12.01.2018 (22.10.1396)

ارګ، نور، جنرال رازق
وحید فقیری

څه موده کېږي چي د جمهورریس اشرف غني، د بلخ د والي عطا نور، او د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق تر منیځ روابط ښه په خرپ خراب سوي دي، او آن خبره له مرکزه تر نافرماني او بغاوت پوري رسېدلې ده

ګونر عطا نور پدې څو ورځو کي بار بار ويلي دي چي اشرف غني د هغه د برطرفه کولو صلاحیت نه لري. عطا نور په ډاګه د ارګ صلاحیتونه چنلج وي. هغه ادعا کوي چي ارګ غواړي په شمال کي «اشوب» جوړ کړي. هغه وايي ارګ په شمال کي د «قومي» تشنج په لمسولو لګیا دئ. عطا نور د کابل پر رژیم باندي تور لګوي چي ارګ په شمال کي مسلح خلګ استخداموي، او د هغه پر ضد ئې کاروي. دسیسې کوي، او وطن بې ثباته کوي

په عین زمان کي په کندهار کي جنرال رازق هم د ارګ صلاحیتونه علني چنلج کړي دي. او څو کرته ئې په ډاګه ویلي دي چي ارګ د هغه د برطرفه کولو قدرت نه لري، ځکه چي د کندهار خلګو هغه ټاکلی دئ

د جنرال رازق او ارګ تر مینځ روابط له څه وخت راهیسي خراب سوي دي. یو ځل اشرف غني کندهار ته سفر کړی وو،‌ خو جنرال رازق له ښاره بهر د عملیاتو په پلمه وتلی وو. که څه هم په تېرو انتخاباتو کي جنرال رازق د اشرف غني پلوي کوله،‌ خو وروسته د دواړو خواوو اړیکي خرابي سوې. او تر اوسه پوري یو بل ته برګ برګ ګوري

څه وخت پخوا، جنرال رازق په کندهار کي د «سولي» لپاره یو مجلس جوړ کړی وو، خو ارګ د دغه مجلس مخ په ډېر شدت ونیو. پدې کار ارګ خپل حیثیت ته سخته صدمه ورسوله. او حتی بین المللي ملګرو ئې هم ناخوښي څرګنده کړه

اوس سوال دا دئ چي ایا د ارګ، عطا نور، او جنرال رازق تر مینځ روان سیاسي بحران د اشرف غني د دورې خاتمه بیانوي، او که د آینده انتخاباتو لپاره یو سیاسي زور آزمايي ده؟ ایا اشرف غني به لدې سیاسي ګوزارونو څخه سالم ووځي، او که به خپل قدرت پکښې بایلوي؟ پداسي شرایطو کي به راتلونکي انتخابات څرنګه شکل ولري؟

ایا پدې روان سیاسي کشمکش کي د ارګ د قدرت مختلفي جزیرې د یو بل په تخریب لګیا دي؟ ځیني خلګ ګومان کوي چي روان سیاسي بحران د ارګ او سپيدار د متخاصمو ډلو تر مینځ یوه خطرناکه زورازمايي ده

بل مهم او اساسي سوال دئ چي په اوسني کشکمش کي د امریکا رول څه دئ؟ په کابل کي د امریکا سفارت پدې روان سیاسي بحران کي څونه لاس لري؟‌ ایا واشنګټن د روان سیاسي بحران په بدو عواقبو باندي نه پوهېږي؟ ایا واشنګټن هم له اشرف غني او ارګ څخه بېزاره سوی دئ؟‌ دا هغه سوالونه دي چي د هر چا ذهن ته ورځي. او تر اوسه پوري بې جوابه پاتي دي

بلخوا،‌ ارګ د عطا نور او جنرال رازق په مورد کي سخته چوپتیا غوره کړې ده. داسي ښکاري چي د پردې تر شا کومه خطرناکه معامله روانه ده. یو حدس دا دئ چي ښايي د پردې تر شا د امریکا تر هدایت لاندي کوم نوی سیاسي سازش ته زمینه برابرېږي. ښايي د آینده انتخاباتو لپاره نوي ایتلافونه شکل نیسي

خو په هر صورت، واقعیت دا دئ چي دا کرت ارګ دونه غټه ګوله اخیستې ده چي اوس ئې نه تېرولای سي،‌ او نه ئې بېرته غورځولای سي. ارګ په خپله لومه کي بند دئ. او پدې کیسه کي سخت بې عزته سوی دئ

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind