14.11.2016 (24.08.1395)

آیا محمد داود خان د غازي امیر امان الله خان سره لیدنه کړې وه؟

محمد ایاز نوري آزادي

په دې وروستیو کې د افغان جرمن د نشراتي جال په کړکۍ کښې دا موضوع یاده شوله، چې آیا د افغانستان لومړنی جمهور رﺉیس مرحوم محمد داودخان د خپلواکي د محصل اعلیحضرت امیر امان الله خان ( رح ) د لیدلو لپاره د ایټالیا هیواد روم ته ورغلی وه او کنه...! د موضوع د پوره وضاحت لپاره ما لیکونکي د دې اونی په بهیر کې د مشر غازي لور اغلې پاچا لور ناجیه جان ( د افغانستان ) ته د جنابی هستوګنځي د ترکیې هیواد استانبول ته ټیلیفون وکړ. درنې پاچا لور په دې باره کې وفرمایل: « هو! سردار محمد داود خان یو وار زمونږ کور ته په روما کې زما د پلار د لیدلو لپاره راغلی وه.» زما د پوشتنې په ځواب کې، چې آیا سردار کوم کال او د څومره وخت لپاره د مشر غازي په حضور کې مشرف وه، پاچا لور وویل: « کال مې دقیق په یاد نه ده. زه خپله هغه وخت د کورنی سره په روم کې وم، مازدیګر وخت وه، چې محمد داود خان زمونږ کور ته راغلو او د یوه ساعت لپاره زما پلار سره په خبرو بوخت وه او بیا بیرته ولاړ. مونږ خورانو هغه ته د (اعلیحضرت) خطاب کاوه، حال دا چې دﺉ والاحضرت وه... لږ موسکا...».

همدلته جنابې پاچا لور دوام ورکړ او ویل یې: « پاچا محمد ظاهر خان خوڅو وارې د غازي اعلیحضرت د لیدلو لپاره زمونږ کورته راغی، یو وار، چې راغلی وه، یواځې مونږ اولادنه د بر حال پاچا سره یوه رستوران ته ولاړو او شه خوراک مو وکړ، کله، چې د رستوران څخه راوتلو پاچا ظاهرخان خپل جیب ته لاس کړ تر څو پیسې تحویل کړي او په خندا یې مونږ ته وویل، چې زما دا په ژوند کې لومړی ځل دﺉ، چې د بل چا لپاره د مصرف پیسې تحویل کوم. مونږ خورانو پرې ورغبرګه کړله، چې اعلیحضرت! اوس ستا زړه دﺉ، چې مونږ ستا د خوراک پیسې ورکړو... تاسو خو د افغانستان پاچا یاست؟ ظاهرخان په خندا وویل، چې نه، زما منظور بل څه وه او تاسو پوی نشوی... .»

په هر حال دا، چې فقید محمد داود خان به هغه وخت په کوم نیت او یا هم خانداني مصلحت د مشر غازي دیدن ته ورغلی وي، یو الله پرې بهتر پوهیږي. زما په نظر د حاکم خاندان د هر مهم غړي ورتګ غازي امان الله خان ته د هغه عظیم افغان شخصیت په زخمونو د مالګې دوړول ورته تمام شوي دي. هغه ارماني پخوانی پاچا په مظلوم او ډېر غمجن او ارماني حالت کې واقع شوی وه او په جلا وطني کې، غرق په اقتصادي مشکلاتو کې اوسیده. زما په تحلیل محمد داود خان بلاخره د ۱۳۵۲ل کال د سرطان په ۲۶ نیټه پخپل د تره زوی او اخشي محمد ظاهر شاه وسله وال برید وکړ او شاهي نظام یې زمونږ په افغانستان کې ختم کړ، که دغه اقدام محمد داود خان هغه وخت، چې د دفاع وزیر وه او یا هم د کابل د مرکزي قول اردو قوماندان وه،  تر سره کړی وای او اعلیحضرت غازي امان الله خان یې بیرته هیواد ته رابلل او دولتي قدرت یې هغه ملي قهرمان ته تقدیم کړای وای، دا به د داود خان لپاره یو کم مثاله ملي اتلوالي محسوب شوې وای، ځکه اوس تاریخي اسناد په وضح سره ښکاره کوي، چې د کابل شاهي ارګ خاص د غازي امان الله خان د بیرته پاچا کیدو په نوم وهل شوی دﺉ، نه د سپه سالار محمد نادر خان لپاره!!. هغه ملي مجاهدینو او په سر کې یې د وزیرستان په افغانستان مین سرتیري، چې قیادت یې جرنیل یار محمد خان وزیري کولو، خپله وینه د غازي امان الله خان په نوم د غله بچه سقاو په مقابل کې تویوله. سر چینه: ( د افغانستان د خپلواکي او نجات تاریخ کتاب، لیکوال جرنیل یارمحمد خان وزیری، ۳۲۹ – ۳۴۰ مخونه)

یو افغان لیکوال او مرحوم محمد داود خان ته یو نژدې دوست یې پوهندوی عبدالروف (خپلواک) څو کاله پخواء د «لر او بر» ویبپاڼې له طریقه پخپله مقاله کې داسې لیکلي ول: «کوم وخت، چې سردار محمد داود خان د مرکزي قواوو قوماندان وه، ورته وړاندیز شوی وه، چې د یوه عسکری حرکت په ترڅ کې پاچا خلع او غازي امان الله خان بیرته هیواد ته راوبولي، لیکن هغه دا وړاندیز رد کړی وه....» اما شاغلي خپلواک دا نه وه توضیح کړې، چې دغه وړاندیز چا داود خان ته کړی وه...؟!.اوس د زمان بهیر وښودله، چې د افغانستان ملي نجات او ژغورل زمونږ د مشر غازي امان الله خان په بیرته پاچا کیدلو کې ممکن ول، دا کار نادریانو ونکړ او نن دا مظلوم ملت په نني مصیبت او کم مثاله غمیزه کې راګیر شو.

دا وه زما راټول کړي معلومات د موضوع په ارتباط، چې درنو هیوادوالو ته مې تقدیم شول.

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder