29.06.2018 (08.04.1397)
افغانستان اوس له تجزیې سره مخامخ شو

حفیظ الله تسل

د افغانستان سوله چې له کلونو کلونو هڅو او لالهاندیو سره سره بیا هم د حکومت او خلکو لپاره یو چالش کرځېدلی دی؛ یو څه مثبت بدلونونه پکې راغلي دي؛ خو باید هغه اندېښنې له منځه ولاړې شي چې موږ ووایو سوله به وشي؛ خو د استخباراتي شبکو فعالیتونه به یې په یوه معما راته وګرځوي چې حل به یې نه وي.
نو څنګه کولای شو دغه سوله تامین، ښه مدیریت، ترې ستانه وکړو؟
د کوچني اختر د سولې اوربند چې سوله غوښتونکي طالبان په ښارونو او ولسوالیو کې له خلکو سره یو ځای شول، پر دواړو خواوو یې عمیق تاثیرات پرېباستلي دي او دغه ډول اوربند د تاریخ په اوږدو کې کمساری دی.
د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر وخت هم اوربند یا ډز بند شوی و، خو توپیر یې دا دی چې هلته حکومتي وو او د عام ولس شعور دا د اوس په څېر پياوړی نه و، اوس دغه چاره ولسي او د ولسونو لخوا تر سره کېږي او د واک زیاته برخه یې د همدې ولس په لاس کې ده.
او پایله یې ځکه ښه ده چې ملي، سیمیزې، نړیوالې او اسلامي اجماعګانې په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره تر لاسه شوې دي چې په تېرو اوولسو کالو کې بې سابقه هغه دي.
د سولې په اړه له هلمند، پېښور، کونړ، پکتیا او پکتیا څخه د سولې د کاروانونو حرکتونه، په کابل کې تر بلې هرې موضوع زیات په سوله باندې فوکس هغه څه دي چې د ولسونو د سوله د بېصبرانه غوښتنې بیان کوي.
د سولې د پلي کولو لپاره د افغانستان د ولایتونو او ولسوالیو مامورین د زړه سوي او مسؤلیت له مخې کار نه کوي. خلکو ته داسې فکر پیدا کېده چې حکومت سوله نه غواړي او د اوربندونو په دوام سره دغه دی دا مفکوره تر یوه حده له منځه تللې او د لا نورې مقابلې لپاره یې باید د سولې حرکتونه له ښارونو او ولسوالیو څخه کلیو ته پیل شي؛ څو ولس ته ثابته شي چې سوله د حکومت په لومړتوبونو کې ده. ځکه سوله د اوبو او هوا په شان د ژوند یوه مهمه برخه ده.
په ولایاتو کې په عمومي صورت، دولتي مقامونه یا د څو احزابو او یا هم د موجوده فاسدو وکیلانو تر تر انحصار لاندې دي او زیار وېستل کېږي چې د خپل قوم او د خپلې ژبې او مذهب کسان له ولسوال څخه نیولې تر د ټيټې ربتې ملکي او نظامي مامورین مقرر کړي. په ډېرو ولسوالیو کې خلک پوښتنه کوي چې موږ په دې حکومت کې ځان نه وینو، له بلې خوا دوی په یو ډول باور کوي چې طالب زموږ قضايي ستوزنې حل کوي او د راتلونکي لپاره د همدې زورمندانو او فاسدو په مقابل کې د کمپاین او مجادلې ژمنې را سره کوي.

په افغانستان کې له مطلق اکثریت خلکو سره همداسې نظر دی؛ ځکه چې د مفسدینو، غاصبینو، او د پردیو ملکونو جاسوسانو په مقابل کې له مجازاتو نه کار نه اخیستل کېږي. په ټوله دنیا کې له مجازتو نه د امن او قانون ته د غاړې اښودلو لپاره استفاده کېږي. تر څو چې موږ هم له دې اصل څخه استفاده ونه کړو، عدالت نه شي راتلای، چېرته چې عدالت نه وي، هلته د نظر وحدت وجود نه لري او د وحدت نظر په نشتوالي کې، سوله به نه وي او ناامني به دوام کوي.

د سولې شورا چې یوه حکومتي دستګاه ده، د سولې لپاره هیڅ موثر کار نه دی کړی، د دې شورا غړي باید منسجم شي او له هغې وروسته دې خپلو ولسوالیو او ولایتونو ته واستول شي؛ ځکه چې هلته طالبان عملاً د جنګ په میدان کې دي او دوی باید ورسره وپېژني چې د هغوی اختیار د پردیو ملکونو په لاس کې دی او که د خپلو رهبرانو؟
په دې ترتیب به موږ ته مالومه شي چې د حکومت متواترې هلې ځلې چې په پاکستان باندې فشار راوړل او د سولې لپاره ملي، سیمه ییز او اسلامي اجماعګانې جوړول وو او بس، د کوم میکانیزم په اساس د هغوی مدیریت وکړو شو چې دا جنګ پای ته ورسوو.
له طالبانو سره زموږ اړیکې په ولسوالیو او شاوخوا کلیو او بانډو کې، د سولې د شورا د غړو له خوا ونیول شي، څو معلومه شي چې د جنګ او سولې پرېکړه له طالبانو له مشرانو سره ده او که د دوی له تمویل او تجهیز کوونکو له مشرانو سره.
طالب ته باید هیڅ کله هم د امن ځایونه ورنه کړل شي. ځکه داسې موقع به د هغوی د اربابانو په خوښې سره وي، هغوی به په داسې د (امن ځایونو) کې خورا مجهز او منسجم کړل شي فکر وکړه چې افغانستان اوس له تجزیې سره مخامخ شو؛ خو د حکومت له ارادې ښکاري چې هیچا ته به وخت ور نه کړي چې هېواد د تجزیې له ګواښ سره مخ کړي، که چېرته دې ته پام وکړي او ورسره د حکومت په اړه په ولسونو کې داسې لارې چارې په کار واچوي چې عامه اذهان په دې قایل شي چې حکومت او ښار میشتي رښتینې مسلمانان دي او وژل یې حرام دي؛ کوم چې ګاونډیو او نورو دښمنو استغباراتي کړیو د پوخ تبلیغ په پایله کې دغه خلک یو ډول بد پېژندلي دي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Samstag, 30. Juni 2018 06:40)

    تسل صاحب! دا خبره مو پر ځای ده چي طالبانو ته باید د امن سیمي خوشي نه کړل سي، ځکه چي اولسي طالب د امن سیمو ته اړتیا نلري. د امن سیمي د اولسي طالب لپاره د مرګ تلکي ثابتیدای سي او بل اوس هم د هیواد پراخه جغرافیه عملاً د اولسي طالبانو په لاس کي ده. هغه سیمو ته کله کله دولتي عسکر د عملیاتو په نوم ورسي. چکر پکښي وهي بیرته ځني راسي. البته معلومات داسي دي چي دا دامن سیمي د هغو بهرني غیرقانوي ملیشیي اشغالګرو لپاره د کالونیو جوړولو زمینه مساعده کړي چي فقط یو برانډ یې داعش نومیږي.او ددې کالونیو اصلي مدیریت به زموږ د ګاونډي ورور اسلامي هیواد د استخباراتو په لاس کي وي. دا یو مخفي خبر دئ پام کوه چي چاته ونه وایې که نه حنیف اتمر صاحب به بیا د جاوید قمر باجوه لخوا سپک سپاند سي.

  • افغان (Samstag, 30. Juni 2018 07:56)

    تسل صاحب ، تاسی ښکلی لیکنه لیکلی له ډیره برخه یی نه یواځی د توافق بلکه د ستاینی وړ وی مګر هغه څه چه ورسره توافق نه لرو هغه دا چه :
    زمونږ ډيرو روشنفکرانو او بصیرت خاوندانو حتی اشغال هیر کړی او دغه غلامی ، ناوړی او فاسدی اداری ته د افغانی حکومت نوم ورکوی او په ځانګړی ډول دغه اوسنی د جانکیری اداره چه سفارت کی جوړه شوه او خلک لا ورته د افغانستان جمهور ریس او هغه بلی بنی ته یی د اجرایی ریس وایی .
    دا لمړی ځل نه دی چه زمونږ هیواد یا نور هیوادونه اشغال شوی او نه دا لمړی ځل دی چه د خپلواکی ترلاسه کولو د پاره یی یو شمیر افغانان او هغه هم علما او شاګردانو وسله وال پاڅون کړی په مالو او ځآنو قربانی ورکوی هم اشغلګر او د هغوی غلامان او هم ځانونه پری وژنی . پاکستان ته د اشغالګرو په دستور د طالبانو پلار و مور ویل کیږی او د دی پړی قبلولو د پاره پاکستان ته په بلیونو دالر دالی کیږی .
    مګر زما ګیله له تاسی ده چه تاسی د یو افغان او مسلمان روښنفګر په حیثیت هم د اشغالګرو په تبلیغاتو باور او قدمو قدم ږدی ؟
    زه دا هم منم چه طالبان هم نه ملایکی او نه پیغمبران دی چه معصومیت ولری مګر په دی کچه چه د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو تبلیغات دی له هغوی سل په سلو کی سپیڅلتیا لری .
    زه ستاسی نظریاتو ته درناوی لرم مګر اضافه څیړنو او تجدید نظر ته اړه ده مننه

  • محمد (Samstag, 30. Juni 2018 14:39)

    افغان صاحب ګیله مو تر یو ځایه پوري پر ځای ده. د طالبانو قوي ایډیولوژیکي ریښې چي د افغانانو د اسلامي او پښتني ارزښتونو څخه سرچینه اخلي انکار ترې نسته او همداعلت دئ چي په نن عصر کي طالبان یواځینۍ سیاسي ډله ده چي افغان اولس د هیواد تر بلي هري ډلي زیاته بشري پانګونه پکښي کړې ده. خو دا حقیقت هم باید په نظر کي ونیسو چي د نړۍ ټول دولتونه او متنفذ ځواکونه به دا ډله پرې نه ږدي چي په افغانستان کي یا بل ځای واک تر لاسه کړي تر څو چي یې خپلي ایډیولوژیکي ریښې د اسلامي او پښتني ارزښتونو څخه بیلي کړي نه وي او د افغان اولس په وړاندي یې د مسئولیت لرلو څخه رهبري په بشپړ ډول لاس په سر سوې نه وي او که طالبان دا کار وکړي نو په هغه ورځ به خپله بقاء دلاسه ورکوي. څه فکر کوئ چي امریکایان به د وتلو وروسته افغانستان طالبانو ته ورپریږدي؟ امریکا به یې ورپریږدي خو روس پاکستان ایران او چین یې نه ورپریږدي. تیر ځل د طالبانو حکومت مو نه وو په یاد چي د پیښور په ښار کي طالب چارواکي او د شمالی ټلوالي قومندانان ازاد او ګډ سره ګرزیدل او په افغانستان کي یې کشرانو یودبل د سر په کاسو کي اوبه سره څیښلې. ته وا طالبانو د پنجشیر او دا څو شمالي ولایتونه نیولای نه سوای. ملګرې! اجازه یې نه لرل چي پنجشیر ونیسي. هر کله چي به د طالبانو ځواکونه پنجشیر ته ورنیژدې سول لوی ملا صاحب (مرحوم/شهید)به اکمالات پر قطع کړل. د افغانانو اصله ستونځه اوس اشغال ځکه نه ده چي افغانان د خپلواکي مستحق نه دي. په جهان کي یوازي هغه اولسونه د خپلواکي مستحق دي چي په اجتماعي ډول د خپلو معنوي ارزښتونوپایبند او متحد وي (مذهبي او سیاسي مشران یې سیاسي دلالان او د نورو دولتونو استخباراتي جاسوسان نه وي)د خپل هیواد ددفاع کمترین اندازه اسباب ولري او حد اقل ټولنیز اقتصاد یې خودکفا وي. په اوس عصر کي د افغانانو عاجله اړتیا په داخل کي دسیاسي واک عادلانه ویش او د قانون حاکمیت دئ.زموږ ګاونډي تر امریکا زیات خطرناکه دي او طالبان ددې خطر په مقابل کي هیڅ تضمین نلري چي اولس پرې ډاډه کړي. دا چي طالبان د کابل په زړه کي قومندان کاروان وژني په دې دلالت نه کوي چي طالب قوي سوئ دئ بلکه په دې دلالت کوي چي د شورا نظار او ټلوالي سره یې پټه یارانه مښلولې ده.اوس افغانان په داسي حالت کي نه دي چي وروښیو چي دا ډله تر هغه بلي ښه ده. اوس افغانان دې ته ګوري چي کومه ډله ددوئ ټولنیزي او سیاسي اړتیاوي په ښه توګه ورپوره کولای سي. نن ورځ طالبان شاید دا توان ولري چي بله داسي ډله واک ته ورسوي چي دوئ ګټه ځني پورته کولای سي خو خپله حکومت نسي جوړولای. او که طالبان د پخوانۍ شمالي ټلوالي عناصر یا پخواني کمونیسټان د خپلو مناسبو حلیفانو په توګه انتخاب کړي نو سخته اشتباه به یې کړې وي. مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind