27.05.2019 (06.03.1398)
افترا،تور او بدګمانۍ باید جدي وشمېرل شي
لیکنه : خوشحال آصفي

افغانستان کې ډېر کله پر پېژندل شویو څېرو د تور لګولو او دوی په اړه د افترا خبرونه خپرېږي؛ښایي تاسې ووایی،چې له افغانستانه دباندې نړۍ کې هم دا یوه معموله خبره ده؛خو توپیر یې دا دی،چې داسې قضیې هلته ارزول کېږي،تعقیبېږي او تور له سپینه جلا کوي بیا یې د خلکو قضاوت ته وړاندې کوي.

د افترا په تعریف راغلي:
"افترا په یو چا باندې د دروغو تړل/تور لګول او په حقوقي اصطلاح کې د حقیقت برعکس یوه ځانګړي کس یا کسانو ته د یوه مجرمانه کړنې غوڅ نسبت ورکولو ته وايي."

خو په افغانستان کې افترا،تور لګول او بدګماني رامنځته کول د اوبو د غړپ په شان آسان کار دی او په ډېرې آسانۍ سره یې غشی د ټولنې د پېژندل شویو څېرو په لوري ور خوشې کېږي.

کله،کله دا موارد حقیقت نه نږدې،کله د حقیقت سر خوري او کله بیا له سړي نه لاره ورکه کړي او له بده مرغه زموږ په هېواد کې خو لا له وړاندې سیاسي فساد یادېدو،اداري فساد مو هم نوم په نړۍ کې زیانمن کړی و؛ دا دی اوس له اخلاقي فساده او هغه هم د ارګ په آدرس بحث کېږي،خو په جدي توګه یې ارزونه نه کېږي.

د حشمت غني احمدزي له تورونو نیولي بیا د ظاهر قدیر او د ملي المپیک کميټې په اړه مو ډېرې قضیې ولیدې...چې د ځینو کسانو لخوا پر ځینو کسانو ولګېدل،خو د قضیې هېڅ یوه اړخ هم د تور او سپین د جلا کولو لپاره لستوڼي را و نه نغاړل.

 په تر ټولو تازه مورد کې د ولسمشر غني د امنیت/خوندیتابه پخوانی سلاکار جنرال حبیب الله احمدزی مدعي شو:

داسې ښځينه وکیلانې پېژني،چې  یوازې له ۵۰۰ نه تر ۶۰۰ رایې یې درلودې خو په ارګ کې ځینو ځانګړو کړیو د جنسي اړیکو له ټینګولو وروسته بریالۍ اعلان کړې.

هغه همدا راز دا کړۍ په فحشا او اخلاقي فساد تورنه کړه. 

د حبیب الله احمدزي له خبرو وروسته د حکومت یوې پخوانۍ سلاکارې آغلې مریم وردک هم د ښاغلي احمدزي ادعاوو په تأیید؛ یوه هندي ټلویزیون سره مرکه کې وویل: کومې خبرې،چې جنرال احمدزي کړې،رښتیا دي.

خو دغسې مواردو کې؛ تل یوه پوښتنه ذهن کې څرخېږي:

ولې دا ډول څرګندونې داسې مهال کوي،چې له دندې ګوښه شوې وي؟
او یا :
ولې؛ کله،چې په ځانګړیو چارو/مواردو کې د حکومت له ملاتړه نهیلي شي د خبرو خوله خلاصه کړي او پرته له دې،چې د خپلو خبرو پایلو او عواقبو ته یې پام وي افترا کوي؟
دوی په دې ډول یا سهوا
ً یا قصداً نړۍ ته د افغانستان ناسم او خراب انځور وړاندې کوي او د شخصیتونو ترور او بدنامول د خپلې موخې لپاره تر ټولو ښه لار ګڼي.
ولې دا کسان دغه څرګندونې هغه وخت،چې پر مهمو څوکیو ناست وي نه مطرح کوي؟

هغه وخت ولې همدا شهامت له لاسه ورکوي؟

د افغانستان د نافذه قوانینو په ځانګړي توګه د جزا قانون پر بنسټ؛ د افترا، تور لګولو او ورته مواردو لپاره "حد قذف" تر نوم لاندې تر دوو کلونو د بند سزا په پام کې نیول شوې ده.
حکومت ته په کار ده،چې له دې تورونو او تأییدیو نه په بې تفاوتۍ تېر نشي،بلکې باید په ډېر جدیت یې تعقیب کړي؛څو د ښځو پر روحیې منفي اغېز و نه کړي او په عامه اصطلاح

"وچ او لمده یو ځای" سره ونه سوځي او د ښځو په برخه کې جفا و نشي؛چې هرڅوک دا جرأئت پیدا کړي،چې د ځان مشهورولو په خاطر د خلکو له روحیاتو سره لوبه وکړي او ځان ته مینه وال بیامومي.

هماغسې،چې وړاندې اشاره وشوه؛ دا موضوع د افغانستان له عزت،حیثیت او شرف سره تړلې ده او که رسیدګي ورته و نشی نو ډېرې بدې پایلې به ولري.
له بل پلوه؛ دا نوې راټوکېدلي او فرصت طلبه بوټي په تصادفي یا قصدي ډ،ل د دښمن تبر ته لاستی اچوي او د دوی جګړې او تاوتریخوالي ته مشروعیت ور بخښي؛ نو له همدې امله حکومت او عدلي بنسټونه جدا
ً دا مسوولیت لري،چې دې موضوع ته رسیدګي وکړي او روښانه یې کړي،ځکه له دې تورونو سره د افغانستان عزت هم تړلی دی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Donnerstag, 30. Mai 2019 15:47)

    محترم آصفي صاحب دي په ګلانو کي وي. د لیکنو څخه داسي معصوم ښکارئ لکه همدا اوس تازه چي د جنت څخه راشوه سوي یاست او د دې نړۍ او بالخصوص د افغانستان د حالاتو څخه چي هیڅ خبر نه یاست. تور او سپین به هلته سره جلا کیږي چي د عادلانه تحقیقاتو او شواهدو د ثبت سیسټم موجود وي. په افغانستان کي د امیر شاه زمان د را پورزیدو وروسته نه خپلواکه محاکمه پاته سوې ده او نه هم څارنوالي. په کابل کي په زرهاوو چاودني پر خلګو وسوې و یوې واقعې ته تر اوس پوري دوسیه نه ده لویدلې او ته د سپیناوي خبری کوې. تورونه هیڅ څوک نه پوري کوي البته دا حقیقت دی چي تر څو یې ګټي خوندي وي تر هغه وخته پوري د فساد ږغ نه پورته کوي کله چي یې دولت امتیازات ځني قطعه کړي بیا نو ټول هغه رازونه افشاء کوي چي پخوا به یې په پټو سترګو زغمل. خو دا هم الهي فضل دی چي کله کله د غټایټو تر منخ شخړي پورته سي نو د پټو او ښخ سوو حقایقو څخه هم پردې پورته سي. په دې نیژدې وختونوکي په یوه مجلس کي د ریاست امنیت ملي یو جګپوړی ثاحب منصب تر حده زیات د انګورو هغه سرکه وڅیښل چي په تیاره زیرخانه کي تیاره سوې وه. چي اپلتي یې پیل کړې یوه ملګري ورته وویل چي دا ۱۹ کاله راهیسي د پلازمیني په زړه کي ځانمرګي او چاودني درته کیږي خو تاسو د دې دومره امکاناتو سره د تروریسټانو دا شبکه کشف نه کړل او ولچک مو وروانه چول. دا څنګه امنیت ملي دی چي په دې لا نه دی خبر چي دا ځانمرګي او واسکټان کابل ته څوک راوړي او چاودني څوک کوي. ده جناب پر را زغرده کړل چي د افغانستان امنیت ملي هم د هیڅ چا څخه کم نه دی په هر څه خبر یو چي څوک دا کارونه کوي خو دلته یوه تخنیکي ستونزه دا ده چي په نړۍ کي تر اوسه پوري داسي ولچکه جوړه سوې نه ده چي هغو لاسونو ته ورولویږي کومو چي دا ولچک په لاس کي وي. تر کومه پوري چي په دولتي دوایرو کي د ښځينه کارمندانو د جنسي سوء استفادې خبره ده په دې ټوله افغانستان خبر دی. کله چي محترم اجرائیه رئیس خپلي یوې مړوښي کارمندي ته په رسمي وخت کي لاس ورواچاوه ټول کابل په خبر سو څخه چي ته څنګه په دې قصو نه خبریږې داسي ښکاري لکه تر اوسه پوري چي بلوغ نه یې وهلئ. تر کومه پوري چي د سزا و جزا خبره ده. اوس هیڅ څوک و هیڅ چا ته سزا نه سي ورکولای ځکه چي حکومت ایکسپایري نیټه تیره سوې ده. نور د هیڅ درد دوا نه ده. باید په مصئونه توګه ضایع کړل سي او نوی مشروع حکومت منځ ته راسي. تر کومه پوري چي د افغانستان د عزت خبره ده هغه خو په هغه ورځ جنازه سو چي کله جان کیري په فیصله دوه سره حکومت پر دې هیواد وتپل سو. که څه تیري راڅخه سوي وي بخښه کوه چي د روژې دماغ دی. مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind