03.01.2017 (14.10.1395)
اجرایه ریاست ولسمشر ته د واک رسیدلو زینه وه که عبدالله عبدالله ته تحفه؟

لیکوال :- حکمت الله رښتین

د افغانستان وروستیو ولسمشریزو ټاکنو د افغانانو په عامه افکارو ژور تاثیر درلود ، د ټاکنو د پایلو نه اعلان او د نوماندانو ترمنځ غیر معمول غبرګونو خلک له نا امیدۍ سره مخ کړل.

ولسمشر غني په ژور فکر دا هرڅه څارل ، مخکې له دې چې د ټاکنو پایلې اعلان شي ، ولسمشر پدې فکر شه ، چې له روان بحران څخه چې نوموړې یې یو اړخ دې ، له یوې خوا افغان ولس له روانې ناامیدۍ څخه راوباسي او له بلې خوا خپل سیاسي سیال په قانوني لارو چارو وغولوي.

ولسمشر پوهیده چې د افغانانو په منځګړیتوب دغه بحران نه حل کیدوونکې دې، ځکه چې د ټاکنو په وخت کې د ولسمشر غني سیال په افغان محوره خبرو باور نه درلود. همدا وو چې ولسمشر غني د ملي یوالي د حکومت په خپل لاس جوړه شوې طرحه ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ته وسپارله.

د ویکی لیکس په باور د ملي یوالي د حکومت طراح امریکا نه بلکه ښاغلې غني وو . له دې خبرې داسې تحلیلوې شو چې ، ولسمشر غني ځکه دغه طرحه په خپله خپل سیال ته وړاندې نه کړه ، چې ولسمشر غني پوهیده ، که د ملي یوالي د حکومت د جوړښت طرحه زما له خوا ښاغلي عبدالله عبدالله ته وړاندې شي ، دا چې ولسمشر د قضیې یوه برخه وه شاید ویی نه مني ، بله دا چې که د نورو افغانانو په لاس یې ښاغلي عبدالله ته دغه طرحه استولې وای ، شاید هغه شان کټ مټ چې ولسمشر غوښتل پر عبدالله عبدالله ومنل شي ، هماغه شان کټ مټ یې نه وای منلې ، کیدای شي عبدالله عبدالله د دغې طرحې پر تعدیل نوي شرطونه هم وراضافه کړي وای.

ولسمشر د ملي یوالي د حکومت د طرحې د عملي کولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پام کې ونیو ، ترڅو له قوي اړخه پر ډاکټر عبدالله عبدالله دغه طرحه ومني.

ولسمشر غني د افغانستان د ملي یوالي د حکومت د منځ ته راتګ لپاره ځکه د اجرایه ریاست په پام کې ونیو ، تر څو د حکومت نه د عبدالله عبدالله د باندې پاتې کیدو مخه ونیسي ، هغه عبدالله عبدالله چې په سیاسي ګیلو کې خوارا مهارت لري. د اجرایه ریاست په منځ ته راتګ سره ښاغلي غني وکړای شول خپل سیال ټيم په وعدو ورکولو وغولوي. د دې ریاست په قبولو سره یې د خپل حکومت د دوام ، داخلي مشروعیت او د حکومت ستنې لا ورټینګې کړې.

ولسمشر غني پوهیده چې د اجرایه ریاست جوړښت او د اجرایه ریاست صلاحیتونه په اساسي قانون کې نشته ، خو د افغانستان د ولسمشر ټول صلاحیتونه په اساسي قانون کې په روښانه ډول ذکر شوي دي. ولسمشر غني پدې فکر وو چې اساسي قانون د اداراتو د صلاحیتونو مرجع ده ، نه د اجرایه ریاست د منځ ته راتګ هوکړه لیک.

ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته د اجرایه ریاست په ورکولو سره خپل ځان تر ارګه ورساوو ، خپل سیاسي سیال يې په نشت حساب واکونو داسې و غولاوو ، چې اوس هم لا پرځان خبر ندې. ولسمشر غني د اجرایه ریاست له منځ ته راتګ څخه ، واک ته د رسیدلو د زینې په حیث کار واخیست .

ولسمشر غني باور درلود چې د اجرایه ریاست د پوست په منځ ته راتګ سره ، د نوموړي صلاحیتونه په هیڅ قانوني مرجع کې ندي ذکر شوي نو د قانوني صلاحیتونو چینه یې وچه ده ، د اجرایوي صلاحیتونو واک به له ځانه سره نه لري. خو ولسمشر پوهیده چې د اجرایه ریاست په قبلولو کله چې تر واکه ورسیږي . کولای شي د اجرایه ریس واک له قانوني لارو لا محدود کړي .

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder