11.03.2017 (21.12.1395)

افغانستان رسماً امنیت شورا ته له پاکستانه شکایت وکړ
افغانستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان په اړه رسماً شکایت کړی او دا هېواد یې د ترهګرو په ملاتړ او افغانستان کې د سیاسي بې ثباتۍ په رامنځ ته کولو تورن کړی. د تېرې جمعې په ورځ (کب ۲۰مه) د امنیت شورا په هغه غونډه کې چې د افغانستان د اوسني وضعیت د ارزولو لپاره رابلل شوې وه، ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل وویل، پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم ته سپکاوی کړی دی.
نوموړي وویل، پاکستان پرله پسې توګه د افغانستان پر خاوره بریدونه کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم دې غونډې ته وویل، افغان دولت دا وخت له سختو ننګونو سره مخامخ دی، خو ټولې ښکېلې غاړې باید د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې غونډه کې چې د افغانستان د حالاتو لپاره ځانګړې شوې وه، افغان استازي محمود صیقل په رسمي ډول له پاکستانه د شکایت په اړه وویل، چې په دې هېواد کې یې د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

نا اعلان شوې جګړه

له تېرې جنورۍ راهیسې موږ د پاکستان د پوځیانو له لوري د افغانستان له حریمه د سرغړونو لږترلږه ۵۹ پېښې ثبت کړې دي. محمود صیقل, د م. م امنیت شورا کې افغان استازی
 ښاغلي صیقل وویل، د افغانستان لانجه یوه کورنۍ ستونزه نه ده، بلکې دده په وینا، د یوه ګاونډي هېواد له خوا د یوې نا اعلان شوې جګړې پایله ده، چې په وینا یې موخه یې د ترهګرو پرضد د جګړې پڅول او د افغانستان د سیاسي بهیر کمزوري کول دي.
 محمود صیقل دغه راز تور ولګاوه چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ترهګرۍ له وروستیو پېښو وروسته له کومې پلټنې پرته افغانستان ته ګوته نیولې او د سوداګرۍ د نړیوالې ادارې هغه تړونونه یې تر پښو لاندې کړي چې په وچه کې ایسارو هېوادونو ته سمندر ته لاسرسی ورکوي:
 ''افغانانو تل پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله له خپلو پاکستاني خویندو او وروڼو سره غمرازي کړې، خو د پاکستان حکومت سم لاسي له پلټنو او ښکاره شواهدو پرته پړه پر افغانستان اچولې ده. له افغانستان سره د تګ راتګ او ترانزیتي لارې یې تړلې. پاکستان ته تلونکي او یا هلته مېشت زموږ هېوادوال یې ځورولي. دا په وچه کې د ایسار یوه هېواد د نړیوالو حقونو او د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې له قوانینو ښکاره سرغړونه ده.''
ښاغلي صیقل د پاکستان د ځینو پځوانیو او اوسنیو چارواکو خبرې رانقل کړې چې دده په وینا، ددغه هېواد د استخباراتو له خوا د طالبانو په رامنځ ته کولو دلالت کوي.
 نوموړي وویل، پاکستان څو ځلې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړې ده او ددغه هېواد له هوايي حریم یې سرغړونه کړې ده:
 ''له تېرې جنورۍ راهیسې موږ د پاکستان د پوځیانو له لوري د افغانستان له حریمه د سرغړونو لږترلږه ۵۹ پېښې ثبت کړې دي. په دې کې زموږ له هوايي حریمه د سرغړونې درې پېښې هم راځي. پر افغان خاورې له پاکستانه څه د پاسه ۱۳۷۵ توپچي ډزې شوې، چې د هېواد په ختیځ کې له لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۴۵۰ کورنۍ په ساړه ژمي کې بې ځایه شوې، زموږ ځنګلونه یې سوځولي او ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې ناقانونه ودانۍ جوړې کړې دي او د ټانکونو او درنو وسلو په مټ غلیمانه مانورې شوې.''
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د خبرو په ترڅ کې د افغان دولت لاسته راوړنې وشمېرلې، خو لایې هم دده په وینا سختو ننګونو ته او ستونزو ته ګوته ونیوه:
''اجازه راکړئ هغو درو برخو ته اشاره وکړم چې د افغان دولت په تړاو یې څرګند ګامونه پورته شوي: د فساد پرضد مبارزه، ټاکنیز بهیر ا و د مېرمنو وسمنول. خو خرابېدونکی امنیت وضعیت د اندېښنې وړ دی. زه د هغو رپوټونو په اړه خورا اندېښمن یم چې راتلونکي پسرلي کې یوه سخت جګړه ییز فصل ته اشاره کوي. څرګنده ده چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د جګړې له لارې حل نه شي ترلاسه کېدای. دا باید ومنل شي چې دوامداره جګړه یوازې د افغانانو لپاره بدمرغي راولي. زه له ښکېلو هېوادونو، په تېره بیا له ګاونډیانو غواړم چې د افغان حکومت د ګټو ملاتړ وکړي. د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر له لارې وټاکل شي.''
 پر همدې مهال، ملګرو ملتونو کې د پاکستان مرستیال استازي نبیل منیر د افغان استازي تورونه رد کړل او د سولې راوستلو کې یې دده په وینا، پر یو بل پړه اچول اغېزمن ونه بلل.
راپور: بي بي سي

 

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Sonntag, 12. März 2017 15:18)

    جګړه جګړه جګړه !!!!! حیرانوونکی او د خندا وړ !!!
    جګړه د دوه اړخونو له خوا وی ، دا د یو تنبل او کمزوری یتیم ډبول دی ، د پاکستان له خوا توپونه وارول کیږی او د افغانستان له خوا صرف دومره ویل کیږی ای وسولو له اوره مو بیرون کړی حتی تر اوسه یی دغه چیغه هم له خولی نه شوه ویستله .
    د یو سخص خان قیصه راپه یاد شوه . هغه خان تنبلو خلکو ته لنګر چالان کړی وو یعنی تنبلو خلکو ته به یی مفته ډوډی ورکوله ، دا خبره چه خلکو واوریدله هر چا د کابل د غلامی ، بی کفایتی او فاسدی اداری په شان ځانونه په تنبلۍ کی ورواچول د میلمنو ځای له خلکو ډک شو تنبل او غیر تنبل پکی نه معلومیدلو . خان هغه میلمستون ته په لوی لاس اور واچولو چه تنبل او ناتنبل پکی معلوم کړی ، ، خیر هغوی چه تنبلان نه وو هسی یی ټګۍ کی ځان اچولی وو وتښتیدل مګر یو پکی رښتینی تنبل وو هغه چیغی وهلی چه زما د پاره هم چیغی ووهی چه وسولم خان ویل بس همدغه زما اصلی او دایمی تنبل میلمه دی هغه نورو ته یی رخصت ورکړی
    د کابل اداره هماغه تنبل سوالګر دی ایله اوس یی د چیغی اوار اوچت کړو هغه به هم داسی چیغی وی چه زما د پاره چیغه ووهی چه وسولو . اخر دوی ولی دومره نازولی دی د کومی ناروغی درمل دی څه په کار دی چه امریکایان ورته هم ډالری او هم وینه قربانی کوی ؟

  • افغان (Sonntag, 12. März 2017 15:40)

    صیقل اوس صیقل شو. چه خوله یی وازه کړه او ویی ویل چه وسولو . که یی دا لا ویلی وی چه وسولو زه وایم داسی به یی ویلی وی [ څوک شته چه زمونږ د پاره د سولو اواز پورته کړی ؟]
    پوښتنی :
    هغه امنیتی تړون څه میوه ونیوله همدا چه زمونږ بی ګناه ، مظلوم او بی دفاع اولس به وژنی چه غلامان او استثمار کړی ، د پاکستان په اړه ولی چوپه خوله ناست دی دا معنی چه پاکستان ته همدوی د دوی ویښتلو دستور او قومانده ورکړی ؟
    دوهمه پوشتنه :
    که د کابل اداره بی کفایته وی ، فاسده وی ، دننی امنیت خو خیر خارچی امنیت هم نه شی ساتلی ، د اشغګلرو څلور پنځه لکو بیلابیلو ډولو عسکرو یی د ساتنی هڅی او وسی وکړی د دوی د پاره یی څلور پنځه لکه فوځ جوړ او دهغوی معاش ورکوی او د هغوی نیمه برخه د دوی د دفترو ، لیارو او کورنیو ساتنه کوی ، په تریلونو ډالری یی پری خرڅ کړی او خرڅوی اخر دوی د څه ناروغی درمل دی ؟
    څوک په دغه غلامه اداره یا څه ناڅه بیطرفه کسانو کی چه څه ناڅه وجدان ولری ځواب راکړی ؟

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder