06.08.2018 (14.05.1397)
اشرف غني څنګه او ولې په خلکو ګران دی؟
لیکنه : خوشحال آصفي

د افغانستان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په تاریخ کې د هغو ګوته په شمېر ولسمشرانو له جملې څخه دی چې يواځې په خلکو نه بلکې د خلکو په زړونو هم واکمني کوي. سره له دې چې د ملي يووالي حکومت بنسټ د يو درېيمګړي پر مټ کېښودل شو، سره له دې د حکومت ضد تخريبي کړۍ د اشرف غني د هڅو مخنيوی کوي او سره له دې چې تر بل هر وخت اوس د اشرف غني د حکومت پر ضد ګاونډیانو او نورو استخباراتو پراخه پانګونه کړې ده؛ خو بيا هم ولسمشر غني په دې توانېدلی چې د ولس د واک قبضه په خپل لاس کې واخلي او د لا ډېرې بدبختۍ څخه وژغوري.

اشرف غنی په دې توانېدلی چې په روانو حساسو حالاتو کې چې دښمن تر بل هر وخت ډېر مجهز او لا ډېر پياوړی شوی او د نړۍ د سترو قدرتونو ملاتړ له ځانه سره لري، اشرف غني يې شوم پلانونه شنډ کړي او د ولس د هغه بربادۍ مخه ونيسي کومه چې له وړاندې پلان شوې او د طالب او داعش په نوم ورانکارو ډلو لخوا پر مخ وړل کیږي.

دا سمه ده چې طالب او داعش د پخوا په پرتله په اوسني وخت کې ډېر وحشت کړی، ډېر خلک يې وژلي، او اوس هم دا لړۍ روانه ده خو که په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان واک له اشرف غني پرته د بل چا په لاس کې وای؛ د افغانستان مساله به اوس خلاصه وه، يا به د افغانستان په نوم واحده جغرافيا د نړۍ په نقشه کې موجوده نه وه او يا به دغه هيواد اويايمو لسيزو پېر ته ګرځېدلی و. خو له نېکه مرغه چې دا ولس د اشرف غني په شان باتدبيره ولسمشر لري او په پوره سياسي حوصله او پوهې سره يې د روانې لوبې په منځ ولس ساتلی دی.

اشرف غني ولې محبوب ولسمشر دی؟

سربېره په دې چې افغان ولسمشر غني له پراخې سياسې پوهې او پوره زيرکتيا درلودلو سره د افغانانو خلاف د نړيوالو لوبه ښه کنټرول کړې ده؛ پنځه مهمې نورې ځانګړتياوې هم لري چې پر اساس يې يواځې په خلکو نه بلکې د خلکو په زړونو هم واک چلوي.

لومړی، د جګړه مارو مشروعيت له منځه وړل:

کلونه کيږي چې دلته جګړه روانه ده، قرباني افغانان ورکوي او ګټه يې يواځې ګاونډيان او نور مغرض هيوادونه اخلي، دا جګړه دلته په مذهبي رنګ ورکولو سره د طالب او داعش لخوا پر مخ وړل کېدله چې له نيکه مرغه د ولسمشر غني د پوهې او زيرکتيا پر مټ له طالب او داعشه د جګړې د مشروعيت ډال واخيستل شو او د جګړې اصليت يې خلکو ته روښانه کړ. د افغانستان د جګړې اړوند د اندونيزيا د عالمانو فتوا، د کابل د څه کم درې زره دينې عالمانو فتوا، د حرمين شريفين امامانو فتوا او په وروستيو کې جده کې د عالمانو فتوا او د افغان جګړې حرام بللو وکولی شول چې له طالبه او داعشه د جګړې مشروعيت په بشپړ ډول واخلي.

دويم، د سولې کورنۍ اجماع رامنځته کول:

څه د پاسه اووه کاله کيږي چې د سولې چارو د پرمخ وړلو او سولې ته لار برابرولو په خاطر د سولې عالي شورا رامنځته شوې ده، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سولې لپاره پراخې هڅې وکړې خو هيڅ د پام وړ نتیجه يې ورنکړه، حتی د کرزي د واکمنۍ پر مهال دومره هم ونه شول چې یو بانفوذه ترهګر له جګړې لاس واخلي او د سولې برخه کې د کرزي د هڅو په توګه ثبت شي. خو ولسمشر غني سره له دې چې په واک کې يواځې پنځوس سلنه ونډه لري، د واک په څلورو کلونو کې په دې وتوانېد چې د سولې لپاره ابتدايې کارونه ترسره کړي. له اسلامي حزب سره سوله او بيا د لومړي ځل لپاره له وسله والو طالبانو سره اوربند کول دا ثابتوي چې غني د سولې لپاره داخلي اجماع رامنځته کولو کې بريالی دی.

 

درېيم، د سولې سيمه ايزه اجماع رامنځته کول:

د  افغانستان د جګړې په اړه په اندونيزيا کې د افغان، پاکستاني او اندونيزيايې عالمانو فتوا، په کابل کې د څه کم درې زره ديني عالمانو فتوا، د حرمین شريفين د امامانو فتوا او په جده کې د ۳۷ اسلامي هيوادونو د کنفرانس لخوا د افغانستان د جګړې په اړه فتوا او د جګړې ناروا بلل ټول په دې دلالت کوي چې اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره سيمه ايزه اجماع رامنځته کړې ده. سربېره پر دې د نړيوالې اجماع رامنځته کولو په هڅه کې هم دی.

څلورم، پر نورو د سوداګرۍ اتکا له منځه وړل:

په تېر حکومت کې هر کله به چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سياسي اړيکې ترینګلې شوې نو زور به يې سوداګرۍ ته ووت چې دلته افغانستان کې به د خوراکي توکو بيې دوه چنده لوړې شوې. دليل يې همدا و چې کابل د پاکستان لپاره ستر صادراتي مرکز و او د افغانستان هر اړین توکی له پاکستانه وارد کېدلو. خو د اشرف غني په واک ته رسېدلو سره افغانستان نه يواځې دا چې له پاکستان سره راکړه ورکړه کمه شوه بلکې د منځنۍ آسيا له نورو هيوادونو سره یې د سوداګرۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړل او عملاً ورسره سوداګري پيل شوه. په دې ترتيب اشرف غني وکولی شول چې پر پاکستان د افغانستان اتکا راکمه او له نورې نړۍ سره د کابل دروازې د سوداګرۍ دروازې پرانیزي.

پنځم، د ولسواکۍ پلي کول او لنډغريزيم زوال:

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ هڅې چې د نامسوله وسله والو او د شخصي ملېشو د قوماندانو د نیولو لړۍ يې پيل کړې؛ دا د افغانستان په وروستي دېرش کلن تاريخ کې ستر ګام دی چې په پوره پام او دقت سره اخيستل کيږي. د افغانستان د جګړې کورنی اړخ همدا شخصي ټوپکيان او ښکرور دي چې ولسمشر غني يې د ښکر ماتولو لړۍ پيل کړې ده. ولس له همدغو زورورو څخه تر پوزې راغلی و او اوس چې غني د دوی د نيولو لړۍ پيل کړې نو مانا دا چې ولسواکي عملي کېدونکې او لنډغريزم د پای وخت رارسېدلی دی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Montag, 06. August 2018 09:15)

    کله چي د ارواح پوهني علم پرمختګ کاوه نو ارواه پوهانو ډیري زیاتي څیړني وکړې او پر دې څیړنو او د هغوئ پر نتایجو باندي یې کتابونه ولیکل. په دې ترڅ کي پر دې خبره هم ډیري څیړني وسوې چي هغه نارینه چي الکوهل زیات مصرف کړي او نشه سي بیا ولي و ښځو ته لاسونه اچوي؟ حال دا چي داغه خلګ د غیر مدهوشي په حالت کي خورا زیات نذاکت مراعتوي. په دې هکله ارواه پوهانو ډیر زیات شرابیان انټروې کړل، او دطبعي خبره وه چي ډیری ارواه پوهان خپله هم شرابیان پاته سوي وه. نو ددې تحقیقاتو په تعقیب د ګایټن اینډ هال په فزیولوژي (د فزیولوژي نړیوال معتبر کتاب) کي راغلي دي چي الکهول په شحمو کي د انحلال فوق العاده قابلیت لري. کله چي یو شخص زیات الکهول مصرف کړي نو د الکهول مالیکیولونه د عصبي حجراتو (بالخصوص د سترګو او غوږ اعصبي نسج شحمي طبقې) و شحمي پوښ ته نفوذ کوي او د هغوئ د حساسیت درجه ورکموي او کاذب سیګنالونه ترتیب او دماغ ته استوي. په داسي حالت کي چي یو نارینه یوې ښځي ته وګوري نو داسي کاذب احساس ورته پیدا کیږی چي هغه ښځه ده ته د جنسي میلاناتو د ښودلو اشارې کوي او دا چي هغه ده ته پّ ډیره مینه متوجه ده حال دا چي په حقیقت کي به هغه ښځه ده ته نه وي متوجه او دده سره به د مروج نزاکت په اساس یوه ښه راشه درشه کوي. په نتیجه کي دئ و هغې ته لاس اچوي او د هغې څپیړه دده پر مخ موښلي چي دا څپیړه بیا ددې خبري څرګندونه وي چي هلکه نشه یې. نو موږ نه پوهیږو چي لیکوال صاحب ته دادرک د کومه ځایه او څنګه پیدا سوئ دئ چي افغان ولس مشر پر خلګو ګران دئ. دا چي د تحلیل او لیکني په مهال په څه حالت کي وو دده شخصي موضوع ده خو د عامه پوهاوي لپاره باید یو څو پښتو متلونه ذکر کړم لکه، ذه دي باغ نه وینم ته وا تارو درغلي. خلګ یې په کلي کي نه پریږدي دی وایي چي زما آس د ملک په کور کي وتړه، موږ دي په وچه نه راګډوو ته په لمده ځان راګډوې. که دا متلونه څه مبهم وي نو بیا د امام اعظم صاحب رح د وختو یوه قصه ده چي یو شخص پیدا سو چي د نبوت دعوه یې وکړل او وې ویل چي آ خلګو ما پریږدئ چي خبري وکړم. زه بشپړ باوري یم چي تاسو ته قناعت درکولای سم. خلګ امام اعظم رح صاحب ته راغله او دا ادعاء یې ورته بیان کړل. امام اعظم صاحب وویل چي پیغمبر ص فرمایلي دی چي زما وروسته بل نبي نه راځي. نو یو مسلمان په داغه خبره باندي کافر کیږي چي د نبوت و دعوهدار ته د خپل حقانیت د اثبات موقع ورکړي. نو اصفي صاحب تاسو تش په دې ادعاء باندي خلګ خندوای سوای چي ووایاست چي ښاغلئ اولس مشر صاحب پر خلګو ګران دئ. و دې نور متن ته هغه مهال اړتیا پیښیدله چي کله خرو هم لوست کولای سوای او د انټر نیټ د سهولت څخه برخورداره وای او د دې ویب پاڼي قاریان هم وای...

  • لوګی (Montag, 06. August 2018 20:16)

    ښاغلي محمده سلام
    داسي بريښی لکه چه تاسي هم د هغو کسانو له ډلي يلسته کومو چه خپله خيټه د افغان اولس په وينو پړسولي ځکه تاسو نه يواځي د ښاغلي اصيفي شواهد فکت منطقي رد نه کړ بلکه خپل نظر ونه کړاي شوي چه واضح کړی چه تاسو به کوم کارونه ددي اولس دارامي لپاره کړي او يا يي له ډاکتر ساب غني څخه غوښتنه لری
    بله خبره داده چه ايا تاسي پرون د ګرديز يا بدخشان دهغو انسانانو چه مړي يي په تختو پراته وه خواخوږي ته ورغلي ولست اوکه ډاکتر ساب غني.

  • جانان (Montag, 06. August 2018 20:37)

    ما لومړی فکر کاوه چه آصفی صاحب یو آزاد خیال خبریال دی خو داسی ښکلی چه ښاغلی آصفی یو حکومتی خبرنګار او تحلیلګر دی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind