09.01.2018 (19.10.1396)
افغانستان او سترې ستراتیژیکې سیمه ییزې پروژې – من به شو که به دړ پاته شو؟

محمد عارف رسولي

په دې مقاله کې په دې بحث کیږي چې څنګه افغانان کولای شي له خپل مهم جیوستراټیژیک موقعیت څخه سمه ګټه پورته کړي. په  په کومو تګلارو توانېدلای شي چې په سترو سیمه ییزو، ستراتیژیکي، اقتصادي او ترانیزیتي پروژو کې مرکزي رول ولوبوي او له څنډې کیدو څخه ځان و ساتي.   

دلته د مطلب د روښانتیا لپاره په سترو سیمه ییزو پروژو کې د افغانستان او د سیمې د نورو هیوادونو د رول په هکله یوه انالوجي (پرتله ییز مثال) وړاندې کوم. لرګي خرڅوونکي په غټه تله ( کپان) کې لرګي تلي. د تلې په یوه خوا کې یې غټ وزن ایښی وي چې زیات وختونه اته سیره یا یو من او یا زیات وي. په بله خوا کې لرګی ږدي. د تلې شاوخوا واړه واړه وزنونه لکه نیم کیلو، یو کیلو، خورد، پاو او یا هسې وړې ډبرې پراته وي چې د وزن او تول برابرولو لپاره یې کله د من خواته او کله هم د لرګیو خواته ږدي او  په ساده ژبه ورته دړ وايي. دلته اصلي وزن کول او تول په من باندې کیږي، اصلي راکړه ورکړه هغه ټاکي او واړه وزنونه یا دړ عمده رول نه لري، یوازې توله (توازن) ورباندې برابریږي او کله خو له نظره غورځول کیږي.

دا انالوجي او مثال موږ د خپل هیواد او ګاونډیانو لپاره هم کارولای شو. په بله معنی افغانستان ښې اوبه او زیاتې ترځمکې لاندې زیرمې لري چې هم خپله ورڅخه ګټه واخلي او هم کولای شي چې له نورو ملوکونو سره یې په ستراتیژیکه راکړه ورکړه کې وکاروي. همدارنګه، زموږ ملک دا حق او یو مناسب جیوستراتیژیک مرکزي موقعیت لري چې د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا، چین، ایران، منځنۍ ختیځ او اروپا تر منځ د ترانیزیت، انرژۍ، مالوماتي تکنالوژۍ یا نوري فایبر، او په نورو سترو پروژو کې منځنی او د من رول ولري او هسې لکه دړ غوندې د نورو د تول برابرولو لپاره نه کارول کیږي. په بل عبارت د یوه عمده وصلوونکي پله او یا ستراتیژیک مرکز (Hub) رول ادا کړي.

زموږ غوره فرصتونه

څرنګه چې موږ د خپل مرکزي او ښه موقعیت له کبله د دې زیاتو پروژو لپاره خورا لنډ، غوره او اقتصادي مسیر برابروو، سترو ښکیلو اقتصادي قدرتونو او دولتونو، نړیوالو پانګوالو او کمپنیو ته د دې پروژو د طرحې، امکان سنجولو د څیړنو یا      (Feasibility Studies)، پلې کولو، د عملیاتي او  ګټې اخیستنې په مرحلو کې دا پروژې زموږ د خاورې له لارې ارزانه او اقتصادي تمامیږي.

نو ځکه ښه موکه او چانس لرو چې که عقل په کار واچوو، په نړیوالو اړیکو، سیمه ییزو کړکیچنو مسئلو ځان پوه کړو، یو موټی پاته شو، سوله، ثبات، د قانون حاکمیت، ښه حکومتولي او د کار وبار لپاره ښه فضا او نور اړونده شرایط رامنځته کړو، نو اقتصادي وده به مو څو برابره زیاته او د نړۍ یو پرمختللی هیواد به شو. بیا به موږ د سیمې او نړۍ په ورته ستراتيژیکي لوبو او سترو پروژو کې مرکزي او د اصلي وزن یا من رول ادا کړو او دا به په یقین سره زموږ برخلیک بدل کړي. دا د هر ریښتیني او با ایمانه افغان دنده ده چې په دې لاره کې خپل رول سم ادا کړي، تر څو مو خلک او هېواد له دې خوار او زار حالت څخه بهر کړو.

زموږ قوت

قوت او کمزورتیاوې هر ملک لري او دایې داخلي ښکارندې دي. په ورته پروژو کې د افغانستان قوت د هغه ستراتیژیک موقعیت دی. ډېرې سیمه ییزې پروژې د افغانستان له لارې د نورو ملکونو په نسبت په لنډ واټن کې، په ارزاته بیه او اقتصادي توګه پلې او ګټې اخیستنې ته رسیدلای شي. همدا ستراتیژیک موقعیت دی چې چین درک کړه چې که افغانستان امن نه وي او برخه ورنه کړل شي د کاشغر او ګوادر اقتصادي دهلیز به شونی نه وي نو هڅه کوي پاکستان ته قناعت ورکړي چې په افغانستان کې له سولې سره مرسته وکړي او افغانستان ته په دې دهلیز کې برخه وکړي. همدا رنګه همدا زموږ ستراتيژیک موقعیت و چې و پتیل شوه د ټاپي د ګازو نل لیکې او هم د کاسا ۱۰۰۰ د بریښنا د انتقال پروژې، له ترکمنستانه تر پاکستانه د بریښنا مزی او نورې پروژې زموږ له خاورې تیرې شي. په همدې توګه، زموږ د ښه ستراتیژیک موقعیت له کبله اوس افغانستان د مالوماتي تکنالوژۍ د راکړې ورکړې په یوه هب (Hub) او مرکز بدلیدونکی دی. افغانستان د پامیر له لارې د نوري فایبر او هم ممکن د سړک له لارې له چین سره ونښلول شي او په همدې توګه له سویلي او مرکزي اسیا او ایران سره یې نښلول روان دي. دا سترې ستراتيژیکې پروژې به زموږ او د نورو ملکونو په اړیکو کې توازن رامنځته کړي، که موږ په ځینو شیانو کې په هغوی تکیه کوو هغه ملکونه به هم په نورو مسئلو کې موږ ته اړ وي، موږ به هم ورڅخه په ارزانه بیه ګټه واخلو، پریمانه عواید به تر لاسه او په تجارت، اقتصاد او راکړه ورکړه او نورو ستراتيژیکو معادلو کې به مو رول، ملي حیثیت او وزن زیات شي.

زموږ د اوبو او تر ځمکې لاندې نورې طبیعي زیرمې هم هغه څه دي چې امکان شته زیات قوت راوبښي. خو باید پوه شو چې له دې ټولو پیرزوینو ګټه اخیستنه بیا ښې حکومتولۍ، په ټولو د قانون یو شان پلي کیدل، ټینګ او پرانېستي سیاسي او اقتصادي بنسټونه او اړوندو زیربناوو، سولې او ثبات ته اړتیا لري. که موږ و توانیږو چې دا وړتیاوې تر لاسه کړو تر څو له خپلو زیرمو او ستراتيژیک موقعیت سمه ګټه پورته کړو د نړۍ په یوه پرمختللي هیواد به بدل شو.

زموږ افغانانو تاریخي ستونزه تل داده چې خپل فرصتونه په وخت نه پیژنو. باید پوه شو چې بیله الله تعالی او د هغه له پیغمبرانو پرته ټول انسانان کمښتونه لري، په شرع کې موږ د اخف الضررین موضوع لرو. په دې معنی له دوو لارو د کم ضرر لرونکې لاره باید ونیسو، یعنې یو بل له کمښتونو سره سره باید و منو، سوله وکړو او له ضد او عناد څخه کار وانخلو. سید جمال الدین افغان، امان الله خان غازي، موسی شفیق او نور مشران مو په وخت و نه پیژندل او اوس یې ارمان کوو. باید ټول افغانان لاسونه سره ورکړي او په ګډه هیواد له بحرانه راوباسو، او خداي د نه کوي چې هیواد مو د سلو دوو سوو کلونو لپاره د حریصو ګاونډیانو او مکارو نړیوالو قوتونو د غوبل مرکز وي، د تاریخ، راتلونکو نسلونو او الله تعالی له ملامتۍ سره به مخ او بیا به لاس مروړل، زړه خوړل او پښیماني ګټه نه لري.

کمزورتیاوې او خنډونه             

که ښه ځیر شو چې په ملت او دولت کې وړتیا نه وي، ښه ستراتیژیک موقعیت، ښې زیرمې لکه معدني توکي، اوبه او نور زیاته ګټه نه شي رسولای. که په ملک کې د ښې حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت په ځای فساد وي دا زیرمې د ګټې په ځای راز راز تاوانونه لري. غلیمان چې ستا پوتنسیال ته ګوري در نه ویریږي، موکه نه درکوي، ملک د ثبات ته نه پریږدي، زورواکان نهادونه زبېښونکي کوي او مافیایي کړۍ ورځ تر بلې پښې ټینګوي، همدا طبیعي زیرمې د ملک د بربادۍ لامل کیږي او دې حالت ته د زیرمو لعنت (Resource Curse) وایي. په نړۍ کې زیات مثالونه شته لکه کانګو او ناجیریا چې ستر هیوادونه دي، زیاتې طبیعي زیرمې لري خو همدا زیرمې یې د فساد په ټینګښت او داخلي شخړو او د ناکامو دولتونو په رامنځته کېدو کې رول لري.

زموږ په ملک کې هم نا امنيو  او د سولې نشتون له یوې خوا او زورواکانو او فساد شتون له بلې خوا یوه خبیثه او ناولې کړۍ رامنځته کړې ده چې یو بل تقویه کوي، نه پریږدي زموږ شړیدلي سیاسي او اقتصادي بنسټونه غښتلي، پرانیستي او ټینګ شي او ځکه اوس موږ یو ماتیدونکی دولت لرو. تر څو دا کړۍ په هوښیارۍ سره ماته نه شي ملک مو له ماتیدونکي حالت څخه نه شي راوتلای، نه به د انرژۍ او ترانزیت سترې سترې ستراتیژیکې سیمه ییزې پروژې سمې پلې شي، نه به له خپلو طبیعي زیرمو لکه اوبو او کانونو څخه سمه ګټه پورته کړو او نه به ریښتینې خپلواکي تر لاسه کړو.

زموږ یوه کلتوري او ملي کمزورتیا داده چې تل له غلیمو ګاونډیانو په شکایت بسنه کوو، خپل مسؤلیت نه درک کوو، له ستونزو څخه د وتو او  د پردیو له دسیسو د ځان د خلاصون په تدبیر، پلان، تګلارو او کړنلارو سر نه خلاصوو. زموږ د سیاستوالو او شنونکو زیات وخت په دې تېریږي چې له کوم قدرت سره ښې اړیکې ولرو، په ملي اجندا، ملي بساینې او ملي ارمانونو کم تمرکز کوو.

روښانه ده چې حریف او غلیم قوتونه خپلې ګټې په دې کې ګوري چې موږ وویشي، هیواد او ملي بنسټونه مو وران، نظام مو ړنګ او دولت مو ماتیدونکی وساتي، دا یوازې زموږ ستونزه نه ده، هر ملک چې کمزوری شي ګاونډیان یې غواړي تر خپل نفوذ لاندې یې راولي. خو دا زموږ مسؤلیت دی چې له عقلانیت او درایت څخه کار واخلو او ځان د سیالانو سیال او پخپلو پښو ودریږو.

فساد او جګړو په هیواد کې یوه خبیثه کړۍ رامنځته کړې ده او یو بل تقویه کوي. باید و منو چې فساد زموږ ستره کمزورتیا ده. تر څو د فساد مخه نه وی نیول شوې، د دولت او ملت تر منځ واټن به ورځ تر بلې زیاتیږي او جګړه به مشروعیت مومي او خدای مکړه لا نورې وینې به توېېږي. له بلې خوا، که سوله را نه ولو، هر دولت او مشر به مو په جنګي حالت کې مفسدینو او زورواکانو ته سوڼ هم نشي کولای، نو ځکه د فساد ورکول او په ټولو افغانانو د قانون یو شان پلي کول به ناشونی کار وي.

تهدیدونه

د دې ستراتیژیکو سیمه ییزو او نړیوالو سترو پروژو د ځانته جلبولو لپاره د شطرنج غوندې سختې او پیچلې سیمه ییزې او نړیوالې لوبې روانې دي. هر سیمه ییز قدرت غواړي چې اصلي من (اصلي وزن) هغه وي او یوازې د تول او موازنې برابرولو لپاره موږ او نور کمزوري ملکونه لکه دړ وکاروي، تر خپل کنترول لاندې یې وساتي، ګروپونه او خاوره یې د خپلو ستراټیژیکو حریفانو په ضد وکاروي. دوی که نور څه نه شي کولای غواړي زموږ ملک له ثبات او پرمختګ څخه محروم کړي او نه توانیږي چې په ورته سترو سترو ستراتیژیکو مسئلو او پروژو کې چې د ملکونو سرنوشت ټاکي له مرکزي رول لوبولو څخه محروم او څنډې ته کړي او سترې اقتصادي ګټې یې تر لاسه نه کړي.

زموږ دښمن ګاونډیان ښه پوهیږي چې همدومره کافي ده چې شخړې په افغانستان کې روانې وساتي نو افغانان به و نه توانیږي چې په یادو موضوعاتو کې مرکزي رول ولري. هغوی په خورا مهارت زموږ په کمزوره ساتلو او اغفال کې بریالي دي او د همدې لپاره په سختۍ سره کار کوي چې پرینږدي موږ په پښو ودریږو، سره ویشي مو، نیابتي جګړو ته زموږ په ملک کې دوام ورکوي او د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره مو کاروي. هڅه یې داده چې افغانان په ورته سیمه ییزو ستراتیژیکو راکړو ورکړو او سترو پروژو کې د یوه با القوه لوبغاړي ملک په توګه شتون ونلري او میدان دوی ته خالي وی، د ټاپي پروژې مخې ته یې هم زیات خنډونه جوړ کړل او هڅې یې داده چې له نورو ورته معادلو مو وباسي. په لنډ ډول غواړي چې زموږ ملک بې ثباته، په شخړو کې راګیر، بې اتفاقه، جنګ څپلی او کمزوری وساتي تر څو زموږ په ملک کې د اوږده راتلونکي وخت لپاره کوم سالم او قوي مرکزي حکومت رامنځته نه شي، تر څو دوی پورته ناولي هدفونه تر لاسه کړي.

دلته یو مثال راوړم. د افغانستان خاوره د آمو سیند ۲۵ سلنه اوبه برابروي خو تر اوسه موږ د یاد سیند یوازې ۲،۵ سلنه اوبه کارولي دی. څو کاله مخکې په مرکزي اسیا کې د اوبو په هکله یو نړیوال کنفرانس و، خو افغانستان نه و ور بلل شوی، کوم بهرني ژورنالیست پوښتنه کړې وه چې افغانستان د امو سیند په اوبو کې شریک دی ولې نه دی رابلل شوی، د مرکزي اسیا کوم دولتي چارواکي ویلي و چې هغوی خو په جنګ کې بوخت دي، د دې توان، وړتیا او وخت نه لري چې په داسې کنفرانسونو کې ګډون وکړي. د هغه هر مطلب چې و خو دا خبره یې رښتیا ده چې اوږدو جنګونو د ژوند په هر اړخ کې موږ شاته کړي یو.

د دې سترو ستراتیژیکو پروژو اوسنی حالت

اوس د چین څخه تر اروپا پورې د وریښمو لار چې د یوه کمربند او یوه سړک (One Belt and One Road, OBOR) پروژه ورته وایي روانه ده. افغانستان هڅه کوي چې له دې سترې پروژې سره وصل او مرکزي رول پکې ولري او له نورو ورته ستراتیژیکو فرصتونو څخه برخمن شي. افغانستان په وروستیو کې یو څه ښې لاسته راوړنې هم لرلې، او که ملت او دولت په ګډه یو ځای کار وکړي هغه مرکزي رول ته به ورنژدې شي.

دلته زه د واخان  له لارې د افغانستان نښلول یادوم چې د وریښمو له لارې سره یې د تړاو په هکله خبرې کیږی، له کندوزه تر هراته د ریل پټلۍ غزولو د کار خوځښت ته ګوته نیسم چې له یوې چیني کمپنۍ سره یې د تیر شانګهای په غونډه کې یې لاسلیک یو ښه مثال دی. همدا رنګه، اوس هغه وخت راغلی او څه وخت د ریکا په غونډه کې په عشق اباد کې د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګورجستان او ترکیې تر منځ د لاجوردو په لاره د اروپا سره د وصل په هکله هوکړه وشوه.

موږ د انرژۍ د سترو پروژو لکه د ټاپي، کاسا  ۱۰۰۰ ، په هکله ښه ګامونه اخیستي، د نړیوال بانګ په مرسته د نوري فایبر غزول ټول افغانستان او سیمې ته نور ښه فرصتونه دي. که په دې پروژو کې مو خپل ستراتیژیک او مرکزي موقعیت ښه وکارولای شو، پروژې مو د امکان ترحده سمې راجلب او پلي کړې، ښه شرایط، اړین بستر او د پانګونې غوره چاپیریال مو ورته برابر کړ، زموږ سرنوشت او برخلیک به هم د تل لپاره بدل او مثبتې خواته بوزي. 

د وریښمو لار چې د یوه کمربند او یوه سړک او په مخفف ډول (OBOR) یادیږي چې د وچې او سمندر له لارې غځیږي. څو شاخونه لري چې د پاکستان او منځنۍ آسیا مسیرونه پکې شامل دي. خو د افغانستان  یو څه بریالۍ هڅې پیل کړې، ښې پایلې یې هم لرلې دي. هغه داچې د واخان کوریډور له لارې زموږ هیواد له چیڼ سره وصل کړي، د شیرخان بندر او هرات له لارې تر ایرانه د ریل پټلۍ غزول چې د ریل پټلۍ له لارې له منځنۍ آسیا او پورته لارې سره ونښلوي، له کابله تر کندهاره د سړک دوه لینه کول، د هندوکش په غرونو کې د بامیان او بغلان مهم سړک چې د نړیوال بانک په مرسته جوړیږي، د سالنګ دوهم تونل سروې، دیزاین او پلی کول به ټول مرسته وکړي چې زموږ په هیواد کې به ښه ترانزیت او کالیو انتقال ته اسانتیاوې برابرې کړي، د آقینې بندر له لارې افغانستان له ترکمنستان او بیا له نورو هیوادونو سره وصلول، د حیرتان بندر له لارې افغانستان له ازبکستان سره تړل، د پیښور، تورخم، جلال آباد، کابل او د افغانستان شمال سره وصلول، د چابهار له لارې هند او د منځني ختیز او خلیج ملکونه مرکزي اسیا سره تړل، همدارنګه د کویټې او کندهار له لارې هم منځنۍ اسیا او اروپا سره تړل او نور هغه بریالۍ هڅې دي چې که سمې پلې شي موږ د نړۍ په یوه تجارتي، ترانزیتي او اقتصادي مرکز بدلېدلای شو.

دلته ګورو چې په ځینو ځایونو کې خو د ګاونډیانو ګټې هم شته خو ستونزه به داوي چې هغوی به یوازې غواړي چې له موږ څخه مرکزي او عمده د من کیدو وس واخلي، هغه رول ځانته خوندي وساتي او موږ هسې د دړ په څیر په وړو وړو او فرعي مسئلو کې بوخت وساتي او ومو غولوي.

اقتصادي دهلیزونه د ملکونو لپاره خورا زیات  اقتصادي، سیاسي او ستراتیژیک اهمیت لري، له همدې کبله د دهلیز په مسیر چنې وهل او زور ازمویل کیږي، د لنډوالي تر څنګ د مسیر ثبات، امنیت او پکې د سترو سترو تجارتي مرکزونو شتون هم اهمیت لري، له همدې کبله تل لنډه لاره نه ټاکل کیږي، ښه مثال یې له چینه تر ګوادر بندره پورې اقتصادي دهلیز دی چې لنډه او اقتصادي لاره یې پښتونخوا ده خو ګورو چې له زوره او سیاسي نفوذه، کار اخیستل کیږي او پنجاب غواړي اصلي رول و لوبوي او خپلې ګټې خوندي کړي، دا په ستراتیژیکي راکړه ورکړه کې همغه د من او دړ خبره ده.

ځینې هیوادونه د دې لپاره چې خپل ګاونډی هیواد د سترو ستراتیژیکو پروژو لپاره لازمه وړتیا، اړین ثبات او امنیت پیدا نه کړي نو نا آرام او پخپلمنځي شخړو کې یې ښکیل ساتي. په افغانستان همدا کانه شوې ده. له یوې خوا ګاونډي او نور شریر ملکونه زموږ په هیواد کې جګړه توده ساتي او کله چې بیا په نړیوالو غونډو کې د سترو پروژو مسیر ټاکل کیږي نو نړیوال پانګوال او پرمختیايي موسسې او هر څوک بې ثباته مسیر نه خوښوي او همدا دی چې شیطاني چالونه او تذویرونه کار ورکوي. په خواشینۍ سره ایران او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې زموږ په ملک کې د جګړو اور بل ساتل غواړي تر څو موږ د ورته پروژو لپاره غوره مسیر نه شو، له خپلو اوبو سمه ګټه وانخلو او تل دوی ورڅخه ګټه واخلي او هم موږ د تولید او صنعت وړتیا  و نه لرو او اړ وو چې د دوی بې کیفیته تجارتي توکي زموږ بازارونه ډک کړي. 

پخوا د وریښمو لاره له افغانستان او منځنۍ آسیا تیریده او اوس بیا دا لاره په سیمه راځي، څو شاخې به ولري چې ټول شاخونه یې لا تر اوسه پوره نه دي ټاکل شوي او د امکان سنجې او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرحله کې دي. موږ تر اوسه پوهیږو چې د وریښمو د نوې لارې یوه شاخه له چین څخه د منځنۍ آسیا له لارې تر اروپا پورې غځیږي. دلته افغانستان هم کولای شي چې د واخان، بدخشان، کندوز او هرات له لارې لنډ مسیر او یا لږ تر لږه یو لنډ شاخ عرضه کړو، له مرکزي اسیا څخه دا لاره له ایران، خلیج سره وصل کړو او د اصلي وزن او یا من رول ادا کړو.

اوس څه کول په کار دي؟

افغان ملت او دولت ته اړتیا ده چې په ملک کې سوله، ثبات، د قانون حاکمیت او ښه حکومتولي رامنځته او هیواد له فساده وژغوري. باید افغانستان د پرانیستو سیاسي بنسټونو په ټینګښت زیاته پانګونه وکړي تر څو د هغو په مرسته اقتصادي غښتلي بنسټونه رامنځته شي، او داخلي او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې د خوندیتوب ډاډ حاصل او د کار و بار یو ښه بستر او چاپیریال رامنځته شي.

همدارنګه، ټول ملت بې له توپیره یو موټی د هغو زورواکانو په وړاندې ودریږي او نه ورته ووایي چې له قانون پورته عمل کوي، قومي کرکو او تاوتریخوالي ته لمن وهي. هغوی باید پوه کړو چې نور د زور وهلو وخت تیر دی او زموږ ځوان نسل نور زور وهل  نه مني.  زموږ ملت ته په کار ده چې سیاستوالو ته په کلکه ووایي چې قدرت ته د رسېدو لپاره د کودتاګانو او له پردو سره د پټو معاملو په ځای د ټول ملت لپاره د خدمت کولو او ټاکنو لاره غوره کړي.

همدارنګه، اړتیا ده په ملک کې غوره زیربناوې، د قوانینو او مقرراتو تطبیق او نور رامنځته کړو. که مو دا کار سم وکړای شو نو زموږ په هیواد کې به مارکیټ یو څو نورو اړتیاوو ته هم مثبت ځواب ورکړي او زیات کار او ثروت به خلق کړي. کله چې سیاسي او اقتصادي بنسټونه مو د خلکو به مشارکت او ګډو هڅو سره پرانستي او غښتلي کړل نو هغه به په ملک کې د ښو کارپوهانو جلبولو، د منازعاتو د حل وړتیا، پانګه، غوره استعدادونه او تخصص به راجلب کړو. زه په دې باور یم چې یوه ورځ نه یوه ورځ به زموږ د ټولو خلکو سر په دې لوبو خلاصیږي خو ویره ده که اوس سرونو ته سد رانه ولو وروسته به زیات ناوخته شوی وي.

آيا موږ به وتوانيږو، هومره هوښيارتيا به ولرو چې له خپل جيوستراتيژيک موقعيت څخه چې منځنۍ آسيا او سويلي آسيا له يوې خوا او چين له اروپا او منځني ختیځ سره له بلې خوا ونښلوو او په دې ترتيب د آسيا د ترانزيت، تجارت او اقتصاد په يو عمده محور بدل شو او که به د سيمې ځواکمن قوتونه به افغانان له دې نعمت څخه محروم کړي او هغوی به موږ له نورو خپلو حريفانو سره د خپل توازن برابرولو لپاره کاروي.

زموږ سیاستوال باید د هیواد د سترو ستراتیژیکو ګټو د خوندیتوب لپاره قانون منل د ځان ویاړ و بولي، د سیاسي اقتدار د لېږد لپاره د قدرت نیولو پروسه تر ټاکنو پورې نه ځنډوي، په سوله ییزه سیاسي او مشروع مبارزه کې اقتدار ته د رسیدو لاره نه وهي او د تنکیو ځوانانو له احساساتو بده ګټه اخلي، او د قدرت ناولي خوبونه ګوري نو زموږ هیواد ته به ستونزمنه وي چې په داسې سترو پروژو کې من شي بلکه دړ به پاته وي.

که موږ هوښیار وو نو کولای شو چې د ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ پروژې به سمې پلي کړو، پریمانه او ارزانه انرژي به لاسته راوړو او هم به د ترانزیت د فیس پیسې ورڅخه لاسته راوړو، د نورو سیمه ییزو قدرتونو اقتصادي، ترانزیتي او تجارتي اړتیاوې به موږ ته پیدا او په موږ به تر یوې کچې و تړل شي او زموږ او د هغوی په يو بل وابستګۍ او ګټو کې به توازن راشي.

راځئ ټول له ځانه وپوښتو، آیا موږ به د لاجوردو لاره په حقیقت بدله کړای شو چې اروپاته مو د ترانزیت لاره پرانیزي؟ و به شو کولای چې د واخان، شیرخان بندر او اسلام قلعې ریل پټلۍ له ایران او منځني ختیځ  سره ونلښوو، د آسیا او ان د نړیوال ترانزیت او تجارت مرکز شو، بیدرغه د ترانزیت فیس تر لاسه کړو او په آسانه سره خپل مالونه به ارزانه بیه د شمال خربوزې، د قندهار او نور افغانستان انار، د هرات، شمالي، غزني، کندهار او نور هېواد انګور، د فراه د شنو خونو بادرنګ او نور تولیدات او نور به په تازه او پروسس ډول تر نړیوالو مارکیټونو پورې په اسانه شرایطو او ارزانه بیه بېله خنډونو ورسوو، سترې ګټې تر لاسه کړو او بیا یې د هیواد په کرنه، اوبه خور او زیربناوو کې پانګونه وکړو او هیواد له فقر څخه وژغورو. که په دې کار زموږ ملت او دولت بریالي شي او خپلې ګټې خوندي کړي نو هر یو کس باید خپل مسؤلیت سم درک کړي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Donnerstag, 11. Januar 2018 16:07)

    رسولی صاحب سلامونه مو ومنی !
    ستاسی لیکنه ډيره په ځای او له حقایقو ډکه لیکنه دی لیکلی ، مګر یوه ستونزه لری او هغه داچه تر یوی مهمی مرحلی وروسته سمولو او پیاده کولو وروسته دی لیکلی وی او لادی هغه مرحله لمړی او بیا دی دا لیکنه لیکلی وی هغه مرحله زمونږ دهیواد اشغال او د اشلغلګرو له خوا زمونږ په مظلوم اولس د غلامی ، ناوړی او فاسدی اداری د برچی په زور تپل دی . تر هر څه دمخه مونږ د لاسته راوړنو د پاره خپلواکی او د اهلیت له مخی خپل حکومت ته اړه لرو بیا ستاسی د لیکنی یوه برخه او ورسره نور ورته پرمختګونه .

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder