شهید احمد فرزان
احمدالله رحمانی

21.01.2018 (01.11.1396)

احمد فرزان د انتر کانتیننتال هوټل په برید کي ووژل شو
احمد الله رحمانی

تېره شپه شپږو بریدګرو په کابل کي پر انټرکانټیننټل هوټل وسله وال برید ترسره کړ. بهرنی رسنیو د دیرشو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی، خو په  خواله رسنیو کی د اتلسو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړه شوی.
په وژل شوو کسانو کي یو هم احمد فرزان وو، چي ما له نږدې ور سره پېژندل او د مرګ خبر یې زما لپاره یو روانی برید وو، زیات یې غمګین کړی یم.
له احمد فرزان سره ما له نږدې اړیکی لرل، د هغه په دنده، شخصیت او د و طن په غمشریکی پوره اګاه وم.

احمد فرزان د لوی مولوي میرا جان زوی، په کال ۱۳۶۲ کي د کندهار په پنځمه ناحیه کي زیږیدلی، لومړی یې د کندهار په عالی دارلمعلیمین کي زده کړی، بیا یې د پاکستان د کوئټې په ښار کي دینی زده کړی د مفتي تر درجي سر ته رسولی دي.  احمد فرزان په دیني مسئلو کي پوره معلومات لاره، له هر دیني عالم سره یې پر دیني مسئلو پوره بحثونه تر سره کړي. په کندهار کي داشرفیه مدرسې ددارالفتاً مرستیال او د سولي د عالی شورا غړی هم پاتي شوی.

احمد فرزان په هیواد کی له رسنیو سره لکه ټول افغانستان وېبيانه ، پژواک، کلید، شمشاد او داسي نورو سره رسنیز او قلمي همکارۍ لرلې. احمد فرزان زیات لیکلی اثرونه لری، چي ځینی يي تر دې دمه له چاپه نه دي وتلي.

احمد فرزان پر اسلام، افغانستان، افغانیت، افغان ملیت، افغانی دود او پښتونولي مین شخصیت وو. د هیواد لپاره یې تل د سولی او سو کالي ارمان لاره. ما ته به يې تل ویل، خدای وکي زه لا ژوندی یم او دا هیواد سولي ته لاره و مومي او بیا داسي ارام او امنیت په کي ټینګ شي لکه یو وخت چي وو.

 د احمد دفرزان زده کړو کچه دومره لوړه وه، چي په هر سیاسي، کلتوری او مذهبی بحثونو کي یې ګډون کولای شوای او نظر به یې تل د اورېدونکو د تائید او د منلو وړ ګرځېده. که څه هم به دې مرحوم په افغانستان کي ژوند کاوه، خو ماته به یې ویل: »مه راځه، دا وطن اوس سور اور دی. پریږده چي موږ دلته په کي سوځو. همداسي هم شول. دا ځوانیمرګ اخیر هم په کي وسوځول شو.
یوه عیني شاهد ویل: احمد فرزان په کانتیننتال هوټل کي په یوه کوټه کي له نورو ملګروسره وو، چي ډزی پیل شوي. برید ګرو به د هري کوټې دروازه ماتول او وروسته تر ننوتلو به یې پر کسانو ډزي کولې. احمد فرزان د نورو ملګرو په مرسته د کوټي در وازی ته میزونه او چوکۍ ټنبه کړي وه. د بریدګرو زور ونه ورسید، چي دروازه ماته کړي. وروسته برید ګرو یو بوتل د سونګ د موادو ډک ته اور ورته کړ او دروازې ته یې ور وغور ځاوه. دروازې اور واخیست، اواور بیا کوټې ته  ور دننه شو. د احمد فرزان کالیو اور واخیست او په لوړ اواز یې ږغ وکړ  » وسوځېدم «. یوه ملګري یې ځان له کړکۍ نه، چي په څلورم پوړ کي وو، لاندي واچاوه.

کوم وخت چي ما ته دا خبر ورسید، د احمد فرزان هغه خبره مي را په زړه شوه، چي ویل یې »مه راځه دا وطن سور اوردی«.

پاک شهید دی، روح دې ښاد وي، دده لپاره فردوس جنت او پاته کسانو لپاره یې جمیل صبر غواړم. موږ ټول مسلمانان یو، د خدای امر دی، منل یې حتمي دي. اوس دا مرحوم  ددوستانو دعا  ته احتیاج دی.
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • منګل (Montag, 22. Januar 2018 00:34)

    انا لله و اناانالیه الیه راجعون
    ما ورسره سخصې شناخت نه درلود خو د تلویزیونونو د سکرین پر مخ ما دهغه بحثونه او تحلیلونه ليدلې وو، رشتیا چې پر وطن او ولس مین انسان وو، خدای حاضر دی چې زه ورباندې د زړه له تله خوشیني شوی وم الله پاک د شهید فرزان ورسره د پیښې ټولو شهیدانو ته د فردوس جنتونه په نصیب کړي، کورنیو او دوستانو ته یې جمیل صبر ورکړي، زموږ د هیواد او ولس دښمنان د خدای پاک تبا او بر باد کړي، د شهید فرزانه صاحب د سولې ارمان د خدای پاک پوره کړی، زموږ په هیواد کې د خدای پاک تل پاتې سوله راولي.
    امین ثما امین

  • غ.حضرت (Dienstag, 23. Januar 2018 14:03)

    مرحوم فرزان ته جنتونه او قاتلینو ته ئې دوږخونه او کورنۍ ته ئې صبر غواړو
    ښه ګُلالی ځوان معلومیدی.

  • الحاج استاذ بیانزی (Freitag, 26. Januar 2018 08:29)

    سره د دی چه زه د غلامی اداری په لوړپوړو غړو خواشینی نه ښکاره کوم باید د نجیب په شان د خپلو اعمالو په سزاوو ورسیږی .
    مګر د احمد فرزان مرکی یا مدور میز کی خبری چه ارزولی د نورو په شان ګډی وډی یی نه ویلی نو کله چه د ده له مرګه خبر شوم خوابدی شوم ما ویل کشکی د ده په ځآی بل کوم خبیث مردار شوی وو . که یی توبه قبوله شوی الله ج دی وبخښی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder