږ تاسو په لیدنه کښې ځنډ راته، چې تاسو ګیله من نه شئ. زه نن هم په هغه پیمان ولاړ یم چې موږ تاسو په ځاځیو کښې ورباندې دعا کړې وه.» [ فکر وکړو، مکارتوب او دوکه ورکول هم یو انداز لري، خو په دغه نادر خان تمامه وه، لیکونکی] د سپاه سالار محمد نادر خان د خبرو د اتمام وروسته الله نواز خان، زلمی خان منګل، عبدالغني خان ګردېزي او محمد ګل خان هم څه یادونې وکړې. د هغوی نه وروسته ما د وزیرو او مسودو د ټولو مشرانو په نمایندګي څو کلمې د مجلس حاضرینو ته په ګوته کړې او اشارتاً مې د اعلیحضرت غازي امان الله خان  بیا راوستو ته یادونه وکړه: « سپاه سالار صاحب! د الله په نصرت او د قومي مشرانو په همت او مېړانه کابل فتح شو. د حبیب الله د شر او فساد د هیواد د یوې برخې څخه ټول شوی دئ. په کندهار، مشرقي او شمالي کښې اوس هم د هغه پلویان فعال دي او بهانې لټوي. اوس موږ ټولو ته په کار ده چې د علیخیلو په پیمان باندې عمل وکړو چې د نورو وینو تویولو جلوګیري په همدې کار وشی.» [معنی، نادر خانه! ناحقه شاهي مقام ته ختلی یې د هغه قرآن په باور او درنښت، غازي امان الله خان بیرته هیواد ته ر ادعوت کړه، لیکونکی] سپاه سالار محمد نادر خان چې پوره هوښیار او زموږ د هر یوه قومي مشر طبعیت او مزاج یې درک کړی وه او زموږ په مینځ کښې د هغه سړو د بېلا بېل مشر مالي، مقامي او فردي تمایلات په ښه توګه بیان کړي وو په مجلس کښې زما د خبرو په اړوند د څو شیبو سکوت او مکث څخه په ځانګړي توګه موږ د وزیرو او مسودو مشرانو ته په خوږه وینا سره وویل: « عزیزانو! ستاسو خدمتونه په دین او دنیا کښې نه ضایع کیدونکي دي. ستاسو د خدمتونو دین پر موږ ټولو باندې واجب دي. دا هم تاسو د قوم مشران واست چې د یو څو رهزنانو څخه مو وطن ته نجات ورکړ. خدای (ج) دا عظیم دنیوي او اخروي افتخار ستاسو په برخه او نصیب کړ. نن زه د علیخیلو پر هغه عهد او پیمان ولاړ یم. تاسو د غیرو مسوولو افرادو خبرو ته غوږ مه ایږدی او مه د هغوي احساساتي حرکاتو ته خپلې سترګې اړوی. په وطن کښې د آرامي او امنیت راوستلو وروسته ستاسو عزیزانو هره فیصله زموږ د وروڼو فیصله ده.»[ هو! عجیبه ده د انګلیس په مکتب کښې لوستی بابا خپلو کوچنیو اولادو ته نصیحت وکړ، لیکونکی] د ماسخوتن ډوډی مو د سپاه سالار محمد نادر خان سره د فتح خان سردار په منزل کښې وخوړه او د خدای په اماني په حالت کښې چې محمد نادر خان په یوه لاس کښې زما لاس نیولی وه او په بل لاس کښې یې د انګور خان لاس وه، زموږ د ډاډ لپاره یادونه وکړه: « یار محمد خانه! ان شاء الله و تعالی چې درست کارونه به قدم په قدم درست شي. د اعلیحضرت امان الله خان سره به موږ په تماس کښې شو، چې خپل وطن ته راستون شي او دا کار یو څه وخت غواړي.» [ یو څه وخت؟ بیا لومړی په څلورو کالو تبدیل شو او بیا په دایمي، لیکونکی] د سپاه سالار محمد نادر خان وروستنیو خبرو موږ لره اطمینان راکړ چې هغه په خپل عهد او پیمان باندې ولاړ دئ چې یې زموږ سره د ځاځیو په علیخیلو کښې کړی وه.

محترم مصداق صاحب! دلته زما دغه لیکنه کښې بنسټیزه موضوع دا ده، چې د کابل شاهي ارګ د سقاو د زوی څخه د قرآن مجید په تعهد د غازي امان الله خان په بیرته و هیواد ته د رابللو او هغه ملي قهرمان ته د شاهي مقام د بیرته سپارلو په نوم د مشر غازي د یوه کپن اغوستي عسکر جرنیل یار محمد خان وزیري ( رح ) له خواء نیول شوی دۍ. ستاسو محترم پلار حاجي صاحب مرحوم کهندل خان چې په دغو مهمو حادثو کښې یو حاضر او مهم کس وه، تاسو جناب ته د هغه د زوی په حیث څه ویل او کوم نظر یې درلود.

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

 

Kommentar schreiben

Kommentare

  • A. Halim Hakimi (Dienstag, 16. Mai 2017 15:47)

    "ستاسو محترم پلار حاجي صاحب مرحوم کهندل خان چې په دغو مهمو حادثو کښې یو حاضر او مهم کس وه، تاسو جناب ته د هغه د زوی په حیث څه ویل او کوم نظر یې درلود."

    And also if Dr. Nabi Misdaaq can kindly take the time to make a comment on following:

    Dr. Nabi Misdaaq was an active invited participant in gatherings abroad attended by foreign policy makers setting guidelines for the future of Afghanistan, while there were no representative from the government of Afghanistan.

    Whose interest where you representing there and the bases for you to be chosen being there?

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder