09.11.2016 (19.08.1395)

آيا د امریکا بهرنۍ تګلاره بدلون کوي؟

نويده خوشبو

امریکایانو ډونالډ ټرامپ د دې هیواد د ۴۵ ولسمشر په توګه غوره کړ. ټرامپ د امریکا په سیاسي تاریخ کې تر ټولو بې تجربې بې سابقې او عجیه ولسمشر ګڼل کیږي!
ټرامپ لکه څنګه چې له ټلویزوني خپرونواو سوداګرۍ څخه جمهوري غوښتونکو ګوند ته په ورتګ او ولسمشرۍ ته د دې ګوند د مخکښ نوماند په توګه ټول حیران کړي وو؛ نن یې د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو سره نړۍ هکه - حیرانه کړه.
ټرامپ په ځان ښودونکي او شهرت غوښتونکي سوداګر مشهور دی، په ټاکنیزو سیالیو کې د امریکا اقتصادي ودې، بیارغونې کارموندنې او د دې هیواد په هر اړخیزې ودې ټینګار درلود.
ټرامپ په لوړه کچه د امریکايانو، اروپایانو او د نړۍ د ډیر سیاستوالو او عامو وګړو لخوا د یوې مسخره څیرې او په خوبونو کې د اوسېدونکي کس په توګه پيژندل شوی و، که څه هم ټرامپ په تعصب، ناروا اړیکو، میرمنو ته په نه درناوي، د مالیې په نه ورکړې او د منطق په نه لرلو تورن دی، خو په ښکاره خبرو او امریکې ته په لومړيتوب ورکونې سره یې د ډیرو امریکایانو ملاتړ خپل کړ.
د امریکا د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې او ان له لومړنیو پایلو څو شیبې وړاندې د نړۍ ځواکمنو هیوادونو مشرانو سیاستوالو او معتبرو رسنیو په ښکاره توګه د هیلیرې کلنټن ملاتړ او د هغې د بري وړاندوينې کولې. دلیل يې په سیاست کې د میرمن کلنټن د پوخوالي، تجربې او سیاسي پوهې له مخې د هغې د بري اټکل و. د ټرامپ په پرتله کلنټن تکړه سیاسي لوبغاړې، ځیرکه مشره او ځواکمنه سیاست مداره بلل کیږي او د همدې ځانګړنو له امله د کلنټن ملاتړ ډیر و.
د شویو سروی ګانو او نظر پوښتنو له مخې هم میرمن کلنټن مخکښه وه.اروپايي هیوادونه د میرمن کلنټن له بري ډیر خوښ بریښېدل، ځکه هغه په بهرني سیاست کې سابقه او ښې اړیکې لري، اته کاله لومړۍ میرمن، سناتوره او د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د پاتې کېدو له امله په بهرنیو اړیکو کې د مثبت خوځښت تمې ډیرې وې.
کلنټن باور درلود چې رغول له ورانولو ستونزمن دي، له اروپايي هیوادونو سره د ښوو اړیکو په لرلو یې ټينګار درلود، روسېې ته یې ګواښونه ورکړي وو، او ټینګار یې درلود چې ایران او سعودي عربستان ته د اټومي وسلو لرلو اجازه نه ورکوي او په چین، منځني ختیځ او اسیا به هم کنټرول ولري.
کلنټڼ تر ډیره د اوباما د پالیسیو پر مخ وړونکي وبلل شوه، تحلیل په دې و، چې د اوباما ملاتړ، د بل کلنټن میرمن ولي او سیاسي تجربه به د هغې د بري لامل شي، خو برعکس دا ځانګړنې یې د ماتې سبب وګرځېدې!
د ماتې لوی لامل یې د ایمیلونو مسله وه، چې د ټاکنیزو سیالیو په وروستیو ورځو کې راڅرګنده شوه.
په ټوله کې د اوباما له پالیسیو څخه د امریکایانو ناخوښي، په بل کلنټن د ناروا اړیکو او ناتوانې ادارې د لرلو تورونو او په کلنټن د داعش د تاسیس، فساد کې د ښکيلتیا او د ځینو غیرې قانوني کړنو تورونو، ټرامپ له هغې مخکې کړ؛ ډیری امریکایانو د ټاکنو په وروستیو شیبو کې د ناچارۍ له مخې د خطرناکې کلنټن پر ځای مسخره ټرامپ غوره وباله.
يوې خوا ته کلنټن په نړۍ کې د امریکا د دخلالت او نړیوالتوب غوښتونکې وه، بلې خوا ته ټرامپ خپل ټول تمرکز او تاکید د امریکا هر اړخیزې ودې ته ځانګړې کړې و، له اغیزمنو شعارونو څخه یې یو دا و: اړتیا نشته امریکا د نړۍ د ساتونکي او پولیس په توګه دنده ولري!
ټرامپ په اروپايي هیوادونو مستقیمې نیوکې درلودې، په ځلونو یې لویديځ هیوادونه مسلمانو کډوالو ته د نه ویلو په جرئت نه لرلو تورن کړ، په بهرني سیاست کې یې یوازې په اقتصادي راکړوـ ورکړوټینګار درلود، ناټو ته د میلیونونو ډالرو د ورکړې پر ځای یې په امریکا کې دننه د دې پيسو د لګولو ژمنې کړې وې، له مکسیکو سره په ګډه پوله د کانکریټي دیوال جوړولو او له دې دیوال څخه د مالیې په تر لاسه کېدویې ژمنې درلودی.
اخوا اروپایانو هم له ټرامپ څخه ښه انځور نه درلود، د ټرامپ نوم له اوریدو سره یې خندل او ملنډې یې پرې وهلې، د شویو نظر پوښتنو له مخې تقریبا ټولو اروپایانو ټرامپ ډیر بدرنګه، ناپوه، په ځان میین او د خندا وړ کس بللی دی.
د جرمني مشهورې مجلې ټرامپ ته د لیوني سړي، هسپانیې د ویرونکې بلا او فرانسې د لوی احمق سړی نومونه ورکړي دي.
خو دا نظر د ټاکنیو د لومړنیو پایلو له اعلان څخه وړاندې په ثانیو کې بدل شو؛ ټولو وتلو اروپايي رسنیو چې وړاندې په مستقیم ډول له کلنټن هر کلی کوو، د رایو د پایلو په کتلو سره؛ یو وار خپل ټول پام د ټرامپ ټاکنیزې ډلې او پلویانو ته واړو، مسخره کس په څو شیبو کې قدرمن شو.
د هیلري کلنټن اروپايي ملاتړي هیوادونو مشرانو د پایلو له اعلان څخه وړاندې ټرامپ ته د مبارکۍ پیغامونه ولیږل او بري یې نړیوال مثبت غبرګونونه خپل کړل.
ټرامپ چې د دې هیواد د سپین پوستو د ملاتړ ډیره فیصدي له ځان سره لري، ایا شوې ټولې ټاکنیزې ژمنې پلې کوي او که نه، پولې تړي، مسلمانان شړي، ترهګر له منځه وړي، میرمن کلنټن بندي کوي؟ د دې ځواب هم سیاست ورکوي.
د ټرامپ په ټاکنیزو ویناوو، او د بري په لومړۍ وینا کې ډیر توپیر و.
ټرامپ د ولسمشر په توګه په لومړنۍ وینا کې له بهرنیو هیوادونو سره د ښوو اړیکو په لرلو او د یو موټي امریکا یادونه وکړه. میرمن کلنټن ته د سزا ورکولو پر ځای له هغې ستاینه او مننه وکړه.
ټرامپ څنګه چې ښکاري هغسې نه دی، هغه ټګ او موقع پيژوندونکی دی د خلکو د توجه په خپلولو کې ماهر دی.
ټرامپ به په ټوکو ـ ټوکو کې د امریکا اصلي تګلارو، موخو او سیاست ته دوام ورکړي، د خپلو ژمنو خلاف نه روسیې سره ملګرتیا کوي، نه لیبیا، سوریه، عراق او افغانستان پریږدي، چین، سعودي عربستان او ایران به هم تر څار لاندې ولري.
امریکا به همداسې په ټولې نړۍ کې دخیله وي، ترهګري به هم دوام ولري.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder