06.02.2018 (17.11.1396)

آیا د ډاکټر نجیب ستاینه یو نجیبانه کار دی؟
غلام حضرت

څو ورځی مخکی د بی بی سی( چه زه سخته کرکه ترې لرم) لخوا کوم راپور د نجیب په هکله ځپور سوی او د ځینو وبسایټونو لخوا اقتباس سوی او خپور شوی ؤ.

مخکی لدې چه پدې هکله خپل یو وړوکی عرض وړاندی کړم، د نجیب د خواخوږو څخه احترامانه او خاضعانه هیله لرم چه د وچو احساساتو پنجه بوکس او خنجر ته لاس ور وانه چوی او اجازه راکی چه زه څه .... خورم.دا یو مسلّم حقیقت دی چه په اصطلاح د چا نیکه  د بل چا د خوښي یا کرکی په وړاندی د سلیقې او علاقې د بدلون توان نلری او نه باید د بدلون هڅی په هره بیه چه وی تر سره شی.

نجیب یو تکړه هنرمند او یا تکړه ورزش کار او یا کوم تکړه علمی شخص نه ؤ چه د ستاینی یا غندنی په هکله ئې د سپین سترګیو او لجاجت څخه خالی بحثونه وشی، د یو هنرمند یا ورزش کار سره قلبی علاقه د هر چا شخصی سلیقه ده، په زر او زور هیڅ څوک نشی کولای چه خپله سلیقه پر کوم علاقه مند باندی تحمیل کړی.

زموږ یو معلم ؤ، همیشه به ئې ویل چه" کوم چا یو راډیو پلورنکی ته وویل چه داسی راډیو غواړم چه د استاد اولمیر سندری نه پکښی واورېدلی شی".

اوس که راډیو پلورنکی د اولمیر خُسر هم وای حق ئې نه درلود چه د راډیو رانیوونکی ته خښمېدلی وای ځکه دا دهغه د سلیقې په وړاندی یو خنډ او مزاحمت او حتی د هغه پر حقوقو تېرئ ګڼل کېدی.

که دا ومنل شی چه نجیب یو هنرمند او ورزش کار نه ؤ( چه نه ؤ) بلکه د یو لکۍ داره سیاسی- اجتماعی- حزبی- فکری پېچلی او حتی ویرانوونکی او ویجاړوونکی سناریو یو لوبغاړی ؤ نو معنی به ئې داوی چه د ډول ډول وګړو په روحیاتو کی ډول ډول دریځ درلودلای شی.

دلته یوه ډېره مهمه خبره باید له پام نه لیری نه وی هغه دا چه باید تثبیت شی چه نجیب د کومی سناریو او کومی لوبی لوبغاړی ؤ ، بله داچه د یو مطرح سیاسی شخص د شخصیت ټول ابعاد( څه عمودی څه افقی او څه ښکاره او څه پټ او څه ظاهری او څه باطنی او څه اجباری او څه اختیاری) په دقیقه توګه وڅېړل شی.

هغه غولوونکی ملغلری!!!! چه نجیب د حاکمیت په وروستیو میاشتو کی تر خولې را ایستلې ټولی ئې د خپلی عقیدې او افکارو خلاف وی، نجیب د خلق د دموکراتیک ګوند

) البته دلته زه د ګوند د څرنګوالی په هکله بحث نکوم) د پرچم د جناح یو مطرح او تکړه غړی ؤ، سوسیالیزم او حتی مارکسیزم- لینیزم ته سخت مؤمن او وفادار ؤ، که  خلق او پرچم یو بل تر خوټو نه وای سره نیولای او پرچمیان له همهغه اول څخه تر پایه په قدرت کی شریک وای، د نجیب اخلاقو او روحیاتو ته په پاملرنی سره، هغه به د انقلاب!!! د تحکیم په لیاره کی د مظلومو افغانانو ډېری بدی وینی توی کړی وای، لکه څنګه چه ئې د خاد د ریاست په وخت کی وینی توی کړې.

نجیب د ملی او ملیتی عُرف د جوهر څخه بیګانه ؤ.په ملی- وطنی مسائلو کی د قوم او ژبی پر اساس تبعیض یو حرام او ناروا کار دی خو خپل قوم او ټبر او فرهنګ ته په سپکه سترګه کتل اصلاً وطن ته د سپکاوی په معنی ده، نجیب په عین حال کی چه د مارکسیسټی افکارو په رڼا!!! کی انترناسیونالیزم ته تر ناسیونالیزم وفادار ؤ او یا ئې ریاکارانه داسی ښودله چه وفادار دی خو د خپلو ګوندی اهدافو او مشر ورور( اتحاد شوروی) د ګټو د تأمین په خاطر ئې هغی ترخې ډرامې ته لاس ور اچولی ؤ چه بل هیڅ ګوندی او حزبی د هغه جرئت نه درلود پدې معنی چه د ګلیم جم( چه یوه غیر پښتنی مجموعه وه ) پواسطه ئې د افغان ؤلس بل مظلوم ملیت یعنی پښتون بد وټکاوه. زما هدف د پښتون د احساساتو تحریک او هڅونه نده بلکه غواړم په ډک او ژړونی ستونی دا فریاد تر خوله راوباسم چه هغه وخت زه( پښتون) بیده وم او نجیب می تر ګرېوان نه ونیو خو اوس د یو پښتون!!! پتوګه د بی بی سی د تلبیسی تبصرو قربانی یم او د نجیب پر سرنوشت ژاړم!!!!!

لږ غوندی انصاف هم ښه دی.

بله خبره چه د نجیب د ننی ستاینی !!! په هکله د پاملرنی وړ ده داده چه:

خلقیان اصلاً د هغه د عدم موجودیت حسرت په زړه کی نلری ځکه د پرچمیانو سره ابدی دښمنی لری.

پرچمیان هم څو ډلی دی چه فقط یوه معدوده ډله ئې د نجیب سره خواخوږی درلوده او لری ئې او داچه نن ورځ د نجیب تمثال ته ځینی خلګ درناوی لری علت ېې دادی:

نجیب د محتضر او ساه ورکوونکی او اعدام کېدونکی انقلاب!! وارث ؤ، شوروی هم د احتضار په حال کی ؤ، نجیب د شوروی د جیب د خیرو په زور غوښتل انقلاب نه بلکه حکومت او د حکومت بدنه سالمه وساتی، ددې سلامتی د تداوم لپاره ئې لومړی د انقلاب پر ستونی پښه کېښوده او د ثور د انقلاب !!!د ټولو شعارونو څخه ( چه البته له اولی ورځی د بطلان پر تېږه ولاړ وه) منکر شو او په دوهم قدم کی ئې د کابل او نورو ښارونو غیر ګوندی اشخاص( تعداد ئې کم نه ؤ او اکثره ښه خلګ هم وه) د حکومت پر بدنه پینه کړه او ګوندیان تقریباً د کلیدی مقامونو څخه لیری شوه او ځای ئې نورو تکنوکراتانو ونیوی، کله چه د هغوی خولې د قدرت او مقام په خوږو خوږې شوې د جیب خیری هم تمامی شوې، دولتی بودجې او اقتصاد سقوط وکړ، مشر لالا ( شوروی) زما ځوی هم خړه وکښه او خپله سره وشلېدی وبخښۍ وسپوخېدۍ او کابل پاتی شو او د سناریو د وروستنیو برخو عملی کېده.

بناً د نجیب ثناګویان همهغه غیر ګوندی اشخاص دی چه د نجیب په وروستیو کی ئې وطن ته د خدمت نیت درلود، چه البته ......

بله خبره چه یادونه ئې بده نده دا چه:

اولاً دا ډېره د تعجب خبره ده چه تره کی هم ووژل شو، امین هم ووژل شو او ببرک هم تقریباً ووژل شو یا وشړل شو او نجیب هم ووژل شو، که د خواخوږۍ او همدردۍ او زړه سوی خبره وی نو باید د نجیب خواخوږی پر دې نورو درو هم د ارمان اوښکی توی کی ولی ئې یوازی پر نجیب تویوی؟ آیا نجیب د همهغه ایدیولوژی او همهغه قُلابی انقلاب بچی نه ؤ؟ نا ممکنه وه چه د انقلاب د مرګ سره د نجیب مرګ نه وای تړلی.

دا چه نجیب پدې ډول ووژل شو، د خواشینی ځای دی، نه د نجیب پخاطر بلکه دا ډول وژنه د انسانی کرامت خلاف کار دی چه هیله مند یو بل ځل د هیڅ افغان او انسان په حق کی تکرار نشی.

ثانیاً زه خپله د طالب طرفدار نه یم، کله چه طالب کندهار ونیوی ما ډېر سخت وژړل او د خپل وطن سیاهی می حس کړه خو د نجیب په وژلو لږ غوندی خوښ شوم ځکه هغه د غوائی د څلورو پښو څخه یوه وروستۍ پښه وه خو دا می نه منل چه د نجیب وژل به د طالب خپل مستقل تصمیم وی یا د پاکستانیانو تصمیم وی ، کله چه ما د شهنواز تڼی څرګندونی د نجیب په وړاندی د ناکامی کودتاه وروسته واورېدې او کله چه می د نجیب څرګندونی د تڼی په هکله واورېدې او کله چه می ولیده چه شهنواز تڼی یو رنډۍ غوندی سرترپایه د پنجاب په خدمت کی حاضر شو او د خپلو خدمتونو اجوره او غوښتنه ئې فقط داوه چه د طالب په صفونو کی دا امکان ورته برابر شی چه خپل د لېونی انتقام نه کنترول کېدونکی لمبې د نجیب په وژلو مړې او آرامی کی او همداسی هم وشوه،شهنواز تڼی د طالب په صف کی ځای او خپل شخصی او احساسی ماموریت ئې د ملل متحد په دفتر کی تر سره کړ.  بناً هیله ده چه د نجیب خواخوږی خپل د فریادونو توپونه د انقلاب د بلی سوځلی مُهرې یعنی شهنواز تڼی سنګر ته توجیه کاندی.

وروستئ عرض می دا چه:

راسی چه په ګډه ددې نااهلو ژوندو کډه ور سمباله کړو او د سړی زامن ترې جوړ کو چه وطن ته مو خدمت وکی، مړه او وژل سوی به پرېږدو خپل حال ته.د مړو په عکسونو او یادونو او تبصرو او توجیهاتو زموږ ژوندو یوه نړۍ ستونزی نه حلیږی، هم تېر، مرګ دی او هم راتلونکی، مرګ دی، هغه څه چه مهم دی د نن ورځی د حالاتو سمون دی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • داکتر سید خلیل الله هاشمیان (Mittwoch, 07. Februar 2018 22:37)

    مقالۀ محترم غلام حضرت خان را خواندم و تائید میکتنم که داکتر نجیب الله یک کمونست مردم فریب
    - دربارۀ خیانتها،و مردم فریبی او ودورۀ کارحکومتد اری اوکه هزاران نفربیگناه را شهید ساخته، مجلۀ آئینه افغانستان یک سند تاریخی است -داکتر نجیب درسالهای اخیر خکومتداری خود آیات قران مجید که به آن باور ند اشت، حفظ کرده ودر هر خطابۀ خود آیات قران مجید را تکرارمیکرد وهدف او مردم فریبی بود که به جزای اعمال خود رسید - خلقی های کمونست از نجیب .طنفروش میخواهند یک شخصیت بسازند، اما او غیرازکمونست بودن، وطنفروشی و قتل مردم بیگناه، دیگر صفتی ندا شت -
    سیدخلیل الله هاشمیان
    ششم فروری 2018

  • razmohammed mohmend (Donnerstag, 08. Februar 2018 18:10)

    i agree about najib/BUT WHAT GOING ON AFTER NAJIB,DID YOU SAW MUJAHEEDS,PLEASE.
    COMPARE MUJAHEED LEADERS WITH
    ANY MEMBERS OF COMMUNISTS,
    PEOPLES PARTY FIGHT FOR PROLTARIA/BUT MUJAHEED DID BUSINESS ON ISLAM AND JIHAD,
    DID YOU KNOWS ANY MILLIONAIRE FROM COMMUNST,WATCH MUJAEEDS

  • افغان (Donnerstag, 08. Februar 2018 22:36)

    د هر چا خپل خبل نظر دی زه ورته درناوی لرم مګر دا چه کوم یو سم او ناسم دی لوستونکی ورباندی قضاوت کوی.
    د نجیب وحشت ، الحاد او د دوه میلنو بی ګناه او بی دفاع افغانانو قتل او غلامی له هیوادوالو او نړیوال پټه نه ده مګر پوشتنه دا ده چه د ده سره په دی قثل او وحشت کی ترکی، امین، او کارمل هم شریک وو مګر یواځی د نجیب د اتلولۍ یادونه کیږی ولی ؟
    لمړی : دا چه نجیب د طالبانو له خوا ووژل شو او طالبان اوس د امریکایی استعمار سره په جنګ کی دی امریکا غواړی پشتون نچیب ته د پشتنو خلقیانو او پرچمیانو ترمنځ ارګ کی یووالی رامنځته کړی او دملی او اسلامی مقاومت په خپلو کی تری کار واخلی کمونستان د خلکو په وژنه کی رحم نه لری او په شکنچه کولو کی یی تجربه هم لری.
    دوهم : نوی نړیوال استعمار ته هر هغه څوک چه د الهی نظام سره په مخالف قطب کی قرار لری که هغه سکولریستان ، که هغه نشنلستان او که هغه کمونستان او حتی که هغوی اخوانیان هم وی د سترګو تور دی .سره د دی چه ډير باوری کسان یی د لویدیز سکولریستان او نشنلستان دی مګر د هغوی شمیرهم کم او په مادیاتو کی یوله بله سره افراطی مسابقه لری یووالی نه لری ویشل شوی دی امریکا په کمونستانو او نشنلستانو دیر فوکس کړی همدا اوس د ارګ قدرت د کمونستانو په واک او لاس کی دی ، دهغو پشتنی خلقیانو او پرجمیانو د اتحاد ساتلو د پاره له نجیب څخه اتل جوړوی .
    دغه لیکنه کی هم د نجیب او هم د طالبانو د کوبولو یا آټکولو هڅه شوی مګر د ټکولو اصل اړخ طالبان دی ځکه طالبانو نجیب وژلی ( غلام ) حضرت هم ورته ګوته نیولی چه نجیب د پاکستان په دستور یا قومانده ووژل شویعننی طالبان یی په دی واسطه د پاکستان لاسپوڅی معرفی کړی .
    د هر استعمار دوره کی افغانستان کی د استعمار ضد د خپلواکی غوښتنی مقاومت هم رامنځته کیږی په ځانګړی دول دغه د ابرقدرتو په هدیره هیواد کی . که دا ومنو د طالبانو مقاومت هم مقاومت نه دی او د پاکستان جاسوسان دی نو د دغه استعمار په مقابل کی نشنلستان یا اخوانیان کوم مقاومت لری که یی نه لری افغانستان کی دا ۱۷ کاله مقاومت پيریانو کولو ؟
    بله مهمه خبره دا چه مونږ او تاسی تول وایو چه پاکستان د انګریزانو غلام څه چه مستعمره هیواد دی او افغانستان کی انګریزی استعمار جنګیږی نو ایا انګریزانو خپلو غلامانو ته دستور ورکوی د چه دانګریزانو په ضد مقاومت سره د اتګریزانو په ضد مرسته وکړی ؟
    ( غلام ) حضرت او لا د سید هاشمیان صاحب څخه هیله لرم چه پورته دوه پوښتنو ته ځواب ولیکی مننه

  • غ.حضرت (Samstag, 10. Februar 2018 11:37)

    د ( افغان) د پام
    :وړ
    که تا خپله لیکنه ستا په رسمی ژبه یعنی اُردو لیکلې وای شاید ما ته د فهم وړ وای خو د بده مرغه اوس دی د لیکنی په مفهوم او هدف نه
    .پوهېږم

  • محمد (Sonntag, 11. Februar 2018 10:24)

    ښاغلي غلام حضرت صاحب چي څه لیکلي ښه یې لیکلي خو یوه خبره یې چي تر ټولو زیاته مهمه او ارزښتناکه ده چي خپله ورته متوجه سو او نور ورته متوجه کړو هغه داده چي راسی چه په ګډه ددې نااهلو ژوندو کډه ور سمباله کړو او د سړی زامن ترې جوړ کو چه وطن ته مو خدمت وکی، مړه او وژل سوی به پرېږدو خپل حال ته.د مړو په عکسونو او یادونو او تبصرو او توجیهاتو زموږ ژوندو یوه نړۍ ستونزی نه حلیږی، هم تېر، مرګ دی او هم راتلونکی، مرګ دی، هغه څه چه مهم دی د نن ورځی د حالاتو سمون دی.د حالاتو د سمون یوازینۍ لار د ډیکټاټوري پای ته رسول دي. ټول هغه ملګري چي پورته یې خپل نظریات بیان کړي دي د ځان سره دي یوه محاسبه وکړي چي که د هیواد ولس مشران سي او ولس د هري خبري او عمل حساب ورسره ونه ساتي ایا سختي کرغیړني اشتباهوي به ځیني ونه سي؟ هر انسان یو مادي قیمت لري چي په هغه بیعه د خپل ایمان او خپلواکي سودا ته اماده کیدای سي (چي د خدای پاک ساتنه نه وي) نو دا اشتباه زموږ ګډه اشتباه نه ده چي د هیواد تر ټولو ځواکمن موقف لپاره پر محدودیتونو نه یو موافق سوي؟.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind