20.02.2017 (02.12.1395)

افغان تاریخ به نورهم واضح کېږي

محمد ایاز نوري آزادي

زه بنده دلته پروت د پرديتوب په ټاټوبي کې د ورځې اته ساعته حکومتي کار کوم او واټن د صرف تګ مې د کار تر ځای پورې ۲۶

کیلومتره دﺉ. زه سیواء له دوو رسمي تفریحو یا په حرکت کې  او یا هم ولاړ جسمي کار ته دوام ورکوم. دا آرامتیا د وجدان لرم، چې زما له انرژي او مالیې څخه د دغې ټولنې اړ او قانوناً مستحق کسان تامین کیږي، نو که یو وخت زه له کاره ولویدم، بیا به ورته وایم، چې اوس نوتاسو جوړ کسان زما لاس ونیسۍ. دا مې ځکه په ګوته کړله، چې زه د خپل اصلي وطن ښکلي او تاریخي افغانستان  سخت پوروړی یم او اقلاّ په یوه ممکنه وسیله یې باید هېر نکړم، ضمناً زه لکه څنګه، چې زما آرزو وه او ده، فرهنګي او ملي چوپړ کې په وروسته پاتو کې ځان شمارم. زه صادقانه وایم، چې د پخواني پاچا اعلیحضرت مرحوم ظاهرشاه ویب پاڼه ( آریانا افغانستان ) کله کله ګورم او هلته هم د هر چا لیکنه نه خلاصوم. زه فقط دغه تیره د جمعې ورځ دغه سایت ته په مراجعې تصادفي مې د پاچا د یوه سر سختې مدافع ډېرې بوختې او بیکاره اغلی ملالی موسی نظام پس له اوو میاشتو!! چُرتونو او فکرونو یوه اوږده لیکنه، چې عنوان « تعهد امانت داری در بیان واقعیت های تاریخی... ۳ د فبروري » دﺉ، com.arianafghanistan.www

زما په پته ولوستله. ورپسې مې هم دغه عنوان  ته په توجه د پاچا د یوه بل پلوي شاغلي عارف عباسي تمجیدي لیکنه د اغلې نظام او زما د رټلو په باب هم ولوستله. زه اکثراً د دغو دوو او یو دوو نورو پاچا پرستو لیکنې اصلاً نه لولم او یو ډول بیزاري د هغوی  د لیکلو او حتی سبک نه هم لرم، ځکه دوی خو طرف دي او د خپلو پخوانیو لویو مادي او معنوي امتیازاتو څخه په محروم کیدو د پاچا ثنا او یواځې تمجید ته یې تبلیغات کوي. دوی هغو لوستو او منصفو افغانانو ښه پیږندلي دي. یو وخت ما لیکونکي د اماني ویاړمن دولت د وخت د یوه معززې کورنی د یوه غړي سره خبرې درلودې، هغه وویل، زه که څه هم مظلوم یم، لیکن طرف شمېرل کیږم، زما څخه ستا خبره او قضاوت د افغانانو ومخته زیاد وزن لري ځکه ته د افغانستان خلک یې او د خلکو په صف کې ولاړ او د هغوی د غوښتنو او حقوقو غږ پورته کوې، بناً که وخت لرې، حقایق خپل ولس ته ولیکه.

د نن څخه څه باندې اوه میاشتې پخواء ما د فیسبوک په انټرنټي جال کې د یوه افغان کس خاطره په نوم دې زلمی خان پښتون تر نامه لاندې ولوستله، هغه مطلب مې راوخیست او ضم د خپل آزاد نظر مې د « د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه یوه ملي تاریخي غلطي » تر عنوان لاندې د افغان جرمن ان لاین په سایت کې نشر ته ورکړ. پته ( آرشیف د افغان جرمن، زما نوم ۳۱ شمېره مقاله). د موضوع خلاصه دا وه، چې زما تحلیل دا وه، چې نادر خان د کره تاریخي شواهدو پر بناء د انګلیس د استعمار یو جاسوس وه، کله، چې هغه خوني پاچا پس له څلورو کالونو حکومت  یوه افغان قهرمان محصل عبدالخالق خان پخپل کور کې له دې نړی څخه د تل لپاره رهي کړ د هغه زوی ۱۸ کلن زلمی ظاهر خان بدون د تردید څخه د هغه وخت د انګریزي استعمار په هوکړې د افغانستان پاچا نصب شو. کله، چې  موضوع داسی وه، بیا د افغانستان بیطرفه ساتل یعنی کومه معنی لرله؟ بناً پاچا ظاهر خان که د افغانستان خلکو ته د خدمت هوډ لرلای، د روس پر ځای به هم هغه انګریز او ورسره ملګري متحده ایالاتو سره کلک په دوستي کې پاتې شوی وای، د هغوی سیاسي تړونو ته به ورغلی وای او یو وار یې، چې بنسټیز اقتصادي ستنې په هیواد کې درولې وای بیا د افغانستان د خلکو په رایه د یوه تړون څخه وتل هم کوم ډېر مشکل یا نا ممکن کار نه وه او بل دا، چې د شاغلي زلمي پښتون په حواله به نن زمونږ په ګاونډ کې هغه هم زمونږ د نیم افغانستان د مساحت اوحقه  خاورې څخه جوړ شوی داسی یو مونږ ته مُضر هیواد لکه پاکستان موجود نه وای. دا وه زما نظر، لیکن زما دغه نظر د ظاهر شاه پرستانو دغه څو مشهور شویو کسانو ته لکه د پخوا په شان د زغم وړ واقع نشو او اوس اغلې نظام یوه تنقیدي لیکنه پر ما کړیده، چې ماته د تعجب وړ نه ده. دا خو مخالفین دي، له هرې وسیلې استفاده کوي تر څو خپل مخالف بد نام کړي. همدغه اغلې نظام پخپله لیکنه کې یو ځای لیکلي: ( معلوم میشود، آقای ایاز نوري در عصر خونین اشغال افغانستان محصل در شوروی بوده و قسماً در اردوی آن زمان افغانستان هم رسمیت داشته اند...)، دلته هم دغه مخالفې خپله هڅه کړې، چې زما شخصیت ته منفی ضرر ورسوي. تحصیل او زده کړه هر چیرته، چې وي یو علمي شتمني ده، دا که زما خوښه وه یا نه وه، زه د یوه نظامي طلبه په حیث د امر تابع وم او د هغه وخت د شوروي اتحاد سره تودې او کلکې هر اړخیزې اړیکې د تحصیل په شمول اعلیحضرت ظاهرشاه جوړې او لاسلیک کړې وې، نه ما لیکونکي....!، بلی زه په افغان اردو څه کم شپږ کاله موجود وم، ما کوم ملي جنایت او ملي خیانت نه دﺉ کړی. هر وطن دوسته افغان تر اوسه په ارماني توګه وایی، چې زمونږ هغه اردو پاکستان او میا نواز شریف راته له منځه یوړله... زه تا جنابی ته دا په واضحه توګه وایم، چې هغه اردو دغه زه وم نه بل څوک، چې هر با ایمانه او د بیدار وجدان او سالم تعقل افغان یې د ړنګیدو ارمان کوي. زه یو مسلکي افسر وم، چې حربیه مکتب او حربي پوهنتون مې پخپل زیاراو دغه مظلوم ملت په پاکې مالیې سره لوستی ول. حکومتونه او زعیمان ځي او راځي، لیکن اردو لکه د ملت او ولس یوه ټوټه باید تل ساتل او درنښت ورته وشي، نوره تاسو پوی شی او منطق مو...؟!. که تاسو یا نور ورته کسان ماته د کوم خلقي او پرچمي ګوته نیسي، زه په یوه ملي مسولیت سره دا ووایم، چې له نادراتو څخه به وي، چې نه یواځې زه، بلکه زما نور اوه وروڼه او مرحوم پلار مې، نه خلقي، نه پرچمي، نه ماویست، نه اخواني او نه نادري پرست وو. هر افغان، چې کوم سند او ثبوت په دې هکله لري، خیر ده په مستعار نوم دې موضوع کې داخل شي، لیکن درواغ دې نه وايی، چې لوی خدای به یې په همدې دنیا راونیسي. ځکه زه د خدای په حضور کې وایم، چې مونږ ( پلار او زامنو د ظاهر شاه له وخته تر نن پورې یوه قرباني ورکړې ده، هیڅ رژیم ته مونږ د شخصي ګټو لپاره سر د تسلیم ټیټ نکړ او دا ساده کار هم نه ده)، البته زه په آزاد ډول وایم، چې د ګران افغانستان د ټولو سیاسي ګروپونو صفوف زما په قضاوت بی ګناه دي، رهبران یې ملت او خدای ته مسول دي. زه د دې وتلې؟ سیاسي شنونکې نه پوښتم، چې ته اوسني د ګران افغانستان سیاسي استقلال ته په کوم تحلیل ګورې، زه خو افغانستان یو نیول شوی هیواد بولم او آیا دغه د ناټو جګړه ایز سازمان، اوس په افغانستان کې پر خلکو ګلان شیندي او که د مرګ ګولګانې؟ آیا ستاسو په منطق او قضاوت دا اوس حالت د شوروي تر نیواک د ظلم پر بناء لا شدید نه دﺉ؟

 

اوس اما اصله موضوع چیرته ده، او پس له اوه میاشتو ولې اغلې ملالی نظام په یوه هغې ځانګړي خپل عصبیت او احساس د کموالي دا لیکنه زما په پته کښلې ده، عرض کوم:

بالخصوص د ۲۰۰ ز کال څخه پیل تر نن پورې په دغه نادري انګریز راوستلي خاندان پسې یو شمیر ملت پالو افغانانو داسې تاریخي اسناد او شواهد راوباسل، چې د خاندان غړي لکه نادر خان ، هاشم خان، شاه ولیخان، شاه محمود خان، داود خان او نعیم خان یې لاس تړلي ملامت د ملت په محکمه کې ودرول، د احالت د نادري پرستو غړو لپاره واقعاً د زغم وتلې مسله تمامه شوله.ما پخوا هم لیکلي، چې یو افغان شخصیت، چې کم هم نه، پوره ۴۰ کاله د افغانستان ټولواک پاتې شوی وي، اوس باید دغه کس یا په ټول کې دغه نادري خاندان اقلاً یو سیاسي لوی ګوند لرلای او په زرهاوو لوستي او هوښیار کسان د دغه ګوند غړي وای، لیکن اوس ګورو، چې د پخواني شوم پاچا پلویان یو څو کسان دي، چې ځانونه په خاصه وارخطایي، او یو ډول عصبي توب راښکاره کوي، په کره تاریخي اسنادو او نه منکرېدونکو شواهدو بیا هم دوی وايی، چې نه ( من زنده، جهان زنده )، یعنی دا، چې زه او زما فامیل د نادري کور د قدرت پر وخت آرام وه، په مادي او معنوي لحاظ بشپړ تامین وو، وزیر وم، والي وم، شاهي ارګ ته خیرامان خیرامان تلم او راتلم، نو زما د افغانستان پر ملت څه...؟!. دوی چون په هغه عمداً په نس وږي او فکر جاهل ساتل شوي ملت باندې حکومت کړﺉ دﺉ، نو دغه کسان صرف د «بلی صاحب» د جواب سره رږدي دي او د «نه صاحبه» د ځواب سره نا آشنا او قطعاً یې د اوریدو زغم نلري. زه دغه جنابانو ته وایم، چې هغه ستاسو د حکم کولو وختونه اوبو یوړل. هم هغه د قدرت پر وخت هم تاسو د افغان ولس د قبول وړ نه واست، لیکن تاسو د شیطان انګلیس د لارښووونې لاندې دغه شعار ته ښه ژمن واست، چې دغه مغرور ولس باید په یوه مړی خوراک پسې سرګردان وساتو او له بلې خواء پام، چې رانه لوستی او هوښیار او منسجم نشي او که لږ راحت په لاس ورغی، دا آزادی پال ملت لومړی زمونږ څخه خپل مشر غازي امان الله خان، چې تیار ژوندی د ایټالیا په هیواد کې د استعمار په ګولیو ټپي پروت دﺉ، راڅخه غواړي بناً دا ظالم او بې مروته، درواغجن او افغان دښمنه خاندان خصوصاُ د ۱۳۳۹ل کال پورې، چې لا زمونږ ګران مشر غازي لا ژوندی وه، لکه تراکتور د افغانستان په ولس وګرځېدل. هیڅ وطن پال افغان ته او یو ې ډلې ته یې د رښتیني سیاسي کار او فعالیت اجازه ورنکړه، له هغې جملې د ویښ زلمیانو ګران او ارجمند غړي یې نیول او وطن ته د خدمت اجازه یې ورنکړه.

اغلې نظام د خپلې انتقادي لیکنې په پای کې د بابای ملت منبر ته ختلې او زه بنده او زما مربوط قام او ولایت یې داسې غندلی او توهین کړي دي:

 

« با مطالعه مضمون آقای ایاز نوری که لینک آنرامشاهده میفرمایید، داستانی از جواب یک شاگرد بازی گوش به معلم تاریخ چنین تداعی میگردد: (خصن و خصین هر سه دختران معاویه بودند).

دلته خاص د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ دغه اغلې ظاهرشاه پرسته په یوه مثال سره ما او زما قام یا په مجموع کې د پکتیا د ولایت ولس د ناپوهپ په تور توهین کوي، د اغلې په فکر، د پکتیا او خوست دولایت اوسیدونکي پخپلو تلفظي کلماتو او اصطلاحاتو کله هم، د ح پر ځای خ تلفظ، یعنی حسن ته خسن وايی، یعنی د دې اغلې په نظر دا خلک جاهل او زه لیکونکی یو بازی ګوش شاګرد یم...؟!

البته دا جنابه واقعاً، چې د مکار او قران خوړونکي نادر شاه خان یوه مُخلصه لاروی ده. زما مرحوم پلار د نادرشاه د حکومت پر وخت د کابل د حرب  ښوونځي ته راوستل شوی وه، یوه ورځ پاچا د هغوی ښوونځي ته راغلی وه او زما پلار سره یې د سوال او ځواب نه پس نادر خان زما پلار او زما د پلار له طریقه د پکتیا ولایت ټولو اوسیدونکو ته د غره میشتو وحشیانو خطاب کړﺉ وه. البته نادر خان تر کومه، چې شاهي ارګ نه وه نیول شوی، د پکتیا خلکو ته یې ملي اتلان او د هوشیارو خلکو خطاب کاوه او کله، چې ارګ د هغوی په پاکو وینو هغه ته تسلیم شو، بیا د پکتیا خلک د هغه په نزد جاهل او غره میشته خلک ول... ها ها، تفصیل د دغه داستان (افغان جرمن ان لاین آرشیف، زما نوم ۳۲ شمیره لیکنه)، کې موجود ده.

 

او اوس په پای کې دغه څو پوښتنې په درنښت سره د اغلې نظام و مخې ته ږدم او  پس له اوو !!میاشتو یې د ځوابولو هیله مند یم:

 

۱- تاسو جنابې خو د افغانستان په ملي اکثریتي ژبه هیڅ کوم برلاسی نلری، او زما هغه مضمون ما په پښتو ژبه کښلی وه، تاسو یې په محتویاتو څنګه ځان پوه کړ او که تاسو د هغو جنابانو څخه یې، چې ، ولا پشتو ره میفاموم لیکن گپ زده نمیتوانوم؟

۲- افغان تاریخ لیکونکی مرحوم فیض محمد کاتب پخپل د تاریخ کتاب «تذکر انقلاب په ۸۶ مخ لیکي: (د سقاو زوی د افغان آلمان د تجارتی شرکت رﺉیس موسی خان قندهاری او ورسره نور اوه تنه  د امان الله خان د وژلو لپاره راوبلل او هغوی ته یې د ډېرو پیسو د ورکولو وعده ورکړه...»، آیا دغه موسی خان ستاسو پلار دﺉ؟ که هو، بیا تاسو که مهربانی وکړی په دغه حصه کې  نور وضاحت ورکړﺉ، چې ستاسو پلار د سقاو په دې ملي خاینانه دستور تاسو اولادو ته څه ویل، له بلې خوا تاسو د استقلال د محصل غازي امیر امان الله خان په باب هم تمجیدي لیکنی کړي او په عین د نادر پرستی او ظاهر پرستی کې امانی هم یاست!!.

۳- تاسو اغلې د ۴۰ لسیزې د پاچا د د یموکراسی اعلان سخته دفاع کوی، دا دوهم ځل کیږي، چې زه تاسو سیاسي تحلیلګرې نه پوښتم، چې آیا د دیموکراسي اعلان د سیاسي ګوندونو د قانون په بندي کولو کې ستاسو په نظر پخپله په دیموکراسي ملنډې وهل د ټولواک له خواء نه حسابوی؟

۳- افغان ملي مبارز میر غلام محمد غبار د دیموکراسي؟ په وخت ۱۳۴۶ل کال خپل د تاریخ کتاب (افغانستان د تاریخ په بهیر کې) چاپ ته ورکړ، لیکن همدغه دیموکرات؟ پاچا دغه کتاب بیرته توقیف او بندي کړ، یعنی د پاچا په نظر دا کتاب باید د افغانستان خلک ونه لولي، آیا په دې کتاب کې کوم د ملي خیانت او درواغو مسايل مرحوم غبار لیکلي ول، چې معظم ټولواک هغه کتاب مصادره کړ، کتاب یې بندي کړ، لیکن غبار یې بندي نکړ...د پاچا دلیل کوم وه؟

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Dienstag, 21. Februar 2017 03:53)

    نوری صاحب سلامونه می ومنی !
    ستاسی د ځینو خبرو سره موافقه او د ځینو سره یی نه لرم .
    دا مهمه نه ده چه زه ستاسی یا د نورو د کومو خبرو سره موافق یا مخالف یم ،یم به ، زما د ډيرو ویلو یا کړنو سره نور ځینی مخالف او ځینی موافق وی وی دی، مګر دا مخالفتونه او موافقتونه باید د ورورولی پوهونی یا تفاهم د لیاری سره حل او فصل شی
    زمونږ د بدمرغیو لویه وسله او وسیله همدا چه د مفاهمو به ځای مناقشی او جنګونه کوو کرکی او دشمنی سره زیږوو. د یوه کوچنی مخالفت له امله ډیر نور ګډ مخرجونه د پښو لاندی کوو . تاسی هماغه انګریزانو او امریکایانو ته وګوری چه د اروپایانو سره جلا پولی او جلا ژبی لری جلا تاریخ او جلا فرهنګ او تاریخ لری مګر زمونږ په مقابل کی یو موټی او یوه خوله څه چه په یوه مورچل کی قرار لری او حتی مونږ زمونږ د وژلو د باره کاروی .
    نوری صاحب ، مونږ ستاسی لیکنی وخت ناوخت لوستلی وخت ناوخت به می ورته لکه د اوس په شان تبصری لیکلی هماغه تبصری زما له خوا د مفاهمو دروازه پرانستل وو مګر تاسی ورباندی سر نه ګرولو.
    دا ځل می بیا زړورتیا یا جرات وکړو، زه د نورو په لیکنو هم تبصری لیکم ډیر ځله ورسره مخالف اړخ کی قرار نیسم د دی پاڼی چلوونکی رحمانی صاحب راته تانه لیکی چه مونږ د هر چا سره مخالف نظر لرو . داسی نه ده .
    زه د هغو لیکنو په اړه چه څه په کی مخالف ووینم د مخالفت دلایل لیکم چه هغه لیکونکی او لوستونکو ته په ډاګه شی چه زما تبصره او که د هغه لیکونکی د لیکنی محتویات سم وو یا سم دی
    ډیر ځله له ډیرو څه نه اورم او خینی بیا کنځل او توهین لیکی ، همدغه حالت زمونږ د ټولنی د زده کړی او اخلاقو کچه په ډاګه کوی که داسی یو نو مونږ به ضرور کله د یوه او کله د بل اشغال ښکار یو او خپلو کی به مو سره چنګوی .
    زه د نوری صاحب د هغو خبرو سره چه موافق ییم د شاهی کورنی په اړه دی شاهی کورنی په اسلام او غیر اسلام کی مردودی دی په زور یی نه یواځی خاوره او د خاوری لاندی او باندی ذخیری خپلی کړی بلکه د هغه هیواد خلک هم د بندګانو به شان توهینوی او کاروی ، زمونږ د ټولو بدمرغیو که پرون د روسانو او که نن د انګریزانو له خوا دی اصلی داخل عامل یی د امان الله په ګډون عیاشی شاهی کورنی دی د کمونستانو او امپریالیستانو دورو ته خو هډوله افغانی حکومتونه ویل کیږی نه . مننه

  • A. Halim Hakimi (Dienstag, 21. Februar 2017 06:12)

    "کتاب یې بندي کړ، لیکن غبار یې بندي نکړ...د پاچا دلیل کوم وه؟"

    Very interesting and as such I humbly request that Mr. Noory-Azadi in the absence of Mrs. Nizam answer, tell us the reason for non-publication of the book by the last kig and let Mr. Ghubaar go free off the hook.

  • ایاز نوري ازادي (Mittwoch, 22. Februar 2017 21:45)

    محترم حای صاحب بیانزی صاحب
    پس له سلام او درنښت څخه

    ستاسو تبصره ما ولوستله. تاسو خو ما له نژدې نه پیږنی، انسان پوره نه ده او دا د حکیم خالق کار ده. ستاسو د نظریاتو زه هر کلی وایم که پخوا، ما ستاسو په مقابل کې سخت ویلي وي، زه احترامانه او په تواصعو تاسو نه معذرت غواړم. البته ستاسو نظر او حقوق مو محفوظ دي. په ضمن کې عرض کوم، چې ستاسو په نظر چې غازي مرحوم امیر امان الله خان هم په عیاشو شاهانو کې حساب شي، موافق نه یم. مننه

    شاغلی حکیمی صاحب
    سلام او درنښت

    مننه ستاسو د حسن نظر څخه زما د لیکنې په باب، عرض وکړم که تاسو د ولی احمد حان نوری سایت «آریانا افغانستان» کی د اغلی میرمن نظام مقاله زما پر ضد ولولی، ډېر ناحقه یی زه رټلی یم، ما هم د توان په انداز کی له ځانه مشروع دفاع کړې ده. بیا په آخر د لیکنی کې له خپل ذهن څخه دغه ۴ سوالونه ورنه کړي دي، خو زه فکر نه کوم، چې دا سیاسي زبردسته؟ شنونکې زما دا پوښتنی ځواب کړي. اغلی نظام د مرحوم سید قاسم رشتیا د کور نه ده. رشتیا د وروستي پاچا ظاهر خان ډېر خاص کس تیر شوی دئ.

    په درنشت

  • غ.حضرت (Mittwoch, 22. Februar 2017 23:09)

    سلام علیکم.
    څو میاشتی مخکی زموږ ګران ورور ښاغلی ایاز نوری په همدې ښکلی سایټ کی یوه لیکنه خپره کړه زه د لیکنی تر لوستلو وروسته سملاسی د ماشومانه احساساتو اسیر شوم او ښاغلی ایاز خان ته می په کامنټ کی کوم څه ولیکل چه طبیتاً د نوموړی د سخت غبرګون موجب شو چه البته موږ دواړو وروسته د نامناسبو جملو څخه یو د بل په وړاندی کار واخیست.خدای شاهد دی چه زما هدف د ایاز خان ورور تخریب او سپکاوی نه ؤ بلکه زه د یوې بلی ځوروونکی انګېزې اسیر شوم، په هر حال وروسته می وجدان د ایاز صاحب د خفګان له کبله سخت نا آرامه ؤ څو می ایماناً جرئت وکړ او د نوموړی څخه می د زړه له کومی بخښه وغوښته.
    ښاغلی ایاز صاحب یو وطن دوست او مردم دوست شخص دی. لکه چه هر افغان د یو ډول افکارو درلوونکی دی نو نوموړی هم خپل ځان ته ځانګړی افکار لری.
    د انصاف څخه لیری نده که وویل شی تر احمد شاه بابا وروسته مرحوم امان اللّه خان د افغانستان د استقلال او پیشرفت د لویو مینانو څخه شمېرل کېدی،دا چه نوموړی په ښکاره او زغره د انګریز څخه د سیاسی استقلال جدی غوښتنه وکړه دا خپله یو اخلاقی او ملی جرئت ګڼل کیږی او دا چه نوموړی د ځینو احساساتی اشتباهاتو مرتکب شو بېله خبره ده خو مهمه داده چه ومنل شی چه نوموړی شخص د خپلو خلګو او وطن لپاره یو پاک او پراخ او ژور او ښکلی نیت درلود چه مخکنی او وروستنی واکداران ددې عالی صفت څخه په پراخه پیمانه برخمن نه وه بناً زما په عقیده هر هغه څوک چه په پاک او خلکی نیت د امان اللّه خان کارنامه او شخصیت ستائی خپله د ستائنی وړ دی.
    ښاغلی استاد بیانزی ته د درناوی او سلام په ترڅ کی باید عرض کړم:
    خبره پدې کی نده چه امان اللّه خان یا شاهی کورنۍ عیاش وه که نه وه بلکه خبره پدې کی ده چه د امان اللّه خان فکری او عملی مخالفین او دښمنان څه ډول خلک وه او څه ډول خلک باید وای او څه ډول خلک دی؟
    بل عرض می دا چه:
    تاسی همدا څو ورځی مخکی په یو کامنټ کی امان اللّه خان د خپل " مغز!!!!" پلار په وژنه متهم کړی ؤ.
    زما خبره دا نده چه دا اتهام دروغ دی که رشتیا بلکه زما خبره او پوښتنه داده چه د له یوې خوا شاهی کورنۍ عیاش بولې او له بلی خوا د امان اللّه خان عیاش پلار "معز" بولی هغه معز چه د انګریز سره ئې د سلطنت د خوندی ساتلو پخاطر د زړه له کومی مینه درلوده او هغه " معز"چه په حرم سرای کی د ډېرو غوو له کبله په ځوانی کی د لکړی استعمال ته اړ شو.
    حقیقت تریخ دی، هر څوک ژبه نه سی په پوری کولای او که هر چا په پوری کړه هغه به د دې تریخوالی له کبله د ډېرو پلیدو او مرموزو ناروغیو په وړاندی بېمه او مصئون وی.بلی.

  • ایاز نوری آزادي (Donnerstag, 23. Februar 2017 20:42)

    محترم شخصیت غلام حضرت صاحب

    زه ستاسو نظر پالم. مهمه ده، چې حقیقت او انصاف د هر چا په باب مراعات شي او زمونږ بندګان ماموریت په دې لنډه آزمایشي نړی کی همداء کیدلای شي. هغه شخصیت که غازي امان الله خان وي، یا بل افغان زعیم...
    ستاسو د رغنده توضیح څخه یوه نړی مننه کوم.

    آرامي او سرفرازي مو غواړم.

    په درنښت

  • A. Halim Hakimi (Freitag, 24. Februar 2017 14:40)

    Thank you Mr. Noori-Azadi,

    The last sentence of your prompt reply to my question made me understood banning the subject book with no consequences for the author and appreciated.

    I would like to remind you that such an elite group of people for factor no other than birth right that counts for far less than one tenth of one percent of Afghanistan population, produces almost half of Afghanistan intellectuals. Such impossible statistic result can only be achieved utilizing the power factor of " Oouff O Chooff " specialty of that group for generation.

    Such elites are a handy tool to be used by the head of Afghan various governments and even the first sentence of current genius president of Afghanistan in his inauguration day was " Ejaaza Shtaa Hazrat Saahib " seeking Al-Mojaddidi's permission to talk.

    Unless you reverse the power of such rootless freeloaders from Afghanistan politics for good, the society will remain backward.

  • الحاج استاذ بیانزی (Dienstag, 28. Februar 2017 06:12)

    درنو ورونو سلامونه می ومنۍ ! زه ځان ډیر نیکمرغه ګڼم الله ج مو دی دا نیکمرغی تل وساتی ، او هغه دا چه مفاهمه مو په ډیر ادبی چوکات او چاپیریال کی نغښتی ده. که اوږده هم شی ارزښت لری .
    د امان الله خان په اړه :
    دا به سره منو چه تاریخونه د وخت د جابرو قدرتو او د هغوی د غلامانو له خوا د هغوی په ګټه لیکل کیږی او بیا د هماغو قدرتو د ایزمیانو له خوا تل بدرګه کیږی .
    که مونږ په شنه اسمان د باران یادونه کوو په تشو سوګندو او یا قار ، توهین او کنځلو یی په خلکو منو دغه منل موقتی وی ، د هری موضع د بشپړتیا د پاره شواهدو ، اسنادو او دلایلو ته اړه لری .
    لمړی : تاسی به دا پیدا نه کړی چه د امیر عبدالرحمان خان ، امیر حبیب الله خان او امان الله وخت کی مونږ خپلواکی نه لرله، که مو نه لرله د تاریخ هغه پانی یادی کړی . نشته .
    روسانو او انګریزانو خپلو کی د مخامخ جنګ د مخنیوی له امله زمونږ هیواد خپلواک حایل پریښی وو ، مګر دا چه استعماری قدرتونه وو هر یو به د خپل لاسبری په کچه استعماری نفوذ درلود د هماغه نفوذ له مخی یی د امان الله په نیکونو د روسی سفارت لیری کړی وو .یا یی د پشتونخوا سیمی تری په اجاره نیولی وی .
    تر دی چه د روسانو د نیکمرغی او انګریزانو د بدمرغی وخت راورسید ، یعنی له یوی خوا د انګریزانو په ضد د خپلواکی بی شمیره خوځښتونه به هند کی زیږول شوی وو او هم روسیه کی کمونستی انقلاب د بریالیتوب په اړخ روان وو او بلاخره بریالیتوب ته ورسید .
    روسان ویده نه وو ، وخت او شرایطو ته په کتلو د داود خان به شان امان الله خان یی د هغه وخت په شاهی کورنی کی خپل کړی وو ، ولی او څرنګه ، جلا بحث دی د نادرخان په واسطه یی امان الله د پلار په وژلو پاجاهی ته ورسولو .د پلار وژل یی هم بل جلا بحث دی
    د امان الله خان د باره یی د ویشی خلمیانو په نامه چپی ګوند هم جوړ کړی وو چه غړی یی په بیلابیلو چپی
    ګوندو کی وویشل شول .
    د امان الله خان دا ګناه نه وه چه د پاچاهی د باره یی خبل معز پلار ووژلو ( د هغه پلار امان الله خان ته معزز وو او تر امان الله خان معزز وو )
    بله لویه ګناه دا چه د روسی سفارت بیا جوړولو ته یی دخبلواکی د جنګ نوم ورکړو او په بیه کی یی نیم افغانستان ( پشتونستان ) انګریزانو ته قباله کړو.
    تبصره کی دا ټولی خبری ستونزمنی دی چه ټولی ولیکل شی اوس هم تبصره لږه اوږده شوه .
    دا چه ځینو ورونو ته امان الله خان د هغه د تګلیاری له مخی محترم دی زه یی درناوی ته درناوی لرم مګر حقایق حقایق دی د چا د درناوی د پاره که یوه دوره کی بدل هم شی کله چه ایری لیری شی حقایق بیا او بیا ښکاره کیږی.
    زه لیوالتیا لرم ، چه د هر ورور پوشتنو ته د ورورۍ په فضا کی هغه څه چه ماته معلوم دی تر دی زیات معلومات اماده کړم . مننه

  • الحاج استاذ بیانزی (Samstag, 18. März 2017 07:58)

    درنو ورونو هر یو نوری صاحب او غلام حضرت صاحب ستاسی تبصری او نیوکی می
    په سړه سینه ولوستلی دا چه په ډیر درناوی فضا کی لیکل شوی وی ډیر خوشاله شوم ، همدا په درنښت سره مفاهمی که د یوی خوا د مفاهمو اهمیت زیاتوی ، مفاهمی دوام کوی له بل اړخ افهام او تفهیم حقایق په ګوته کوی ، په مفاهمو کی که بی طرفی هم نظر کی ونیول شی تول اړخونه بلاخره ګډ هدف تر لاسه کوی یعنی بلاخره هم نظره کیږی .
    مونږ ستاسی د نیوکو ځوابونه ولیکل یوه اونۍ می انتظار هم وویست مګر ستاسی دمخالفت یا موافقی څرک پکی ونه لګید . تاسی وخت ونه موند زما دلایلو سره موافق که مخالف یاست ، د مخالفت یا موافقی دلایل به مو څه وی ،
    فکر نه کوم تاسی د مفاهمی له ډګره بی نتیجی رخصت شۍ که ځانونه په زوره رخصت کړی دا معنی چه تاسی زما دلایل ومنل او زما د نظر پلویان شوی؟
    په دی اړه مو پام یو ځل بیا رااړوم .

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder