28.08.2018 (06.06.1397)
افغان حکومت؛ پېچلی امنیتي او سیاسي وضعیت

نظرمحمد مطمئن - لیکوال او شناند

په افغان حکومت کې وروسته له ډاکټر غني، تر ټولو د ډیر واک لرونکی شخص، د امنیت شورا مشر حنیف اتمر استعفی او د حکومت د مشر لخوا یې منل، په دوېمه ورځ (۲۶ اګسټ ۲۰۱۸)  یې د دفاع وزیر بهرامي، د کورنیو چارو وزیر برمک او ملي امنیت لوی رئیس معصوم ستانکزي لخوا د حکومت مشر ته یوځایې د استعفاوو وړاندي کېدل، خو د ډاکټر غني له خوا نه منل، تاوده بحثونه را ولاړ کړي.

ښاغلي اتمر په خپل استعفی لیک کې ویلي: "د دولت له رهبري سره  د ملي اجماع، سولې او امنیت، سیاسي مدیریت او ټاکنې، ښې حکومتولي، سیمئیز او نړیوالو اړیکو اړوند د جدې مخالفت له امله استعفی کوم. "

له مودي راهیسي د ډاکټر غني او حنیف اتمر تر منځ د اختلاف نظر خبرې اوریدل کېدي، ویل کیږي چې ښاغلي اتمر د لوی اختر څخه مخکې استعفی وړاندي کړي وه، ډاکټر غني ورڅخه غوښتې وو چې له اختر وروسته دا کار وکړي، ځکه افغان حکومت تمه درلودله چې طالبان به په لوی اختر (۲۱ اګسټ ۲۰۱۸) کې د څو ورځو لپاره اوربند اعلان کړي، او که اتمر استعفی ورکړي، بیا به طالبان افغان حکومت لا ډیر کمزوری وګڼي او له اوربند څخه به په شا شي.

دا هم ویل کیږي چې څو میاشتي مخکې عمر زاخیلوال، په اسلام اباد کې افغان سفیر هم د حکومت مشر ډاکټر غني ته استعفی وړاندي کړي وه، ولي ډاکټر غني د هغه استعفی ځنډولي او له هغه یې غوښتې چې تر څه وخت پوري په خپله دنده پاتې او کار وکړي.

ځینو رسنیو د اګسټ ۲۵ مه، ۲۰۱۸، راپور ورکړ چې ډاکټر غني  د دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت مشر څخه هم غوښتې چې له دندو استعفا وکړي، او نن ورځ چې هغوی تشه ولیدله، یو ځایې یې استعفاوي وړاندي کړي، خو ډاکټر غني دا کار او د هغوی یو ځایې استعفا منل خپل سیاسي انتحار وګاڼه. شوني ده چې په راتلونکي وخت کې د دوی سربیره ځینې نور لوړ پوړي چارواکې هم له دندو ولاړ او یا یې پريښودو ته مجبوره کړل شي.

پرته له شکه چې د حنیف اتمر ځای به د ګډ حکومت کوم بل کس ډک نه کړي، ولي حنیف اتمر هم غوښتل چې په دغه حساس وخت کې د راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو او یا لنډمهاله حکومت اړوند خپل کمپاین ته وخت ولري.

احمد الله محب به وکولای شي چې د ګډ حکومت لپاره د امریکایې  او بریتانوي چارواکو په دننه کې ښه کمپاین وکړي، ولي اوس وخت ډیر ناوخته دی.

حنیف اتمر که څه هم د افغان حکومت په مشرې له طالبانو سره د سولې خبرو پلوی وو، ولي د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو مخالفت یې هم نه کاوو، دا ډول په راتلونکي ماسکو غونډه (۴ سپټمبر ۲۰۱۸) کې د افغان حکومت د استازو ګډون یې هم پر ځای کار ګاڼه.

داچې امریکا په وار وار له ډاکټر غني څخه غوښتي چې خپل سیاسي مخالفینو سره جوړجاړی وکړي، دوستم بیرته هیواد ته راوستل شو، صلاح الدین رباني او عطا نور سره پتې خبرې رواني دي، د حراثت او ثبات شورا مشر استاد سیاف ملاتړ تر لاسه کولو هڅې کیږي، او بل خوا د شمال ټلوالې پخوانیو غړو غوښتنه وه چې حنیف اتمر او معصوم ستانکزی باید له دندو لیري شي، بیا به له ډاکټر غني سره سیاسي جوړجاړی کوي.

حنیف اتمر به کله هم د امریکا او بریتانیا ملاتړ له لاسه ورنه کړي، په بریتانیا کې یې د امنیت برخه کې روزنه لیدلي، له امریکا / ناټو سره یې پر امنیتي او فاعي تړون لاسلیک کړی.

د ټاکنو اړوند ویل کیږي چې د افغان حکومت په دننه کې ستونزې شتون لري، او حنیف اتمر به هڅه کوله چې راتلونکي ولسي جرګې ټاکنو کې د پام وړ شمیر ځوانان راولي، زما لیکوال په اند د ولسي جرګې د ټاکنو د سبوتاژ هڅې د افغان حکومت له دننه د ځینو کړیو لخوا کیږي، او نړیوال هم د پخوا په وخت د ټاکنو لیوالتیا نه لري.

ویل کیږي چې حنیف اتمر د کورنیو چارو وزیر سره په ګډه پر داسي پلان کار کړی وو چې نا مسؤل وسلوال باید ونیول شي، کوم چې د ډاکټر غني لخوا نه یوازي رد شوې، بلکې د هغه د ناخوښي لامل هم ګرځیدلی وو، او د حنیف اتمر اختلافات ورسره لا زیات شوې وو.

د زابل پخواني والي خیال محمد حسیني هم په زابل کې د سولې اړوند په لوړه کچه ځینې مهم فعالیتونه د حنیف اتمر په خوښه او اجازه تر سره کړي وه، کله چې د حنیف اتمر سره رقابت کوونکي له همدې پټې معاملي خبر شول، د ډاکټر غني ذهنیت یې بل لورته واړاوو، او حسیني یې مجبوره کړ چې استعفا ورکړي.

د غزنې جګړه او د لوی اختر په ورځ په کابل کې راکټې بریدونه د امنیتي ادارو په اوسني وضعیت بې تاثیره نه وو، د غزني جګړې اړوند ډاکټر غني ته په لومړیو کې ناسم معلومات ورکول شوې وو، کله چې د اجرایه رئیس دوېم مرستیال انجنیر محمدخان له ډاکټر غني سره ولیدل، همهغه وخت ډاکټر غني د غزني په ګډ وډ امنیتي وضعیت پوه شو، او دا ډول د لوی اختر په ورځ ارګ ته نږدي د عیدګاه جومات له سيمې څخه د راکټونو توغېدل، او د چارواکو ویرېدل، هغه څه وو چې ممکن ډاکټر غني به یې پر خپل امنیتي ټېم  بې باوره کړی وي.

امریکا پلوي پخواني چارواکي، چې اوس مهال له دندو لیري شوې او د حکومت په سیاسي مخالفت کې ولاړ دي، ځینې امریکایې چارواکي او ډیری افغانان په دي نظر دي چې د افغان کشالې د ستونزې د حل یوه لاره لنډ مهاله حکومت دی، حتي تر دي چې فکر کوي کومه ورځ به ډاکټر غني هم له دندي استعفی ورکړي، ممکن له همدې امله به وي چې حنیف اتمر استعفا ورکړي وي، ځکه د راتلونکي موقت حکومت د مشرې لپاره د عمر داودزي، حنیف اتمر، حضرت عمر زاخیلوال او انوارالحق احدي نومونه یاديږي.

که لنډمهاله حکومت نه جوړیږي، بیا هم حنیف اتمر تمه لري چې د امریکا او بریتانیا او سیمئیزو هیوادونو ملاتړ (پرته له ایران) له ځان سره ولري، که وکولای شي چې راتلونکي ولسمشریزه ټاکنې وګټي.

اتمر پوهیږي که په ماسکو غونډه کې د افغان حکومت استازي ګډون ونه کړي، هغه سيمئیزه اجماع چې دوی یې تمه درلودله، هغه اجماع به هم د طالبانو په ګټه تمامه شي، ځکه د ماسکو غونډه کې د سيمې هیوادونو استازي ګډون کوي، او هلته به له طالبانو سره مخامخ خبرې ولري، طالبان به هڅه وکړي چې د هغوی انديښنو ته ځواب ووایې.

پوښتنه داده چې د شمال ټلوالي د پخوانیو غړو له خوا په پښتونیزم تورن شوی ډاکټر غني به د حنیف اتمر او د معصوم ستانکزي په ممکنه نه شتون کې له دوی او نورو سیاسي جریانونو سره سیاسي معامله وکولای شي، که یې وکړي، نتیجه به یې د ډاکټر غني او یا هغوی په ګټه وي؟ وخت ته به انتظار وکړو.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • صابر دیدار (Donnerstag, 30. August 2018 00:02)

    ادلون بدلون په حکومت کې یو اصل ده او کیږي به
    د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت په نه ګډون هیڅ د افغانستان اصلي بچی ناخوښه نه ده یواځي ستا رنګي کسان چې د یو څه مادي ګټو په مقابل کې د پاکستان او ایران ګټو ته ژمن دي. خپلي خولې خلاصي کړې چې افغان حکومت سوله نه غواړي
    د افغانستان جګړه طالبان د دین په نوم مخته وړي اګر که موږ تاسي ټول پوهیږو چې له دین نه غلته استفاده ده
    دوۍ باید د اندونیزیا په غونډه کې ګډون کړی وای ټول علماء يې په دې قانع کړي وای چې د دوۍ جهاد برحق ده
    خو دوۍ پوهیدل چې داسې څه نه لرو چې دغه ناولي جګړې ته مشروعیت ترلاسه کړو
    هغه ؤ چې خپله هم نه تلل او له نورو علماؤ یې هم په وار وار غوښتل چې په دغه غونډه کې ګډون ونکړي
    همداشان په سعودي عربستان کې د جدې او مکې مکرمې په غونډه کې د ټولي اسلامي نړۍ علماء یې د امریکا غلامان وبلل ځکه هغوی د دوۍ دا د جهاد په نامه ناولي جګړه فتنه وبلله
    او د ملا پوتین فتوا ته مسکو ته روان دي

  • محمد (Freitag, 31. August 2018 09:43)

    دا حالت موږ د تیرو شپږو لسیزو راهیسي وینو چي هر څومره ژور نړیوال سیاسي بدلونونه راسي، د افغانستان سیاسي مافیاوي خپلي ګټي نضمینولای سي. د تحول زور ټوله د عامو افغانانو څخه وځي. یو تغیر چي د معلوماتي ټیکنالوژي انکشاف رامینځ ته کړئ دئ هغه د ولس د سیاسي شعور د کچي لوړوالئ دئ. اوس افغانان ورځ تر بلي په دې خبره پوهیږي چي دلته جهاد جریان نلري، بلکه د کافراشغالګر اوکافر یرغلګر تر مینځ ټغرو نیابتي جګړه جریان لري چي ددواړو خواوو رهبریاني یې ددحقوق الله او حقوق العباد سره علاقه نلري. په لباس، قیافه، لهجه او نورو سمبولیکوطریقو ځان د مذهبي یا سیاسي رهبري وړ ثابتونکي اصلاً د الله تعا لی پر سپیڅلي ذات ایمان نلري بلکه پر خپله ګیډه او جیب باندي ایمان لري چي دعامو وګړو د عقایدو څخه په سوء استفاده ددوئ پر سر د بهرنیو قدرتونو سره سیاسي معاملې کوي. د غزني جګړې دا هر څه عملاً ثابت کړل چي د حزب وحدت سره کلونه کلونه جنګیدونکي طالبانو د یو څو ډالرو او وسلو په بدل کي د خپل پخواني حریف حزب وحدت او شمالي ټلوالي لپاره د غزني پښتانه وځپل او د هغوئ د سیاسي حقوقو ږغ یې د جګړې په حرج مرج کي ورک کړ. طالبان باید دې خبري ته ډیر پام وکړي چي که د افغانانو د سیاسي حقوقو د غوښتني په لاره کي د حایلیدو هڅو ته دوام ورکړي نو افغانستان مسلمانان به هم د ترکانو په شان یا ددین پریښودلو ته اړ سي او د راتلونکي نیمي پیړۍ یا شاید د تل لپاره دهریان سي او یا به پ مساجدو او مدارسو کي پر دیني زده کړو بندیز ولګوي چي باڼس نه وي تولکه به نه ږغول کیږي. ځکه چي اوس عام خلګ نه پیر ته هغه د پخوا په شان ړنده عقیده لري او نه هم ملا ته. دمفتيتوب پروژه خو د مروج کیدو څخه وړاندي لا فلاپ سول. دا د کابل او شاوخوا ولایاتو یو څو متنفذي کورنیاني به خود یو څو کاله نور خپل کاروبار وچلوي. ددې نظام د سقوط څخه څه مده وړاندي استعفا ورکړه بیا په بل نظام کي تر پخوا په ښه پوسټ مقرر سه. خو بالاخره به د افغانستان سیاست د اولس د مابینه څخه سرچینه اخیستونکي مدني ټولنو لاس ته لویږي. بهرني قوتونه دې خبري ته ښه متوجه دي نو ځکه د رسنیو دلاري افغانانو ته د لیبرالیزم او دهریت په چوکاټ کي دپراخو فردي ازادیو د حصول وعده ورکوي او په دوئ کي یې ددې لاري د سیاسي نفوذ هڅي پیل کړي دي چي واقعاً هم دې هیواد ته صلحه، امنیت، پرمختګ او د عام وګړي ژوند لوړ معیار راوستلای سي، یو کوچنی شرط لري هغه دا چي موږ خپل مسجدونه وتړو او لمونځونه په کورو کي کوو. دا نه ده معلومه چي زموږ دیني علماء به تر څه وخته پوری او څومره تعداد خلګ په ژړانکه لهجه، احساساتي لهجه، د غزلو په لهجه او چغندکه لهجه باندي د منبر په تقریرونو د خپلي اغیزي لاندي ساتي؟؟؟؟؟ ډیر ژر به د خدای پاک ج لپاره جنګیدونکي یو ځل بیا مایوسه پر خپلو کورونو کښیني او د پیسو او ځواک لپاره جنګیدونکي به د هیواد د سیاست اوبه خړي پړي کړي. افغانان به تر هغو پوري د رژیمونو د ادلون بدلون د ژرندي تر مینخ میده کیږي تر څو چي دا هیواد په بشپړ ډول خپل هویت د لاسه ورکړي او په یوه کامله کالوني باندي بدلیږي.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind