04.03.2019 (13.12.1397)
اسلامی امارت ته پرانستی وړاندیزونه
الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم
تر ټولو لمړی درته د پرله پسی  بریاوو مبارکی وایو. الله ج دی لا زیاته وړتیا او پیاوړتیا در په برخه کړی
۱ـــــ د اشغالګرو د ویستلو ستونزی
قطر د روغی جوړی خبری الحمدلله تر اوسه سمی روانی دی الله ج فرمایی [ کفارو ته د روغی جوړی وړاندیز مه کوی، که کفارو رشتونی وړاندیز وکړو ویی منی مګر په احتیاط ورسره چلند وکړی تر څو هغه څه تر لاسه نه کړی چه په جنګ کی یی نه شوی ترلاسه کولی هغه لاسته راوړنی د اشغال او د غلامی اداری مشروعیت دی
لمړی : د دی په ځای چه امریکایان د  ۹/۱۱ په فاجعی او په غچ اخستنه یی د عراق او افغانستان وحشیانه اشغال محاکمه شی له مونږ تضمین غواړی چه پر دوی به بیا برید نه کوو، یعنی دوی په حقه زمونږ هیواد اشغال کړی دی
دوهم: د غلامی اداری سره ستاسی په خبرو کولو هغه اداری ته مشروعیت ورکول  او په رسمیت پیژندل دی د یو هیواد د خپلواکی اداری د رسمیت پیژندلو د پاره تر نړیوالی رسمیت پیژندنی د هیوادوالو په رسمیت پیژندل ډیر ارزښت او اهمیت لری، لکه د ربانی اداره چه استعماری قدرتو په رسمیت پیژندله مګر هیوادوالو ته یی رسمیت نه درلود نو هیوادوالو د ربانی سره خبری نه کولی. د غنی او کرزی اداری له بهره راوړل شوی اداری دی د ربانی تر اداری هم ښکته حیثیت لری
 پورتنو دوه وو خبرو ( اشغال او د کابل اداری ) ته د مشروعیت ورکولو دپاره یی له هر ډول وحشتو کار واخست ګټه یی ورته ونه کړه په ډيرو تلفاتو او خساراتو لرلو سربیره یی نړیواله سوپرپاوری هم له لاسه ورکړه ، په  روغه جوړه کی د لاسته راوړنو هڅی لری. لاندی جملی ورسره به لاندی ډول لاسلیک کړی:
 مونږ په نورو تیری نه دی کړی او نه به یی وکړو، له نورو ورته هیله لرو چه په مونږ او نورو تیری ونکړی د ځان او خپلواکی دفاع د ټولو حق دی  
 
د  حکومتی ادارو جوړول د هماغه هیواد د  خلکو پوری اړه لری له بهره جوره شوی اداره، نظام، قانون او سپارښتنی د منلو وړ نه دی

 ۲ ــــــ سیمییزی ستونزی
په ځانګړی ډول د ګاونډی اسلامی هیوادوو سره چه مونږ سره ګډی پولی او ګډ مخرجونه لرو، مونږ یو خلک او یو امت یو،  دشمنی یی مونږ ته ډير تاوان او دوستی یی مونږ ته ډيری ګټی لری د اروپایی اتحادیی به شان اتحاد او ایتلاف ولرو مګر مونږ د نړیوال کفر په قومانده د ګاونډیانو سره د دوستی په ځآی دشمنی کوو، د شیطانی میډیا او ډ آلرو په مټ مو پام  له نړیوال اشغال د پاکستان  اشغال ته اړوی لکه د غرو د لیوان چه  لمړی حیوانات سره جلا جلا او بیا یی په اسنه ښکار کوی، دغو انسانی لویانو مونږ هم  یو له بله جلا کړی او بیا مو څرمن باسی مونږ دلته او ګاونډیان هلته استثماروی. دا ځکه چه چارواکی می هم دلته او هم هلته په ښکاره یو د بل سره دشمنان مګر اصل کی دواړه  د استعماری قدرتو غلامان دی د هغوی له خوا تمویل، تجهیز او دستور تر لاسه کوی. د ګاونډیانو له دشمنیو باید ځانونه وژغورو، اتحاد او یا ایتلاف ورسره وساتو
۳ ـــــ داخلی ستونزی
 د اشغال او سیمیزو ستونزو له حلولو وروسته باید په دنننۍ ستونزو فوکس وکړو، د مصلحتو او الحادی فلسفو په ځای له الهی قوانینو او لارښودنو ګټه پورته شی په تیرو استعماری قدرتو  سربیره پردی چه زمونږ هیواد یی په کڼدواله بدل کړی د هیواد ټولنیز جوړښتونه یی هم ویجاړ کړی، چه دوباره جوړول به یی ډیر وخت او هلو ځلو ته اړه ولری د الحادی فلسفو او ایزمو په مټ یی زمونږ د یو شمیر بی ضمیرو زړونه او مغزونه پریمنځلی، د هر ډول عیاشیو او فحاشیو سره یی مخ کړی او  د مظلوم اولس د وژلو، لوټولو او بی عزتیو یی سره مخ کړی چه د سرطانی ناروغ غړو په شان باید له بدنه لیری شی،  د  نیمی پیړی ګډوډویو جوړول لږ ترلږه بوی بلی پیړی یا څو نسلونو پوری تړاو نیسی. باید په حوصله، مرحله په مرحله او د الهی لارښودونو څخه په ګټه اخستنه مخی ته ولاړ شو بنیاد به یی مونږ جوړ او ودانی جوړونه به نورو نسلونو ته پریږدو، د ښه بنیاد ودانی به هم روغه، محکمه او تل تر تله وی برخلاف که  بنیاد کوږ وی ودانی به هم ورانه او لا به د نورو شی
 په داسی مواردو کی چه استعماری پلانونه د بون بست سره مخ شوی استعماری قدرتونه د موقتی حکومت  وړاندیز کوی او خپل غلامان بیا پکی ځای په ځای کوی چه د هری ډلی، قومو او ګوندو تش په نامه مشران غلامان  پکی ننباسی په شا  یی تر هغی ټپوی او تر هغی یی تمویل او تجهیزوی چه بیا پکی هر اړخیزی ګډوډی او خپلمنځی جنګونه رامنځته او پخوانی تاریخ بیا تکرار شی ماهیان په خړو اوبو او استثمار په ګډوډیو کی ترسره کیږی
هیله ده چه طالب مشران د مضرو او لا ساده خلکو د خوشالیو ، تا ویلو او ما ویلو پسی ونه ګرځی هر څه د الهی لارښودنو له مخی چه څه باید وکړی او څه باید ونه کړی ترسره کړی که نه دا ټولی قربانی به په سیند  لاهو، خپلواکی او الهی نظام به له لاسه ورکړو...
د موقت حکومت جوړول استعمار قدرتو د ټاکنو او بیان د ازادیو په شان د داسی وختو د پاره چه خپل غلامان بیا پکی ځای په ځای کړی موقتی حکومت جوړول او له هغه وروسته دیموکراتیک درغلن قانون اودرغلنو ټاکنو به هماغه مهری بیا ټاکل کیږی چه د هری ډلی، قومو او ګوندو تش په نامه مشران پکی ونډه لری بارنی هیوادونه به یی په شا ټپوی او تر هغی به یی تمویل او تجهیزوی چه هر اړخیزی ګډوډی او خپلمنځی جنګونه رامنځته او پخوانی تاریخ بیا تکرار شی..
هیله ده چه طالب مشران د خلکو په تاویلو پسی ونه ګرځی هغه اجتهادی کړنی تر سره کړی چه قران او حدیث ورته د کولو یا نه کولو امر کوی که نه دا ټولی قربانی به په سیند  لاهو، خپلواکی او الهی نظام به له لاسه ورکړو
 څو لاندی وړاندیزونه
غلامه اداره ( نه نظام  ) دی لغوه او منحل اعلان شی
 د متقی او پوهو علماوو شوری ( چه اکثریت پکی طالبان وی ) جوړه شيي
ـ اسلامی حکومت دي په استثنی د  جمهوریت بل هر اسلامی نوم چه ولر  اعلان شی
د دموکراسی قانون ( حتی که ځينی مادی یی د اسلامی قوانینو سره مغایرت هم ونه لری ) ملغا اعلان او الهی قانون دی د هغه ځآی ونیسی.   د باصلاحیته او عالی شوری غړی به د قانونی لایحی له مخی غوره او د عالی شوری مشر به د عالی شوری په لایحه او رایو ټاکل کیږی
عالی شوری به د یو تخنیکی او مسلکی ټیم سره په ګډه د جمهور ریس، معاونینو او نورو لوړپوړو چارواکو د نوماندی او دندو د پاره لایحی جوړوی 
عالی شوری او مسلکی ټیم به د رایو ورکوونکو او رایو اخستونکو د اهلیت  او سرغړونو د پاره لایحی جوړوی ـ 
په ټولو دفترو کی به د نظارت، مراقبت، تفتیش او باصلاحیته نهادونه، د تفتیش پسی تفتیش او د څآرنو کمری ولګول شی
ـ د مامورینو او امیرینو په دندو او صلاحیتو له پوره تفتیش وروسته  باید پوره باور او درناوی شتون ولری او په کړنو کی یی مداخلی ونه شی
تل باید مکافات او مجازات به عملی او علنی بڼه کی شتون ولـری
د فساد، غصب، رشوت اخستنی، قوانینو څخه د سرغړونو او جرایمو د مخنیوی د پاره  د عدلیی په څنګ کی نور مخفی نهادونه هم پرانستل شی
ـ اردو،  پولیس او امنیتی ځواکونه باید بیطرفی وساتی او ملیشو ته اړه نشته
ـ د ښځود کارونو او نجونو د زده کړو دپاره منظمی لایحی جوړی او زمینه سازی وشی.ـ
ـــ د ټولو مهمو ادارو په راست ، پلانو او تصامیمو نیولو کی باید د اسلامی امارت باوری غړی قرار ولری. والله بالله که دا می  طالب مجاهدینو ته د کومی چاپلوسی له امله لیکلی وی مګر د نظام د ساتنی د پاره دا اړینه ده هغوی باید د نظام ساتنه وکړی چه مینه ورسره لری او مینه یی په عملی بڼه کی ښودلی وی نو د اسلامی امارت غړی باید  د الهی نظام پیاده کونکی او هم  ساتونکی وی.    و من الله التوفیق
نور بیا ......

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • Haleem Safi (Dienstag, 05. März 2019 11:08)

    بیانزی صاحب په دی افراطی ډلو دومره ټینګ باور لرل هم لویه تیر وتنه ده خدای پوهیږی څوک دی څنګه او د کومی استخباراتی شبکی پوری تړلی دی زما او ستا غوندی پاک نیتی خوشباوری مسلمانان ددی ډلو او ددوی د تمویلوونکو د لویواهدافو قربانی دی او غولیږی او خصوصا پښتانه . فکر نکوی چی د عسشر او زکات په پیسو دا دومره لویه ټیله د ملا او چړی د وس کار دی؟ ظاهره ده نه به وی. تیره میاشت د کابل ګمرک ته څیرمه په قابل بای سیمه کی دومره لویه چاودنه وشوه چی ټول کابل یی ولړزاوه او پړه یی طالب ومنله چی وویل کیږی موخه یی د انګلیس یو استخباراتی دفتر وه.چی دوه واری په همدغه سیمه کی تر برید لاندی راغی د حیرانتیا خبره ده چی دا دومره امکانات طالب له کومه کوی په زرګونو ټنه چاودیدونکی طالب راوړی او د ښار په مابین کی یی چوی ښکاره خبره ده چی طالب سره د یو ساعت جنګ تشی د کلاشینکوف مرمی نه شته دا دومره اکمالات او دا مهمات هر ځای ته رسوول دومره هم اسانه دی چی د وچی ډوډی وظیفه غوښتونکی طلب دی دومره امکانات ولری. طالبان خو د سلیمان ع پیران هم ندی چی د بلقیس تخت غوندی دروند وزن د سترګی د رپه سره له یو ځای ته بل ته یوسی. خبری ډیری دی خو ألله دی زمونږ په هال نور رحم وکړی
    دعا په کوو چی پیچاره او معصوم او کړیدلی افغانان ددی لوی ناورین نه خلاص شی
    دا دورالفتن دی قاتل او مقتول د یو بل نه نه دی خبر

  • الحاج استاذ بیانزی (Donnerstag, 07. März 2019 17:09)

    صافی صاحب! دا لمړی ځل نه دی چه زمونږ هیواد اشغال له خوااشغال شوی او حتی په نړی کی د استعماری قدرتو د اشغال دغه لړی روانه دی اروپایی هیوادونه پکی مخکښی دی ویده قومونه لکه د امریکا سور پوستی د تل د باره محوه شوی او ځينی لکه د افغانستان میړنی قومو پکی تل خبلواکی تر لاسه کړی او ترلاسه کوی د خپلواکی غوښتونکو مادی امکانات ډير کم وی لوی مادی امکانات یی همداچه خالق او دغه مظلوم اولس ورسره ملتیا لری .
    فوځ د فوځ په واسطه محوه کیدی شی مګر ملت د فوځ په واسطه نه محوه کیږی.
    که تاسی وایاست چه طالبان د امریکا په مقابل کی دومره امکانات له کومه کړل، زه بیا دا پوښتنه کوم چه امریکا دغه امکانات له کومه کړل، که له عقل او تفکر یی کار اخستی هغه عقل او تفکر چا ورکړی ستاسی ځواب به همداوی چه الله ج ورته عقل ورکړی ، طالبانو ته یی هم عقل او پیاوړتیا ورکړی، دا پرله پسی ولسوالی او نظامی بیسونه او پوۍتی چه نیسی له امکاناتو یی استفاده کوی او یاټول هغه هیوادونه چه دامریکا سره دشمنی لری طالبانو سره به جبرا دوستی لری هر اړخیوی مرستی به ورسره کوی لکه ناتو چه امریکا سره مرستی کوی ایا ناتو د امریکا غلامان دی ؟ نه بلکه ګډی ګټی سره لری.
    تاسی اخره کی لیکلی چه ( هغه به کوو چه دغه مظلوم اولس له دی ناورین راووځی ) مګر دا مو نه دی لیکلی چه بله جبهه مو جوړه کړی که وی چیری ده مونږ به هغه نوی چبهه که تر طالبانو پیاوړی او ښه والی ولری ملاتړ وکړو . او که هسی په شاتو کی زهر شریکوی مظلوم اولس سره جفا او په غلامی کی ساتنه ده
    که تاسی رشتونی د مطلوم اوس خدمتکار ځان ګڼی تر دی زیات درسره مفاهمو ته دوام ورکولای شم مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind