22.10.2016 (30.07.1395)

افغانستان د نړۍ په قدرتونو کې راګير هیواد
نويده خوشبو

د نا امنيو پر علتونو خبرې او شننې مسلکي پوهې، تجربې، مطالعې او عملا کار کولو ته اړتیا لري،
خو هر افغان د روانو نا خوالو په ټولو اړخونو له هر چا ډیر ښه پوهيږي .
که څه هم،د افغانستان تر ټولو ستر دښمن د دې هيواد جغرافيوي موقعيت، کاڼي،کانونه او غرونه دي؛ ترڅنګ یې اقتصادي کمزورتیا،فساد، د قانون نه حاکمیت،کمزورې حکومتداري ناپوهي، او بې اتفاقي هم د نا امنیو  لاملونه دي.
که د قدرتونو روانه جګړه په لویدیځ او ختیځ نه ويشل کېده؛ نو مونږ به هم په سوله ایز هیواد کې ژوند کاوه، له منطقه لرې ادعا نه ده!
 افغانستان هيڅکله کوم هیواد ته ګواښ نه دی ګرځیدلی،نه یې د کوم هیواد په ضرر څه کړي، نه یې مداخلې کړې، نه اټومي او کیمياويي مواد لري، نه یې د نړۍ د قوانینو خلاف څه کړي، نه یې د ښکيلاک هڅه کړې، نه د ترهګرو صادرونکی دی او  نه یې د شرق او غرب دښمني خپله کړې، تل یې خپله بهرنۍ تګلاره خپلواکه ساتلې او له ټولې نړۍ سره خپلواکه دیپلوماسي لوبوي.
نو د افغانستان د روانو نا امنیو عمده لاملونه څه دي؟ ولې د هیواد سویلي او شمالي برخې د نا امنیو اصلي مرکزونه دي ؟
سمدستي د پاکستان نوم اخلو! 
همداسې ده، پاکستان د هیواد په ټولو نا خوالو کې ستره ونډه لري، خو اصلي لوبغاړی پاکستان نه دی 
نه هم دا هيواد دومره پیاوړی اقتصاد درلود نه یې لري، نه هم دومره تکړه و نه به هم د دښمنۍ کولو وس ولري.
د کشمير، او ډیورنډ کرښې سناریو ډیره پخوا د لویو موخو لپاره  په لوی  لاس رامنځته شوېده.په دوو برخو د قومونو ويشل، او دوو هیوادونو ته د یو غلام هیواد لخوا ستونزې جوړول تصادفي نه دي.
افغانستان د وز لوبې لوبغالی!: زموږ د ځينو سیاسي کارپوهانو دا اصطلاح د افغانستان له روان وضعيت سره بالکل مطابقت لري.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون د ایران او روسیې، د هند او پاکستان او نورو ذیدخلو زبرځواکوانو سیالي  او بې ځایه اندیښنې چې ګوندې یو بل ته به زیان ولري، افغان خاوره ناامنه کړې.
د افغانستان د طبیعي سرچینو سربیره ذکر شوي لاملونه د افغانستان  د ټولو نا امنیو عمده علتونه دي،  
ځواکونو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره لوبغاړي ګمارلي دي، دغه لوبغاړي بیا خپل لاسپوڅي او نوکران لري او د غلامۍ د مراتبو دا سلسه همداسې دوام لري.
د افغانستان د کانونو په راوېستلو کې پانګونه د روسیې لپاره ډېره ګټوره ساحه کېدای شي، په افغانستان کې ډېری کانونه په تېره بیا د تېلو، طبیعي ګاز او مسو کانونه  شوروي جیولوجي پوهانو راسپړلي دي. ويل کیږي روسيه غواړي، چې په افغانستان کې امریکا او ناټو ستړی کړي، او کله چې دا هیوادونه له افغانستانه ووځي، نو روسیه،هند او چين به د افغانستان د کانونو په راوېستلو پېل وکړي. 
د هلمند د غرونو، یوارنیم په دې ولایت کې د کوکنارو د کښت او تولید لپاره د زمینې برابرول، قاچاق او مافیا، د بهرنیو ځواکونو د شتون لپاره  په لوی لاس نا امنۍ او د دې ولایت له لاری د نورو سویلي ولایتونو نا امنه کول او په دې ولایتونو کې د مخالفینو ښه فعاليت د هیواد سویلي حوزه نا امنه کړې ده.
اخوا، شمالي حوزه کې  د پردو ستراټيژیک هدفونه، په منځنۍ اسیا کې د لویدیځ او ختیځ سیالۍ، په دې برخه کې طبیعي زیرمې او شتمنۍ د هیواد دا برخه له نا امنیوسره مخ کړی ده،
یو مهال داسې راپورنه هم ورکړل شول، چې د هیواد شمالي سیمو ته په چورلکو کې وسله وال مخالفین لیږدول کیږي او په امن سیمو کې مرکزونه جوړوي او پیاوړي کیږي.دغه چاره که له یوې خوا په کې بې ګناه افغانان وژل کیږي، زموږ هیواد نا ارامه کیږي له بل پلوه روسیه او  دمنځني اسیا یوشمیر هیوادونه د خپل ځان لپاره خطر بولي او فکر کوي، چې امریکا او لودیځه نړۍ پلان لري، چې داعش دآمو د سيند بلې غاړې منځني اسیا ته ولیږدوي.
 روسیه چې اوس یوځل بیا ځان په سیمه کې د ختيځ زبر ځواک بولي، ددې کړنو د مهارولو لپاره باید لاس په کار شي او خپل مهرې باید په افغانستان کې په کار واچوي. 
پخواني امریکايي جنرال دنيل نپولسن په  خپل کتاب کې لیکلي : امریکا او ملګرو یې په بن کنفرانس کې د حکومت په جوړښت کې شمالي ټلوالې ته په ونډې ورکولو او بیا ځلې په دوه زره او څوارلسم کال کې د ملي یووالي حکومت په رامنځته کولو سره ستره تېروتنه کړې،  او همدا چاره په ټول هیواد کې د نا امنیو د رامنځته کېدو علت ګرځېدلې.لیکوال په خپله مقاله کې دې ته هم اشاره کړې چې د طالبانو  له واکمنی وروسته په ځینو اوسنیو او پخوانیو چارواکو باور کول او د دوی په خوله وګړو ته ترهګر او مخالف ويل؛د امریکا سترې تېروتنې وې.
که څه هم د دغه امریکايي جنرال خبرې سمې دي، خو هغه هیوادونو چې اوسمهال د  سلو کلونه وړاندې پلانونو ته رسیدلي فکر کوي، چې واقعا تېروتنې کوي او واقعا د حالاتو مطالعه او درک نه لري.ايا دوی په ريښتیا د اسامه او القاعدې، د نن ورځې داعش او داسې نورو ډلو په رامنځته کولو سره تېروتنې کړې دي؟ 
نه، داسې نه ده، امریکا او نور ستر قدرتونه د سلو، پنځوسو کلونو وړاندې پلانونه طرح کړي او د همدې پلانونو پر وړاندې ګامونه ږدي.پدې پردۍ جګړه کې د افغانانو بچیان مري او ګټه يې نورو ته رسیږي نو ښه خبره داده چې مونږ افغانان او وسله وال مخالفین هغه چې افغان دي باید دخپل هیواد راتلونکې په اړه فکر وکړي، او په سالم فکر باید هیواد له روان ناورین څخه وژغوري او دپردیو په اشارو ونه غولیږي.
ترڅو چې د شرق او غرب سیالۍ وي، ترڅو چې موږ خپلې تیروتنې تکرارو، غولیږو، او پردو ته په خپل هیواد کې د پاتې کېدو زمینې برابرو،ترڅو چې ډیورنډ وي او ترڅو چې د کشمير مسله روانه وي؛ له بده مرغه افغانستان به هم نا امنه وي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder