16.02.2017 (28.11.1395)

افغانستان د «کابل قصاب» د راتګ په درشل کې
له ډیري مودې راهیسې ګلبدین حکمتیار يو جنګي جنایتکار شمیرل کیږي. په ۹۰مه لسیزه کې د هغه کسان د ویري او زورزیاتي سبب شول. دغه اسلامپال تر دې وروستیو پورې د حکومت او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر ضد جنگېد.

د تیرکال په سپتمبر میاشت کې نوموړي له افغان حکومت سره سوله وکړه او د روان کال د فبروري میاشتې په لومړیو کې ملګرو ملتونو پر هغه باندې لګول شوي بندیزونه لیرې کړل. له دې سره اوس حکمتیار کولای شي کابل ته راشي. ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت هیله مند دي چې د سولې له دې تړون سره به ښايي طالبان هم ورته سولې ته زړه ښه کړي. خو بل لوري ته بیا ځینې کسان دې کار ته د شک او تردید په سترګه ګوري او هغه هم له دې امله چې له دې جنګي جنایتکار څخه ولې پوښتنه نه ده شوې.

پوښتنه دا ده چې ایا داسې څوک چې د «کابل د قصاب» لقب ولري او تر دې وروستیو پورې د ترهګریزو بریدونو مسول وي، یو ځل بیا په ډیره اسانۍ سره د افغانستان سیاست ته راوګرځي؟

د افغانستان د بشري حقونو مشرې، سیماثمر دغه پوښتنه مطرح کړې. سیماثمر خپله یوه ملګرې، حمیده برمکي په ۲۰۱۱م کال کې هغه وخت له لاسه ورکړه چې حزب اسلامي د کابل په یوه سوپر مارکیټ کې بمي چاودنه وکړه. په دې پیښه کې حمیده برمکي، د هغې مېړه او څلور ماشومان یې ووژل شول.

د افغانستان حکومت غوښتل چې پرته له مجازات څخه افغانستان ته د «کابل د قصاب» راتګ ممکن کړي.

ثمر وايي: «زه د بدل اخیستني مخالفه یم. زه د اعدام د سزا مخالفه هم یم. مګر زه د قربانیانو د ټپونو رغښت غوښتونکي یم. له حکمتیار سره د دې تړون په نهايي کولو سره زما سترګو ته د خپلې همکارې «میرمن برمکي» انځور دریږي. زه اوس د یوې قرباني شوي کس په توګه خبرې کوم او د دې درد هیرول ډیر سخت کار دی.»

دغه خبرې سیما ثمر وروسته له هغې چې د حکمتیار او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې پر تړون هوکړه وشوه، په آلمان کې د ۱ تلویزوني کانال یا «اې. آر. ډي» د جنوبي آسیا په سټوډیو کې وکړې.

حکمتیار د هغه ټوپکسالارانو په ډله کې دی چې د شوروي پر ضدي یې جګړه کړې. له افغانستان څخه د روسانو تر وتلو وروسته، په هیواد کې سخته کورنۍ جګړه پیل شوه. حکمتیار چې په خپله هم یو تندلاری اسلامپال دی، پرته له دې چې فرق وکړي، پر کابل یې راکټي بریدونه وکړل. د هغه کسانو په افغانستان کې وژني او جنسي تيري کړي. د طالبانو رژیم تر نسکوریدو وروسته، هغه د افغانستان د دولت او نړیوالو ځواکونو پرضد جګړه پیل کړه. هغه له طالبانو سره هم جوړ نه وو.

د افغانستان حکومت غواړي چې داسې یو انځور خلکو ته وښيي: وګورئ موږ کولای شو چې له خپلو دښمنانو سره هم توافق وکړو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر، تادامیچي یاماماتو هم په ورته نظر دی. یاماماتو وايي: «د سولې دغه توافق ښيي چې حکومت کولای شي ډیر وړاندي ولاړ شي او د حزب اسلامي په شان ډلي یو ځل بیا د افغانستان ټولنې ته راولي. باید ټولو اسلامپالو ته وښودل شي چې حکومت په ټول ځواک سره هڅه کوي چې حکومت کولای شي چې هغوی بیرته له ټولنې سره یوځای کړي. له همدې امله موږ پرمختګونه نه یوازې په علاقمندی سره تعقیبوو، بلکي غواړو چې له حکومت سره په ورته پروژو کې ملاتړي شوو.»

یوازې دوې اونۍ مخکې، ملګرو ملتونو پر حکمتیار باندې وضع شوي بندیزونه لیرې کړل. ځکه دغه کار کابل ته د هغه د راتګ شرط ګڼل کیدو. هغه اوس کولای شي یوځل بیا سفر وکړي او خپلو مالي سرچینو ته لاس رسۍ پیدا کړي. خو، لکه څرنګه چې یاماماتو زیاته کړه، عدالت باید له پامه و نه غورځل شي.

د افغانستان د څیړنې د شبکې یو له دوو بنسټ ایښودونکو څخه یو یې توماس روتیګ دی او هغه دې ته د شک او تردید په سترګه ګوري چې له حکمتیار سره به سوله، افغانستان ته د ښه والي پر لور لار برابره کړي.

روتیګ وايي: «زه په دې باوري نه یم چې ګواکې طالبان دې داسي فکر وکړي چې هغه څه چې د حکمتیار له پاره مناسب وو، زموږ له پاره دې هم هرو مرو مناسب وي. دواړي ډلي خپلې جلا سترایژۍ لري.»

سربیره پر دې روتیګ وايي چې د حکمتیار ګوند له نظامي اړخه نور حضور نه لري، خو له سیاسي اړخه کولای شي چې خپل نفوذ ولري او دا ځکه چې حزب اسلامي یو قوي جوړښت لري. دا چې په کابل کې د اوازو خبري ډیرې ګرمي وي. دا پوښتنې چې آیا حکمتیار له وړاندې څخه په کابل کې دی؟ او یا تر اوسه هم په بهر کې ژوند کوي؟ او هغه به څه رول ولوبوي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې زیاتره کابلیان یې په هکله هیله مند دي چې ګواکې د دغه جنګسالار په راتګ سره به څه نا څه سوله رامنځ ته شي.
DW.COM

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • اقبال (Freitag, 17. Februar 2017 04:11)

    یوه ورځ راته ددی پانی چلوونکی ( رحمانی صاحب ) چه زما له نزدی دوستانو څخه دی وویل چه زه د هر چا په لیکنه تبصری لیکی، له هغه وروسته می خپلی تبصری ډیری کمی کړی ما ویل نورو ته به چانس ورکړو ، مګر کله کله مجبور شم تبصری می زیاتی شی په دی اړه به هم رڼا واچوم:
    د روسانو له اشغال سره روسانو د کمونستانو ، اروپایانو او امریکایانو د تش په نامه اخوانیانو تر ستونی ملاتړ کولو. لکه دوه سپی چه چا په جنګ او خړاوه اچولی وی ځکه یی هغه جنګ ته د سوړ جنګ رسمی نوم ورکړو یعنی د روسانو او امریکایانو جنګ چه افغانان بکی استخدام شوی وو.
    د روسانو له ماتی وروسته روسان او امریکایانو دواړه په نړیوال استعماری اتحاد کی مدغم یا هضم شول او د جنګ قومانده امریکا په لاس کی ونیوله هماغه پرونی غوښه او چاړه کمونستان یی د اخوانیانو سره په یوه اخور او یوی ارداوی خوړلو ودرول.
    خپله خبره لنډوم ، حکمتیار چه ځینی ورته حکومتیار او حزب ته یی سلامی حزب هم وایی .د هغه سوړچنګ د غلامی تړون له لاسلیک کولو وروسته او به دوهم اشغال کی د کابل غلامه اداره کی مهم غړیتوب او تر ټولو مهم رول لوبوی .صرف په دومره توپیر چه د حزب یو ګروپ د کابل غلامه اداره او بل ګروپ یی د حکمتیار تر مشری لاندی د طالبانو د ځپلو د پاره د مجاهد په نامه غرونو ته ولیږلو ، هغه کار د ناکامی او تاوان سره مخ شو یعنی حزب خپل ټول مجاهدین له لاسه ورکړل بادارانو ورته د اربکی حزبیان جوړ کړل ، هغه پروسی هم د غلامانو او بادارانو ته تاوان وکړو اوس د داعشیانو مشری ورکړه.
    د کابل په غلامه اداره کی ټول د حزب سلامی او حکومتیار په شان خبیثان او غلامان شتون لری، حکمتیار د نورو په تله استعمار دپاره ډیره قربانی ورکړه او ورکوی.
    کابل او ټول هیواد وژنه کی هغه وخت او اوس هم دروسانو او امریکانو مستقیم لاس او پشی دی . د لیکونکی د منطق او استدلال سره موافقه نه لرم
    استعمار هم دا کوی هم دا ، هم یی شین او هم یی وروی شیطانی میدیا هم د هغوی په لاس او واک کی ده ، که له یوی خوا دغه کارونه کوی له بلی خوا بی شمیره لیکوالان لری تر څو له حکومتیار وارو په شان خلکو مخالفین او بیا سوله کونکی جوړ کړی په دی واسطه د خلکو پام بلی خواته اړوی. مګر اولس اوس د پرون په شان ویده نه دی ویښ شوی وایی کور چه اور واخلی دیوالونه یی بخیږی

  • Baruch Spinzar (Freitag, 17. Februar 2017 05:03)

    سیما ثمر عقده کور علیه پشتونها دارد! اگر وی واقعا خواهان تطبیق عدالت است ، باید ا ز حزب وحدت شروع نماید. در دهه سیاه هفتاد شمسی، همه جوانب درگیر در حق ملت جنایت نمودند لیکن تفاوت میان حزب اسلامی حزب وحدت در این است که حزب اسلامی راکتِ کور فیر میکرد ، اما حزب به اصطلاح وحدت اسلامی مردمرابخاطر پشتون بودن؛ تاجک بودن و پنجشیری بودن ؛ و بسیاری اوقات صرف بخاطر بلند بودن بینی و قد- که شاید پشتون باشند- بطور بسیار نامردانه وخلاف تماما نورمهای کلتوری افغان و به دستور مستقیم "کدخدا های" ایرانی خود ، بقتل رساندند.

    قبل از اینکه چاینک دیگ را سیاه بگوید، اول بخود نگرد!

    به امید اینکه در آینده نه چندان دور، سیما ثمر و امثالهم از این خواب عمیق هیپناتیکی بیدار شوند و مانند ملاء نصرالدین شاخه‌ای که بر آن سوار هستند و از میوه اش - بدون اینکه مستحق باشند میخورند- نَبُرَند!

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder