22.10.2016 (30.07.1395)

آیا طالبان په خپلو تیروتنو پوه شوي!؟

له حزب اسلامي سره تر اوږدو خبرو اترو او دسولې د موافقه لیک تر لاسلیک وروسته د وسله والو طالبانو یوه جلا شوې ډله چې مشري يې ملا عبدالمنان نیازی کوي په مشروط ډول سولې ته لیوالتیا څرګنده کړې.
پدې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شول چې دافغانستان دملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او دملي امنیت رییس معصوم ستانکزي قطر ته سفر کړی او د طالبانو له یوشمیر مشرانو سره یې دسولې په اړه خبرې اترې کړي.
که څه هم ظاهرآ  د وسله والو طالبانو دواړه ډلې دغه اوازې ردکړې خو د وسله والو طالبانو یوه بله ډله چې مشري يې ملا عبدالمنان نیازي کوي په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان د دوه مخې او بدنامه څیرې پرده پورته کړې او وايي: همدا پاکستان زمونږ دملګرو او مشرانو د وژنو اصلي عامل دی.
نیازي وویل: دی هیڅکله د شیطان هیواد پاکستان په وساطت سوله نه کوي او له افغان خاورې د باندې دسولې پربهیر دخبرو مسله یوازې دوخت ضایع ده هغه زیاته کړه چې له پاکستان سره  جګړې ته چمتو دی.
نوموړي وویل چې دغه راز خبرې چې پاکستان يې کوي موږ ته دمنلو نه دي، همدغه پاکستان وو چې پر وینا يې د طالبانو مشر ملامحمد عمر یې وواژه، دهمدې پاکستان ددوه مخې پالیسې له مخې ملاداد الله وژل شوی او ملابرادر يې لاهم په بند کې دی.
ملا عبدالمنان نیازي وویل چې پاکستان دجهاد په نوم پرمونږ امریکایان وژل او بیرته د امریکایانو ته دځان د ثابتولو لپاره موږ وژني.
د طالبانو دغه ډله  د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرو شرط په هیواد کې اسلامي، شرعي قوانینو د اجراء او د بهرنیو ځواکونو په وتلو پورې محدوده کړې.
د رسول ډله د
۲۰۱۵ د جولای په پای کې وروسته له دې جوړه شوه چې د ملا محمد عمر د مړینې خبر اعلان شو او د ملا اختر محمد منصور پر مشرتابه د طالبانو په شورا کې اختلاف رامنځته شو.
دا ډله وايي چې د منصور پر ځای د هبت الله ټاکنه هم نه مني ځکه چې نوموړی د آی ایس آی په خوښه په پاکستان کې ټاکل شوی دی.
تر دې مخکې د ملا محمد رسول اخوند ډلې ملا اختر محمد منصور د پاکستان جاسوس بللی و.
سره له دې چې د رسول سیاله ډله زیات نفوذ، مالي او نظامي امکانات او پر ډېر شمېر طالب قوماندانانو کنټرول لري، د رسول ډله وايي چې پر له پسې د مقابل لوري قوماندانان او پلویان وراوړي.

روهي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder