25.12.2017 (04.10.1396)
افغانستان کې جگړه کله ختمېږي؟
يما بارز

افغانستان کې جگړه کله ختمېږي؟ دا هغه پوښتنه ده چې له تېرو ٤٠ کلونو راهيسې ورته د ځواب موندنې ډېرې هڅې شوي دي، خو يوه هم بريالۍ نه وه.

د جگړو د ختمېدا يوه کلاسيکه نظريه دا ده:

شخړه هغه مهال پاى مومي چې يوه غاړه په کې بشپړه ماته وخوري او بې له قيد او شرطه ځان تسليم کړي.

خو گېديون روز چې د "جگړې څنگه ختمېږي" په نامه کتاب يې ليکلى وايي، "سمه ده چې دويمه نړېواله جگړه، د امريکا کورنۍ جگړه او ځينې نور په همدې ډول پاى ته ورسېدې، خو په اوسني عصر کې د جگړې ختمولو دا نظريه ښايي نور د پلي کېدو وړ نه وي."

د بهرنۍ تگلارې او امنيتي چارو څېړونکې "بندېتا بېرتي" په دې باور ده چې د اوسمهالو جگړو بڼه تر ډېره داسې ده چې په يوۀ هېواد کې وي، چې په ترڅ کې يې دولت له ننگونکو سره مخامخ کېږي. دا ټولنې د خلکو خپلمنځي باور ته زيان اړوي او له مخې يې مخالفتونه او ملاتړ رامنتځته کېږي.

کولمبيا پوهنتون کې څېړونکې پېج فورتنا وايي له دويمې نړېوالې جگړې وروسته په نړۍ کې له نيمايي ډېرو جگړو پرېکنده پايله نه ده لرلې.

د آغلې فورتنا په باور "اوس په جگړه کې د بري تعريف بدل شوى، اوسمهال د بري ترلاسه کولو يو تعبير دا دى چې ښکېلې غاړې پر جنگ ودرولو سره هوکړې ته ورسېږي."

کولمبيا کې د دولت او فارک ياغيانو ترمنځ د سولې وروستۍ هوکړه، د بري د دغه نوي تعريف يوه ښه بېلگه بلل کېږي.

د فارک ياغيانو او د کولمبيا حکومت له ٥٢ کلنې جگړې وروسته بالاخره د خبرو اترو له لارې سوله وکړه.

د افغانستان او کولمبيا د جگړو او په جگړه کې د ښکېلو غاړو څرنگوالي کې ښايي ډېر توپيرونه وي.

کارپوهان په دې باور هم دي چې امريکا، ايران، پاکستان، روسيه او چين افغانستان کې سياسي جفرافيايي موخې لري، چې په کولمبيا کې داسې نه وو.

خو سره له دې يقينا" د دواړو ترمنځ داسې ورته والى شته چې ښايي افغانستان کې د سولې راوستو لپاره ترې زده کړه وشي.

د طالبانو او فارک ياغيانو ورته والى

د ډيپلوماټ مجلې په خپل يوۀ وروستي رپوټ کې دې ته کتنه کړې چې د افغان جگړې ختمولو لپاره د کولمبيا له سولې څه زده کړه کېداى شي.

مطلب د طالبانو او فارک ياغيانو د جگړې بڼې ته په اشاره د دواړو ترمنځ درې مهم ورته والى په نښه کړى دى.

•هماغسې چې طالبان په پاکستان کې خوندي ځايونه لري، فارک ياغيانو هم د خپل هېواد له پولو د باندې پټنځايونه جوړ کړي و.

•فارک او طالبان دواړه د ډيپلومات په وينا د نشه يې توکو په کارو بار کې ښکېل دي، او له دغو توکو ترلاسه کېدونکي عوايد يې د جگړې پر مخ وړلو کې مهم رول لوبوي.

امريکا د دواړو هېوادونو د پوځ روزنه او مرسته کړې که څه هم په کچه کې يې لوى توپير دى.

څه زده کړه کېداى شي.

ليکوال د ولسمشر ټرمپ نوې تگلاره، چې غواړي پر طالبانو فشار ډېر شي او هغوى اړ کړي چې خبرو اترو ته کينې، سم گام بولي.

ډيپلومات افغان سولې بهير ته د اورپکو په هڅو لو کې د هغوى د سيمه ييزو ملاتړو رول اړين بولي، او وايي د وېنېزوېلا فقيد ولسمشر "هوگو چاوېز" او د کيوبا "فېدل کاسترو" پر فارک ياغيانو فشار واچوۀ چې له وسله والې مبارزې لاس پر سر شي او خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

فشار او د خبرو اترو کوربتوب لپاره د کيوبا لېوالتيا ياغيان وهڅول چې خبرو اترو ته مخه کړي. د کولمبيا ولسمشر سانتوز په خبرو اترو کې د فېدل کاسترو د رول اهميت ومانه او وې ويل"فېدل کاسترو د خپل ژوندانه په وروستيو کې پوه شو چې وسله واله مبارزه سمه لار نه ده او د جگړې په ختمولو کې يې مرسته وکړه."

ليکوال په دې باور دى چې د خبرو اترو ميز ته د طالبانو په راوستو کې پاکستان بايد ستر رول ولوبوي. خو اسلام آباد تل ويلي چې پر طالبانو ډېر زيات اغېز نه لري.

مطلب ټينگار کوي چې نړېوال بايد د سولې د خبرو اترو ملاتړ وکړي خو په کې د بهرنۍ لاسوهنې مخنيوى خورا ډېر اړين دى.

د کولمبيا د سولې په خبرو اترو کې ناروې او کيوبا تضمين کوونکي هېوادونه وو، خو دوى دا پوهاوى درلود چې د خبرو اترو لپاره شرط او شرايط نشي وړاندې کولى، او د سولې بهير کولمبيايى او د کولمبيايانو لپاره باله.

خو مطلب کې راغلي چې په افغانستان کې د امريکا، پاکستان، ايران، روسيه او چين رول ته په کتو د خبرو اترو په بهير کې نه لاسوهنه ناشونې برېښي.

هغه لاملونه چې په کولمبيا کې يې سولې ته لار پرانيسته د ليکوال په باور افغانستان کې اوسمهال نه ترسترگو کېږي، لکه د اورپکو کمزوري، د سولې خبرو لپاره پر اورپکو د هغوى د ملاتړو فشار او د خبرو اترو په بهير کې د نه لاسوهنې شونتيا.

مطلب وايي هغوى چې په افغانستان کې د سولې راتلو په تړاو خوشبين نه دي داسې انگېري چې جگړه به کلونو لپاره دوام وکړي، خو هغه چې خوشبين دي بيا وايي افغانستان ته لږ انتظار په کار دى چې د خبرو اترو د غه اړين شرايط رامنځته شي.
راپور:  بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder